امنیتي چارواکي: کندز لپاره د طالبانو نومول شوی والي ټپي شوی
په کندز کې د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان وايي ملا عبدالسلام اخوند تیره شپه د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې په یو ځانمرګي برید کې ټپي شوی دی.
سلګونو زرو میرمنو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پر ضد لاریون وکړ
لاریون کوونکو د ځانونو سره لوحې هم اخیستې وې او " ته زما جمهور رئیس نه یې" په شان شعارونه یې پرې لیکلي و.
د اروپا ملتپال سیاستوال په جرمني کې راټول شوي دي
د فرانسې د ملې جبهې مشرې وړاندوینه کړې چې ۲۰۱۷ به د اروپا د بیدارۍ کال وي.
پیر سید احمد ګیلاني مړ شو
د افغانستان د سولې د عالي مشر سید احمد ګیلاني په کابل کې مړ شو.
واشنګټن ډي سي کې د ټرمپ پر ضد د ښځو مظاهرې
ټاکل شوې چې لسګونه زره خلک به نن په واشنګټن ډي سي د ډونالډ ټرمپ په ضد مظاهره وکړي.
طالبانو د کندز د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس تښتولی
وسلهوالو طالبانو نن سهار د کندز- خانآباد پر لویه لار د دغه ولایت د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس له موټره کوز او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.
د افغانستان اجرائيه رئيس ولسمشر ټرمپ ته د هغه د کار د پیل مبارکي ورکړه
وروسته له هغې چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ د څوکۍ سمبالولو لپاره د لوړې مراسم پر ځای کړل، نن ورته د افغانستان اجرائیه رئیس د هغه د کار د پیل مباررکي ورکړه.
۲۰۱۷ کې افغانستان ۵۵۰ میلیون ډالر بشري مرستو ته اړتیا لري
افغان حکومت وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له راستنیدونکو کډوالو، کورني بېّځایه شویو او د طبیعي پیښو قُربانیانو سره د بیړنیو بشري مرستو لپاره ۵۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
واشنګټن کې د ټرمپ ضد د تشدد نه ډکې مظاهرې شوي
مظاهره چیانو د پولیسو سره اخ او ډب کړی او د څو موټرو ښیښې یې هم ماتې کړیدي.د پیښې په تړوا سل ګون خلک نیول شویدي.
په سوریه کې د امریکا په هوایي بمبارۍ کې د القاعده ۱۰۰ غړي وژل شوي
د امریکا د دفاع وزارت وایي د سوریې د ادلیب په ولایت کې د القاعده د شبکې د غړیو په یو کمپ هوایي بمباري کړې، د سلو نه زیات وسله وال یې وژلي دي.
ټرمپ د افغانستان په مسئله کې له کومو پوښتنو سره مخ دی؟
ډانلد ټرمپ د امريکا د پنځه څلويښتم جمهورريس په توگه ولس ته د وفادارۍ لوړه وکړه.
ډونالډ ټرمپ لوړه وکړه او د امریکا نوی ولسمشر شو
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې نن له واشنګټن ډي سي څخه د امریکا ولس ته واک انتقال شو.
افغانستان د صحرا د کرکټ اتلولي وګټله
افغانستان په پایلوبه کې ایرلنډ ه لویه ماتې ورکړه. ایرلنډ د پچې له ګټلو وروسته د بیټینګ پرېکړه، خو افغان بالرانو پرېنښودل چې لوی هدف وټاکي.
د اوباما په واکمنۍ کې درُون ۱۱۷ ملکیان وژلي
د امریکا استخباراتي مقامات وایي د جمهور رئیس اوباما په واکمنۍ کې د ترهگرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ١١٧ ملکي وگړي وژل شوي دي.
په لوګر کې ولسي خلک چا ووژل
د لوګر ولایت چارواکي وایي چې د "ځمکې پر سر د امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ترمنځ شخړې کې د دوو ولسي خلکو د وژلو په تور یې ۱۹ کسان" نیولي دي.