روانې چارې او بېلابېل


ددغې ډ نډورې ترشاونه دریږو

داڅوورځې کیږې دخبرنوسرټیکې دکندزدپیښې په اړه دې اوهره رسنۍ دخپل فکرله اړخه پیښې ته ګورې دتلویزونو،راډیو ګانوترڅنګ سوشل میډیا په ځانګړي توکه فیسبوک ښه ګرم بحث پرې شروع کړی. آ ن خلک پکې یوبل ته ګنځلی کوي زه غواړم ددغې پیښی په اړه یوه څیړنیزه مقاله ولیکم اودهغه معلوماتواولاسوندونوپه رڼاکې وڅیړم کوم چې زماپه لاس کې دی . لومړۍ به دسوالونوپه شان هغه موضوعات چې ډیراړین دې ولیکم بیا به دهرسوال له پاره خپل دلیلونه راولم که الله ج ته منظوره وه نودخپل مسولیت له مخې په ملت اوټولنې ته غاړه خلاصه کړم

05.04.2018 جلال (سمندر)

isi غواړي د کندوز پېښي څخه په ګټنې د سولې د سبوتاژ هڅي

پاکستان څارګري اداري ISI هڅي پیل کړي ترڅو د کندوز د دشت ارچی ولسوالۍ په مدرسه برید څخه په ګټنې د افغان حکومت د سولې هڅي سبوتاژ کړي ، او د همدغه هڅو په ترڅ کې پاکستان څارګرۍ اداري په پاکستان کې ټولو رسنیو ته دنده سپارلي ترڅود کندوز پېښي ته هوا ورکړي او په لر او بر کې د افغان ولس پام دي لورته راوګرځوي . موخه يي دا ده چې ترڅو په لر او بر کې د پاکستان د پوځ پرضد د پښتنو پرلتونو مخه ډب کړي او پام يي دي بل لور ته راوړي او بله د چې په دې سره غواړي دهغه طالبانو چې سولې ته مایله شوي د هغوي احساس

05.04.2018 محمد اګل (وصال )

پاکستان او نیابتي جګړه!

پاکستان او نیابتي جګړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو وروستیو څرګندونو کې وايی، هغه هېواد به هیڅکله بیا د نورو هېوادو د ګټو لپاره بل هېواد کې په نیابتي جګړه کې برخه وانخلي، خو دا نه وايي چې د خپلو ګټو لپاره به نورو هېوادو لکه افغانستان او هندي کشمیر کې د یو شمېر تروریستي ډلو څخه په کارونې، په نیابتي جګړه کې کار نه اخلي! دلته د نورو هېوادو د ګټو لپاره په نیابتي جګړه کې ګډون چې په طبیعي توګه هلته هم خپلې ګټې په پام کې دي، او د خپلو ګټو لپاره په نیابتي جګړه کې د ځينو تروریستي ډلو

04.04.2018 سرلوڅ مرادزی

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي د استرالیا د سمندري توقیف خونو حالات خواشینوونکي بللي

ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي د استرالیا حکومت په هغه پالیسۍ سختې نیوکې کړي چې په کشتیو کې راغلي کډوال په سمندري توقیف خونو کې بندي ساتي. اندریکا راتواټي چې په ختیځې آسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ مشر دی، ویلي چې د استرالیا په سمندري توقیف خونه نایرو کې د کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ دی او کډوال باید ژر تر ژره له دغه ځایه ویستل شي. نوموړي وایي، د استرالیا په توقیف خونو کې د کډوالو د دغه ډول ناوړه حالت په لیدو حک پک شوې. هغه وایي چې په دغه توقیف خونو د کډوالو رواني حالت

02.04.2018 آرین صافې

د آلمان حکومت یوه ډله افغان کډوال کابل ته ستانه کړي

د آلماني چارواکو په وینا لس تنه هغه افغان کډوال یې بیرته افغانستان ته ستانه کړي چې د کډوالۍ غوښتنه یې نه وه منل شوې. د افغان کډوالو دغه ډله په یوه ځانګړې الوتکه کې د سه شنبې په ورځ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته راورسیده. د چارواکو په وینا د افغان حکومت او آلمان ترمنځ د کډوالو د ستنولو له هوکړې وروسته چې په ۲۰۱۶ کال کې لاسلیک شوه دا یولسم ځل دی چې له آلمان څخه افغان کډوال په ډله ایز ډول افغانستان ته رالیږل کیږي. تر دې دمه په ټوله کې لږترلږه ۲۰۰ افغانان له آلمان څخه بی

02.04.2018 آرین صافې

کوهدامن د اوبو په لټه

د کابل په شمالي سیمه کې پرته دره د کوهدامن په نامه یادیږي او دا دره اووه ولسوالۍ لري چې د پلازمېنې کابل پورې اړوند دي، دا ولسوالۍ له قره باغ، کلکان، استالف، فرزه، میربچه کوټ، ګلدره او شکر درې څخه عبارت دي.  دلته ولسونه له یو بل سره په خورا مینه او ورورګلوۍ ژوند کوي په دې ولسوالیو کې خلک په دواړو ملي ژبو پښتو او دري خبرې کوي، یاده دې وي چې د کوهدامن دره د خیرخانې له کوتل څخه پیل او د قره باغ ولسوالۍ تر پایه رسېږي.  د دې ولسوالیو خلک ډېر میلمه

02.04.2018 عبدالرحیم موسی زی

د پېښو خپلمنځي تړاو

د پېښو خپلمنځي تړاو د نقیب مسید د وحشیانه ترور څخه چې د روان عیسوی کال د جنوري په لومړیو کې د کراچۍ د پولیسو د یو محلي قومندان راوانور په لاښوونه ترسره شوی، اوس کوزپښتانه د منظور پښتین په مشرۍ په یوه قومي غورځنګ سره له اسلام اباده غواړي چې د پښتنو په وړاندې د وحشت او بربریت زوړ او استعماري سیاست پایته ورسوي او د دوی انساني او ملي حقوق ومني او حق په حقدار وسپاري. د امریکاغږ ډیوه راډیو سره مرکه کې منظور پښتین ویلي ول« زموږ د ځوانانو، سپينږیرو، مشرانو وینې تويېدلې، د هغې چا خبر

01.04.2018 سرلوڅ مرادزی

دا بله خوشحالی

از حربه های معمول نقد مساله ی تباری و تاریخی ما در افغانستان، یکی هم اتهام قبیله گرایی بود و است. ظاهراً بدون کمترین تعریف از اندیشه ی قبیله گرایی، تنوع قبایل پشتون، دست آویز ساخته می شود. در کوشش های مختلف فرهنگی، تاکید کرده ایم که تفکر قبیله گرایی، حول محور زمین و منافع آن شکل می گیرد. جامعه ی روستایی افغانستان در هرکجایی که باشد، اشکال مختلف قبیله گرا

29.03.2018 مصطفی «عمرزی»

د پښتون تحفظ تحریک بریالیتوب په افغانستان کې د سولې ضمانت کوي

عبدالکریم رحیم د پښتون تحفظ تحریک بریالیتوب په افغانستان کی د سولې ضمانت کوی دا تحریک په وزیرستان کی د مسودو پر قوم د پاکستان د اردو د مظالمو پر ضد د یو شمیر محلی ځوانانو له خوا چی شمیر ۲۵ تنه وو پیل شو. دی ځوانانو همدومره غوښتل چی د مسود قوم خلکو بیعزتی دی نه کیږی، دوی ته دی سپکی سپوری نه ویل کیږی او د دوی ازار او اذیت نه دی لاس واخستل شی. منظور احمد پښتون چې ددی تحریک پیل کوونکی دی وایی چی بده داده چی فوجی دی ودروی او ښکنځل درته کوی او ته ور ته دومره هم نه شی ویلی چی ولی؟ او

26.03.2018 عبدالکریم رحیم

اندونیزیا کې د کډوالو مایوسه ژوند د اندیښنې وړ دی

د راپورونو په اساس اندونیزیا کې اوسمهال له ۱۰ زرو زیات کډوال چې پکې ګڼ شمیر افغانان هم شامل دي په ډیرو ناوړو او بدو شرایطو کې ژوند تیروي. ۲۹ کلن حسن چې له افغانستانه څلور کاله وړاندې اندونیزیا ته کډوال شوې، وایي په مختلفو رواني ناروغیو اخته دی او څو ځلې یې د خپل ژوند د اخیستو هڅې هم کړي. برسیره پر حسن، نور هغه کډوال چې له جنګ ځپلو هیوادونو لکه افغانستان، سوډان او سومالیا څخه اندونیزیا ته راغلي د پناه لپاره هیڅ کوم ځای نلري او په سړکونو، پارکونو او آن د کډوالو د توقیف مرکزونو م

26.03.2018 آرین صافې

مالیزیا څلور زره اندونیزیایي کډوال خپل هیواد ته ستنوي

د مالیزیا د مهاجرت اداره وایي، په پام کې لري هغه څلور زره اندونیزیايي کډوال چې اوسمهال په مالیزیایي توقیف خونو کې ژوند کوي ژر تر ژره خپل هیواد ته ستانه کړي. د یادې ادارې مشر مصطفی علي وایي، مونږ هڅه کوو دغه کار له روژې میاشتې مخکې ترسره کړو ترڅو دغه کډوال د روژې میاشت له خپلو کورنیو سره یوځای تیره کړي. نوموړي همداراز یادونه وکړه چې ډیری نور اندونیزیایي کډوال مالیزیا کې شته چې لا اوس هم له چارواکو په پټه او په ناقانونه توګه کارونو ته ادامه ورکوي. هغه وویل، که چیرې دغه ک

26.03.2018 آرین صافې

خوندي سیمې؛ که د هېواد د تجزیې هڅه!

  “د وسلوالو مخالفینو مشرانو ته دې په هېواد کې خوندي سیمې جوړې شي چې پرې د هوا له لارې ګوزارونه ونه شي، له دې سیمو دې بهرني او کورني ځواکونه ووځي، د امنیت ساتنې لپاره یې باید د ښکېلو خواوو په هوکړه یو داسې ځواک جوړ شي چې امنیتي بنسټونو پورې اړوند نه وي، د دې سیمو د ادارې لپاره دې د حکومتي  بنسټونو له اډانې بهر یوه اداره جوړه شي.”  د وري څلورمې سهار و چې ګلبدین حکمتیار په دارالامان کې په خپل مجلل استوګنځي کې له رسنیو سره دغه خبرې بیان کړې. 

25.03.2018 محمدزمان ستانکزی

د یوې سیاسي لانجې پای

د نوي کال لومړۍ ورځ د یوې لویې سیاسي لانجې د حل ورځ وه، د بلخ ګوښه کړای شوي والي روضه کې د جنډې پورته کولو مراسمو ته خپلې اوږده وینا کې وویل چې حکومتي څوکۍ دایمي نه وي، او څوارلس کاله یې بلخ کې د والي په توګه ډېر کار کړی دی. دې کې شک نشته چې عطا محمد نور د حامد کرزي او محمد اشرف غني د حکومتونو لوی او مهم لوبغاړی و، خو په یوه پست یې پاتې کېدل هم ښه نه دي او ورته نه ښایی چې په خپل مقام د پاتې کېدو لپاره ولس یرغمل کړي.  د شپږ نویم کال درې وروستۍ میاشتې ډېرې ستونزمنې وې، نږ

23.03.2018 محمدزمان ستانکزی

تش په نامه

یادآوری خاطره ای را بایسته می دانم که به مصداق «هر سخن جا و هر نقطه مکانی دارد!» در جریان آخرین پروسه ی انتخابات ریاست جمهوری افغانستان، جوانان فعال پشتون که در زمینه های مختلف فرهنگی، مدنی و رسانه یی، به مردم کمک می کردند، با کنایه از رفتار و گفتار شماری از همتباران، عبارت «تش په نامه» را که در زبان پشتو دلالت کنایی دارد، با

23.03.2018 مصطفی «عمرزی»

استرالیا کې نوې میشت شوي کډوال د دندو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي

استرالیا کې نوې میشت شوي کډوال د دندو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي د یو راپور په اساس استرالیا د ۲۰۱۵ کال راهیسي لږترلږه ۱۲ زره کډوال له عراق او سوریې څخه استرالیا ته انتقال کړي ترڅو هغوی له جګړو او ناخوالو وژغوري، خو استرالیا دغو کډوالو ته د کارونو او دندو په برابرولو کې پاتې راغلې. ډیری دغه کډوال چې د استرالیا په سیډني ایالت کې میشت دي وایي، د سیمه ایزو خلکو لخوا ورته ښه راغلاست ویل شوي او له هیڅ ډول تبعیضي چلند سره مخ نه دي، خو د دوی په وینا یوازینۍ ستونزه چې دوی ورسره

22.03.2018 آرین صافې

د اندونیزیا او استرالیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو دوه اړخیزه غونډه کړې

د ۲۰۱۸ کال د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د ځانګړې سرمشریزې په لړ کې د تیرې جمعې په ورځ د اندونیزیا او استرالیا د دفاع او بهرینو چارو وزیرانو دوه اړخیزه ناسته ترسره کړه. یاده ناسته د استرالیا په پارلمانې دفتر کې ترسره شوه چې دواړو خواوو په دغه ناسته کې په سیمه کې د لا ښه امنیت تینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه ټینګار وکړ. همدارنګه دواړو خواوو د انسانې قاچاق او سایبر ضد فعالیتونو پر مخنیوي او په سمندرونو کې د ښه امنیتي تدابیرو د چمتو کولو په هکله هم خبرې اترې ترسره کړې.

22.03.2018 آرین صافې

سوله د فیسبوک له لارې

سوله د فیسبوک له لارې. د وري لمړۍ ۱۳۹۷ دا ټولو منلې چې نن سبا ټولنیزې رسنۍ (په خاصه توګه فیسبوک) ډیرې مؤثرې او ګټورې دي، خو چې په سمه توګه یې استعمال کړو. فیسبوک ته نن سبا تقریبآ د ډيرو لوستو او نیمه لوستو خلکو لاسرسی شته دی. د یوې پیښې خبر د نړۍ تر ګوډ ګوډ پورې په څو دقیقو کې رسولای شي. هر څوک پکې د خپلې خوښې ملګري موندلای شي او هر څوک پکې د نظر وړاندې کولو برابر حق لري..... اصلي خبرې ته راځم، هغه دا چې مونږ افغانان خو د سولې تږي یو او عامه پوهاوي ته سخت ضرورت لرو. دا چې د

22.03.2018 خپلواک سادات

د پښتنو نه ماتیدونکی پاڅون

احمدجان تڼی د پښتنو نه ماتیدونکی پاڅون داسې ښکاریږي چې د کابل ادارې مشر په پښتونخوا کې د پښتنو د سراسري پاڅون څخه ، چی د خپلو حقه حقوقو د تر لاسه کولو د پاره یی پیل کړی ، د اخلاقي ملاتړ څخه لاس واخیست. د افغانستان اولسمشر اشرف غني په پښتونخوا کې د پښتنو د مدني حقوقو د تر لاسه کولو د پاره د پراخ پاڅون څخه ، په تویتر پاڼه کې برسیرن ملاتړ ښودلی و. د دې پاڅون څخه د افغانستان د اولسمشر ملاتړ ددی سبب شو ، چی په کابل کی پښتون دښمنه واکمنې کړۍ ، چی ګومان کیږي ، د پنجاپی استعمار او

21.03.2018 احمدجان تڼی

نقش صهیونیزم و سکولاریزم عربی در تطبیق پروژه اسرائیل بزرگ

نقش صهیونیزم و سکولاریزم عربی در تطبیق پروژه اسرائیل بزرگ !!! عبدالخالق صارم أبعاد تعامل غرب و عرب با اسرائیل بزرگتر از قدس بوده و دور تر از سیناء قرار دارد ! پروفیسر "میشل چاسودوفسکی" اقتصاد دان کانادایی ، یهودی روسی تبار ، و رئیس مرکز تحقیقات جهانی سازی و مشاور اقتصادی تعدادی از حکومت های جهان ، به تاریخ 2015 /3/22 م چنین نوشته بود : درین شکی نیست که پروژه ( اسرائیل بزرگ ) در فکر و فعالیت احزاب یهودی بویژه حزب لیکود ، و همچنین اردو و استخبارات اسرائیل ، همیشه محو

19.03.2018 عبدالخالق صارم

اسماعیل خان د سولي په لوبه کي

دا چې تورن اسماعیل، د ایران په مشوره، د سولی په بهانه، د مثال په توګه د مرحوم عبدالمجید زابلی په کوم بل کور او یا جایداد باندی، سترګی سور کړی دی کوم بی ځایه ادعا نه ښکاریږی. مګر اوس د ښاغلی محترم عبدالباري جهاني لیکنی، چې د "اسماعیل خان د سولي په لوبه کي" تر عنوان لاندی دلته خپریږی. ښاغلی محترم عبدالباري جهاني لیکی: " اسماعیل خان د سولي په لوبه رپوټونه وایي چي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اوبو او برېښنا پخواني وزیر ستر جنرال اسماعیل خان طالبانو ته بلنه ورکړې د

17.03.2018 افغان تحرک

یو ملت ، یو اواز

احمدجان تڼی یو ملت ، یو اواز په پښتونخوا کې د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې په وړاندې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو د پاره د پښتنو سراسري پاڅون پیل شوی دی . داسې نښې او نښانې شته دي چې دا غورځنګ بریالی کیدونکی دی. د پنجاپي استعماري – تروریستي ادارې د غبرګون څخه ښکاري چې هغه هیڅکله دې ته تیاره نه ده چې پښتانه د مدني حقوقو څښتانان شي.خو د پښتنو په غونډو او ویناو کې داسې ښکاري چی پښتانه نه یوازي خپل مدني حقوق غواړي ، بلکې د دې څخه وروسته نه غواړي چی د پنجاپي استعم

16.03.2018 احمدجان تڼی

د شپږ نویم کال مهمې پېښې!

  شپږ نویم کال هم پای ته رسېدونکی دی. دغه کال کې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو، په امنیتي ساحه کې که یادونه وشي، په شاهین قول اردو، سردار محمد داوود خان روغتون، کندهار، کابل، پکتیا، فراه، هلمند او نورو ولایتونو کې د ملي اردو او ملي پولیسو په مرکزونو خونړي او پیچلي بریدونه وشول.  د دې ساحې په بل اړخ کې افغان ځواکونو هم خپل تحرکات ډېر کړل، هوایی بریدونه یې زیات شول، امریکا او ناټو هم دې ډګر ته را 

16.03.2018 محمدزمان ستانکزی 

پس فردا بی بی چهل

عنوان این مقاله را با کنایه از نام های «رادیو فردا» و «بی بی سی فارسی» که هر دو ویژه ی ایران اند، پرداخته ام. دست اندرکاران فارس و تاجیکستانی رسانه های به اصطلاح فارسی زبان، در هر کجای دنیا که باشند در خصوصیت و خصومت ذاتی با دیگران، کله ی یکدیگر را خاریده اند.   متاسفانه با گسترده گی پخش نش

16.03.2018 مصطفی «عمرزی»

حوت ۲۴مه؛ د هرات پاڅون او خلقي شواخون!

عام ولس د هرات پل مالان سره په خوا کې راټول شوي وو احتجاج يې کاوه، او کله چې د ښار په لور پر پله اووښتل د ښار ډډې ته ولاړو ټانکونو پرې ناببره ډزې پيل کړې، د ښار په کوڅو کې ډزو انګازې وکړې او ډېر ژر خلک خبر شول چې ټانکونو پر بېګناه او سولير لاريون ډزې کړي او عام وژنه يې رامنځته کړې، ټول دکانونه وتړل شول او ښاريان ټول د پل مالان په لور راغلل، د تکبير نارې وې او ښار بيا ټول په لنډ وخت کې پاڅونوالو ونيو... په فرقه کې مسلمانو افيسرانو د ولس خوا ونيوله او ډېر زر يې فرقه د ملت له احتجاج سره مل کړه،

15.03.2018 وحيدالله مصلح

چرا ولسی جرگه و مشرانو جرگه از پول های عطانور نمی پرسند؟

فرستنده: عمر پوپل " چرا ولسی جرگه و مشرانو جرگه از پول های عطانور نمی پرسند؟ چطور میتواند یک شخص در طول فقط شانزده سال، در کشور فقیر ما که مردم عزیز ما در سرمای سرد زمستان از شدت فقر جان به حق می دهند، خودش را به مقام میلیاردری برساند، در عین حالی که یک مقام بزرگ دولتی را نیز به عهده داشته باشد؟ معاش ماهوار یک والی صاحب ما چند است؟ سرمایه و ثرورت والی صاحب سابق ولایت پر در آمد بلخ چند است؟ آیا این همه وکیل صاحب های محترم و این همه وکیله صاحب های مح

14.03.2018 افغان تحرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more