انسان او طبیعت : 
لکه وریځې نس کې پټه ده بریښنا		
هسې مېشت ده د تیارې منځ کې رڼا
که د ځمکې یو اړخ تور لکه تبۍ ده 		
په رڼا او په ځلا ده بله خوا
پیل د شتون که د نشتون سره څرګند دی		
ناڅرګند ښکاري د دواړو انتها
پرېوتل او ختل دواړه سره مل دی		
د ژوندون د راز یو غټه پېچلتیا
سکون ستنه او پایه د حرکت ده			
د بدلون پر مټ ولاړه ده دنیا
د خندا سره ژړا ځکه ملګرې			
چې د ژوند پانګې ته وبخښې غنا
طبیعت د اړوپيچ یوه لړۍ ده			
د بقا سره ملګرې ده فنا
داسې راز د طبیعت په منځ کې نشته		
چې انسان ور باندې نه مومي بریا
د معما د حل کيلي چا سره نشته			
یو انسان دی چې کیلي ده د معما
طبیعت که هر څو لوی او پراخ ښکاري		
د انسان تر عظمت نه لري لویا
انسان داسې شان اولاد د طبیعت دی		
چې اولاد دی هم ادې ده هم بابا
دا انسان دی د نړۍ تر ښکلا ښکلی 		
هم لامل دی ونړۍ ته د ښکلا
په دا هسې رنګه شان چې د انسان دی
انسان ځکه دی تر ټولو مستثنا
شعروزمه خیالونه
 
