له سولې وروسته افغانستان! 

دا دی په دوحه کې د افغانستان د سولې په تړاو بین الافغاني غونډه هم پای ته ورسېده،ترڅنګ یې د امریکايي پلاوي او طالب استازیو ترمنځ د سولې د مذاکراتو اووم پړاو هم له دوه ورځني ځنډ وروسته پرون پیل شو. د بېلابېلو لوریو هیله مندي هم د پخوا په پرتله ډېره ده او یاده غونډه یې مثبته وبلله. 

له ارګ نه نیولي تر سپیدار ماڼۍ،ډونالډ ترمپ او زلمي خلیلزاد؛ ټولو خوشبیني وښوده او ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر کې له دې امله ولیکل " ،چې د افغاني ټولنې ګډونوال له طالبانو سره پر ګډو مواردو سلا شول مبارکي وایم" 

هغه له رسنیو سره خبرو کې دا هم وویل،چې له څلورو اړینو مواردو پر درېیو هوکړې ته سره رسېدلې یو،خو د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نور څه ووايي. 

خو تاسې کله د سلام رحیمي له ګډون سره مخالفت کوي،کله د افغان ګډونوالو پر لیست نیوکه کوي...کله یو څه او کله بل څه. 

که قرباني هم،خو خپل حد لري، که حوصله وي نو څومره،که امتیاز غواړي تر کوم بریده؟ 

ستاسو به په یاد وي،چې با عزته افغانې مېرمنې په ننواتي درغلې،همدا ډول په قطر کې یې خپل سپېڅلی پلو درته وغوړاوه. که صداقت او رښتینولي وي هم، خو باید دوه اړخیز وي؛ وسله وال طالبان خپل مخالف لوري(امریکا او افغان حکومت) په دوه مخيتوب تورنوي،خو تاسو به د دې ډلې د ویاند دوې مرکې اورېدلې وي،چې ویې ویل د امریکا پر وتلو سره سلا شوې یو او بل ځل یې بیا د اتلسو میاشتو میعاد یادونه وکړه،خو امریکا رد کړه. 

سره له دې،چې یادې ډلې په قطر کې د سولې ترانې ویلې،خو په هماغه ورځ یې په غزني او کابل کې چړې د افغانانو په وینو سرې کړې؛مګر بیا هم افغان ولس زغم لري او قرباني ورکوي ځکه سوله غواړي،خو مینه په تلو راتلو زیاتېږي، مینه دوه اړخیزه وي،امتیاز یو طرفه نه کېږي.جهاد له امریکا سره اعلانوی،خو وژنئ افغانان او ټول درته مرتد او ګوډاګیان ښکاري. تاسې هم مینه په وینه مه ځوابوئ،تاسې هم خپل ادبیات نرم کړئ،راشئ په آزمایشي توګه اوربند وکړئ...نه به ملکي مرګ ژوبله وي او نه به پلمه ورته برابره شي. 
   

له سولې وروسته افغانستان! 

ستاسو تېرو کړنو او اوسنیو ګواښونو ته په کتو خلک دا اندېښنه لري،چې که د سولې هڅې بریالۍ شي،واضح او اصلي دريځ به مو د خپلو فکري،سیاسي او پخواني جنګي سیالانو پر وړاندې څه وي؟ داعش،چې په یوه جدي ګواښ بدلېدونکی دی؛دریځ مو د دې ډلګۍ په اړه به څنګه وي؟ د افغانستان تاریخ د واک او ځواک د ترلاسه کولو لپاره د جګړو د دوام شاهد دی،په مکه مکرمه کې د سولې قسمونه وشول،خو کابل ته له را رسېدو سره سم مات شول،هغې ته چې درناوی و نه شو؛نو له امریکا سره پر قسم او ژمنې به څومره عمل وشي او د سولې د دوام تضمین څوک ورکولای شي؟ 

هماغه ډول،چې ډاکټر نجیب الله د یوې بهرنۍ هوکړې او کورنۍ توطئې په مرسته د واک پرېښودو ته اړ کړای شو او هره کوڅه د یوه بېل حکومت شاهده وه؛آیا بیا هم غواړئ،چې د ډاکټر غني له حکومت سره هم هماغه کانې وشي؟ 

پخوا هم د پاکستان او ایران په خوښه په یادو هېوادونو کې د سولې تش په نوم ناستې وشوې،خو خپلې ګټې یې پاللې او هدف یې سوله نه بلکه د بدمرغیو کندې ته د افغانانو ور اچول و.اوس هم دا ټولو ته څرګنده ده،چې نړیواله ټولنه خپلې ګټې پالي؛خو بیا هم پوښتنه مطرح کېږي،چې که بهرنیان له افغانستانه ووځي؛نو د ملي امنیتي پوځ مصارف او معاشات به له کوم درکه برابروئ؟ هغه اداره او اسلامي نظام،چې تاسو یې خوبونه وینئ؛هغه،خو هم بودجه غواړي. 

په هره کوڅه کې یو زورواکی ژوند کوي؛آیا ډاډه یاست،چې بیا به لاس ماشې ته نه سره وړئ؟ که بیا د نوې جګړې اور بل شو،ملامت به څوک وي؟ 

د هند او پاکستان،هند او چین، امریکا او چین،امریکا او روسیې ، ایران او عربستان او امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو انډول به څنګه ساتئ؟ 

تل افغانستان ته په نړیوالو سټېجونو پېغورونه ورکول کېږي؛وروستی مورد یې د ډونالډ ټرمپ وینا ده،چې ویې ویل"که له افغانستان څخه ځواکونه وباسو، د ترهګرو په هاروارډ پوهنتون  به بدل شي." څنګه دا تضمین ورکولی شئ،چې داسې څه به نه پېښېږي؟ 

دا هغه ټولې هغه جدي پوښتنې دي،چې ځواب یې جداً ستاسو په غاړه دی. 

په هر صورت ولس د تل په څېر خوشبین دی،خو هیله ده چې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړئ. ولس ډېر لوی زړه لري،هر څه به یې هیر شي،خو ملامت او د ملامت په اړه خپل قضاوت نه هېروي.د جګړې ښکیلې غاړې باید ټول په ګډه د ژر راتلونکې سولې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. راځئ د سولې له موجود او روان فرصت نه سمه او تضمینوونکې ګټه پورته کړئ،مینه وکړئ،سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړئ،ژر تر ژره له افغان حکومت سره د سولې د خبرو جرأئت وکړئ او نور نو افغانانو ته دا حق ورکړئ،چې پر خپله خاوره یو دوه ورځې آرامه ساه واخلي او ژوند وکړي؛ جنگ دې ورک شي نوم دې یې ورک شي.