د استرالیا له مانوس مهاجرت توقیف خونې یو شمیر نور پناه غوښتونکي متحدو ایالاتو ته انتقال شوي خو لا هم سلګونه نور هلته په بند کې پاتې دي.

د رپوټونو په اساس، په تیرو دوو اوونیو کې د پاپوا نیوګینیا له مانوس مهاجرت توقیف خونې چې د استرالیا په مالي ملاتړ هلته فعاله ده، د بیلابیلو هیوادونو ۳۸ پناه غوښتونکي په دوو جلا الوتکو کې متحدو ایالاتو ته د بیا میشتیدنې لپاره انتقال شوي.

لومړۍ الوتکه چې ۱۵ پناه غوښتونکي پکې لیږدول شوي د جون میاشتې په ۲۶مه نيټه متحدو ایالاتو ته تللې او دویم الوتکه چې ۲۳ پناه غوښتونکي پکې سپاره ول تیره سه شنبه د پاپوا نیوګینیا له پلازمینې (پورت موریسبي) څخه متحدو ایالاتو د بیا میشتیدنې لپاره ته ولیږدول شول.

د دې نوو انتقال شوو پناه غوښتونکو په ګډون تراوسه ټولټال ۵۸۰ پناه غوښتونکي متحدو ایالاتو ته انتقال شوي چې ۲۴۰ یې د استرالیا له لومړۍ سمندري توقیف خونې مانوس څخه دي او پاتې یې له دویمې توقیف خونې نایرو څخه دي.

د متحدو ایالاتو او استرالیا حکومتونو ترمنځ د کډوالو په سر د شوې هوکړې له مخې د متحدو ایالاتو د مهاجرت چارواکي باید ۱۲۵۰ پناه غوښتونکي د استرالیا له سمندري توقیف خونو انتقال کړي، خو د دغې هوکړې له لاسلیک کیدو څخه نږدې څلور کلونه تیر شوي او لا متحدو ایالاتو یې نیمه برخه هم نه ده پوره کړې.

استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف مشر آین رینتول وايي، «د متحدو ایالاتو سره دې تړون هیڅکله هم د هغو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره بسنه نه کوله چې د استرالیا حکومت د غیرقانوني مهاجرت په جرم په مانوس او نایرو توقیف خونو کې بند ساتلي.»

نوموړي وايي، «اوس هم له نږدې ۱۸۰۰ زیات کډوال او پناه غوښتونکي د استرالیا په سمندري توقیف خونو کې بندیان دي چې په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند تیروي او عاجلې بیامیشتیدنې ته اړتیا لري.»

ښاغلي رینتول زیاته کړې، «د استرالیا حکومت له تیرو شپږو کلونو راهیسې په دوامداره توګه د دغو کډوالو او پناه غوښتونکو بشري حقونه نقضوي. اوس د دې وخت رارسیدلې چې حکومت خپل دغه زور زیاتي ته د پای ټکې کیږدي او یاد ټول کسان استرالیا کې میشت کړي.»