د استرالیا د بشري حقونو کمیسون په یوه نوي راپور کې ویلي، د استرالیا د کډوالو د توقیف سیستم د نورو پرمختللو لبرال دموکرات هیوادونو په پرتله ډیر محدود، سخت او تر ډیره د زندان په بڼه دی.

دې کمیسون ویلي، د استرالیا حکومت پر کډوالو او پناه غوښتونکو ډیر محدویتونه وضع کوي او هغوی پرته له کوم قانوني دلیله په اوسط ډول آن تر ۵۰۰ ورځو د هیواد دننه په خپلو توقیف خونو کې ساتي چې دا موده د نورو دموکراتو هیوادونو په پرتله ډیره زیاته ده.

دغه کمیسون له استرالیايي حکومته غوښتي چې د دوی تازه راپور دې ډیر جدي ونیسي کوم کې چې د استرالیا د مهاجرت د داخلي توقیف خونو خطرونه او ستونزې ښکاره شوي.

په دغه راپور کې راغلي، د استرالیا د حکومت د مهاجرت جبري توقیف چې له مخې یې کډوال توقیف خونو ته استول کیږي ډیره وختونه قصدآ نورې ټولنیزې حل لارې له پامه غورځوي او پرته له کومې قانوني توجیه خلک توقیفوي چې دا کار د بشر حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې قرار لري.

دغه راپور همداراز موندلي چې د استرالیا په داخلي مهاجرت توقیف خونو کې د نارینه کډوالو په نسبت ښځینه تر ډیره له زیاتو ستونزو سره مخ دي او هغوی د محدود او شدید چلند تابع ګرځول شوي.

د استرالیا د بشري حقونو کمیسون په دې راپور کې د استرالیا حکومت ته ۳۴ سپارښتنې کړي او ویلي دي چې دې سره به د استرالیا په داخلي مهاجرت توقیف خونو کې پر کډوالو او پناه غوښتونکو محدودیتونه کم شي او هغوی ته به زیات ټولنیز او تعلیمي خدمتونه برابر شي.