کندز د هېواد په شمال ختېځ کې یو له مهمو او ستراتیژیکو ولایتونو له جملي څخه ګڼل کېږي چې په دغه ولایت کې د ګڼو قومونو د اوسیدو له امله د کوچني افغانستان په نوم هم شهرت لري. د کندز ولایت اراضی او موقیعت ته په کتو سره چې له ګاونډي هېواد تاجکستان سره د شیرخان بندر له لیارې هم وصل کېږي د خلکو پام یې د ځان په لورې اړولي دي.
د همدغه ارزښت له مخي په جنګ کې ښکیلي خواوې په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه، افغان دولت، وسلوال مخالفین او یو شمېر نورې خپل سرې وسلوال ګروپونه کوښښ کوي چې په دغه ولایت کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړي نو ځکه هره ورځ له دغه ولایته د جنګ جګړو خبرونه ترلاسه کېږي چې له کبله یې په سلګونو بې ګناه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په دوه زره پنځلسم او شپاړلس میلادي کلونو کې دغه ښار د شدید جنګ په پایله کې د وسلوالو طالبانو په لاس کې ولویده چې له امله یې په لسګونو بې ګناه ملکیان شهیدان، زرګونو کورنۍ کډوال او د زرګونو کندزیانو ژوند کاروبار په ټپه ودریده.
همدارنګه د افغان دولت او ناټو ځواکونو په بریدونو کې هم زیاتره ملکیان په نښه او په لسګونو کسان شهیدان شول چې لویې بیلګي د بې پولو ډاکټرانو په روغتون برید او هم په یوې مدرسي برید چې زیاتره قربانیان یې ملګي خلک ول.
د وسلوالو مخالفینو او افغان دولت او ناټو ځواکونو ترڅنګ په دغه ولایت کې وسلوالي مافیایې ډلي هم فعالي دي چې د خلکو په زورونو او ترورونو کې لاس لري، له دغو ډلو څخه هم خلک پوزې ته راغلي دي او له شره یې د خلاصون چغي وهي خو څوک یې نه اوري چې ددغو خپل سرو وسلوالو ګروپونو څخه هم یو شمېر کندوزیانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي چې موږ په دغه لیکنه کې د کندز د هغو ځوانانو څو بیلګي را اخلو چې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا په دغه ولایت کې وژل شوې دي.
د مثال په توګه د ۱۳۹۶ کال د سرطان په ۱۳ نېټه د خان اباد په ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي چې ټول وروڼه ول د نا معلومو وسلوالو لخوا په ډزو سره وژل شوې دي. ځایې خلکو ددغو وژنو په غبرګون کې مظاهري وکړي ترڅو د خپلسرو وسلوالو له زورونو څخه خلاص شي خو چا یې غم ونه خوړ. همدرانګه د ۲۰۱۷ میلادي کال په اګسټ کې میاشتي په ۲۳ نېټه د کندز په ښار کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو ، نوموړی د کندز د امام صیب ولسوالۍ د بندر اوسیدونکی د عبدالرزاق نومیده چې یو هنرمند وو خو په ډېره بې رحمانه توګه د ناڅرګندو وسلوالو لخوا په چاقو سره وژل شوې وو. د همدغه کال د جون په میاشت کې یو تن بل د احمد تمیم په نامه په خپل کور کې هم په ډېره بې رحمانه ډول وژل شوې وو.

د حاجی زبیح الله په نامه یو بل تن د کندز په ښار کې د ۹۷ کال دلوی په ۱۱ نېټه د وسلوالو لخوا په ډزو سره ووژل شو او همدارنګه دوه تنه نور په خپل کور کې د کندز ښار د نواباد په سیمه کې په ډزو سره وژل شوې دي.
چې ددغو وژنو مسولیت ښکیلي غاړي یو پربل اچوي خو کور د بې چاره کندزي وران دي چې د هرې جنګي غاړي د بریدونو قربانیان دي حتی د کندز په ښار کې د پوسترونو د شکولو په جرم هم له تېغه تېر شوې دي.
نو ددغو وژنو ته په کتو سره ویلی شو چې کندز ولایت په تېرو نږدي کلونو کې د ځوانانو په یوې قتل ګاه بدل شوې چې داسی کور پکی نشته چې کورنۍ غم نه وي لیدلي، نو دافغانستان حکومتی مسولینو ته زولۍ غوړوو چې د خدای د رضا لپاره نور په دغه ولایت کې د یو بل د وژنو مخنیوي وکړي ترڅو نورې میندي او خویندي بورې او کونډي نشي.