په ځمکه کې تر اوسه ۱۱۸ عنصرونه چې ټول ژوندي او بې روحه موجودات او ماده ( جامده ، مایع او يا د ګاز په څېر ) ترې جوړ شوي دي وجود لري .
دا عناصر د کمياوي او فزيکي خواصو لکه دتعامل او رابطې ټينګول ، دفشار او حرارت په مقابل کې مقاومت، رنګ ، د برق د جريان انتقال ، کلکوالي او سختی او د مينرالونو د جوړولو له کبله يو دبل سره فرق لري او په طبيعت کې هم ځنې په مستقل ډول او ځنې بيا د نورو عناصرو سره د کمياوي روابطو په تشکيلولو وجود لري .
يو ددې عناصرو نه کاربون (C) دئ چې يو ډير قيمتي او نادره منرال دياموند (الماس) ترې جوړ دئ .
کاربن يو عادي عنصر دئ ، لاکن د خپلو اتومونو د رابطې ، شکل او کريستالي ترکيبي جوړښت(modification) په لحاظ د ګرافيت ,Fullerenاو دياموند مينرالونه هم ترې جوړ دي .
مګر ولې دياموند بيا تر ټولو نادره ، کلک او قېمتي مينرال دئ ، په داسې حال کې چې دټولو دوجود منشأ کاربون دئ ؟
ددې ځواب راز په دې کې دئ ، چې په دياموند کې د کاربون داتومونو موقعيت او رابطه د ګرافيت او فوليرين سره توپير لري .
په دياموند کې د کاربون اتومونه يو دبل سره په مکعبي شکل د څلوریزو رابطو په وسيله دځمکی په تل (150 کيلومتره ژور)د ډېر لوړ فشار (100000 Bar ) او لوی حرارت (1200نه تر 1400سانتي ګراډ ) په وسيله صورت موندلي دئ چې د ټولو عناصرو او مينرالونو په نسبت يې د کلکوالي په سکېل (1-10)کې اخرینی ځای (10) نيولئ دئ ، چې بل هيڅ عنصر او مينرال يې نه خط کولئ شي ، نه يې داغ کولئ شي او نه يې غوڅولئ شي او دهمدې کيفيت په لرلوپه په يوه قیمتي ماده بډل شوئ دئ او په اجتماعي صنعتي، هنري ، تخنيکي او اجتماعي ساحه کې يې رول مهم شوئ دئ .
د دياموند ارزښت هلته نور هم زيات شي چې په بريليانت بدل شي .
بريليانت د دياموند صيقل شوي ، ښوی شوي او تراشل شوي شکل ته وايي او هر څومره چې په تراشلو او ښويولو کې د تناسب ، تناظر او پوليتور ( صيقل ، ښويول ، روڼ کول ) مهارت نه کار اخستل شوی وي دبريليانت قيمت ور سره لوړيږي .

اوس که د طالبانو پيدايښت ، جوږښت او خواص دقيقاا مطالعه کړو کټ مټ د دياموند په څېر دي .
۱- دطالبانو زيږېدنه د افغان اولس دبطن او عمق نه د هغه فشار او اور نتيجه وه ، چې سياسي -تاريخي استبداد ظلم ،ناروا او وحشيتوب اوج ته ورسېد او په اولس يې دومره زور راووست چې نوره يې د بربريت چاړه د افغان اولس هډوکي ته ورسېده او فقط دوجود او عدم سوال يې مطرح شو . د طالبانو ظهور ددې ضد انساني فشار او سووځوونکي اور په مقابل کې د افغان اولس عکس العمل وو ، تر څو د بې مهاره او بې رحمه اور او فشار د مرګونيو او هلاک کوونکو حملو او دهغوی د شر ، فساد ، جنايت او وحشيکرۍ نه دا عظيم ملت نجات پيدا کړي او د خپلې نابودۍ مخه يې ونيول شي .
مانا دا چې د طالبانو زېږېدنه او ظهور د ځنګلي او بې کنتروله زور او فشار د عمل طبيعي حاصل او پايله ده ، نه کومه غير طبيعي ، مصنوعي او پلان شوې پروژه .

۲- طالب غورځنګ لکه دياموند په شان چې د لوړ فشار او حرارت له کبله يې اتومونه يو دبل سره د نږدې او قوې رابطې په اساس داسې ځای په ځای شوي دي ، چې د د نيا دټولو عناصرو نه سخت ، کلک او اسيب ناپذيره ګرزېدلئ هم د قدرت د غاصبانو او مستبدينو د متواتر او مسلسل ظلم او استبداد د فشار او شيطاني اور له کبله چې دا مظلوم اولس يې په کې چخپيت او سوځولی خپل مقاومت ، کلکوالي اواستقامت حاصل کړئ دئ او د خارجي عواملو په مقابل کې يې دټولو نظامي ، سياسي ، تکنالوژيکي ، ميډيايي او توطيه اي فشارونو او زورونو سړه سره د دوی رسا قامت نه خم شو او نه مات او داغداره شو ،ځکه د طالبانو د افرادو ترمنځ رابطه چې ديني او ملي منشاء لري ، د الماسو د اتومو په شان يو دبل سره داسې قوي او خلل ناپذيره تړل شوې چې د جهان د لويو قدرتونو د شلولو او جدا کولو ټولې هڅی او تلاشونه يې مسخره او ناکامه کړل او په ملي او بين المللی کچه يې د مقاومت او مبارزې مثال نشته .

۳- طالبان هم د دياموند په څېر چې د عادي کاربون (C) عنصر نه جوړ دئ ، خو د اتومي جوړښت او رابطې له کبله يې د کمياوي عناصرو په منځ کې خاص قيمتي او کيفيتي ځای نيولی دئ ، عادي افغان مسلمانان دي ، خو د خپل داخلي جوړښت او خپلمنځي رابطې (ديني -ملي ) له کبله په افغاني ټولنه ، منطقه او جهان کې د مقاومت او استقامت له مخې تر ټولو سازمانونو او انساني تشکيلاتو په لوړ مقام کې قرار لري او د انساني ټولنې نور افراد په ښکاره او خفا کې يې په دې صفت او کيفيت اعتراف کوي .

۴- بل مهم خاصيت چې د طالبانو د دياموند سره يو شان دئ د طالبانو ديني او ملي خالصيت ،سوچه توب ، ،روڼوالی ، شفافيت او ځلېدل دي. دا ځلا ، شفافيت او روڼوالی يې هم د الماسو په څېر طبيعي دي . د خپل ازاد طبيعت مالکان دي . هېڅ بهرنی ګرد او خيری لکه ثروت ، شهرت ، شهوت ، قدرت او تطميع يې الماسي مزاج او خاصيت نه شي تغيرولاي او د ځلیدو مخه يې نه شي ډب کولائ .

له همدې وجهې لکه دياموند چې د طبيعيتوب ، کلکوالي ، خالصتوب ، سوچه توب او روڼتوب له وجهې د عناصرو او مينرالونو په منځ کې لوړ مقام حاصل کړئ دئ او دې مقام يې ارزښت زيات کړئ دئ ، طالبان هم د افغانستان په ټولنه کې دنورو ډلو ، ټپلو او سازمانونو په تناسب په طبيعيتوب ، مقاومت ،شفافيت او اولسيتوب کې اول ځای لري او په همدې اساس يې ارزښت پيدا کړئ دئ او په انساني ټولنه کې يې دالماسو حيثيت پيدا کړئ دئ .

لاکن هر قیمتي ، سوچه ، طبيعي او د نورو صفاتو لرونکی شی ، ماده او انساني تشکل هغه وخت نور هم خپل قېمت زياتوي چې د ټولنې د ګټې او نورو اسانتياوو د پاره ورنه کار واخستل شي . دياموند په طبيعي شکل يو قیمتي منرال دئ ، خو ارزښت او اهميت يې هغه وخت نور هم ډېريږي ، چې خيرن او پردي مواد ترې لېرې شي ، وتراشل شي ، وتوږل شي او ښوی شي او په بريليانت بدل شي .نو زموږ د طالبانو ارزښت د ټولنې د پاره به هلته نور هم مؤثر ، مفيد او قېمتي شي چې په بريليانت بدل کړل شي .
د بهرنيو خيريو او خاورو نه پاک شي ، کاږه ځايونه يې په مهارت او فني ډول وتراشل شي ، د ښويولو او ځلیدلو د پاره يې صادقانه اقدام وشي ، تر څو يې د مقاومت ، خالصيت او شفافيت نه په استفادې افغان اولس د ټولنيز عدالت نه برخورداره او د ملي ازادۍ -خپلواګۍ د ناوې ښکلا او بقا يې د همېش د پاره تثبيت او تضمين شي .

لکه د دياموند وجود چې د طبيعت او انساني ټولنې دپاره يو الهي نعمت دئ ،طالبان هم د افغان اولس او زموږ په انساني دنيا کې يو قیمت بها نعمت دئ ، چې بايد ددې نعمت نه د ستونزو د حل ، رفاه او اجتماعي عدالت د استوارولو د پاره کار واخستل شي .
اوس د افغاني ټولنې د ديندوسته - وطندوسته ، اولسدوسته، ازادي دوسته ، خپلواکۍ دوسته ، انساندوسته او عدالتدوسته افرادو او قشرونو مسؤليت دئ چې ددې افغاني الماسو په بريليانت بدلولو کې خپل لياقت ، فن او علميت په کار واچوي او دا قېمتي انساني الماس په ساينسي او معاصرو علمي وسائلو، معقولو مشورو ، سالمو انتقادونو ، تشويقونو ، تماسونو او حمايتونو داسې تراش او ښوی کړي چې په کلکوالي يې د استبداد ريښې پرې او په څلېدو يې د مستبدينيو سترګې ړندې شي .ترڅو دا مظلوم ملت نور د جابرانو او دیکتاتورانو د وحشيتوب نه د دوی په وسيله خلاص کړي ، د خپل وطن مشکلاتو پرې حل او د ابد دپاره دشر-فساد- استبداد او زورګويۍ منفور دود ته خاتمه ورکړي.

والسلام