روانې چارې او بېلابېل


حکومت او خلک دې له طالبانون سره یادګاري چلند وکړي

دا دی د اوربند شېبې او اختر به هم راشي، حکومت به پر طالب ټس لا نه کوي، د هغه د سر او مال د خوندي توب لپاره به چې څومره یې په وس کې وي، درېغ نه کړي؛ خو که طالب یا کوم بل وسله وال د عامو افغانانو په اختریزو شېبو لا تېری وکړي، ژامې به یې ور ماتې کړي، د همدې لپاره باید حکومت یادګاري چلند غوره کړي. هغه شېبې رانېږدې کېدونکې دي، کوم ته چې افغان ولس او حکومت تر اختر او روژې مبارکې لا ډېر تږي، ارمانجن او لېوال دی؛ خو څه کول پکار دي چې دغه اوربند دوام دار او تل پاتې شي؟ د سیاست په اړه دغه م

14.06.2018 همایون نایل

په ټاکنو کې د خلکو تت ګ‌‌‌‌‌‌ډون!

‎په ټاکنو کې د خلکو تت ګ‌‌‌‌‌‌ډون! ‎کله چې موږ د حق خبره کوو او وایو چې موږ ته خپل حقونه نه رسېږي او تل په حکومت نېوکې کوو، چې ولې ټاکنې نه کېږي او داسې سلګونه نورې خبرې راسره مل وي. ‎خو یوه ورځ هم موږ خپل ګرېوان ته سر کوز نه کړ چې موږ خپله ددې هېواد د پاره څه کړي؟ ‎دا دوه کاله د سیاسونو، کارپوهانو، عام ولس په خوله همدا یوه پوښتنه وه چې ولې دولت پارلماني ټاکنې نه ترسره کوي، کله به یې دولت په فساد تورن کولو او کله به نور تورونه ،

13.06.2018 مینه منګل

اوس به سياسي خبرې د افغانستان مساله حل کړي؟

ولسمشر غني د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په اتلسمه غونډه کې ويلي افغانستان کې له سیاسي لارې د جګړې درېدل غواړو. ولسمشر ويلي، افغان حکومت چمتو دی چې د جګړې د ختمېدو لپاره له وسله والو طالبانو سره سوله وکړي. غني ټينګار کړی چې دی چمتو دی چې له سیاسي حل لارې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د موقت اوربند څخه وروسته، له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو او د دايمي سولې لپاره د خلکو هيلې زياتې شوي دي. تېر

11.06.2018 خوشحال آصفي

بنګله دیش کې سلګونه زره کډوال د خراب موسم له خطر سره مخ دي

دغه هیواد کې د بارانونو او د سیلابونو د راوتلو ترټولو خراب موسم یعنی مانسون پیل شوې چې له امله یې په دغه هیواد کې میشت سلګونه زره روهنګیايي کډوال له سختو خطرونو سره مخ دي. د راپورنو په حواله د میانمار څخه مهاجر شوي روهنګیايي کډوال د بنګله دیش په هغو سیمو کې میشت دي چې د ځمکې د ښوییدو ترټولو زیات امکان هلته شته. خیریه ټولنې وايي، د بنګله دیش د کاکس بازار په سیمه کې چې لږترلږه دوه لکه روهنګیايي کډوال هلته ژوند کوي د ځمکو د ښوییدنې او سیلابونو له لوړ خطر سره مخ دي. خیریه

11.06.2018 آرین صافې

د آسترالیا هیواد د نړۍ د شتمنو وګړو د خوښې وړ ځای په توګه اعلان شو

د یو نوي راپور لمخې د آسترالیا هیواد د نړۍ د شتمنو وګړو د هستوګنې او سوداګرۍ لپاره د یو غوره ځای په توګه خپل لومړی مقام د پرله پسې دریم کال لپاره ثابت ساتلې. د دغه هیواد آسیا ته نږدې موقعیت او د خوندي چاپيریال درلودل او همدارنګه د مالیاتو نسبي کموالې هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه هیواد یې د نړي د میلیونر وګړو د مهاجرت لپاره د خوښې وړ منزل ټاکلې. دغه راپور وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه قابو لس زره شتمن وګړي چې د هر کس شخصي پانګه لږترلږه له یو میلیون ډ

11.06.2018 آرین صافې

له اوربند وروسته غوښتنې؛ اوربند وغځوئ 

وروسته له هغې چې تېره پنجشنبې ولسمشر غني د روژې له ۲۷ څخه د کمکي اختر تر پنځمې پورې طالبانو ته د اوربند اعلان وکړ او ورپسې طالبانو هم یوازې د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ؛ اوس پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعيف وايې چې د اوربند موده دې وځول شي. دغه پخوانی طالب چارواکی چې له طالبانو سره نږدې اړیکي&nbs

10.06.2018 خوشحال آصفي

کږې لارې

د بشر په تاریخ کې د داسې پېښو شمېر ډېر کم دی چې یو وړوکی، مقطعي اعتراض دې په یو ملي انقلاب او حتی نړۍوال بدلون واوړي. د څو ورځو په ترڅ کې د نقیب الله مسود د شهادت د پوښتنې موضوع د پښتون ژغورنې پر یوه پراخ غورځنګ بدلېدل چې وړانګې یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېدلې د دغسې کم وقوع حوادثو په شمېر کې راځي. که د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه چټکه او بریالۍ وده له نېږدې وځیرو تر

09.06.2018 نجیب منلی

اوربند د سولې د پاره ښه فرصت دی!

‎اوربند د سولې د پاره ښه فرصت دی! ‎موږ سوله غوښتونکی ملت یو، افغانانو او افغان حکومت تل هغه لارې لټولي چې هغې کې جګړه او تشدد نوي بلکې د سولې د لارې په هېواد کې شته ستونزې حل شي، دلیل یې دا دی چې افغان حکومت هیچا او هېڅ کوم هېواد سره ستونزه نه لري ، دا چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او زموږ امنیتي ځواکونو او ولسونو له دې هېواد څخه د وینو په بدل ساتنه کړې ، نو چاته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، دا چې په افغانستان کې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ، افغان حکومت هڅه کو

09.06.2018 مینه منګل

اسلام او دیني عالمان سوله مني خو ځانمرګي یې نه مني

صادق افغان د اسلام د ستر پیغمبر حدیث دی چې د عالم مرګ د علم مرګ دی کابل کې تروریستانو یو بل ستر بشري جنایت ترسره کړ او په یو ناځوانمردانه،غیر انساني،غیر اسلامی او بشر ضد شیطاني عمل سره يې هغه جید دیني علماء په نښه کړل چې په هېواد کې د تلپاتې سولې دټینګښت او د روانې جګړې د حراموالي په موخه دوه زره کسیزې غونډې ته رابلل شوي وه. راځئ چي دسولي په معنی د الله جل جلاله دحکم مطابق ځان پوه کړو چي سوله کله او دچاسره سوله غوښتل شرعي دلیل لري؟ ِ وَاِنۡ طَآٮِٕفَتٰنِ مِنَ الۡمُ

09.06.2018 صادق افغان

د پاکستان لنډه غر او هرکاره پوځ!

د پاکستان لنډه غر اوهرکاره پوځ! ډیری اوس هم په دې اند دی چې پاکستانی پوځ یوازې د هغه هېواد بهرنۍ پالیسې او هغه هم د افغانستان او هند په اړه ترخپلې ولکې لاندې ساتي او په نورو چارو په تېره بیا هېواد کې دننه په ملکي مسایلو کې هومره ګوتې نه وهي. خو د پاکستان اویاکلن لنډ ګنډ تاریخ څرګندوی چې هلته پوځ هرکاره دی؛ له بهرنۍ پالیسې نېولې د ملکي حکومتونو اداره او په پای کې د هغو نسکورول؛ د مدني ټولنو او ګوندونو تعقیب اوڅار، همداراز د وګړو له شخصي ژونده نیولې د ټولنیزو رسنیو ترکنترول پورې دا

08.06.2018 سرلوڅ مرادزی

د منظور پښتین«سره خولۍ» د خپلواکۍ سیمبول!

د منظور پښتین«سره خولۍ» د خپلواکۍ سیمبول! پر افغانستان سربېره د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه په کلونو لګیا دي، ثابت کړي چې د ترهګرو ترشا پنجابی پوځ لاس لري، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په څو میاشتو کې ټولې نړۍ ته ښکاره کړه چې پنجابی پوځ نه یوازې د ترهګرو ترشا ولاړ دی، بلکې خپله پوځ ترهګر دی. اوس د غورځنګ په لاسوندونو د پنجابي پوځ او ترهګرو ترمنځ د چین دېوال نشته، پوځ یوه ګړۍ کې په ترهګرو بدلیږي او ترهګر یوه شېبه کې په پوځ. پوځ او ترهګر د یوه وجود دوه څېرې دي! د سهیلي وزیرستان

05.06.2018 سرلوڅ مرادزی

استرالیا او اندونیزیا په تیمور سمندرګي کې ګډ عملیات ترسره کړي

د روان کال د جنوري په لسمه نیټه آسترالیا او اندونیزیا د اړینو معلوماتو د شریکولو د یوې توافقنامې په لاسلیک کولو سره په سیمه کې د سمندري او سرحدي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل دوه اړخيزه ژمنې تایید کړې. د دغه تړون په اساس تیره اوونۍ د استرالیا د سرحدي ځواک او د اندونیزیا د ساحل ساتنې ادارې او همدارنګه د اندونیزیا د کب نیونې مدیریت لخوا په تیمور سمندرګي کې درې اړخیزه ګزمې ترسره شوې. دواړو هیوادونو په تیمور سمندرګي کې د دغه ګډو عملیاتو موخه د ناقانونه فعالیتونو کشف

04.06.2018 آرین صافې

افغانستان کې له انساني قاچاق سره د مبارزې شبکه فعاله شوه

دا شبکه د انساني قاچاق د مخنېوي، په تړاو د عامه پوهاوی او پر عاملینو یې د قانون پلي کولو لپاره رامنځته شوې ده. د دغې شبکې په پرانېستغونډه کې د حکومت اجراییه رییس په ګډون د امریکا متحده ایالاتو سفیر او د مهاجرت نړیوال سازمان مسوولینو برخه اخیستې وه. د ملي یوالي حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د دې شبکې د پرانستلو په مراسمو کې د انساني قاچاق پر زیاتېدو اندیښنه څرګنده کړه او له عدلي او قضايي ارګانونو یې غوښتنه وکړه چې د دې ستونزې د پایته رسېدو لپاره دې جدي ګامونه واخلي.

04.06.2018 آرین صافې

 د غفلت له خوبه او د خرافاتو له نیشی رابیدار شوی ولس

  یو چیغه شه،ټپه کړه رابیدار کړه عالمونه په خاوره د پښتون وکړه د امن آوازونه ولاچې که نې دغه بی حسي دې رانه وژني پښتونه !دا قاتله خاموشي دی رانه وژني د قاتلې زمانې د ناکردو په مقابل کې ،ګنې د خالد حسرت چیغې او د کروړونو کروړونو، در په دره پښتنیي کونډو او یتیمانو نارې سره ګډې شوې،شور شو او زوږ شو،سیلاب شو او غورځنګ شو؛د پښتون ژغورنې غورځنګ ترې جوړ شو،چې هیله ده داځل پښتانه ځانونه د «غلامانو له غلامۍ »څخه د همیش له پاره بشپړ و

03.06.2018 محمد یوسف صابر ساپی

این سوی حقیقت 

مراجعه به منابع خارجی، اگر از امتیاز آدرس کشور های متمول و مرفه بهره ببرد، جانب مقابل را در ضعف ها، جست و جو می کند. با چنین گمانی، در پی بدگمانی نیستیم، بل توجه به تصاویر زنده گی، اندیشه می سازد که چرا سهم ما از گزینش حیات مدنی را حذف می کنند.   استفاده از روایت های خارجی، حکایت مردمان فقیر، حقیر و درمانده ای ست که د

31.05.2018 مصطفی «عمرزی»

پاکستان هڅه کوي چې د افغانانانو په وړاندې بایللی اعتماد بېرته لاسته راوړي

ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ یو ځل بیا پاکستان ته په سفر ولاړ، ویل شوي اسلام اباد ته د اتمر دغه سفر یواځې د سولې او پیوستون د عمل پلان پلي کولو څرنګوالي کې باید د عمل پلان ټولې مادې یو له بل سره تړلې وګڼل شي او داسې نه چې پاکستانیان په هغو کې ځینې مادې له خپلې خوښې سره تعبیر او ټینګار پرې وکړي او له نورو هغو اوږه خالي کړي په تېره ۳ ماده چې وایي: «دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو له پاره نه

30.05.2018 صادق افغان

پاکستان په خپله خوښه د سولې او پېوستون عمل پلان ته غاړه نه ده اېښي

پاکستان چې په دي وروستیو کې د نړیوالو د قوې فشارونو لاندي راغي او ترڅنګ يي په کور دننه هم د ځينو جنجالونه او په لوي اکثریث د دولت خلاف د پښتون ژغورني د غورځنګ ډلې د اختجاجونو سره مخ شو ، همدراز د افغانستان سره يي سوداګریزه اړیکي هم خړي پړي او د افغانستان سره خرابې سیاسي اړیکي او د سوداګریزه اړیکو تتوالي يي خورا ډير زیان ورواړه وه ،ګڼې فابریکي يي وتړل شوي او په بیلابیلو ځايونو کې ګڼ شمیر وګړي بې روزګاره شول. راځم اول دي ده چې پاکستان ولي د نړیوالو فشارونو لاندي راغلي ؟ د ملي وحدت ح

30.05.2018 محمد اګل (وصال )

د افغانیو د ارزښت د ټیټیدو لاملونه

په دې وروستیو ورځو کې د افغانیو ارزښت د بهرنیو اسعارو او په ځانګړې توګه د ډالرو پر وړاندې په بې ساري ډول ټيټ شوی او د اسعارو د راکړې ورکړې بازارونو کې یو ډالر له شاوخوا ۷۲ افغانیو سره تبادله کېږي، چې په وروستۍيوه نیمه لسیزه کې د افغانیو د ارزښت د لوېدا تر ټولو زیاته کچه بلل کېږي. د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوېدا د هېوادوالو ترمنځ ګڼې اندېښنې او ستونزې رامنځ ته کړي. زموږ کاروباریان او هېوادوال يې زیانمن کړي، او د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز وضعیت يې منفی اغېزه کړې. په بازارونو کې د سود

29.05.2018 اظهارالحق فضلي

په مانوس ټاپو کې یو تن پناه غوښتونکي ځانوژنه کړې

په مانوس ټاپو کې یو تن پناه غوښتونکي ځانوژنه کړې د مانوس ټاپو سیمه ایز پولیس وايي د تیرې چهارشنبې په ورځ یو تن روهنګیايي پناه غوښتونکي د یوې خواشینوونکې پیښې له امله ساه ورکړې. پولیس وايي دغه مړینه تر ډیره ځانوژنه ښکاري چې د ورځې په ۱۱ بجو رامنځته شوه، کله چې یاد روهنګیايي شخص د کډوالو له هستوګنځي څخه د دغې ټاپو ښارګوټي ته لیږدول کیده. د مانوس ټاپو د پولیسو قومندان ډیویډ یاپو وايي د دغه پناه غوښتونکي جسد یې سیمه ایز روغتون ته انتقال کړې او دا مهال پولیس په دې اړه له یو

28.05.2018 آرین صافې

هند کې پولیسو ۵۸ تنه بهرنیان له هندي پاسپورټونو سره نیولي

هند کې پولیسو ۵۸ تنه بهرنیان له هندي پاسپورټونو سره نیولي د هند د بالاپور او رچاکنډا ښارونو پولیسو تیره اوونۍ د یو لړ چاپو په ترڅ کې ۵۸ تنه بهرني وګړي د هندي پاسپورټونو او پیژندپاڼو د ترلاسه کولو په تور نیولي دي. پولیس وايي ډیری نیول شوي بهرنیان د میانمار او بنګله دیش هیوادونو وګړي دي چې د سیمه ایزو هندي وګړو په مرسته یې ځانونو ته د هند پاسپورټونه او نور مهم اسناد جوړ کړي وو. پولیس وايي یو شمیر دغه کسانو د هندي پاسپورټونو څخه په ګټه اخیستنې مالیزیا، متحده عرب اماراتو ا

28.05.2018 آرین صافې

افغان امنیت ځواکونه د یووالي سمبول!

‎امنیتي ځواکونه د یووالي سمبول! ‎لیکواله: مینه منګل ‎په افغانستان کې مېشت قومونه سره ورونه دي، خو بدبختانه کلونه کېږي چې یو مرموزه دښمن د افغانانو په منځ کې نفوس لري، او هڅې کوي چې د افغانانو یووالی له منځه یوسي، او ځیني ویده قومونه هم ددې پر ځای چې خپل یووالی وساتي د دښمن پر پلونو پل اېږدي او د هغوی لارې تعقیبوي. ‎موږ ګورو چې د افغانستان د همدې قومونو څخه د همدې قومونو زامن را جګ شوي او د هېواد د عزت او ناموس څخه د ساتنې د پاره د امنیتي ځواکونو لیکو کې یو ځا

28.05.2018 مینه منګل

اتحاد افغانان (بحران هویت ملی نداریم)

فرع ایجاد شده بر اثر بحث های گمراه کننده و تبلیغات بیگانه، شماری را که به گونه ای فقر فرهنگی دارند، به زحمت انداخته است. از نمونه های صوتی- تصویری تا کتب و نشرات دنیای مجازی، تحلیل و تفسیر هویت ملی، در انواع ادبی تا مکتب های پست سیاسی، در جامعه ای که به اعتراف اکثریت، اکثریت روستایی ست و دیوار حایل آن میان مفاهیم شهری و روستایی، حقیقت مخالفان مسلح و ظاهرپوشان

25.05.2018 مصطفی «عمرزی»

دولت دې جدي ګام پورته کړي

  ډېرو خلکو د 2014 یا ۱۳۹۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ځکه محمد اشرف غني ته د ولسمشرپه توګه رایې ورکړې چې عمومي باور په دې ور ټول و هغه ډېر جدي او په کار پوه سړی دی. دا چې نورې کېسې را ووتې، ګټونکی او بایلونکی اعلان نه شول، ټاکنې دوهم&nbsp

25.05.2018 محمد هارون ستانکزی

کابلوف د طالبانو د ویاند په دریځ کې!

کابلوف د طالبانو د ویاند په دریځ کې! د افغانستان پر ډګر تپل شوې بهرنۍ جګړه او د هغې بهرني لوبغاړي اوس د رسنیو په کچه، مخامخ یو د بل په وړاندې دریږي او د جګړې د پېچلې معما ناڅرګند اړخونه افغانانو او نړیوالو ته ورځ تربلې ډاګیز او لا روښنانیږي. د جګړې د یوه اړخ، افغانستان لپاره د ماسکو ځانګړی استازی کابلوف خپلو تازه څرګندونو کې وايی« طالبان د افغانستان پر ۴۰ سلنه خاوره واک لري، امریکا له دې پرته چې یا باید دې نه ګټل کېدونکې جګړې ته دوام ورکړي یا هم مخامخ طالبانو ته د خبرو ګونډه ووهي،

22.05.2018 سرلوڅ مرادزی

د آسترالیا حکومت تیر کال له څلور زرو کډوالو تابعیت بیرته اخیستې

د SBS خبري اژانس یو راپور وايي د استرالیا حکومت تیر کال (۲۰۱۷) کې له څه دپاسه څلور زرو پناه غوښتونکو د دغه هیواد تابعیت بیرته اخیستې. په دغه راپور کې ټول هغه لاملونه په ګوته شوي د کومو پر بنسټ چې د استرالیا حکومت د پناه غوښتونکو تابعیت مسترد کړې دی. د بیلګه په توګه راپور وايي د شاه په نوم یو کس په ۲۰۱۴ کال کې له استرالیا څخه هند ته په سفر لاړ او هلته تر ۳ کلونو پورې پاتې شو او د دغه دریو کلونو په موده کې نوموړې هیڅ کوم ځل استرالیا ته بیرته راستون نشو. نو د استرالیا د

21.05.2018 آرین صافې

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more