دا به په خپل ذات کې نه یوازې ستره ناپوهي وي، بلکې لویه سپین سترګي به هم وي که څوک په حکمتیار د "بې عقل" ټاپه ووهي، ځکه چې ناپوه نه دی۔ خو د اوسنیو ویناوو، غوښتنو او سیاسي دریځ بر بنسټ یې سړی کولای شي چې د ده، په ځانګړې توګه د ده د حزب د پړي سر پیدا کړي چی له چا سره دی او چا خپلو سندرو ته پرته له ډول څخه په اټن راوستلی دی۔ ښاغلی حکمتیار چې له کوم وخت راهیسې کابل ته راغلی دی، ټول ولس هره ورځ د ده د اړوپېچ (ضد او نقیض) خبرو شاهد دی۔ د ده ځینې ویناوې او کړه وړه هرګور سړي ته هم خندا ورولي او هم یې له د زړه د کومي له درد څخه اوښکې راشي۔ د ښاغلي حکمتیار د زرینو ګلمرجاني ویناوو او د ده د نړیوال سیاست له بې سارو بېلګو څخه یې لاندې د لوستلو وړ دي:

• ټول پارلمان له غلو او مفسدینو ډک دی او ټول په درغلۍ راغلي دي، خو یوازې د ده د حزب دوه پنځوس کسان پاک او په پاکو رایو بریالي شوي دي۔

• ټول کابل د ده او د نورو په نامه مجاهدینو په وخت کې لولپه شو، شپېته زره ملکیان یې ووژل، خو ښاغلي حکمتیار یوازې دوه راکټونه پر کابل ویشتلي دي، هو ، دکي دوه راکټونه! هغه هم پر ارګ۔

• ټول ولس له ده سره ولاړ دی او د واک لېږد باید د رایو په ورکولو سر ته ورسېږي، خو اوس یې چې دوه سلنه رایې واخیستلې، ټاکنې د واک د لېږد مناسبه لاره نه ګڼي۔

• د پخوانی ولسمشر داوود خان د نظام پر ضد د حزب اسلامي ټول کړه وړه جهاد وو، خو دا چې خلقیانو او پرچمیانو داوود خان شهید کړ، دا نو بیا جهاد نه دی۔ (حکمتیار ډارېږي چې اوس به خلقیان او پرچمیان د جهاد اولجو داوه وکړي)

• د ښځې لپاره تر ټولو امن او ښه ترا ځای د هغې مېرمنې کور دی، خو مېرمن نغمه باید له ده سره سنګر ته ولاړه شي۔

• ټول ولس ده ته رایې ورکړې دي، خو د رایو یوازې څلوېښت سلنه پاکې دي۔

• له ډاکتر نجیب سره سوله نه کېده، ځکه چې د سیاسي لیدلوري له پلوه د دوه بشپړو مخالفو ګوندونو په شتون کې سوله نه شي راتللای، خو د امریکانو او څلوېښتو نورو کفارو په شتون کې هم اوربند کوي، هم سوله، هم کابل ته راځي، هم په ټاکنو کې برخه اخلي۔

• کورنۍ جګړې د مسکو او واشنګټن په غوښتنه او مرسته د جبرالسراج د تړون په بنسټ وشوه، خو نن د مسکو، واشنګټن او څلوېښتو نورو کفارو په شتون کې د جبل السراج د تړون له غړو سره د غني د دولت په ضد نارې وهي۔

• د پکیستان استخبارات، نظامي او سیاسي بنسټونه د افغانستان غلیمان نه دي، خو دا چې د ده زوم یې ونیوه، نو اوس ور ته د غلیم نوم ورکوي۔ دا دوه نیم میلیونه ملکیان چې د پنجاب د نظامي، سیاسي، استخباراتي او مذهبي ډلو په مرسته شهیدان شول، دا پروا نه لري، خو یوازې د ده د زوم بندیخانې د ده فکر بدل کړ۔

• حکمتیار هر ځلې په خپلو ویناوو او ان له محراب څخه غږ پور ته کړی چې راځئ د ټاکنو له لارې خپل زعیم وټاکو، خو نن یې چې ټاکنې بایلولې، پایلې یې نه مني۔

• له ټاکنو وړاندې د لنډمهالي حکومت سرسخت مخالف وو، خو له ټاکنو وروسته یې سخت شوقي دی ۔

• موږ باید تل تر تله د مظلوم لاسنیوی وکړو، خو د پښتونخوا په مېړوښې یې ضمیر و نه ننګېده چې پنجابي فوځیانو تر کراچۍ تېرې کړې او نه یې هم په هغو پښتنو ماشومانو او ځوانانو زړه درد وکړ چې پنجابي فوځ په هره کوڅه او سړک په ګولیو سوري سوري کړل۔

تر ټولو خنداوړ یې دا بله سپکه:
• د بیا ټاکنو په موخه باید یو لنډمهالی حکومت جوړ شي تر څو ټاکنو ته لاره هواره شي۔ دا په دې مانا چې د ولسمشر د ټاکلو لپاره باید لومړی یو ولسمشر وټاکل شي، تر څو د بل ولسمشر لپاره لاره هواره کړي۔ دا ضمانت هم نه ورکوي چې بیا به د "زه یې نه منم" کیسې پکې نه وي۔
د ښاغلي حکمتیار د پنځوس کلن سیاسي ژوند تجربه کېدای شي چې ان تر دې ډېره وي لکه ځینې وګړي یې چې باټې ولي، خو تر لمر روښانه هر ګوره دا ده چې ښاغلي حکمتیار هېڅ وخت داسې سیاست و نه کړ چې د افغان ټولنې دې پکې خیر او ښېګڼه وي۔ ښاغلی حکمتیار په ریښتیا چې د یو سلو اتلسو کتابونو لیکوال دی، خو له بده مرغه چې تر اوسه یې د خپلې فکر او اند نه کومه خبره کړې ده او نه هم کومه لیکنه۔ ټولې لیکنې او ویناوې یې داسې مالومېږي لکه د بل چا چټل نویس یې چې پاک نویس کړی او په یوه بلنه بڼه، خو په همغه پخوانۍ موخه یې ولس ته زمزمه کوي۔

ښاغلی حکمتیار باید هېر نه کړې چې ده، د ده همفکرو، د ده جهادي ملګرو، خو سیاسي مخالفینو د افغانستان واک په بشپړه توکه تر لاسه کړ، خو له ده څخه نیولې، بېرته تر ده پورې، ټول داسې ناکام شول چې بیه یې دا مظلوم ولس تر اوسه د خپلو بچیانو، زلمیو، مېرمنو او سپین ږیرو په وینو پرې کوي۔