افغانستان هغه هېواد دی، چې د ویاړلي تاریخ ترڅنګ ولسي تېروتنې هم په خپلو زرینو پاڼو کې لري.

ولس مو له حکومتونو ننګه کړې، خو په یوه حساس پړاو کې بیا داسې تېر وتلی یا تېر ایستل شوی، چې ماته ملا یې بیا کلونه، کلونه سمه شوې نده او خبرو افسوس و ارمان ته تللې ده.
اوسمهال هم افغانستان په ډېرو سختو او حساسو شرایطو کې راګیر دی؛ تېر تاریخ او اوسنیو شرایطو ته په کتو سره ویلی شو، چې په کار ده، له خوبه راويښ شو، سم ته سم ووایو او ناسم ته ناسم.

دلته غواړم څو ټکیو ته د وړاندیز په بڼه اشاره وکړم:

اوسنیو نازکو شرایطو ته په پام سره دا احساس پیدا کېږي، چې افغانستان یوه جدي زعیم او یوه پیاوړي مستبد او مصلح نظام ته اړتیا لري، څو وکولای شي په جدي توګه برخورد یا چلند وکړي، د هېڅ یوې مغرضې کړۍ تر نفوذ لاندې را نه شي او په اصطلاح "بلې گویک" نه وي. داسې مستبد نظام، چې ولس ته په رښتیني توګه د خیر تمه ترې وشي او عملاً د ولس هوساینې ته کار وکړي، خو له جنګسالارانو سره جدي، غوڅ او قانوني چلند وکړي، خلع سلاح یا بې وسلې یې کړي او زندانونو ته یی واچوي.

د ځینو کسانو په خپل سریو او سرټمبه توب ته، چې ګورو نو په ځای بولو، چې له جنایی مجرمینو سره باید جدي چلند وشي او هغه کسان، چې له قانون څخه سرغړونه کوي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

بله مهمه موضوع دا ده، چې دولت او په ځانګړې توګه حکومت باید د مافیایی کړیو له ولکې و ایستل شي او ناپیلي کسان په دندو وګمارل شي.

موږ داسې یوه کس ته اړتیا لرو، چې له ترهګرو سره په جدي ټوګه مبارزه وکړي او یو واضح دریځ ولري.

دا سمه ده، چې د اساسي قانون له مخې د بیان د آزادۍ حق لرو، خو د بیان دا آزادي باید په جدي ټوګه وڅارل شي؛ نه دا، چې هرڅوک راشي او هرڅه یې ولو ناسم زړه غواړي هغه دې ووايي.
دلته هم په کار ده، چې باید ملي ګتو ته لومړیتوب ورکړل شي.

زورواکي د ننګ بل تور داغ دی، چې د ولس او حکومت تر منځ واټن ورځ په ورځ لیرې کولای شي؛ نو اړینه ده، چې د پای ټکی ورته کېښودل شي.

که تاریخ پاڼو ته سر ورښکاره کړو نو د افغانستان د پرمختګ مخه تل تش په نوم مذهبي، قومي او سمتي ټیکه دارانو نیولې او تل یې د مرستې پر ځای خنډونه جوړ کړې دي؛ نو راتلونکي زعیم ته په کار دي، چې د تش په نوم مذهبي، قومي او سمتي ټیکه دارانو ټغر نور په بشپړه توګه ورټول کړي، نور باید قلم او پوهې ته ارزښت ورکړل شي نه ټوپک او بدمعاشیو ته.

تاسې به په وار، وار لیدلي وي، چې وزیر به د حکومت وي، معاش به د ولس له خزانې خوري، خو دريځ به یې یا د یوه ګاوندي هېواد وي یا هم د خپل ګوند او ډلې.دا چاره ښيي، چې د حکومت کار کوونکي باید ناپیلی وي.
په کار ده، چې سیاستمدار سیاست وکړي، ډاکتر خپله ډاکتړي وکړي، ښوونکی/ښوونکې باید خپله دنده ولري او بالاخره هر څوک خپل مسلک او تخصص کې خپله دنده مخته بوځي، وزیر، والي، سفیر او رییس مو باسواده وي؛ اساسي قانون او نور قوانین باید پر ټولو یو شان پلي شي، ډاکتر غني که څه هم په بهرنې سیاست کې تر ډېره بریالی و او سولې په برخه کې یې د سیمې هېوادونه دې ته اړ ایستل، چې د سولی په راتلو کې مرسته وکړي او د متقابل درناوي په نظر کې نیولو سره له افغانستان سره اړیکې ولري، خو بیا هم اړتیا لیدل کېږي، چې یو پیاوړی کورنی او بهرنی سیاست رامنځته شي.
بل مهم ګام مو باید دا وي، چې اقتصاد ته جدي کار وشي او اقتصاد مو پیاوړی شي، څو په خپلو پښو ودریږو او پر ځان بسیا شو.

په همدې توګه له اداري، سیاسي او اخلاقي فساد سره په جدي ټوګه مبارزه هم باید له مهمو لومړیتوبونو وي.

افغانستان داسې کس ته اړتیا لري، چې ورور، ګوندي ملګري، داړه ماران او ټوپکسالاران نه، بلکې خپل ورته ارزښت ولري، او له هر پلوه غني افغانستان، غني ته اړتیا لري، ځکه که ښاغلی غني په آرامه پرېښودل شي نو کولای شي پورته یاد شوي موارد په ښه توګه عملي او یو پیاوړی متمرکز نظام رامنځته کړي، چې د مشر او کشر ځای پکې معلوم وي.

نو په اوسنیو شرایطو کې د دغو ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره او د یو مستبد مصلح نظام د جورښت لپاره له ډاکتر محمد اشرف غني پرته بل څوک دا کار نشې کولی؛ ډاکتر غني لږ تر لږه په تېرو پنځو کلونو کې دا وښوده، چې که واک یې نیم شوی او حکومت کې خنډونه ورته پراته دي، خو یو جدي زعیم دی، نه "بلې گویک"....ټولو ولیدل، چې څنګه یې  ښکرورو جنګ سالارانو ټغر ورټول کړ او ګواښونو او ګوتڅنډنو ته یې ور تسلیم نشو.

غني په خپل پنځه کلن مأموریت کې تر ډېره ښه او د ولس په ګټه کارونه کړې دي، خو که سترګې ورباندې پټې نشي.
د اقتصادي لويو پروژو د عملي پیل او پلي کېدو یو څو نمونې به یې د بېلګې په ټوګه دلته درته وړاندې کړم:

۱ــدټاپيدګازودنللیکېپروژېپیل.

۲ــ د سلما بند بشپړول.

۳ــ د چابهار بندر سوداګریزه او ترانزیټي پروژې د هوکړه لیک لاسلیک کیدل او کار ترې اخیستل.

او همداسې لسګونه نورې پراختیايي او خیریه چارې... 

زه باور لرم، که ښاغلي غني ته چانس ورکړو او حوصله ورته وکړو؛ څلوېښت کاله ځپل شوی او ویجاړ افغانستان به بېرته پښو ودروي.
ځکه افغانستان ۵ کاله نور هم ډاکتر محمد اشرف غنې ته اړتیا لري، خو په دې شرط، چې یو ولسمشر ولري او صلاحیتونو کې نور ورچنګګ نشي؛ داسې به یو پیاوړی حکومت ولرو؛ بیا وګوری، چې څومره مثب بدلونونه به راشي.
خو که بیا هم مشارکتي یا د ملي یووالي په نوم حکومت پر ولس ور وتپل شي، نو بیا هم روان وضعیت تکرار شي او ولس به پنځه کاله نور هم د زړه وینې خوري.