مقالې
د تاریخ تمسخر!
د تاریخ تمسخر! له ماضي څخه زده کړه او د ماضي واکمني، دوه جلا او بېلابېل مفاهیم دي. هغوی چې غواړي ماضي، پر حال او راتلونکې واکمنه کړي؛ د تاریخ بهیر سره سرجنګوي او په دې سرجنګۍ کې یوازې خپل سر ماتوي! له ماضي زده کړه راتلونکې سره یوازې مرسته کولای شي، نه نور څه! بلخوا ټولنه په ماضي کې نه، بلکې په حال کې ژوند کوي او په یوه لور او هغه هم د راتلونکې په لور مخ په حرکت کې ده. اینده ده چې ټولنې ته د غوړېدا او پرمختیا فرصت برابروي، نه ماضي. د ټولنې بېول د ماضي په لور، نه یوا
جيوپوليټيکس او د نړۍ روان سياسي حالت
له هرڅه لومړی به د جيوپولوټيکس له کليمې او تعريف سره اشنا شو چې څه شي ته وايي ؟ د جيوپوليټيکس ډېر تعريفونه شوي دي او د تاريخ په بېلابېلو پېرونو کې سياست پوهانو ډول ډول تعريف کړی دی. جيوپولوټيکس په يوناني (Γη+Πολιτική) کې د جيو (ځمکې ) او پوليټيکس د (سياست) په مانا راغلی دی او د نړيوالو سياسي اړيکو هغه ښاخ دی په کې دا واضح کېږي چې څه ډول جغرافيا په سياست باندې اغېز درلودلی شي. د جيوپوليټيکس په څانګه کې د سياسي لوبغاړو، اشخاصو، سازمانونونو، ادارو، شرکتونو او ملي حکومتونو د سياسي، اقتصادي او مال
په دوحه کې د لږپرمختللو هیوادو غونډه
د لږپرمختلو هیوادو په هکله د ملګرو ملتونو د سازمان پنځمه غونډه 5th UN Conference on the LCDs ټاکل شوې چې د لږ پرمختلو هیوادو( Least Development Countries/LDCs ) د اقتصادی وضعیت او ثبات لرونکې پرمختیا( sustainable development) په اړه دم.م. پنځم کنفرانس د قطر د دوحې په ښار کې نن د فبروري په بڼځمه پیل او تر نهمې به یې دوام وکړي. په دغه پنځه ورځني کنفرانس کې د دغو هیوادو د اقتصادی وضعیت ارزونه اود پرمختیا د لارو موندنه باندې خبرې کیږي. دملګرو ملتونو نړیواله موسسه وایي چی تر ۲۰۳۰م. کال
ستر پیغمبران او د قومي ملاتړ غوښتنه
الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي، په دې یو پوټې عمر کې مې چشم بد دور، دولس پاچاهۍ ولیدلې. د السلطان ظل الله له خطبو را واخله چې زه په ابتدائیه ښوونځي کې ووم، د شهید داود خان د «تصمیم د بري لومړی شرط دی» تر شعارونو پورې ډیر څه مې په یاد دي. د بریتورو ملګرو سور پرولتاري خونړې انقلاب؛ د هورا نارې؛ بیا د سیاسي اسلام د غازیانو وروڼو د تکبیر زمزمې او ملوک الطوايفي خو د نغري د بلې غاړې خبره ده. لاکن مګرم، د لومړني إمارت له سپینو جنډو او ملا بورجان د ملکوتي تراڼو سره خو د ډیرو وطنوالو غوږونه آشنا دي.
امانی صندوق Wasting Trust یعنې څه ؟
په ۲۰۱۴م.=۱۳۹۴ل. کال کې د افغانستان دولت د افغانستان دنقدي شتمني او دمرکزی بانک نقدینګی په هکله خواشینوونکی حالت وښود( دا په داسې حال کې چې په ۱۳۸۹ل. کال کې د کابل بانک فساد او افلاس دهیواد بانکی سکتور ته لویه ضربه ورکړې وه او بانکونوباندې دخلکو باور له منځه تللی و). دا وخت د ډیرو زیاتو بهرنیو مرستو سره سره، مرکزی بانک د ډالرو پشتوانه نه لرله. مرکزی بانک به د انفلاسیون د نه واقع کیدو په موخه ډالر د ازاد بازار له میکانیزم سره سم لیلام ته وړاندې کول، په دې ترتیب به یوه اندازه افغانۍ له بازار او
د استاد عبدالقیوم بیسد پېژندنه
د تیاتر او تمثیل دهنر او د ادب د ډګر نه هیریدونکی څیره، عبدالقیوم بېسد ارواښادعبدالقیوم بېسد په ۱۳۰۷ ل. کال کې د کابل ښار د( ده افغانان) په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیتسي دي، دښوونځي لومړنۍ دوره یې همالته او دلیسې دوره یي په ۱۳۲۴ل. کال کې د اسقلال لیسه کې پای ته ورسوله. له دې امله چې د تئاتر او تمثیل هنر سره یې مینه وه، د هماغه ښوونخي په دوره کې یې کله چې د (پوهنی ننداری)جوړه شوه، د ۱۳۲۱ ل. په ترڅ کې یې د تئاتر آزموینه ورکړه او په دغه اداره کې ومنل شو. ده د مکتب په دوره کې یوشمېر نندار
د ترکيې باندني سياست
د ترکيې باندنی سياست په وروستيو کلونو کې له جدي ادلون بدلون سره مخ وو خو د رجب طيب اردوغان په مشري حاکم (عدالت او پرمختګ Adalet ve Kalkınma Partisi) ګوند چې واک تر لاسه کړ، ترکيې هم د پرمختګ په لاره کې ګامونه ګړندي کړل او ترکيې نشلنيزم په رابيدارولو او له نورو هېوادونو سره د توکم، دين، ملي ګټو ، دوديزو اصولو ، اقتصاد او سياست په رڼا کې د اړيکو رغښت اعظمي کچې ته ورسېد. بل غټ لامل د ترکيې په خلکو کې د ملت پالنې حس او ټول ترک ملت تر يو چتر لاندې راغونډېدل او ملي ګرايي ده، دوی ته ترکيزم او ترک په
مفاهمه او پروژه
د پروژو د مدیرانو لپاره لارښود او مشاوره (په کوچنیو پروژو، اداری واحدونو اومحلي سازمانوکې مفاهمه) موږ تقریباً له پنځوسو کلونو رادېخوا داقتصاد پوهنځي کې د پروژو دمدیریت او تحلیل مضمون درلود، وروسته دا مضمون د کرنې دپوهنځی نصاب کی هم شامل شو او بیا بیرته لرې شو. خو محتوا یې دپروژې پېژندنه، سایکل، دپروژې پلان او مدیریت، بودجه، د تحلیل روشونه او محدودیتونه او دې ته ورته مسایل و، خو پروژه کې دمفاهمې بحث مو ندرلود. دا یوه نیمګړتیا وه. علت یې داو چې دغه مضمون اونۍ کې صرف دوه کریدیته و. د عام
نهم د کب / د نجات فرښتې بیرته راګرځي
د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت: د وسلوال فوځ د کشفي، امنیتي او دفاعي ارګانونو منسوبینو کارمندانو؛ په هیواد او هیواد والو قرباني ته حاضرو او په دې مقدسه دنده ویاړلو سرتیرو ته سلام ، نیکي هیلي او پیرزویني وړاندي کوم، اې ښاغلې، مټوره، زړوره، غیرتمنده، وفاداره، فداکاره او با تدبیره د افغان فوځ سرتیرې، ستا خدمت، شهامت، او برم ته نړۍ ګوته په غاښ ده، ستا له هیبته د سیمي دوښمنانو ارام نه درلود، ستا زور یوازي ستا دوښمن ته څرګند دی، بسنه کوي ووایم تا نه
ایا ریښتیا زیلینسکي باتور دی؟
فخر افغان پاچا خان د افغانانو ملي مشر، یو وخت ویلي ول چې د افغان پر خاوره جنګ پردی جنګ دی. د هغه د داسې حکم موخه دا وه چې افغانانو ته ووايی چې جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د لوېدیځ او د پخواني شوروي اتحاد تر منځ دی، افغانان پکې د سون لرګو پتوګه سوځول کیږي او افغان خاوره پکې د جګړې د ډګر پتوګه کاریږي. اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې د پاچاخان د دې معجزې وړاندوینې ریښتینولي ثابت شوې او حتی د اوکراین د جګړې په اړه هم د ده وینا صدق کوي چې هلته جنګ د امریکا او انګریز په مشرۍ د ناټو او وروسیې ترمنځ ر
د مولوی محمد سرور واصف پېژندنه
مولوی محمد سرور واصف یو ملی دینی عالم او مشروطه غوښتونکی ( د مشروطیت د مخکښانو د شهادت د۱۱۴کال په مناسبت) مولوی محمد سرور "واصف" د مولوی احمد جان زوی د افغانستان په تاریخ کې یوه ځلانده څیره ده. نوموړی په اصل کی د ارغستان د (بری زړی) د سییمې اوسیدونکی او د آزاد خان الکوزایی لمسی و. پلار یی سوداګر او په فقه او ادبیاتو کی نامتوه عالم او هم شاعر و. د خپل پوخ قلم او رسا ادب له برکته د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې لوی اداري شخص و. مولوی محمد سرور واصف د خپل پلار تر لاس لاندی شاعر وروزل شو
د ایرو منګوټي او د تابوتونو سوداګر
موږ چې کله د مړ انسان د سوځولو خبر واورو، نو سمدستي مو د هندوانو مذهب، د اور غرغرې او د انساني غوښو څخه پورته شوې تورې لوخړې شعور را وتخنوي. خو څه وخت چې د نازیانو تاریخ لولو، نو د هولوکاسټ بټۍ او د ژوندو انسانانو وریتول مو ضمیر لک څک کړي؛ خو خبره دلته نه تم کیږي. د تیر کال د نومبر د احصائې له مخې، د نړۍ د اته ملیاردو نفوسو هر اتم کس، هندو دی. هندویزم د ارواو په بیا زیږون - Reincarnation of souls او د ګنګا سیند په سپیڅلتیا باور لري. هندوان وايي: (د دوئ له خدایانو څخه یو یې «شیوا» نومیږي چې د
دهوښیارمرییی کیسه
په ډېرو پخوازمانو کي هرکِلي به خپل یومشر درلود نوهغه ته به ئې دپاچا په سترګه کتل. پاچا به مریان اومینځي، څرنګه چي دپخوا په وختونوکي هم دود لاره؛ درلوده اوکار بې ځني اخست. په یوه کِلي کي یوپاچا وو چي یو وزیر اویو قاضي درلود. دغه پاچا یومرییی لاره چي ډېر هوښیار وو. دغه مرییی به پاچا ته مشوره ورکول،چي د وزیر نه وو خوښ؛ ولي چي دپاچا تر ډېره بريده مشوره له دغه مرییي سره وه. وزیر یوه ورځ پاچا ته وویل: چي ستامرییی خلکوته ستا دسر په سودا پورونه ورکوي؛ پاچا وویل ښه دا څنګه کاردی، چي زه نه یم خبر ب
کنګل شوې شتمنيfrozen assets
لومړی له هرڅه مخکې بايد يو لنډ نظر د شتمنيو په کنګل کېدلو واچوو چې د شتمنيو کنګل کېدل په څه مانا او څه شي ته ويل کېږي. کنګل شوې شتمني هغه پيسې او نور توکي چې يو وګړی، کمپنۍ، ګروپ، او يو حکومت یې مالک وي خو د سياسي ملحوظاتو، قرضدار کېدلو ، ورانکارو ډلو سره د اړيکو، د پيسو د نه پاکوالي او نورو ... له امله ترې ګرځولې شوې وي او نشي کولای اصلي مالک یې وپلوري، راکړه ورکړه پې وکړي او یا هم د ګټې وټې لپاره همدا شتمني استعمال کړي ځکه چې د بل لوړ شخص، ګروپ، ډلې ، بانک او دولت لخوا کولپ شوې دي او تر
دښځې اسلامی موقف
(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ) البقرة ایة ۱۸۷ که دښځې مقام،موجودیت،هستی،انسانتوب او دژوندانه امتیاز او اهمیت ته په انسانی علومو اوپه تېره بیا په اسلامی اصولو کې نظر واچول شی دومره عزت ، معنوی او مدنی حقوق چې دین مبین اسلا م ښځې ته ورکړی بل هېڅ دین نه دی ورکړی. اسلام یوازینی دین دی چې د«اقراء باسم ربک» په ویلو سره بې له توپیر ،کرکې، انحصار اوبندیزد ښځې ثبات ته بلنه ورکړه شوې چې دعلم اوپوهې ،قلم او چاپېریال ډګرته ځان چمتو کړی.داقراء مفهوم یوازې لوستل نه بلکې ډیر پراخ
څنګه پر مختګ ؟
څنکه پرمختګ؟زه اوس چي. ۲۰۲۲م کال دی ۸۴ کلن یم. شپږ کلن وم چي پلار په ښوونځي کي شامل کړم. خو لږ وخت وروسته په هغه کال کي مي پلار وفات سو او زما روزنه زما مور په غاړه واخیسته. هغې ته تر ما کشر بل زوی او ترما مشره لور هم پاته سول. څرنګه چي موږ په یوه لوی کور کي چي مشر یې زما نیکه و اوسېدلو نو زموږ د میاشتني خرڅ او لګښت پیسې به مي نیکه زما مور ته د هري میاشتي په سر کي ورکولې. په دې ډول زما مور خپل ټول ژوند موږ درو تنو ته وقف کړ او په ډېره مینه او زحمتونو یې لوی کړو او تر څو چي ژوندۍ وه له دې
نړيوال اقتصادي فورم (World Economic Forum)
د اقتصاد نړيوال فورم يا نړيوال اقتصادي فورم(World Economic Forum) چې د داووس د نړيوالې اقتصادي ناستې په نامه هم يادېږي د سويس هېواد په داووس ښار کې هرکال دايرېږي. په اقتصادي برخه کې له اقتصادي او سياسي پلوه نړۍ د د پرمختللو هېوادونو ، سوداګرو، تيوريسانو او بانفوذه اشخاصو يو سازمان دی چې هرکال د نړۍ په مهمو اقتصادي موضوعاتو د بحث کولو لپاره سره راټولېږي ، ددې ناستې کلنی عايد ۸۰ ميليونه ډالر دی ، هره کمپنۍ، هېواد، شخص د غړيتوب حق په ورکولو سره ددې سازمان غړی کېدای شي او هرې کلنۍ غونډې ته ورتګ ی
د شهزاده هري د خاطرو کتاب !
د شهزاده هري د خاطرو کتاب Spare مې ولوست ، په دې ليکنه کې یې ځينې هغه مهم او مشهور موضوعات او رازونه ليکم چې نوموړي ترې پرده پورته کړې او په نړۍ کې یې غوغا جوړه کړې وه. د برتانيا د اوسني پاچا (درېیم چارليز) د زوی شهزاده هري کتاب Spare چې د برتانيا د غير داستاني کتابونو په برخه کې یې د تر ټولو ډېر پلورل کېدونکي کتاب ريکارډ خپل کړی دی او په نړۍ کې نن سبا ډېر مشهور شوی کتاب دی په لنډ وخت کې د نړۍ بېلابېلو ژبو ته وژباړل شو او ځينو ژبو ته یې لا ژباړې روانې دي،. د شهزاده هري پوره نوم Prince Har
معرفی و تاریحچه ی رادیو افغانستان
(به مناسبت روزبین المللی رادیو-۱۳فبروری) اختراع رادیو توسط " گوگلیلمو مارکونی" در اواخر قرن نُزده صورت گرفت که انقلاب بزرگی را در جهان خبررسانی و توسعه فرهنگ ها بوجود آورد.. این اختراع باعث تحول، رشد و انکشاف آګاهی واطلاعات نیز گردید. او درسال ۱۹۰۱م. موفق شد تا نخستین پیام را از فراز اقیانوس اطلس به کانادا بفرستد. بعد رادیو به شکل امروزی طی سالیان طولانی از لحاظ تخنیک تکامل یافت. امروز از رادیو برای مقاصدی مختلف چون آگاهی بخشی، آموزش، تفریح، اخبار، اعلانات و تبلیغات استفاده برد. تجارب
په پښتوژبه کي نفي اونهي
په پښتوژبه کي دپښويي(ګرامر) له مخي د«نه» توری «نفي» توری دی. دغه «نفي» توری ترډېره بریده له افعالو څخه جلا یاني خپلواکه لیکل کیږي.استثناات سته خوهغه به بیا وروسته بیان سي. د«نه» لیکنه له هغه تورو سره چي ترمخ له هغونه راځي حتمي جلالیکل کيږي په عربي ودغه تورو ته «منفصله» وایي. لکه: (د، ډ، ذ، ر، ړ، ز، ژ، ږ، او «و») که له دغو تورو څخه یوه «کړنه» په ویینه کي راسي؛ نو د«نه» نفي توری خپلواکه ورسره راځي. لکه: (نه ولاړی. نه راغی. نه ډاریږي. نه ژاړي. نه زوریږي. نه دریږي.) اودغسي نور. رحمابابا وايي: هسي