کوڼ داورېدو،ګونګ دوینا،شل دتلو اومزله اوبالاخره ړوند دلیدو هیله من وی. جهالت او منافقت ، دروغ او افترا بیا له ټولو بدتر دی. په ۲۰۰۹ کال کې ما د رنګین دادفر سپنتا په هکله ددعوت په ویب پاڼه کې خپریدو ته سپارلې وه. ما ویلی وه چې سپنتا دالمان اخن په ښار کې اوسیږی او یوشمېر نور شعله یان همدلته دایران له مجاهدین خلق سره مصروف ول . اوس یوتیوب کې ناست دی او اعتراف کوی سپهر اندیشه ! کې وایی بلې درشعله پوله و پیاوه فعالیت داشتم . اوس پته لګیږی چې څومره پرچمیان ملا برهان الدین سره راټول کړی ول او څومره ګډوله چپیان حامد کرزی دخپلې بقا لپاره ! خو کرزی بیاهم په روم کې دعراقچی پسې خولۍ په لاس کې منډې وهی پوښتنه داده
چې روم ته چا استولی وه ؟
یوه ورځ دکاکتوس پروګرام کې خلقی ګلاب منګل وایی چې کرزی زه وغوښتلم او دما دګمارلو امر یې صادر کړ. همدارنګه خورد ضابط عبدالرشید ته لومړی دخالد بن ولید او بیا اشرف غنی بابا ورته مارشالی ورکړه . دغه بېوزلی ، وږی، تږی ، جنګ اوجګړو دانتحاریو په مصیبت اخته ولس چا له صم، بکم، عمی فهم لایرجعون ناببره حالت سره چا مخ کړ؟ دتباهیو اصلی مهرې ، خاین کاسه او کپړیو ، ماتولوښو او لګنو ته کوم ولس مشروعیت ور کړی وه. دغې ارجلې ادارې دی ته زمینه برابره کړه چې نابلد ملا حاکمیت تر لاسه کړی ! نابلد غل خو بیا په سمڅه ننوځی . اصلا دغو پخوانیو ماهرو پرچمیانو له ربانی، کر اوغنی سره سازش وکړ دواړو خواوو خپله بقا غوښته . غنی دسهیلا صدیق جنازه پر اوږو نه سپره کړې . حمدالله دنجیب ګاو په قبر باندې درود نه لوست ! پرچمیانو خو ږیړو باندی له خالد حنفی هم مخکې وه. راځی له الله څخه ووېریږی دغه ملت په کړکیچونو کې لا کلک نښتی ، تعلیم بند دی ، بشپړانسانان له خپل حق بې برخې دی سوچه په ډاګه جنایت روان دی ددې ناوړین علاج په کار دی البته بې له جګړې ، بې غیرتیو او خود خواهیو . زموږ اوتاسې دتی ویګانو ګرمې اوچربې خبرې به څه وکړی ، درسنیو دا کاږه واږه لقبونه هېواد نشی ابادولی.
سوله ، اخوت ، عزت او تفاهم موږ یوځای ته رسولی شی .
په پای کې ټولوستونکو دلوی اختر ، دقربانی اختر په مناسبت مبارکی وایم خوښ او خوشاله اختر ولری!
په درنښت