د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغوی چي باد و کرل، نن توپانونه رېبي!

هدايت الله هدايت 28.11.2011 21:02

د « التحرير» څخه بيا  تر «وال سټريټه »  پـوري
« مـوږ  په سلو کي ۹۹ يـو! »
هغوی چي باد و کرل، نن توپانونه رېبي!

 
په امريکا اوزياتو  هيوادو کي د سرمايه داري نظام بحران، توده یي  اعتراضونه، ولسي جنبشونه او بغاوتونه  را پارولي دي . د کال په جريان کي په متحده ایالاتو کي مالي بحران، بودجوي تضیقات ، ددولتي کارمندانو خراب حالت  ، شديده بيکاري ، د نرخو لوړوالی ،لوږه او د جګړو څخه کرکه،د زیاتو مظاهرو سبب ګرځېدلی وو ، خو د سپټمپر پر ۱۷ مه  د وال سټريټ  د اشغال (Occupy Wall Street ) جنبش  چي دادی درې مياشتي کيږي  دوام لري ،دغه ولسي  پاڅون ته يې  بل شاني بڼه ورکړېده . جنبش چي په خورا چټکيا سره يې د امريکا ټولو ښارونه تسخير کړل  او اوس يې د نړي داتيا هيوادو  و ۱۵۰۰ ښارو ته ځان غزولی دی . خلک د سرمايه داري نظام د مظالمو د محکومولو په خاطر  د سرمايدارۍ د بازر او بورس  پر معابدو باندي اعتراضي ګزارونه کوی او خپل فريادونه او غوښتني  يې بازارو ته را ايستلي دي .
ددې خود جوشه جنبش ځانګړتيا په دې کي ده چي هغوی د کوم خاص قانون او يا ددولت د کوم ځانګړي پريکړي د محکومولو په خاطر نه دی را پورته سوی، بلکه دغه جنبش پخپله د ټول د سرمايه داري نظام او ددې نظام   ټول سیاسي او اقتصادي ظالمانه روشونه په نښه کړي  دي .
د دغه توده ای  اعتراض کونکو شعارونه لکه  «وال سټريټ دولت اشغال کړی دئ »، «موږ وال سټريټ قبضه کوو» ، «ډيموکراسي نه زر سالاري»، «شرکتونه، خلک نه دي»، «موږ په سلو کي ۹۹ يو» او داسي نور بنيادي شعارونه د سرمايه داري نظام بېخ و لړزاوه .  د وال سټريټ دجنبش مخکښان واي موږ ځکه وال سټريټ  اشغال کړه چي  « د۹۹ فيصده خلکو» دمشکلاتو اصلي عاملين په همدې ځای کي اوسي کوم چي د اقتصادي اهرمو اصلي قدرت يې په لاس کي دی  . دغه  جنبش  د مارکسیستي يا  کمونيسټي ايډياوو  ادعا او اجنډا نلري هغوی زياتره  د  سرمايه دارۍ سيسټم  د ثروت پر شهوت باندي حمله کوي . دوی وايي چي هغوی د قاهرې د التحرير د پاڅون څخه  الهام اخيستی دئ کوم چي د ډيکټاټور حسني مبارک فرعوني رژيم يې را نسکوره کړ.
د «نيويارک  ښار د اشغال په اعلاميه» کي چي «د وال سټريټ د اشغال»  د جنبش د فعالانو لخوا ليکل سوې ده په ډېر وضاحت سره  ددې جنبش راتلونکی روښانه وي . هغوی ليکي  «ټول هغه کسان چي احساس کوي د څو ملتيزه شرکتو لخوا فريب ور کول سوی دئ، موږ د هغوی ملګري يو. موږ لکه يو موټي خلک ژوندي واقعيتونه وينو : د بشريت راتلونکې د ټولو اعضاوو همکارۍ ته ضروري لري او هغه اهمه ګڼي؛ د يوه ډيموکراټيک دولت قدرت په خلکو پوري تړلی دئ ، خو شرکتونه د خلکو او د مځکي د کرې د استثمار د پاره د هيچا څخه اجازه نه غواړي . داسي واقعي ډيموکراسي به هيڅکله هم و جود ونلري چي د هغه د بقا شرطونه دي د «يو فيصد» اقتصادي قدرتو لخوا ډيکټه سي . موږ په داسي شرايطو کي تاسو ته مخ را اړه وو او وايو چي نن دولتونه د څو ملتيزه شرکتو په ولکه کي را غلي دي . هغوی  سود ته تر انسانانو زيات ارجحيت ورکوي، هغوی ګټي تر عدالت بهتره ګڼي او تر برابرۍ د انسانانو و غلامي ته  زيات  اولويت ورکوي   .»
ښايي په سرمايه داري نړۍ کي به تر دې  وروستي مالي بحرانو دمخه  به لږو کسانو  داسي اټکل کاوه چي د امريکا خلک دي  چي ځانونه د نړۍ د ډيموکراسۍ تر ټولو بهترينه مدعيان او علمبرداران ګڼي، د خپلو غوښتونو د تحقق لپاره به مجبوره کيږي  خپل اعتراضونه د خپل هيواد د  سرمايه دارۍ په مراکزوکي  را پورته کړي . دامريکا عام خلک د خورا ناوړه اقتصادي شرايطو لاندي په تدريج سره اوس دې نتيجې ته رسيدلي دي چي د  فريب کاره او فاسده دولتمردانو د ناکاره سیاست په وجهه نه يوازي پخپله دوی تر شديد فشار لاندي دي، بلکه په راتلونکي کي دهغوی اولادونه هم په امان کي نسي پاته کېدلای . همدغه مسئله او د اقتصادي بحران دوام ددې موجبه و ګرځېدله چي په نهايت کي ددې هيواد مخکښه سياسي فعالان د وال سټريټ د بورس د تعمير مخته چي د امريکا د لويو سرمايه دارانو  دمالي قدرت سمبول دئ او امريکايان هغوی ته «يو فيصد» وايي را غونډ او د « وال سټريټ قبضه کړی» تر شعار لاندي په همدې نامه يو بې نظيره ولسي جنبش ته شکل ورکړی .  دغه جنبش د نورو ولسي ګروپو په ملاتړ سره  د پولیسو د ظالمانه خشونت او زور زیاتي سره سره چي پخپله  امريکايان  يې يو نا انساني او د قانون خلاف غير ډيموکراټيک عمل ګڼي، هره ورځ خپله عرصه پراخوي  او  په  ډېره چټکتيا سره   د خپلو غوښتنو ابعاد و ټولي امريکايي ښارو او اروپايي هيوادو  ته غزوي .
د امريکا دغه کوچنوټی يو فيصدي ميليارډر اقليت چي  د امريکا د دولت په ټولو  قانوني، اجراييوي، قضايي او مالي عرصو کي يې منګولي ښخي کړي دي ،په زياتره اموراتو کي يې د امريکا د ولس د ډيموکراټيکو لاسوهنو مخه  نيولې ده . دغه  لږ شمېره اقليت  چي ټوله اقتصادي او مالي اهرمونه يې په ولکه کي رواستي دي د غول پيکره رسنيو د عصري اړيکو  او فعاليتو  انحصار او مالکيت يې هم په لاس کي نيولی دی  . دغه رسنۍ چي زياتره د يهودي ميليارډرانو او څوملتيزه شرکتو او بانک لرونکو ملکيت دئ د خپلو ميليارډرانوليډرانو ديدګاوي او نظریات تبليغوي او د خپلو ګټو پر بنياد خبرونه او برنامې جوړوي .  دوی  ددغه رسنيو   په  کارولو سره  نه يوازي   د امريکا د ولس  سياسي، فرهنګي او اجتماعي اولوويتونه  ټاکي او هغه ته لوری ورکوي، بلکه  د خپلي خوښي د ژوندانه لاره هم د ټولني  پر مطلق  اکثريت يعني   پر ۹۹ فيصده  خلکو باندي  تحميلوي .
د امريکا مشهوره  مستنده فلم جوړونکی مايکل مور (Michael Moor)د سي ان ان ټلويزون سره د وال سټريټ د تسخير د جنبش په هکله  ويلي دي چي :  په اوسنی وخت کي داچي موږ ولي وال سټريټ ته مخه کړه او په کانګريس يا واشنګټن غرض نلرو او هغه  نه تسخيروو  علت يې  دادی چي د کانګرس پرسونل ديوه سره د  وال سټريټ د لابيانو مستخدمين دي ، دهغوی بودجه او معاشونه د وال سټريټ د ميليارډرانو لخوا تأمينيږي . په دې توګه و کنګرې ته انتخاب سوي کسان  د «وال سټريټ» او «کې سټريټ» کارکونکي دي . «کې سټريټ» د واشنګټن د لابيانو بل مشهوره قلمرو دئ چي د وال سټريټ د لابيانو قوي بازو  ګڼل کيږي . هغه وايي همدا وجه ده چي  موږ اوس نور  ستړي سوي يو چي يوځل بيا و مستخدمينو ته مخه کړو . موږ پوهيږو چي مشکل چيري دی، ځکه نو موږ دلته دغي پراخي شبکې ته خپل اعتراضونه راجع کړي دي . اصلي مشکل د امريکا کاپټاليسټي نظام دی او دغه څه بايد د نن ورځي د غوښتونو او د هغه د  بنيادو نو سره سم  بيرته د سره تعريف سي . مايکل مور وايي : اعتراض کوونکي غواړي امريکا ته ډيموکراسي راولي. ډيموکراسي داسي نده چي موږ و يوه سياستپوه ته رايه ورکړو، او پريږدو چي  هر څه  کوي و يې کړي او وروسته بيا داسي وانګېرو چي ګويا موږ ډيموکراسي لرو. زموږ له نظره ډيموکراسي يعني دا چي موږ د خبرو د حق په درلودلو سره موږ دا وښيو چي دا موږ يو چي وايو او پرېکړه کوو زموږ دغه اقتصادي نظام څرنګه بايد اداره سي . هغوی نسي کولای زموږ څخه استفاده يا سوء استفاده وکړي .
دغه شعارونه چي وايي «موږ  په سلو کي ۹۹ يو، او حاکمه طبقه  يوازي په سلو کي يوه ده» په واقعيت کي د « ليبراليزم» او د امريکايي « ډيموکراسۍ» دپاره د ذلت او بې آبۍ معنی ورکوي او د هغوی  د زوال  ښکارندويه ده . خلک  غواړي په دې شعارو سره دغه خبره په ډاګه کړي چي په امريکا او غرب کي ډيموکراسي يو فريبکارانه بدعت دی  . خلک نن سبا دغه عوامفريبي  په ورځني ژوند کي پر خپله غوښه او پوست  باندي لمسوي  ؛ يعني د ډيموکراسۍ په نامه ديوه کوچني  اقليت حاکميت  د ټولني  پر ۹۹ فیصده  وګړو باندي،  په داسي يوه حالت کي  دا خلک دي چي د ډيموکراسۍ د عواقبو څخه سخت په  تشويش کي دي .
خو داچي امريکايي ډيموکراسي او پر هغه باندي د ميليارډرانو حاکميت  څرنګه  د اکثريت و دغه غوښتنو ته  ځواب ورکوي ، هغوی لا د اوسه څخه زندانونه په مظاهر چيانو ډک کړي،  پوليسي مرچک پاشان او د برقي ډنډو وهونکي يې پر هغوی را مات کړي دي ، وهل او ډبول يې شروع کړی دی، خبرونه او غوښتني يې په رسنيو کي نه منعکسوي ، د خلکو پر ورځني مشکلاتو او اقتصادي ناخوالو سترګي پټوي او هغه ته ګوته نه نیسي .
چي څوک لږ شاته ولاړ سي نو د امريکا او غرب لخوا ډيموکراسي، د بيان آزادي، بشري حقوق، د ټروريزم سره مبارزه... او داسي نور د ا هغه وسيلې او د امريکا او سرمايه دارۍ د نظام غوړ او جذاب  شعارونه وه چي د خپلو ګټو په خاطر  او د ولسونو د فکري انحراف او د ملتونو د استعمالولو او د هغوی د ثروتونو د لوټولو په هدف  يې کارول  . دغه شعارونه چي په ظاهره ښه ایسېدل خو په عمل کي يې اوس خپل  ارزشونه د لاسه ورکړي او په ماهيت يې ولسونه پوه سوي دي چي ټول   يو  فريب کارانه بدعت  دی .
په نوي يمه لسیزه کي يعني دپخواني شوروي اتحاد د شو په شو کېدو را وروسته نړۍ واله عرصه د امريکا دسرمايه داري نظام چي د دې هيواد د ټول نفوس  د يوفیصدي ميليارډرانو، څوملتيزه شرکتونو،بانک لرونکو د لويو کارخانو او د وسلو د جوړولو د فابریکو د خاوندانو په ولکه کي راغلی وو ،هغوی ته يکړه پاتي سو او داسي روان سول چي و ښيي  امريکايي اوغربي ژوند کوم چي دکاپيټاليستي سيسټم مرام دئ، هغه د ژوندانه يوه تر ټولو ښه لاره او د ډيموکراسۍ ليبراله نظام د حکومت دارۍ او د بشر د سعادت د پاره  يوه بهترينه شيوه ده .  
امريکاد نړۍ د هژمونۍ د په لاس کي نيولو په خاطر د «نوي نړۍ وال نظم» او د امريکايي ډوله  ډيموکراسۍ د تحقق شعار خاصتاْ د دريمي نړۍ په هيوادو کي را پورته کړ . دهغه څخه يې هدف داوو چي که په زور وي اوکه د رنګارنګه ګلابي او نارنجي «انقلابو» دلاري د نورو  هيوادو سرشاره طبيعي زیرمي قبضه او په خپله ولکه کي راولي  . دغي سټرا ټيژۍ په نهايت کي امريکا ډيوالي او خپل ولس يې د مختلفو ناخوالو سره مخامخ کړ ، خو په عوض کي د څوملتيزه سرمايه دارانو هستي لا نوره هم څو چنده زياته کړل   .  
اوس چي د وال سټريټ ضد جنبش مخکښان او عام ولس را پاڅيدلي او فريادونه را باسي چي دا  يو فیصده سرمايداران په موږ ۹۹ فیصده خلکو څه کوی؟ دغه عام ولس ددې  نظام  ټيوريک  او ناکاره آمده اړخ ، او دهغه غير عادلانه او ناډيموکراټيک چلند  تر خورا  جدي پوښتني لاندي راولي . په واقعيت کي د امريکا ننی بحران چي ولسي پاڅونو ته لاره هواروي که د يوې خوا مالي او اقتصادي ډېواليتوب  او د ثروتمندانو او غريبانو تر منځ يوه ژوره  طبقاتي فاصله ده، خو د بلي خوا د عامه ولس سره دې هيواد دغه کوچني يو فيصدي اقلیت يا د ثروتمنده نخبګانو فکري فاصله او د خلکو سره د هغوی اجتماعي ليريتوب هم  دئ چي هغوی د خپلو ګټو په خاطر اصلاً د خلکو د رفاهيت په قصه کي ندي .
همدا وجه ده  چي د وال سټريټ د اشغال جنبش  د امريکا  د فاسدي رهبرۍ د اجراآتو د نتايجو څخه کرکه لري چي په  نړۍ کي و  تازه شرايطو ته  د رسېدو د پاره د مشارکت او ګډي همکارۍ  روحيه نه مراعاتوي  .د امريکا په سرمايه داري نظام  باندي تهمت لګيږي چي  ډيرو جګړو ته يې  اور اچولی دئ ، ډېر انسانان يې وژلي دي، د ژوندانه پر چاپيريال يې ظالمانه تعرض کړی دئ، د تبعيض، د نابرابريو او د داخلي او خارجي بې عدالتيو لوی عامل ګرځېدلی دئ . هغوی د انساني ارزشو او د ډيموکراټيکو اصولو داعادې غوښتنه کوي . هغوی ددې  نظام په تعريف کي د سره کتنه غواړي .

د امريکا او نړۍ ولسونه په اوسني حالت دې نتجې ته رسېدلي دي چي د سرمايه دارۍ او د ليبرالي ډيموکراسۍ د ژوندانه شېوه د زوال پر لور روانه ده، ددې هيواد فاسد واکداران د دې  حالت  سره د چلند دپاره لکه څنګه چي د وال سټريټ د اشغال جنبش يې مطرح کوي  لازمه آمادګي نلري ځکه نو دغه بحران ځان  و خپل اوج ته رسوي او په نتيجه کي به  په دې  سيسټم کي به د سره غور کول يو حتمي ضرورت ګڼل کيږ ي  .
پای