د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوريه او د غربي رسنيوخبري محاصره

هدايت الله هدايت 24.04.2012 18:56

ليکوال : ايکارټ ايسپو (Eckart Spoo)
ژباړه:هدايت الله هدايت
د ۲۰۱۲ م کال د اپريل ۲۴ مه

آلمانی لیکوال او ژورنالیست ايکارټ ايسپو (Eckart Spoo) د کال ۱۹۶۲ څخه بیا تر ۱۹۹۷ پوري د فرانکفورټر روند شاو (Frankfurter Rundschau) د ورځپاڼي مسئول مدير او د ۱۹۷۰ څخه بیا تر ۱۹۸۶ پوري د آلمان د ژورنالیستانو د اتحاديې رئيس وو . نوموړي په کال ۱۹۹۷ کي د څو نورو خبريالانو سره يوځای د اوسیتسکي (Ossietzky) په نامه يوه مجله تاسیس کړه چي تر اوسه پوري د هغې مجلې مسئول مدير دئ .
د نوموړي د تازه ليکني څو برخي دلته وړاندي کيږي
د برلين د راډيو څخه مي واوريدل چي په سوريه کي د دولت په ضد په زرګونو خلکو مظاهرې و کړلې . ټولو نورو ورځپاڼو هم پر همدغه خبر باندي شخوند وواهه او هغه يې خپور کړ . خو د یونګه ولت په ورځپاڼه کي مي بیا بل شاني خبر ولوست. د يونګه ولت Junge Welt يا ځوانه نړۍ (Young World)ورځپاڼه يوه کوچنۍ،ځانګړې او نا پېيلې ورځپاڼه ده ، دغه ورځپاڼه د آلمان د رسنيو د لويو کنسرانوسره تړاو نلري ، ځکه چي سهمونه يې د ورځپاڼي د ليکوالانو او کارکوونکو مال دئ او په مالي لحاظ د کنسرانو سره هيڅ رازي پيوند نلري . دغه ورځپاڼه ليکي چي په سوريه کي په سلهاوو زره کسان د دولت په ملاتړ او د سوريې په کورنيو چارو کي د نورو هيوادو د لاسوهنو په ضد مظاهرې و کړې . دلته داسي معلوميږي چي دغه دواړه خبرونه بايد سم وي، ځکه نسي کېدای يو سم وي او هغه بل ناسم . اکثراً دوه خبرونه بايد يو او بل سره پوره کي .
که يولوستونکی و ټولو خبرونو ته د لاسرسۍ امکانات ولري ، د هغې جملې څخه و انټرنيټي خبرونو ته چي ډېر څه پکښي پيدا کيږي او وروسته بیا هغه څنګ پر څنګ سره و اوډي په نتيجه کي به ښايي د خبرونو د واقعيت په ماهیت خبر او د هغه څخه به يو حقیقي انځور پيدا کړي . خو دونه وخت څوک لري چي د واقعي خبر د تر لاسه کولو د پاره و هر ځای ته سر کښېباسي ؟ کله چي د محلي او ځانګړو ورځپاڼو او راډيو ګانو خبرونه د يوه سره د يوې منبع او د رسنيو د یوه غټ کنسرن لخوا اخیستل کيږي او پرخبرونو يې هم کټ مټ په يوه ډول شخوندونه وهل کيږي تکراریږي ، نو داسي بريښي چي دلته دغه خبري منابع پخپله يود بل سره ځانونه تایيدوي ، په داسي يوه حالت کي سخته ده د اطلاعاتو په هکله و لوستونکو یا اورېدونکو ته شک او تردید پيدا سي ، بلکه هغوی لا ټول داسي انګېري چي والله دادئ د ټولو واقعياتو څخه کاملاً باخبره سوم . څرنګه چي بل خبر نه لولي او یا يې نه اوري بس په همدې په اصطلاح «حقایقو» باندي ځان راضي کوي ، یعني په داسي خبرونو باندي چي د بنياده څخه نادرسته او حتی د هغوی د جملې څخه يې زیاتره ساختګي او درواغ دي .
په داسي يوه حالت کي څه باید وسي تر څود نړۍ د پېښو او حالاتو څخه چي هره ورځ نوی رنګ ور کول کيږي دهغه څخه يو سالم او سم انځور تر لاسه کړو او په دې واقعیت هم و پوهيږو چي د داشاني خبرونو په دننه کي کومي ګټي پرتې دي او څه اهداف پکښي پټ دي ، يوازي هغه وخت کېدای سي معلومه سي چي د پردې تر شا څه تيريږي ؟
جوته ده چي هر صحنه او هره ننداره و دوو قطبو ، دوو خواوو ، دوو شخصیتو او دوو جبهو ته اړتيا لري. مثلاً يو څوک د چا سره په جګړه بوخت دئ . په دې جګړه کي به حتماً يو به بد وي او بل به ښه، یو به خبیث ،پليت، بد ذاته او شیطان صفته وي، او هابل به بیا نیک سیرته ، خوش برخورده، نامي او و ملایکو ته ورته بې غشه . په هغه تبلیغاتي ننداره کي چي نن سبا د سوريې په هکله و صحنې ته را وزي، بشار اسد د سوريې جمهور رئیس يو د هغو بیخي بدو سړيانو څخه معرفي کيږي چي بايد سم دستي پسې واخیستل سي . د المان پر تيراژه ورځپاڼه « بیلډ تسایتونګ » (Bild-Zeitung) و هغه ته د«لېوني» لقب ورکړی دئ . همدغي ورځپاڼي پخوا هم و سلو بوډان ميلاسويچ، صدام حسین او معمر قذافي ته دغه شاني لقب ورکړی وو. خو د هغه تجربې له رويه چي خپل اثرتوب يې ښودلی دی ، د « قصاب» د لقب کارول ځانته کارنده توب لري . په دې معنی چي دغه خبیث او شیطان صفته کسان چي خپل خلک لکه «قصاب غوندي» وژني دا بایدموږ( جرمنیان)يو چي دغه خلک د مرګه و ژغورو، هغه هم په ډېره عجله او چټکو عملیاتو سره !
موږ(جرمنیان)بايد د خپلو ښو دوستانو (واشنگتن، لندن او پاریس) سره يوځای حتماً باید دغه کار وکړو، زموږ پاک، لوړ او متمدنه وجدان موږ ته دا حق او مسئولیت را کوي چي د دغه خلکو سره مرسته وکړو تر څو هغوی و کولای سي زموږ د خورا ښه او مترقي خشونت دلاري ځانونه د دغه نابکاره جمهور رئيس د شره خلاص کړي .دا درسته ده چي نړۍ وال حقوق د نورو هيوادو په کورنیو چارو کي لاسوهنه منعه کوي، خو دغه قانون زموږ د پاره ندئ جوړ سوی، ځکه چي موږ خو تل د نیکيو مددګاران او سپيني کوتري يو . په دې لاره کي هر هغه څه چي احتمالا د صحنې د نندارې سره سر نه خوري باید زموږ د سترګو څخه نهامه وي .له همدې بابته زموږ د تبلیغاتي رسنيو څخه په ټول دقت سره بايد مراقبت وکړو ترڅو داسي خبرونه زموږ تر غوږو را و نه رسوي چي زموږ د نا آرامۍ یا زموږ د مزاج د خرابۍ باعث وګرځي او هغه اخلال کړي .
هغه څه چي اصلاً زموږ و فکر ته لا نه راګرځي هغه دا چي ددغه په اصطلاح نانجیبه، ليونيانو او قصابانو کردار هومره هم بې عقله اووحشتناکه ندئ لکه هومره چي موږ ته ويل کيږي .موږ داسي فکر هم نه کوو چي نوموړي کسان دي د خپلي خپلواکۍ او استقلال د ساتني او د خپل ولس د سرنوشت د دفاع په خاطر چي دغه کار په هر هیواد کي د يوه جمهور رئيس اصلي دنده ده خپلي مسلحي قواوي د خپل هيواد د امنیت او د هغه د ساتلو د پاره و ميدان ته را وباسي .
موږ د هغو ښو خلکو څخه ( مسلحه مظاره چیان)چي ترجیح ورکوي د سبا پر ځای همدا نن هغوی ته پوځي مرسته ورکړو، يو سم تصور نلرو، خو ډاډه يو چي هغوی ډيموکراټان دي او غیر له هغه شاني ډيموکراسي چي موږ يې لرو بل څه نه غواړي . خو ددې د پاره چي موږ دغه باور دلاسه ورنکړو موږ پر دغه لاندي شاني خبر باندي غوږونه کاڼه اچوو . یعني د مثال په توګه د همدې تیري فبروري د مياشتي په پای کي د سوريې اکثريت خلکو د اساسي قانون د اصلاحاتو په خاطر په يوه ریفرانډم یا ټول پوښتنه کي برخه واخیستله ، دغه وړانديز پخپله جمهور رئيس اسد کړی وو. خو سپيني ماڼۍاعلان وکړ چي ریفرانډم خو د خلکو رایه ده، دا خو د سوريې په «انقلاب» باندي ریشخند وهل دي ! . حال داچي همدغه نوي اساسي قانون و ټول ولس ته بلنه او حق ورکوي چي په انتخاباتو کي ونډه واخلي او خپلي غوښتني د همدې لاري عملي کړي . یعني دا د سوريې دولت دئ چي غواړي په مسالمت آمېزه توګه و هغه اصلاحاتو ته لاره هواره کړي چي مظاهره چيان يې غوښتنه کوي . خو څرنګه چي دغه څه د «انقلاب د دوستانو» د اهدافو سره سر نه خوري ځکه نو هغوی سکوت کوي او تر ممکنه حده دهغوی فعالي رسنۍ هم تله پر تېروي او هيڅ ږغ يې نه را پورته کوي .
ښايي دا به په دې خاطر هم وي چي موږ په جرمني کي د ځانه څخه دغه پوښتنه و نه کړو چي ولي په فډرالي آالمان کي خلکوته دغه شاني زمينه برابره نسوه چي نه په کال ۱۹۴۹ کي چي د فډرالي آلمان خښته کښېښودل سوه او نه هم په کال ۱۹۹۰ کي چي آلمان وسعت پيدا کړ، و خپل اساسي قانون ته رايه ورکړي ؟ د افغانستان، عراق، لیبیا د امريکايي سټايل انقلابو مخکښان او تر هغه دمخه په يوګوسلاويا او اوس هم په سوريه کي دغه خبره ولي نه اعلانيږي چي هغوی مذهبي بنسټپالان د ټرور د پاره استخداموي دا ځکه چي هغوی په دې خبري باندي پوهيږي چي دغه څه د عامه افکارو د پوهي څخه لوړ کار دي . همدا وجه ده چي زموږ په اصطلاح محلي ورځپاڼي دغه خبر نه خپروي . دوی کلونه کلونه وليکل چي اسلام و نړۍ ته خطره ده خو څه ډول و خپلو لوستونکو ته واضح کړي چي نن دا د سوريې مسیحیان دي چي د اسد څخه په کلکه ملاتړ کوي او دا « انقلابیان» دي چي په مسیحي سیمو کي انفجارونه کوي . خو رسنۍ دغه خبرونه نه خپروي درست همغه شاني لکه د کوسوو په مسیحي کلیساګانو کې چي د کووسویانوانفجارونه خپاره نکړل .
د عربي اتحاديې د ناظرانو ګزارش کولای سوای چي موږ ته څه معلومات راکړي . د دیارلسو عربي هيوادو پوځي او غير پوځي کارپوهانو د يوه سوډاني جنرال تر څارني لاندي د سوريې په ټولو ولایاتو کي د پخلایني پروسه پر مخ بېول او هره ورځ به يې خپل ګزارشونه د ناظرانو و مرکز ته لېږل. د هغوی په ګزارشو کي پر رسنيو باندي زیات انتقاد سوی وو، خو په آلمان کي بېله د يونګه ولټ ورځپاڼي نورو رسنيو او ورځپاڼو د دغه ناظرانو د ماموریت په هکله او هغه معلومات چي هغوی را ټول کړي وو هیڅ کوم خبر ندئ خپور کړی .
تاسو لطفاً ماته و وایاست چي تر اوسه کومي رسنۍ و سوريې ته خبریال ليږلی دئ؟ زه يې په دقت سره نسم ښودلای خو په دې خبره مطمئنه يم چي د هغوی تعداد د ګوتو په شمېر دی . د هغوی شمېره ځکه دوندي کمه ده چي که زیاته وای دغه کار د کنسرانو د دو اصلي دندو سره په تضاد کي راتلئ يعني هم د تبلیغاتي جهته څخه او هم د صرفه جويي په خاطر . هغوی باید تر کومه ځایه چي ممکنه وي و خپلو مالکانو ته ګټه راوړي او دا په دې مانا ده چي هغوی باید په دې مسئله کي د زیاتو ژورناليسټي څېړنو څخه ډډه وکړي .
په هر حال څوک چي د حالاتو مسیر په دقت سره څاري او هغه بیا ښه ترها تحلیلوي او د نورو ځايو سره يې پرتله کوي، کرار کرار په دې واقعیت پوهيږي چي د دې ټولو ناسمو خبرو او ناديده خبرو د جوړولو تر شا پراخ رازونه پراته دي . پخواني استعماري قدرتونه يوځل بیا غواړي هيوادونه لاندي کړي ، خاصتاً هغه هيوادونه چي ښه زېرمي او ثروتمنده ډک معدنونه لري هغوی يوځل بیا تر خپلو پخوانيو استعماري منګلو لاندي را ولي . کله چي هدف دا وي، هغه رسنۍ چي و عوامو ته خط او نورو ته د حرکت لاره ټاکي نور نسي کولای ښه او بد په ورته معیارو باندي و سنجش ته را و بولي .