د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا نور غرب ندی

هدايت الله هدايت 14.08.2011 13:38

د هدايت الله هدايت   ژباړه
د شپېګل آن لاین د انګریزي متن څخه
د ۲۰۱۱ م کال د اګست ۱۴ مه



په امريکا کي وروستنی مالي بحران دا وښودله  چي په دې هيواد کي سیاسي جنون حاکم دئ ، متحده ایالات  نن  د سیاسي او اجتماعي پلوه يو ناکامه او شکست خورده دولت دئ . اروپا باید په نهایت کي  زده کړي چي څرنګه  د خپل ځان  ساتنه  وکړي .

د نوي یمي لسیزی مخکي   غرب يا د غربي نړۍ کلمه ځانته خپله معنی درلوده او خپل ګډ ارزشونه اوهدفونه يې بيانول .  ډموکراسي ، عدالت او د خپلسرو او مستبدو دولتو څخه بیزاري هغه څه وه چي غرب  د ولسونو و مخي ته ایښودل او هغوی يې په دې توګه په  ځان پسې را کشول . خو نن سبا دا داستان نور زوړ سوی دئ،  غرب نور نسته . نن  هرهغه څوک  چي  د امریکا او اروپا نوم يو په بل پسې اخلي ژبه يې ګنګوړه کيږي  .   د هغه اصولو پر بنا چي غرب ورباندي سنجول کېدئ  ددې پسته نور امریکا  يو غربي هيواد نه ګڼل کيږي .

امريکا اوس  يو داسي هيواد ګرځېدلی دئ چي  دولتي نظام يې د يوه ممتازه ثروتمنده اقليت په منګولو کي را ښکېل دئ ، یعني هغه  سر اخيستی يرغلګر اوميليټاريسټي اقليت چي په تېرو لسو کلو کي يې دوو  پرخرڅه او خونینه جنګوته  يې اور واچاوه . امريکايي ټولنه هم يوه داسي ټولنه ده چي د سیاسي او ټولنيزو اختلافاتوپه وجه د يوې عظيمي درې په څېر  دوې پلې سوې او سره شلېدلېده . داسي ټولنه  چي د هغې  ايډيالوژيک ړوند توب،    د ډيموکراسۍ د اصلي او بنيادي هدفو څخه چي سوله او مصالحه يې مغزن جوهر دئ ، ليري ساتل کيږي .

امريکه  نن بدله سوې او خپل ځان يې د غرب څخه ليري کړی دئ  . ددې ثروتمنده هيواد اجتماعي شو په شو کېدل واقعاٌ حيرانوونکی دئ .  امريکائي اقتصاد پوه د نوبل د جايزې ګټونکی    جوزوف سټګلتيز ( Joseph Stiglitz )    وايي چي په  امريکا کي  ددې هيواد د ټول ثروت د څلورو څخه  يوه برخه    د يوې کوچنۍ ثروتمندي ډلي په لاس کي ده .   دغه ونډه په تيرو ۲۵ کلو کي په سلو کي ۱۲ وه خو نن د امريکا د ټول ثروت په سلو کي ۴۰ همدوی لاندي کړی دئ .
سټيګلیتز وايي چي  په اصطلاح د دريمي نړۍ په هيوادو کي د شتمن او غريب  ترمنځ واټن څه ناڅه کم سوی  دئ خو برعکس په امريکا کي بيا دغه واټن اوس تر هر وخت زیات ليدل کيږي .

د نوبل د جايزې يو بل ګټونکی  امريکايي اقتصاد پوه   پاول کروګمان  (Paul Krugman ) ، وايي چي امريکا    ځان  د موز د جمهوري  په نامه ښيي (status of a banana republic) .  نن  د دريمي نړۍ ولسونه  او ټولني امريکا ته په کږه خوله ګوري  او  هغه ته  بې تفاوته دي، دغه څه  نن د امريکا  اصلي جوهر بیانوي چي دامريکائي  ټولني د تاش په تاش کېدو و پروسې ته لا نوره هم چټکتيا ورکوي . هر څونه چي د نه تعادل نشتوالی  ډيريږي په هماغه اندازه د عمومي رفاهيت په را وستو کي د ثروتمندانو ګډون کميږي . تاسي وګورۍ کله چي د اپل (Apple)غوندي د يو ې  کمپيوټري موسسې مالي  ذخيره د ۷۶ ميليارډه ډالرو څخه اوړي ، يعني پخپله  د واشنګټن د مرکزي دولت د مالي  ذخيرې نه لا زیاته  ، خو جمهوري غوښتونکي بیاهم پر هغوی باندي د مالیاتو د ډېرېدو سره مخالفت کوي . دې کار نن  يو اروپايي هېښ کړی دئ  او په حيرانتيا سره هغه ته ګوري  ، هغه دا کار  د خپل ځان وهل بولي  او د خپل نظام تخریب يې هم ګڼي .

همدا وضعه د امريکا د شوړېدلي سياسي فرهنګ سره هم صدق کوي چي لا اوس هم  په ایالاتو کي استحقاقونه   ورځ تر بلي کميږي خو بیاهم ځان د امريکا متحده ایالتونه  بولي . د امريکا په سیاسي مباحثو کي د دولت څخه د « کرکي او نفرت»  احساس يو ورځنی امر ګرځېدلی ، خو په عين حال کي د خلکو غولونه ، د هغوی سره  د چل او فریب کردار د سیاسي خرد او تعقل ځای نيولی دئ . نن د مالیاتو کمېدل  و يوه بت ته ورته کيږي  چي باید ومنل سي او د دولت څخه ليرتوب اوس په يوې ايډيالوژۍ باندي را اوړي . د امريکا په دې  نوې کورنۍ جګړه کي لا دوخته د جمهوري ریاست  و مقام ته هغه پخوانی احترام   د منځه تللی دئ .

خو په افق کي د نجات او خلاصون لاره نه ليدل کيږي . په امريکا کي نور څوک وسیاست ته اعتبار نه ورکوي . وکيلان او سناتوران   د ثروتمندانو په خدمت کي راغلي او دهغوی پر اعانو باندي اتکاء لري    . داسي څه  هم نه ليدل کيږي  چي د « باسټيل د زندان » په څېر به يو انقلابي پاڅون تر سره سي . د خلکو خښم زیاد دئ، خو ډېر وخت کيږي چي رهبران په دې توانېدلي دي دغه خښم کنټرول کړي . دغه رهبران  د« ټي پارټي» د سیاسي جنبش مبتکر ډېويډ او چارلز کخ دوه میلیارډره وړونه او روپرټ مرډاک  د« فاکس نیوز»  د شر اچوني ټلویزون د لاري دهغوی په خدمت کي راغلي  او د هغوی  تبلیغاتي ارګان ګرځېدلی دئ .

دغه ټوله څه چي نن په امريکا کي تيريږي  و اروپايانو ته يو بل شاني سياسي فرهنګ  ايسي . د يوه  بل شاني قواعدو او مقیاساتو سره . هغوی  ته دا ټول عجيب ښکاري . اروپايان داسي انګېري چي هغه څه چي پر امريکايانو راغلې ده  هغوی  ته د خطر زنګ دئ . هغوی وايي چي موږ بايد خپل سیاسي فرهنګ، خپل اساسات او خپل هيواد ددې خطر په مقابل کي وساتو .

اروپايان وايي موږ بل شاني يو خو د امريکا سرنوشت په عين حال کي زموږ دپاره   يو چانس هم دئ، او هغه دا چي هرڅونه چي  د امريکا څخه  پرديتوب يا بیګانګي  ډېريږي  .  په هماغه اندازه  موږ بايد زده کړو  چي څرنګه د يوه اروپائي غوندي فکر وکړو .  هغوی وايي غرب  موږ يو !