د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ د وتلو ورځپاڼو او رسنيوپېژندنه (۲۸) سي بي ايس

هدايت الله هدايت 06.10.2010 13:44

د سي  بي ايس خبري او ټلوېزوني شبکه

(CBS) Columbia Broadcasting System 



زموږ  په  زمانه کي   د رسنيو تنوع او د هغوی  قدرتمنده اثر   ددي دوران  د اهمو ځانګړتياوو څخه  ده . دغه رسنۍ   نن  د انساني  ژوند په ټولو برخو کي   ځان ښکاره کوی او په ډېره آساني سره څوک  کولای  د خبرو او  اطلاعاتو حضور دخپل شخصي ژوند څخه رانيولې بيا تر  ملي او بین المللي عرصو پوري په ټولو خواوو کي    وويني . د رسنيو دا شاني قدرتمنده  تأثيرات  نن  ددې باعث ګرځېدلي دي چي  خبري او اطلاعاتي نهادونه د غربي دولتو او لويو سرمايه دارانو په لاس کي ولويږي او د هغه څخه  د ګټي د يوې  قدرتمندي وسلې او وسيلې په توګه د  ولسو د اغفال او د هيوادو د هستيو دتر لاسه کولو پاره  کارواخلي .

په امريکا کي نن  دوه  شيان دي چي ددې هيوادخلک  يې د امريکايي ژوند په نامه   تر خپل  چتر لاندي را وستي دي،   دغه دوه  شیان  يويې  موټر  او بل يې ټلوېزون  بلل سوی دئ . ډله ييزي رسنۍ خاصتاً ټلوېزون  د خلکو په ذهنيت کي داسي جادويي اثر پرېږدي چي  دهغوی  لوی خاوندان هر هغه  څه چي  غواړي  هغه ايجادوي ، ځوانان او عام  ولسونه په ځان پسې راکشوي     په واقعيت کي  نن دا  ټلوېزون او ډله ييزي رسنۍ  دي چي په امريکا کي  خپل  فرمان چلوي  او د رنګارنګه اعلانو او برنامو په تکرار در تکرار سره هم ګټه کوي، هم  و عامه ذهنيتو ته خپل د مطلب پيغام  رسوي او هم فکر کوي د خپل ځان دوام او بقا  يې ورباندي تضمين کړې ده  . د مطبوعاتو دغه سهمناکه رسانه اي شبکې امريکايي  ټولنه  د يوې کلا غوندي  په خپل دننه کي را کلا بندي کړې او نه پرېږدي د هغه څخه ځان  را وباسي .

په امريکا کي  دم درحاله پنځه عمده او تر ټولو مشهوري ټلوېزوني شبکې  فعاليت کو ي چي د هغوی نشراتي  خط د امريکا و عمومي ذهنيت او تفکر ته شکل ورکوي  او د خپلي خوښي په لوري يې رهي کوي .  دغه شبکې   د سي اين اين (CNN) ، اين بي سي (NBC)، سي بي ايس (CBS)، اې بي سي(ABC) او فاکس نيوز  ټلوېزوني (FOX NEWS) شبکې دي  . پر دغو شبکو باندي چي دلويو سرمايه دارانو واکمني حاکمه ده په ظاهره  د خپرونو شکل يې  يوه او بل ته ورته والی  نلري خو پر دغه  مجموعې  باندي يو واحد تفکر امر چلوي . دغه واحد تفکر ددې سبب کيږي چي په ډېر ظرافت او لوړ کيفيت سره د خپلي  خوښي مفاهيم په مختلفو الفاظو او مختلفو اشکالو و خپل مخاطب ته و رسوي او يک په يکه يې ددې شبکو د لاري د هغه  په ذهن کي  ځاي کړي .

داسي خبري خو ډيري کيږي چي ګواکي په امريکا  کي  رسنۍ  او د هغې جملې نه سي بي ايس خودمختاري د‏ي ،خو مخکي تر دې چي د سي بي ايس  ټلوېزوني شبکه و پېژندل سي، ضروري ده چي  د رسنيو په تنظيم او سازماندهي کي د امريکا د ارتباطاتو د فډرال کميسیون يا (FCC) The Federal Communications Commission په اړه لږ شاني روښني واچول سي .  د ياد سوي کميسيون د فعالیت وسعت  او د امريکا د کانګرس لخوا  د هغه څخه  ملاتړ،دغه  FCC  يې د امريکا په يوه  قدرتمنده نهاد باندي بدل کړی دئ . په واقعيت کي  همدغه د امريکا د فډرال کميسيون دئ (FCC) چي په امريکاکي د رسنيو  فعاليتونه  همآهنګه کوي او هغوی ته سمت  ورکوي .

د فډرال د ارتباطاتو  کميسيون The Federal Communications Commission (FCC) په امريکا کي يو قدرتمنده دولتي نهاد دئ چي ويل کيږي مستقل کار کوي ! نوموړی کميسيون په امريکا کي  د امريکا د  ۱۹۳۴  کال د ارتباطاتو د قانون په اساس مينځته راغلی دئ . د کميسيون اصلي وظيفه  د امريکا د ايالتي او نړۍ واله راډيويي، ټلوېزوني، ماهواره اي او کېبلي  خپرونو  سازماندهي او د هغوی پراړيکو  باندي نظارت دئ .

د فډرال د ارتباطاتو کميسيون د پنځو غړو لخوا اداره کيږي چي د يوې  پنځه  کلنۍ دورې دپاره د امريکا د جمهور رئيس لخوا معرفي او د سنا د تائيد وروسته  اجرائيوي  قوت ته  رسيږي . ددې کميسيون د پنځو غړو څخه يو نفر د ارشد غړي  په حيث د امريکا د جمهور رئيس لخوا ټاکل کيږي . دغه کميسيون په خپل تشکيلاتي ساختار کي  د سټراتيژيکو اهدافو د تعیین  برنامې  او د کلي سياستو د تحليل اداره  هم لري  . خو ويل کيږي په انټرنيټي خدماتو او په هغه پوري  دتړلي    ISPs  په کار کي لاس وهنه نه کوي !

سي بي ايس (CBS)د متحده ايالاتو د رسنيو په حوزه کي  تر ټولو پخوانی نوم دئ ، اکثراًداسي فکر کيږي چي سي بي ايس به يوازي ويوې خبري ټلوېزوني شبکې ته مختص نوم وي ،حال داچي سي بي ايس د رسنيو يوه خورا لويه مجموعه ده چي په هغه کي  ډېر نور نهادونه فعاليت کوي  . لکه د  سي بي ايس د رسنيو شرکت (CBS Corporation)، د  سي بي ايس ټلوېزوني شبکه (CBS Television Network)، د سي بي ايس ټلوېزوني سټېشنونه (CBS Television Stations)،د  سي بي ايس ټلوېزوني سټډيو ګاني(CBS Television Studios (CTS))، د سي بي ايس بین المللي  سټډيو ګاني (CBS Studios International)، دشو ټايم ټلوېزوني کانال (Showtime Networks, Inc)،    د سي بي ايس د فلم جوړولو کمپنۍ (CBS Films, Inc.)،  د سي بي ايس راډيو (CBS Radio, Inc.)او ....  داسي نور

د سي بي ايس  ټلوېزوني شبکه په امريکا کي د لومړنيو ټلوېزوني شبکو څخه وه چي په رنګه شکل يې خپلي برنامې خپرې کړې . د دغي شبکې  دغه اوسنی  نوم  د (CBS) د (Columbia Broadcasting System) څخه اخيستل سوی دئ . دغه کمپنۍ د لومړي ځل د پاره د ۱۹۲۷م کال د سپټامبر په ۲۸ مه خپلي را ډيويي خپروني شروع کړې، او وروسته يې د ۱۹۴۱ کال په جولای کي  ټلوېزوني شبکه په کار واچوله .  سي بي ايس  د ويليم سامويل پالي (William Samuel Paley) تر لارښووني لاندي د امريکا تر ټولو لويه را ډيويي شبکه سوه چي را  وروسته  بيا   د امريکا د درو مطرحو ټلوېزوني شبکو په کتار کي راغله . په ۱۹۷۲ کال کي وو چي دغه شبکې خپل اوږد نوم  د ځانه څخه ايسته  او يوازي  د سي بي ايس (CBS) په نامه و پېژندل سوه .

و يليم ايس. کوهن ( William S. Cohen) چي د امريکا په کانګرس کي جمهوري غوښتونکی سناتور او  د  ۱۹۹۷ م کال څخه بيا تر ۲۰۰۱  پوري  د امريکا د  ډيموکراټ ګوند د جمهور رئيس بل کلينټن په کابینه کي   د  امريکا د دفاع وزير  وو، نوموړی  په ۲۰۰۳ کال کي د سي بي ايس  په کمپنۍ کي  د مديره هيئت  دغړي په حيث و ګمارل سو . په سي بي ايس کي د نوموړي ځای پر ځای کېدل په دې شبکه کي تر ټولو مشهوره چهره وه چي دلته  ټاکل  سوی وو  .

د  (CBS) خبري برخي د يوې څو رسنيزه شرکت په نامه، د نورو رسنيو د فعاليتو سره د مقايسې وړ نه دي . يعني د سي بي ايس د فعاليتو اصلي توجه  زياتره و فرهنګ جوړوني او د ټلوېزوني  وجذابه سريالو او د بېلابېلو ټلوېزوني نمايشنامو و خپرېدو ته متمرکزه ده ، سي بي ايس د همدې   لاري د امريکايي فرهنګ  د لېږلو او خپرولو  پروسې ته په نوي طريقو او  نوي ظرفتيو سره سرعت ورکړی دئ  .

په سي بي ايس  کي د« ۲۴ ساعت « (24 Hours) او يا  د«سي ايس آی نيويارک» (CSI NY)په نامه  اوږدمهاله ټلوېزوني سريالونه دي چي حتی د کال په څو فصلوکي ليدونکي په خپل  ځان پسې  را کشوي، د سي بي ايس او د امريکا د نورو مهمو شبکو د برنامو جريان  د هغوی د هدفمنده برنامو ښکارندويي کوي  . د امريکا رسانه ای سیاستونه،  درسنيو و لوړ قدرت  ته  پاملرنه ي او هغه مهم نقش چي په دې ورستيو کلو کي هغوی  پيدا کړی دئ ، هري کمپنۍ ته  لا مخکي تر مخي   خپل مسؤليتونه ورته ټاکل سوي دي  او پخپله مشخصه حوزه کي فعاليت کوي .

د روان کال (۲۰۱۰ ) په جولای کي  د راسموس په نامه د ټول پوښتني يوې امريکايي مؤسسې د امريکا د خلکو څخه په ټليفون کي د امريکا د ټلوېزوني برنامو  په هکله  دغه  پوښتنه کړې وه «چي ستاسو په نظر د امريکا د ټلوېزوني چينلو برنامې مناسبي دي که يا؟» په کلي توګه په سلو کي ۵۷  کسانو ټلوېزوني برنامې نامناسبه و ګڼلې، ۳۱ په سلوکي مناسب او په سلو کي ۱۲ تنو د نه پوهېږم ځواب ور کړی وو  .
همدارنګه دغه  پوښتنه يې هم کړې وه  چي ستاسو په نظر د امريکا په ټلوېزوني برنامو کي د محتوی اصلي مشکل په څه شي کي پروت دئ ؟  په ځواب  کي په سلو کي ۳۹ د خشونت او درندګيو څخه سر ټکولی وو، په سلو کي ۳۶ د جنسي مسائلو  څخه ناخوښي څرګنده کړې وه او په سلو کي ۹ تنو  د کفري محتوی بدعتونه يې په  ټلویزوني خپرونو  کي  تر ټولو لوی مشکل ګڼلی وو.


مأخذونه :
زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه :
http://www.cbsnews.com/
http://www.cbs.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/CSI:_NY
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS_Radio_Network
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS_Corporation
http://www.cbscorporation.com/