د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳۰) السفیر

هدايت الله هدايت 22.04.2011 12:50

د لبنان رسنۍ او د السفير ورځپاڼه

کله چي  په عربي  سيمو کي دورځپاڼو په  څرک پسې  څوک پل را اخلي او هغه  سپړي   نو د مصر څخه وروسته  لبنان لټوي   . لبنان په منځني ختيځ کي د مطبوعاتو، رسنيو او د خپرونو د مرکز او د هغوی  د  ځالي په صفت پېژندل کيږي . د رسمي احصاييو  له رويه همدا اوس  په لبنان کي   تر ۵ زره زياتي خبري مؤسسې ،ادبي، فرهنګي او ټولنيز انجمنونه فعاليت کوي . دغه هيواد د کورني او بهرني خبريالانو ،  د ورځپاڼو، د هغوی د کارکونکو او چاپي او غير چاپي رسنيو د فعالينودموجوديت په وجه  د منځني ختيځ په هيوادو کي يو بې سياله هيواد دئ .

لبنان د خپل نادره موقعيت او د خپل ځانګړي اجتماعي جوړښت په درلودلو سره تل د شرق او غرب  ترمينځ د يوه پُل حيثيت درلودلی دئ، دغه هيواد  د مطبوعاتو د  آزادئ  او د اطلاعاتو د  خپرولو په ساحه کي هم  ښه ځلانده سابقه لري . لبنان  شپاړلس کاله د کورنيو جګړو او د اسرائيلو د پوځ د پرله پسې او  ظالمانه حملو په وجه تقريباً بيخي ګړوب سوی وو، خو  د تيرو شلو کالو په اوږدو کي   چي د جګړې د ختمېدو  او د تايف د  لوزنامې نه تيريږي، دغه هيواد اوس يو ځل بيا  خپل ځان  سمبالوي  او سر را پورته کوي .

لبنان  ته لا د پخوا څخه د نوي نړۍ سره د تماس په وجه  او  په دې هيواد کي دچاپ د  صنعت د راتګ په خاطر د مخکښه يو هيواد نوم ورکړل سوی وو،  او د کتاب د چاپ او د خپرونو د خپرېدو د مرکز په نامه هم يادېدئ . حتی داسي مشهوره  متل هم د خلکو په منځ کي  رواج درلود چي ويل به يې « کتابونه په مصر کي  ليکل کيږي، په لبنان کي چاپيږي او په عراق کي لوستل کيږي !» له همدې کبله  لبنان « د عربو د مطبوعاتود صنعتي  پايتخت په نامه هم شهرت درلود . لاتر اوسه  چي دغه هيواد زیات کورني او بهرني لانجې او جګړې شاته پرې ايښي دي او بحران خېزه هيواد دئ، خو ددې هيواد مطبوعاتي مرکزونه همداسي مخکښه پاتي دي . ددې  نه علاوه لبنان د طايفو، مذهبو ، قومونو او د سياسي ګرايشاتو د ډېرښت  له وجهي  نه هم د سيمي د اهمو هيوادو څخه دئ چي په هغه کي د يوه  بې نظيره  فرهنګي تنوعاتو انداز هم پکښې ليدل کيږي .

د لبنان همدغه فرهنګي تنوع او د هغه ترڅنګ تاريخي قدامت ددې باعث ګرځېدلی دئ  چي په دې هيواد کي قسماقسمه ګوندونه او رنګارنګه فرهنګي مؤسسې او انجمنونه شکل و نيسي  او د خپل ږغ د پورته کولو دپاره په عربي، انګريزي، فرانسوي او ارمني ژبو په  سلهاوه مجلې او ورځپاڼي او راډيويي او ټلويوزوني  شبکې تاسيس کړي . همدا اوس په لبنان کي د سلو نه زياتي  فعاله ورځپاڼي او مجلې چاپيږي او غیر رسمي رقم يې و ۵۰۰ عنوانو ته رسيږي .
په لبنان کي د لسهاوو ورځپاڼو په ګډون د لسو په شاوخوا کي ټلوېزوني شبکې هم فعاليت کوي چي غير له يوې څخه يې نور ټولي  شخصي دي  . په دې کتار کي د ال بي سي LBC   يا (Lebanese Broadcasting Corporation)او د  المنار ټلوېزوني  شبکې تر ټولو زيات شهرت لري  . د  ال بي سي شبکه  د  مسيحيانو په جناحو پوري تړلې يوه شبکه ده چي په خبري او تحليلي برخو کي خورا غني مطالب او  زيات ليدونکي لري حال داچي  المنار شبکه  بیا د حزب الله ويندويه ده . دغه دوې شبکې په واقعيت کي يو د بل په مقابل کي صف نيولی دئ .

ددې هيواد د ورځپاڼو څخه   د السفير، النهار، المستقبل، اللواء، الانوار، الديار، الکفاح العربي ، الانتقاد او نوري  زیات لوستونکي لري ، خو د السفير ورځپاڼه د هيواد  په دې ټولو کي زياته مشهوره ده . د السفیر عربي ژبې  ورځپاڼه د  ۱۹۷۴ م کال د مارچ  ۲۶ مي   راهيسي په لبنان کي د طلال سلمان لخوا چي د لبنان د  مشهوره  کيڼ اړخی ژورناليستانو څخه دئ ، تأسیس سوې  اوخپريږي . خو د کورني جګړو په وجه يو کال ځنډېدلې وه . ورځپاڼه  دسیاسي،اجتماعي، اقتصادي ، فرهنګي  او د نړۍ د روانو حالاتو په برخو کي مغزن  خبرونه او تحلیلونه لري چي په خپل بشر دوستانه موضع سره په عربي نړۍ کي خاصتاً د ځوان قشر په منځ کي پراخ شهرت لري . طلال سلمان  مخکي تر دې چي د السفیر ورځپاڼه  را وباسي، د «الحوادث»  په مجله کي او بيا د« الصباد » په مجله کي کار کاوه  .  په السفیر کي د سلمان سرمقالې  چي په روان او ادبي نثر خپريږي د عربي لیکوالانو په کتار کي تر ټولو بهتريني سرمقالې ارزيابي سوي او تر اوسه د څو جلده کتابو په شکل خپرې سوي دي . د السفير په ورځپاڼه کي عربي او غیر عربي ليکوالان خپل قلم چلوي ، همدغه ځانګړ تيا ددغي ورځپاڼي خبرونه اوليکني په  عربي او ټوله نړۍ کي زيات لوستونکي ځانته را جلب کړي دي  . ورځپاڼي کوښښ کړی دئ د هر رازي ديني او قومي تمايلاتو څخه ځان ليري و ساتي  او خپل مستقل خط ټينګ کړي . د السفیر ورځپاڼه د يوې انقلابي  تګ لاري په درلودلو سره زیاتره    پر عربي نشنليزم باندي  اتکاء لري ،او خپل ځان په لبنان کي  د مقاومت  ورځپاڼه بولي کوم چي تر اسرائيلي ظالمانه حملو لاندي شپې سبا کوي  . دغي ورځپاڼي خپل شعار  چي : «السفير د هغه چا ږغ دئ چي   ږغ يې و ځای ته نه رسيږي»،  يا ؛  « السفيرپه نړۍ کي د لبنان ږغ  او په لبنان کي  د عربي  نړۍ  ږغ دئ»  ټاکلی دئ .
ددې ورځپاڼي خبريالان په پاریس، قاهره، لندن، دمشق، عمان، ماسكو، روم او بن کي فعاليت لري . د السفير ورځپاڼه  د هر عربي هيواد  په مطبوعاتي   غرفو کي  هر سهار تر لاسه کېدای سي . سره ددې چي د السفير ورځپاڼه يوه قوي  کيڼ اړخې قومي عربي ورځپاڼه ده خو د يکشنبو په ورځو کي چي د مسيحيانو رسمي رخصتي ده نه چاپيږي  .


مأخذونه :
http://en.wikipedia.org/wiki/As-Safir
http://www.assafir.com/pdf/templatechannelpdf/index.htm
http://www.facebook.com/group.php?gid=2399487346