د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

منځ دوره يي انتخابات او د امريکا ناڅرګنده راتلونکې

هدايت الله هدايت 02.11.2010 22:08

د ټايمز د مجلې د سیاسي خبريال جو کلين (Joe Klein) د څو برخو  ګزارش  لنډيز

 

نن د امريکا د کانګرس د پاره  ددې هيواد د منځ دوره ي انتخاباتو ورځ  ده . د «ټايم» مشهوره مجلې خپل يو کهنه پيخه مشهور سیاسي خبريال جو کلين (Joe Klein) د امريکا و ۱۲ ایالاتو ته لېږلی  ترڅو د خپل ۲۴ ورځني سفر په ترڅ کي و مجلې ته ددغه انتخاباتو په هکله د خلکو نظریات را ټول او د هغوی نبض  معلوم کړي . نوموړي د خپل سفر په پای کي   داسي نتيجه اخيستې ده چي  رايي ورکوونکي نور مايوسه سوي او خلک وايي چي د امريکا د ملت طلايي  دوران نور  تېر سوی دئ  ». دغه حالت شايد په ظاهره داسي تحليل سي چي ډموکراټان  د نوامبر د دوهمي نيټې په انتخاباتو کي ماته خوري .

 

جو کلين  په خپل  دغه ژوندي  ګزارش کي  چي په زياتو برخو کي خپور سوی دئ  وايي، چي  په دې نيژدې ورځو کي د امريکا د فونيکس  ښار   د مدني نهادو څو مشران سره راټول سوي وه  څو  د امريکا په باره کي خبري وکړي . ګړی به لا نه وو تېرسوی چي د خبرو جريان  به د عثماني امپراتورۍ د زوال و موضوع  ته را کښېوت . په واقعيت کي دا هغه څه دي چي  نن سبا  کله چي په  امريکا کي دسیاسي نخبه ګانو  بانډارونه جوړيږي  نو پر دې موضوع باندي زياتي خبري کيږي . اساساً ددې موضوع  د طرحي اهميت په دې ټکي کي پروت دئ  چي  د يوه ملت په حيث د امريکا طلايي ورځي نوري تيري سوي دي ، يعني زموږ اولادونه به ددې پسته  د رفاه د هغه  ښه ژوند په زمانه کي چي موږ  پکښې اوسېدلو، نور   ژوند ونکړي  او همدارنګه  چين  هم  زموږ څخه د کارو سرر يښته  په لاس کي نيولې ده

 

په دې غونډه کي زیاتره حاضر خلک جمهوري غوښتونکي وه ، خبري او بحثونه په ښه درځ سره روان وه ،خو دا بحثونه داسي نه وه  لکه  عادي  ټلوېزوني   کاذبه او هيجاني مناظرې  چي تل  د خلکو تر سترګو تيريږي  .په دې لړ کي د آريزونا پخوانی قاضي ګرانټ ووډز  د خپلو څرګندونو په ترڅ کي وويل  چي  « زه  په خپل ټول ژوند کي داسي روزل سوی يم چي فکر کوم، موږ امريکايان تر ټولو بنی آدمانو بهتره خلک يو، اول لمبر يو او تل به همداسي پاتي يو . خو هغه څه چي نن  يې موږ د سر په سترګو وينو، هغه    دا چي  دغه روزګار نور اوبو وړی  دئ . په واقعيت کي  دخلکو فکر  هم په   همدې  خراپ دئ  ، د امريکا دولتي کردار  دغه بهير لا نور هم چټک کړی دئ » .

البته ووډز يو جمهوري غوښتونکی شخص دئ    دهغه  خبري محافظه کارانه  جهت لري ،  خو دغه عقیده د امريکا په عوامو کي يوه شايع سوې نظريه ده چي په يوازي توګه نسي کولای هغه خښم بیا ن کړي چي  ما د خپل ۲۴ ورځني سفر په جريان کي د سر په سترګو وليد  . خلک د سیاسي شعور ويوې  خورا لوړي سطحي ته رسېدلي دي

 

کارټ ډيويس چي  د جمهوري غوښتونکي ګوند د عامه اړيکو مشاور دئ هغه هم په همدغه غونډه کي ورته  موضوع  مطرح کړې وه . هغه ددې سره موافق وو چي امريکايي ارزشونه د سخت دريزه  چپيانو لخوا چاپېر  سوي دي، خو دايې هم وويل  کله چي زموږ د ټولني متوسط قشر  راسته جريان  تر څېړني لاندي نيسي نو هغوی دغه واقعيت ويني چي آزاد تجارت هغوی څونه بيچاره کړي دي ،  همدا وجه ده چي هغوی د دواړو خواوو څخه نا اميده کيږي . زه نسم کولای خپلو ماشومانو ته ووايم چي  هغوی به په راتلونکي کي  يو داسي مناسب شغل ولري چي تر دېرشو کالو پوري به دوام وکړي  او د تقاعد په وخت کي به دهغه څخه يوکافي اندازه معاش  هم  تر لاسه کړي . که زه  هغوی ته داسي څه  وايم ، نو درواغ به مي  ورته ويلي وي

 

خلک اوس په دې پوهيږي چي دداسي آيندې بريښکه  نسته او له همدې کبله هغوی عصباني دي . اوباما هم ددغه عصبانيت په وجه و بري ته ورسید خو ددغه خښم او تشويش د رفع کېدو په خاطر يې هيڅ اقدام ونکړ . نن خلک تر عصبانيت زیاتره تشويش لري او وار خطا دي . په دې سفر کي ما د لسهاوو کانديدانو او په سلهاوو رايي ورکونکو سره وليدل . رای ورکوونکو تر سیاستوالو زیات  پر خپلو مواضعو باندي  ټينګ وه . د هيواد په هکله چي په رسنيو کي کوم بحث روان دئ، عام خلک په هغه باور نلري  او په ليدو او اورېدو  يې ستړي سوي دي .

 

ماته د فونيکس اوسېدونکې  ليزا اورايس نومي يوې تاجري وويل  « زما د ډموکراټانو سره نه ده جوړه ځکه چي معلومه نه ده هغوی په څه شي پسې روان دي . خو د جمهوري غوښتونکو څخه ځکه  کرکه لرم چي په دې پوهېږم  هغوی څه شي غواړي ! » . دغه شاني عقاید هر ځای سته . خلک په خپلو فرضیاتو کي نوې کتنه کوي . دغه ملت د ځان پېژندلو او مستقل فکر کولو په حالت کي دئ . خلک په دې باور دي چي د واشنګټن اداره  په نه جوړېدونکي توګه فاسده  سوې ده .

 

د امريکايانو لوی خېلونه د هغه جنګي حالاتو څخه چي د سپټامبر د يولسمي را وروسته را منځته سوي دي هم وارخطا او عصباني دي . هر بحث چي شروع کيږي  بس د افغانستان ماجرا يې په سر کي ځای نيسي . د چين نوم هم زیات تا وبالا کيږي  . خلک د افغانستان د جګړ ې   بري ته رسول د شک په سترګه ګوري، هر کله چي ددې جګړې په هکله  پوښتنه وسي نو هغوی خپل عکس العملونه د هېښوونکي مصارفو   په ښودلو سره څرګندکړي .

 

د عمومي افکارو په داسي يوه متشنجه ماحول  کي بارک اوباما ځای نلري . هغه ته درناوی کيږي خو څوک شاباسای نه ورته وايي . خلک د هغه څخه نا اميده دي . و وال سټريټ ته د بوش او اوباما مالي مرستي  د خلکو نفرت را پارولی دئ . د دولت لخوا د جنرال موټرز او کرايسلر د شرکتو نجات هم  يو ناسولټه عمل ارزول سوی دئ . د دولت سره د امريکايانو موضع د شک او ترديد موضع ده . اوباما حتی د خپلو جدي طرفدارانو په منځ کي و يوې سياسي معما ته پاته کيږي . د آرمانو او آرزوګانو يو وچ سمبول  . ډېرخلک په دې باور نلري  چي د امريکا سیاسي رهبران به وکولای سي و وضعي ته سر و سامان ورکړي . امريکا تل د بېلابېلو مليتو د استوګني ځای وو او ما د امريکا څخه  هميشه همداسي يو تصور درلود، خو اوس دغه حالت زیاتره و يوه باتلاق  ته  ورته دئ .