د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۵) ډېلي ټيلګراف

هدايت الله هدايت 15.09.2010 17:19

د ډېلي ټلګراف ورځپاڼه (The Daily Telegraph) په انګلستان کي د نام و نښان ورځپاڼه ده چي په لندن کي خپريږي ، دغه سهارنۍ  ورځپاڼه  ددې هيواد د دروو مهمو ورځپاڼو په کتار کي راځي چي په کال ۱۸۵۵ کي د Colonel Arthur B. Sleigh لخوا تأسیس سوې او په هغه وخت کي   د Telegraph Courier Daily په نامه و يادېدله . د غه ورځپاڼه  د کره او جالبه ګزارشو په خپرېدو سره ډېر ژر  د انګرېزانو  د پاملرني وړ وګرځېدله .  
ډېلي ټلګراف ورځپاڼي په لومړي سر کي و ټولنيزو موضوعګانو ته زیاته پاملرنه درلودله، خو را وروسته يې اقتصادي او صنعتي برخو ته هم  پام واوښت ، مفصل تاريخي ګزارشونه به يې  هره ورځ خپرول څو  خپل مخاطبان  ور باندي مصروفه  وساتي. په دې ورځپاڼه کي  په  شمال اوجنوب  کي د امريکا د لانجوڅخه  نيولې بیا د آلمان او فرانسې د څلور کلنو جګړو او همدارنګه د هسپانيا په جګړو پوري  مربوط مفصل ګزارشونه  خپرېدل . په هغه وخت کي دغه شاني مطالبو خپرول ښه بازار دلود او  د مخاطبانو په جذبولو کې لو ونډه اخيستله .  وروسته يې د خپلي ورځپاڼي نيمه صفحه  ودولت او سیاست ته ځانګړې کړه  څو د نورو خپرونو لاره  هم ځانته خلاصه  کړي تر څو خپله ګټه زیاته او د مطلب خبره  هم و خپلو لوستونکو ته ورسوي .
 دد غي ورځپاڼي مخاطبان  زياتره د انګليسي ټولني هستمن او بډای خلک دي او په اوسني وخت کي د سیاسي لحاظه محافظه کاره يوه ښئ اړخي موضع لري . ورځپاڼه  د برتانيا  د محافظه کار ګوند (Conservative Party )  د رهبرۍ سره شخصي اړيکي  لري او د محافظه کارانو د فعالینو په کړيو کې  خپل پراخ نفوذ ساتلی دئ .
ددې ورځپاڼي  کاري برنامه خاصتاً هغه برخه  يې چي د سلطنتي کورنۍ په ورځني  فعاليتوپوري اړه لري ډېره ډکه ده  . بله برخه يې چي زیاته  خندنۍ ده   د مټ  Matt  په نامه ياديږي  او د ورځپاڼي په لومړي مخ کي چاپيږي هغه هم زیات لوستونکي لري . ددې ورځپاڼي مالک تر ۲۰۰۴ پوري د مطبوعاتو قدرتمنده شخص کاناډايي تجار کنړاډ بلک   Conrad Black   وو .  کنراډ چي د يوې يهودي ښځي سر يې  واده کړی دئ يو وخت ويلي وه چي « د ورځپاڼو مسؤل مديران هغه وخت زموږ سره مخالفت کولای سي چي نورنو زموږ کارمندان نه وي . موږ د پيسوپه زور  هغه څوک درولای سو چي د شا دخوا لغتې و هي. د مامورينو د معاش ورکولو مسؤل هم  زه  يم، بناءً  دا زه يم چي تصميم نيسم ورځپاڼه بايد څه شي وليکي او څرنګه اداره سي » . نوموړي د يوې افتضاح  سره د مخامختيا په وجه د هماغه کال په جون کي  د ټلګراف ګروپ لميټډ(Telegraph Group) چي د  هالينګر انټرنېشنل (Hollinger International) يوه برخه وه خرڅه او د په انګلستان کي د بارکلي په نامه مشهوره بانک لرونکو ميليارډر  غبرګوليان وړونو   ډيويډ بارکلي  David Barclay او فډریک بارکلي Frederick Barclay  په ۶۶۵ میلیونه سټرلنګ پونډه را نياوه . دغه د ټيلګراف ګروپ د ډېلي ټيلګراف (The Daily Telegraph)، سنډې ټيلګراف (Sunday Telegraph)،و يکلي ټلګراف (Weekly Telegraph ) او د سپيکټيکر(The Spectator)  يا نندارچي په نامه  مجله  هم  خپروي .
ډيلي ټيلګراف په اروپا کي د انګلستان لومړنۍ ورځپاڼه وه چي په کال  ۱۹۹۴ کي يې انټرنيټي ويبپاڼه  د الکټرونيک ټيلګراف  (Electronic Telegraph) په نامه را وايستله  او د عامه سنجش له رويه ويل کيږي چي دغه سايټ په خپل نوع  کي کامل ترينه سايټ دئ چي د ورځپاڼي ټوله مطالب پکښې ځای کيږي .
ډېلي ټيلګراف  د انګلستان څخه علاوه په اروپا، اسټراليا او افريقا کي هم زيات لوستونکي لري ،په داسي حال کي چي په فايننشل ټايمز او وال سټريټ جورنال ورځپاڼو کي د تجارت او اسهامو خبرونه زیات خپريږي  په دې ورځپاڼه کي هم د اسهامو په اړه بهترین خبرونه سته او د مطلب خلک او منابع خپله استفاده ځيني کوي . ددې ورځپاڼي تيراژ  د ۸ لکو او ۱۳ لکو  نسخو په شاوخوا کښته و پورته په نوسان کي دئ . ډېلي ټيلګراف  د انګلستان وروستۍ  ورځپاڼه ده چي د خپل چاپ غټ فورم يې لا ترواسه ساتلی او نه يې  دئ ايسته کړی .

HYPERLINK "http://en.wikipedia.org/wiki/The_Daily_Telegraph"مأخذونه :
HYPERLINK "http://en.wikipedia.org/wiki/The_Daily_Telegraph"http://en.wikipedia.org/wiki/The_Daily_Telegraph
HYPERLINK "http://www.telegraph.co.uk/"http://www.telegraph.co.uk/
HYPERLINK "http://en.wikipedia.org/wiki/Hollinger_Inc"http://en.wikipedia.org/wiki/Hollinger_Inc.