د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو ميليارډ وږي انسانان بشريت ته د « آزاد بازار» تحفه!

هدايت الله هدايت 14.10.2010 21:31

د شرم امپراتوري؛
«هغه کوچنی چي نن د لوږي څخه  مري، وژل کيږي »

د غذا د نړۍ والي ورځي  په بانه
 
د اکتوبر شپاړلسمه د فاو(FAO ) Food and Agriculture Organization of UN يا د  غذا او زراعت د سازمان  د تأسیس نېټه ده . دغه ورځ  هر کال د غذا د نړۍ والي ورځي په نامه  لمانځل کيږي . فاو چي په نړۍ کي د لوږي د امحاء  سره د مبارزې د لارو چارو  لټول  د خپل سازمان اصلي هدف ټاکلی  دئ د غذا د حق په اړه  د ملګرو ملتو د سازمان تر ټولو لويه   تخصصي مؤسسه ده  . ددغه نهاد بنياد  په    ۱۹۴۵ م کال کي په همدې ورځ د کاناډا د کيوبک  په ښار کي  Quebec City  ايښودل  سوی  او نن  ۱۶۹ هيوادونه په هغه کي  غړيتوب لري .

په ۱۹۴۸ م کال کي د بشر د حقوقو نړۍ واله اعلاميه  د لومړي ځل د پاره و غذا ته  د لاسرسي حق     د بشر د حقوقو  يو بنيادي  حق و ګاڼه او  دولتونه يې په دې  مکلفه و بلل  چي  و غذا ته  د خپلو اتباعولاس رسي تأمين کړي  . وروسته بیا همدغه اصل د نړۍ واله ميثاقو  جز وګرځېد او په ۱۹۶۶ م کال کي د ۱۵۶ هيوادو لخوا تصويب سو .

و غذا ته د انسان اړتيا يوه بيولوژيکي تقاضا ده . هر انسان په هماغه اندازه چي و اوبو او هوا ته احتياج لري، د ژوند د بقا د پاره و غذا ته هم اړتيا لري .    و غذا ته لاسرسي نن دبشر د حقوقو د مجموعې څخه يو نه بېلېدونکی او اساسي جز  دئ . يو زيات شمېر نړۍ وال نهادونه سته چي د غذا  په عرصه کي مصروفه دي ، ددې   ټولو په سر کي په ملګرو ملتو پوري تړلی همدغه  د فاو په نامه د غذا او زراعت سازمان او د نړۍ  د غذايي پروګرام دئ .  د فاو سازمان و بشر ته د غذايي امنيت په هکله د نړۍ والي ټولني و ذهني انسجام  ته تحرک ورکوي تر څوپه نړۍ کي پر لوږه او فقر باندي غلبه حاصله سي . خو ددغه سازمان د ټولو تلاښو سره سره  د غذا د امنيت مسئله نن په نړۍ  کي د يوه  جدي معضلې په حيث پاتې ده . د سرمايه دارۍ په  پرمختللي هيوادو کي عموماً « د بيان د آزادۍ حق»، د « دين او مذهب د آزادۍ حق» او نور ډير مدني او فردي آزادۍ په رسميت منل سوي دي ، خو « و غذا ته د لاسرسۍ د آزادۍ حق» نسته  . اساسي پوښتنه داده چي آيا دغه نهادونه به و کولای سي  په  نړۍ  کي د مرګ او ژوند تر منځ دغه روانه غميزه په دغه اوسني حاکم  سیسټم کي اداره  کي ؟ آيا هغوی به په دې و توانيږي د لوږي او فقر بنيادي عوامل او ريښې له منځه يو سي  ؟ ددې پوښتنو ځواب روښانه نه دئ . هغه څه چي روښانه دئ هغه دا چي غذا او د انسان امنيت د نړۍ د امنيت او د هغه د سرنوشت سره غوټه  سوی دئ او دغه شاني پيوند  نړۍ واله  ټولنه   متأثره کړې ده .

د معاصري نړۍ د ځانګړتياوو څخه يو هم د هغه موضوعاتو اهمیت دئ  چي د انسان د امن سره تړاو لري  البته دامنيت مسئله يوازي  په  هغه عام چوکاټ کي نه ارزول کيږي لکه څنګه چي معمول ده،  بلکه د اقتصادي او اجتماعي  ژوند په ډېرو نورو  ابعادو کي هم  داسي   مسائل سته چي د امنيتي د يدګاو  له نظره و هغه ته  پاملرنه کيږي . په دې لړ کي غذا خپل خاص ځای پيدا کوی  . ددې حاکم نظام د ورستيو مالي بحرانو په روښنایی کي   د هر اړخيز امنيت د تأمين د پاره  غذایی امنيت زیاته اهميت پيدا کړی دئ . دغه پاملرنه نه يوازي  د محلي اوملي مواردو په خاطر بلکه په نړۍ وال ډګر کي  د غذا سیاسي او امنيتي اړخونه تر ټولو زیات برجسته دي .  غذا ، سیاست او د نړۍ امنيت يو د بل سره اخښل سوی او يو د بل سره تحليل او تجزيه کيږي .

د فاو (FAO )   په  تازه  خپور سوي ګزارش کي ويل  کيږي چي په نړۍ کي همدا ګړی تر يوه ميلياړد زیات انسانان وږي دي .  د نورو احصايو له رويه هم  د هغه انسانانو شمېر  چي  د غذا څخه  محرومه  او د لوږي په مرګوني منګولو کي را ګير دي  او يا  د  سوء تغذي  سره لاس او ګرېوان او د هغه  د عواقبو څخه متأثره دي ،  په دې ورستيو دوو لسیزو کي چي د سرمايې  د ګلوبلايزېشن لسيزي ياديږي   په  بې درکه توګه زيات سوي دي  . دم درحاله د نړۍ نفوس شپږنيم ميليارډه تنو ته رسيږي چي نيمايي يې په ښارو کي ژوند کوي او پاتي نيما يي يې  په کلو او بانډو کي اوسيږي چي د ژوند د اړتياو د پوره کولو د پاره هغوی  هم مجبوره کيږي کلي پرېږدي و ښارو ته را مات سي . ويل کيږي چي د نړۍ نيم نفوس د ورځي   تر  دو ډالرو  په لږ پیسو  ګزاره کوي او خپل ژوند په لوږه  اوسوء تغذي کي تيروي ، يو ميليارډ انسانان د چښلو صحي اوبو ته او دوه نيم ميليارډه يې و دوا او د صحي لومړنيو مرستو  ته لاسرسي نلري . د يو ميليارډ نه  زيات انسانان  بې کوره  په خرابو کي، په متروکه ځايو کي پر سپين ډاګ  شپه سبا کوي .

هغه نړۍ واله غونډه چي د فاو لخوا په ۱۹۹۶ م کال کي په روم کي جوړه سوه په هغه کي تعهد سوی وو چي تر ۲۰۱۵ م کال پوري به د فقر دغه موجوده شرمناکه رقم   د سالمو تدابيرو په نيولو سره تر نيمايي پوري  را کښته کړي .د رواني زريزي په پيل کي هم د ملګرو ملتو غړي هيوادو د خپلي اعلاميې په ترڅ کي  د لوږي د امحا پر تدابیرو باندي تاکيد و کړ.  پنځه کاله بعد  دغه هدف د نيويارک په  نړۍ واله غونډه کي هم  مطرح    او پر هغه باندي ټينګار وسو . خو اوس ليدل کيږي  هر څونه چي ډېر وخت  تېريږي  و دغه انساني لانجې  ته د حل لاره  د   سراب  غوندي نا رسه ښکاري او هدف ته نه رسيږي ، د وږو انسانانو رقم زياتيږي او فقر او  لا نورهم  ورځ په ورځ  د جهاني  کېدو خوا ته ځان غزوي  او د بېشماره انسانانو ژوند اخلي .

د لوږي او فقر د را ټيټېدو  هدف ته د نه رسېدو علتونه   په لومړي سر کي د آزاد بازار غير مسؤلانه قوانين  په ګوته سوي  دي چي د بازار د سود خورانو او لويومحتکرینو په ګټه کار کوي  او وروسته  دلته  ددې کار د مخنيوي د پاره دبودجې کمي ښودل سوې ده ، يا په بل عبارت هغه لږ پيسې چي په دې لاره کي باید وقف سوي وای هغه  په  عراق او افغانستان کي د امريکا داستعماري جګړو قرباني سوي دي، يا د هيوادو په بېحسابه پوځي لګښتو باندي لګېدلي دي  اويا  د وروستي  نړۍ وال مالي بحران  تر سر جار سوي دي . په داسي حال کي چي په نړۍ کي د يوميليارډو انسانانو ژوند د غذايي بحران له کبله تر جدي تهديد لاندي  دئ، د امريکا ۵۸ فيصده احتياطي بودجه په پوځي برخه کي لګيږي . د اينډپنډنټ د موسسې د روبرټ هيګز (Robert Higgs) د قوله ويل کيږي  امريکا په  ۲۰۱۰ م کال کي  ۱۰۲۷/۸ ميليارډه ډالر يعني د يوه ټريليون نه زیاتي پيسې په پوځي اموراتو کي مصرف کړي دي .په ټوله نړۍ کي يې ۸۲۰ پوځي اډو ته موډرنه سلاوي تهيه کړي دي . د خبري آژانسو له قوله د نړۍ په تور بازار کي د ورځي  ددوه نيم  ميليارډه ډالرو په بيه   دثقیله وسلو او تجهيزاتو  غير قانوني خرڅلاو، معاملې او سوداوي تر سره کيږي ، ددې وسلو څخه عمدتاً په هيوادو کي د ثبات د خرابۍ اود جنایت کارانه  اهدافو   او ټروريستي عملياتو د پاره کار  اخيستل کيږي .


دبلي خوا بیا د مريل لينچ (Merrill Lynch Institute) په نامه يوې تحقیقاتي موسسې  خبر ورکړ ی دئ چي د نړۍ د ثروتمندانو شمېر چي په ۲۰۰۶ م کال کي يو ميليون تنه وو د لومړي ځل د پاره  په دې ورستيو کي  دغه رقم  و ۱۰ میلیونو کسانو ته رسېدلی دئ چي  د تاريخ په اوږدو کي بې ساری وو . ددغه ۱۰ ميليونو ثروتمندانو دارا يي   ۴۱ زره ميليارډه ډالر بر آورد سوېده   .  خو د لوږي څخه د ورځي  يولک انسانان مري او د وږو انسانانو رقم تر پخوا درې سوه ميليونه زیات سوی  او نن سبا تر ميليارډ اوښتی دئ .

فقر او لوږه د سیاسي هدفو د پاره   
دوه کاله پخوا کله چي د  جي ۸ هيوادو مشرانو په جاپان کي د نړۍ د غذايي بحران په هکله جلسه جوړه کړه ، په هغه وخت کي د  نيويارک ټايمز  ورځپاڼي  کښلي وه چي « کوم  غذايي بحران  چي په نړۍ کي  يې په سلهاوه ميليونه انسانان د فقر او لوږې سره مخامخ کړي دي ، دا داسي  بحران  نه دئ چي ګويا د طبیعت لخوا پر بشر باندي تحميل سوی  او يا يوه آسماني ټکه وي، بلکه دا بحران پخپله د بشر دلاس محصول  دئ . دغه بحران  هم د انرژۍ په حوزه کي او هم د زراعت په برخه  کي د غلطو سیاستو  او د بد مديريت  نتيجه ده ... امريکا او اروپا ددغه بحران اصلي عاملين دي »...

په واقعيت کي د پانګي اچوني لوی کنسرنونه، د تقاعد صندوقونه او هغه لوی بانکونه چي د اسهامو په خرید او فروش کي فعاليت  کوي نن د يوه سره د غذایی بحران او د غذایی موادو  د نرخ د  فاجعه آمېزه  جګېدو اصلي مقصرين دي . دغه کنسرنونه  لکه د پخوا پشاني حالت کي نه دي چي يوازي به يې د تيلو او سروزرو پر نرخو باندي   شرطونه تړل ، بلکه نن هر هغه څه چي خوړل کيږي د غنمو او غوښو، څخه نېولې بیا تر روميانو او حتی دخوګ تر کولمو او دلبندانو  پوري لا مخکي تر مخي يې سوداوي کوي . د خوړو او  اومو موادو په سر د بورس  په بازار  کي افسانوي رقم  پيسې تا و بالا کوي ،  د غنمو ، وريجو ، دانو او نورو توکو د نرخ د لوړېدو باعث کيږي، په دې ډول ده چي همدغه لوی کنسرنونه، مالي نهادونه او حتي کوچني سهم لرونکي حلقې د خپلي ګټي د پاره ددغه موادو محتکرين دي چي په لوی لاس د نړۍ  په  فقر او لوږه کي سهم اخلي  .

بي بارک د امريکا د سانفرانسسکو د نړۍ وال فوروم  معاون او سیاسي کارپوه لا پخوا ويلي وه چي « تاريخي مبارزه جريان لري ، داسي مبارزه چي په پای کي به  ددې خاوريني کرې   دانسانانو راتلونکې   ټاکي .  داسي مبارزه چي تر  دغه جاري جګړو به لا ډېره کارنده او ټاکونکې وي کوم   چي د تيلو، ټروريزم يا د سیاسي ايډيالوژيو د پاره تر سره کيږي    . ددغه مبارزې محوري ټکی په دې مسئلې کي پروت دئ  چي دا به څوک وي چي  په نهايت کي به د نړۍ د غذايي موادو کښت، توليد او د هغه د  تقسیم  کنټرول به  په لاس کي نيسي »
هنري کسينجر چي د امريکا کيندلی او کهنه پيخه  سیاستپوه دئ  نوموړي  هم  ان  په تېره اويايمه لسیزه کي ويلي وه چي : « هغه څوک چي د تيلو  کنټرول په لاس کي لري په داسي موقعيت کي به ځای نيسي چي ټوله ملتونه کنټرول کړي، خو هغه څوک چي غذايي مواد کنټرولوي، نو هغه به بيا ټول ا نسانان  کنټرول کړي » .

پروفیسرجين زيګلر (JEAN ZIEGLER) سويسي ټولنپوه او سياست دان چي د جهاني کېدو د طرحي سره يو تر ټولو مشهور ه منتقد دئ، د کلو راهيسي يې د لوږي اوفقر پر ضد مبارزه کړېده ، نوموړی د اوږدې مودې د پاره  د خپل هيواد په ملي شورا کي د خلکو نماينده وو . هغه د ۲۰۰۰ م  او ۲۰۰۸ م کلو په مابین کي د غذا د حق په چارو کي د ملګرو ملتو د سازمان خاص ګزارشګر وو . پروفیسر زيګلر  په ۲۰۰۸ م کال کي د بشر د حقوقو د مشاورانو د انجمن غړيتوب  هم  تر لاسه کړی دئ  .   زيګلر په خپل  مشهوره کتاب  « د شرم امپرا طوري»  (The Empire of Shame) په نامه کي چي نړۍ وال شهرت لري   د لويو قدرتو لخوا د  نړۍ د بيا فيوډالي کېدو و خواته د شوه کېدو  اندېښنه بيان کړې ده   . هغه وايي  نړۍ  په وروستيو لسيزو کي بې درکه ثروتونه تر لاسه کړي دي، نړۍ واله سوداګري په دغه تېر ۱۲ کالو کي درې چنده  زياته سوې ده، د نړي ناخالص ملي توليدات نيژدې دوه واره زیات سوي دي .  بشر په تاريخ کي د اول وار دپاره پرعيني کمبوداتو باندي غلبه حاصله کړې ده،  په مادي لحاظ بشر د عامه  سوکالۍ  و رويا ته ځان  رسولی  دئ . خو ددې ټولو سره سره  همدا اوس    د نړۍ د  فيوډالي کېدو خوا ته يوه  هر اړخيزه  او بد خويه  هڅه روانه ده . د نوي مستعمراتو اربابان، څو مليتيزه کنسر نونه ،  د نړۍ ثروتونه  په خپل تصرف کي راوړي دي . دغه  فيوډالي بابايي  د فرانسې  د انقلاب  د اریسټوکراسۍ د زمانې په تناسب زره ځله بې رحمه سوې ده .

زيګلر وايي  نن سبا چي  د کنسرنونو د مشروعيت د نظريې سره واشنګټن  موافقه کړې ده .  د دغه توافق په اساس  په ټوله نړۍ کي بايد  د ليبرالیزه کېدوه پروسه تکميله  سي . يعني داچي ټوله شيان، ټوله سرمايه او د ژوند په هره برخه کي  د خدماتو ټول بهير بايد شخصي او د ګټي پر اصولو بنا سي .  په دې توګه  ددې پسته به حتی د اوبو غوندي  د يوې داسي حياتي او  دعمومي استفادې  ماده، په دې   نامه به نور   داسي څه نه وي پاتې   . د انسانانو، د حيوانانو او نباتاتو ژينونه  هم  لا  هغوی په خپل تصرف کي راوړي اود ګټي د پاره يې ثبت کړي دي . ټوله شیان د شخصي  ګټي د پاره  سودا ته لويږي . و دې هدف ته د رسېدو د پاره کنسرنونه د ډله ييزه  وسلو د جملې څخه  دوه ډوله  وسلې په کار اچوي . ددغو دوو وسلو څخه يوه يې لوږه ده   او بل يې  پور  ، ددغه دوو وسلو  عملي کول به  و بشریت ته  خورا وحشتناکه عواقب ولري  . د وږ و انسانانو شمېر تل د زياتېدو په حال کي دئ  په داسي حال کي چي د نړۍ ننی اقتصاد ددې توان لري  چي په آساني سره  ان و ۱۲ ميليارډه انسانانو ته خواړه برابر کړي، خو  د غذا د نړۍ وال سازمان د ګزارش په اساس همدا اوس  هره ورځ  يو لک  انسانان د لوږي او يا د هغې د عواقبو  څخه  مري  . يعني همدا لحظه چي تاسو دغه ليکنه لولی  په هر  پنځو ثانيو  کي يو تر لسو کالو کوچنۍ ماشوم د لوږي او سوء تغذي څخه  سا ورکوي .  دلته د غذا کمبود نسته، هيڅ يوه طبيعي  بلا  يا داسي کومه  آسماني ټکه نه ده لوېدلې او نه هم ددې ډله ييزه سلاخۍ  په خاطر  د جبر او يا تقدير کومه داسي خبره  سته چي په مساجدو او کليساوو کي کيږي . دغه کوچنی چي نن د لوږي څخه مري ،  سم دم وژل کيږي .
داسي اټکل کيږي که بشر په دې و نه توانيږي چي  خپل ځان تر راتلونکوڅلوېښتو  کالو پوري د نيو ليبراليزم « د آزاد بازار» ددغه هيولا څخه خلاص نکړي ، دغه رقم به  ۳۰۰٪ زيات سي .

د نړۍ وال بانک د احصايې د رويه پروسږکال د نړۍ تر ټولو لوی کنسرنونو په سلو کي ۵۲ د ټولي نړۍ پر توليداتو باندي تسلط لاره .  دغه مالي سرمايه  د  څو تنو غربي اليګارشيو  په لاس کي لوېدلې او دوی ځانونه دداسي قدرت خاوندان ګرځولي دي چي د بشریت په تاريخ کي هيڅ يوه پاچا، يوه  قيصر يا کوم پاپ په واک کي نه درلودله . غرب  چي د نړۍ د نفوسو څخه  نيژدې ات نيم  په سلو کي جوړوي   او  تر ټولو يو کوچنی اقليت دئ،  دا ۵۰۰ کاله کيږي د مځکي پر کرې باندي خپل قدرت چلوي او څو سوه کاله کيږي د برده ګانو په خرڅولو او استعماري کړو وړو  بوخته ده . د جنوب ملتونه د غرب  و سرمايه داره او استثمارګره کنسرنونو ته د مالي ډيکټاټورانو په  سترګه ګوري . دا ځکه چي  هغوی  د سر په سترګو ويني  هغه کسان چي د نن ورځي متمدنه  برده لرونکي دي هغوی  د بورسو  په بازار و کې ځانونه ځای کړي  دي، دا دوی دي چي   په خپلو نيرنګو او فريب کاريو سره په نړۍ کي د لومړنيو موادو ښارګونه په لاس کي نيولي او نرخونه  يې ور ټاکي .   که څه هم هغوی  د سترګو څخه نیهامه دي خو همدا دوی دي چي نن د نړۍ د يو ميليارډ او دوه سوه ميليونو انسانانو د لوږي مسؤليت   په غاړه لري .  غرب  و دغه ظالمانه  کړو  ته چي پر جهان باندي   تحميل  سوی دئ، هغه ته «نوی نظم »  وايي  ، خو دغه  «نوي نظم» په  چور ، چپاول، فساد او جګړو باندي پايي ،  همدغه کنسرنونه دي چي په ډيرو هيوادو کي يې فاسد عناصر د ډيموکراسۍ په نامه د قدرت پر ګدۍ کښېنولي دي تر څو  خپل  استعماري قرار دادونه ورباندي  امضا کي !

بشري ټولنه په دې پوهيږي چيرپه نړۍ کي د لوږي غميزه  او د غذا و بحران ته خاتمه ورکول ناشُده کار نه دئ ، ځکه  د هغه منبع معلومه او د خاص هدف د پاره تصنعي جوړ سوی دئ ، خو له منځه وړل يې ددغه اوسني ظالمانه نظام په بطن کي زموږ تر تصور زیات مشکل کار دئ . ځکه دا بحران د همدې غیر عادلانه نظام زېږنده دئ . د فقر اولوږي بحران او د هغه غزېدنه نن داسي خطرناکه  مسئله ده چي په نړۍ واله کچه خاصتاٌ په سرمايه داري هيوادو کي خورا شديد اقتصادي، امنيتي او اجتماعي ګډوډۍ را منځته کولای سي . په اوسني شرايطو کي د ټولنيز عدالت  تأمين يو سټراتيژيک ضرورت دئ چي په انسانانو کي و سوله ييز ژوند ته د اميد حس پياوړی کوي او د هغه  خشونت او بلواو مخه نيسي چي عامل يې د نيو محافظه کارانو  تحقیر آمېزه  او استعماري سیاستونه  دي  . دا خبره بايد ياده سي چي د ټروريزم پر تحليل باندي ډېر په دې عقيده دي چي  هغه مالي او اقتصادي  بحرانونه، ډېوالي توبونه او بېکارۍ چي دلويو صنعتي غولانو او د څو ملتيزو لويو شرکتو او نورو شخصي مالي نهادو د يو ځای کېدو په نتيجه کي را منځته سوي دي، د بېکارانو  لوی لښکر جوړوي او هغوی دې ته اړ باسي   چي  په  هر « ټروريستي»  کار لاس پوري  کړي .
 
د زيګلر په عقیده  ددې انساني بحران څخه د راوتو د پاره وار دمخه بايد ددغه سيسټم  نظري مشروعيت يعني د کنسرانو سره د واشنګټن د يوځای کېدو او توافق او د طبيعت د اقتصادي کېدلو او يا په خپل قيد کي د هغه د راوستلو ايډيا چي يوه جنون آمېزه پديده ده بايد له منځه ولاړه سي . وروسته بيا ددغه اقليت واکمني  چي دټولي نړۍ اقتصادي ښارګونه يې په خپله ولکه کي راوستي دي ونړيږي، دا کار پخپله د وجدان د  سرکښيو په نتيجه کي او  د ټولنيزه  قيامو  دسازماندهي  دلاري  تر لاس لاندي  نيول کيږي . داځکه چي دغه  ننی نړۍ وال نظام  و ټولو هغه ارزشو او دروښانفکرۍ د نهضت و ټولو هغه   نهادو ته دپای ټکی ايښی  دئ  کوم چي تر دا  اوسه پوري  موږ د هغه تر سايې لاندي  ژوند کاوه ، يعني د  بشر د حقوقو د هغه لومړنيو ارزشونو مرګ . دلته به يا  د کنسرنو د قدرت مزي سره شليږي، يا به د ډيموکراسۍ .  دغه تمدن هماغسي چي نن د ملګرو ملتو د منشور په ۱۱۱ مادو کي ثبت سوی دئ بالا ختميږي او د ځنګله   قانون  به حکم چلوي   .   دا يوه جدي مسئله ده که يې مخه و نه نيول سي  د بشر راتلونکې د  همدغه شاني يوې فاجعې سره مواجه  کېدای سي .


مأخذ او منابع :
زما شخصي ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه  ؛

http://en.wikipedia.org/wiki/Food_and_Agriculture_Organization
http://www.fao.org
http://en.wikipedia.org/wiki/Jean_Ziegler
http://www.bbc.co.uk/persian/world/2010/10/101011_l15_global_hunger.shtml