ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په منځنۍ اسیا کې د چین د اغېز له خپرېدو سره د امریکا په کمېدو دی

واشنګټن – ځینې څېړونکي وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د چین د اړیکو له ځواکمنېدو سره د امریکا اغېز په کمېدو دی. په منځنۍ اسیا کې د امریکا سیاست د روس ځواکمن اغیز ته په کتلو برابر شوی خو په دغه سیمه کې د چین زیاتېدونکي رول واشنګټن اړ اېستی چې خپله تګلاره له پېکنګ سره د سیالۍ ډګر ته واړوي. د کپسین پالیسي د مرکز لخوا په وروستي جوړ شوي ویبنار کې څېړونکو ویل، چې امریکا باید د منځنۍ اسیا لپاره د خپلې تګلارې یواځینی هدف له چین سره سیالۍ ته و نه اړوي. چین او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو په دې وروستیو کې دا منلې ده چې په مې میاشت کې به له چین سره ددغو هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې د نورو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي. د پېکنګ د کمربند او سړک پروژې چې غواړي چین له نړۍ سره پرې د ځمکې، سمندر، ودانیو او ټکنالوجۍ له لیارې ونښلوي، له اقتصادي پلوه په چین باندې د تکیې په برخه کې  د امریکا اندېښنې زیاتې کړي. د امریکا په ویلسن سنتر کې څېړونکی رابړټ ډېل وايي، "چین د خپل جغرافیايي موقعیت، مارکیټونو د لیوالتیا، په سیمه کې د سوداګرۍ په ډګر کې تر ټولو د مخکې هېواد په توګه، او د سیمې د اتصال له مخې په نسبي ډول په اسانه ځای کې دی." له چین څخه ګټې: چینایي رسنیو د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ وینټو له خولې راخیستي چې له منځنۍ اسیا سره د چین سوداګري د دې کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۲۲ فیصده زیاته شوې. وانګ زیاته کړه، "د چین او د منځنۍ اسیا ترمنځ په ۲۰۲۲ کال کې انلاین تجارت ۹۵ فیصده زیات شوی او د چین د سوداګرۍ له انلاین بنسټونو سره د منځنۍ اسیا نېږدې ۳۰۰ کمپنیانې یوځای شوي دي." د امېرېکن انټرپرایز انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د پېکنګ پانګونې له کرغېزستان سره ۸۵۰ میلیونه، له تاجکستان سره یو بلین، له ازبکستان سره ۱.۷۹ بیلینه او له قزاقستان سره ۱۹.۸۶ بیلینه ډالره وه. امریکا او منځنۍ اسیا: د چین او د منځنۍ اسیا ترمنځ د پېچلو اړیکو ترڅنګ، په کسپین پالیسي سنټر کې څېړونکي وايي، کله چې د اغیز خبره راشي نو امریکا هلته له چین څخه ډېره وروسته پاتې ده. ډېل وویل، "د پېکنګ لخوا په پراختیا باندې تمرکز، د انرژۍ د مارکېټ د حیثیت درلودلو او دغه ډول په ذراعت، اوبو او نورو دغه ډول پروژو کې لیوالتیا هغه څه دي چې امریکا یې د هغوی په مقابل کې نه کوي." ټاډ شک لري چې امریکا به هېڅکه په اقتصادي ډګر کې په منځۍ اسیا کې له چین سره سیالي و نه شي کړای.

22.04.2023 ډیوه

د کراچۍ په ژوبڼ کې ناروغه هاتي نور جهان مړه شوه

د کراچۍ په ژوبڼ کې ناروغه ماده هاتي نور جهان نن مړه شوه، هغه د تېرو څو مياشتو نه ناروغه وه او بيا نزدې لس ورځې وړاندې په ژوبڼ کې د اوبو حوض يا تالاب ته غورځېدلې او د هغې وروسته نه وه پاڅېدلې.

22.04.2023 ډیوه

تورخم کې د غره ښويېدو د ملبې لرې کولو عمليات په پينځمه ورځ هم دوام لري

د خېبرپښتونخوا په خېبر ضلع کې د تورخم پولې ته نزدې ته چې کوم غر راښويېدلې، افغانستان ته تلونکي مال وړونکي ګاډي ترې لاندې راغلي وو، د غره ملبې لرې کولو عمليات نن په پينځمه ورځ هم دوام لري، او تر اوسه پورې د ملبې څخه اووه مړي راويستل شوي چې ټول د افغانانو وو.

22.04.2023 ډیوه

سیګار: د مرستو رسولو چارو کې د طالبانو مداخلې د مرستو رسولو په فعالیتونو ناوړه اغیز کړی

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفش دفتر " سیګار" وايي، چې د مرستې رسونې په بهیر کې د طالبانو مداخلې په دغه هیواد کې اړو او مستحقو کسانو ته د مرستې رسونې په اړه اندیښنې راولاړې کړي دي.

22.04.2023 امریکا غږ

هبت الله اخندزاده:که هرڅه کیږي خو خپل اسلامي حکومت کې به دبهرنۍ مداخلې اجازه نه ورکوو

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مشر هبت الله اخند زاده (چې هغوي یې امیرالمونین بولي) ویلي که هرڅه وشي خو هغه به افغانستان کې خپل اسلامي حکومت کې بهرنۍ مداخلې ته اجازه ورنه کړي . دجمعې په ورځ د وړوکي اختر دنمونځ په مهال دکندهار په یو جومات کې ورټولو شوؤ نمونځ ګزارو ته خپله وینا کې دطالبانو مشر لپاره ویلي چې داسلامي احکاماتو له مخې به افغانستان کې دهرچا سره انصاف کیږي اؤ دټولو حقونه به تضمین وي خو هغه په پخپله وینا کې دښځو د کار اؤ دنجونو په  زده کړو دبندیزونو په هکله هیڅ نه دي ویلي. هغه اګست 2021 کې دطالبانو اقتدار ته د بیا رسېدو نه وروسته افغانستان کې "په اسلامي شریعت د اډاڼه" حکومت دجوړیدو ستاینه وکړه. دملا هبت الله په خبره "دا  دافغان ملت کامیابي اؤ نېکمرغي ده چې الله هغوي ته یو اسلامي شرعي نظام ور پېرزو کړی دی" "ما دالله سره وعده کړې ده چې ترڅو ژوندی یم افغانستان کې به دکفر یو قانون هم نه پلي کیږي" هغه وویل دهر هغه عمل مخه به نیسي چې اسلام ته ترې خطره وي،یا داسلام پرضد وي دنور کله په څېر دا ځل هم میډیا ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې دطالبانو دمشر ددغه وینا کوریج وکړي خو دملاهبت الله ویاند بیا دجمعې په شپه ناوخته دخپل مشر خبه په غږییز ډول خپره کړه. طالبان په افغانستان کې نزدې دوه لسېزې په جګړه بوخت پاتې شوي وؤ اؤ هغوي 20 میاشتې مخکې په افغانستان کې دنړیوال ملاتړ نه برخمن حکومت نسکور کړی ؤ اؤ په واک یې قبضه کړې وه. دطالبانو دحکومت رامنڅته کیدو وروسته هغوي په افغانستان کې دشپږم ټولګي نه پورته دنجونو په زړه کړو بندیز لګولی ،ښځې یې په دفترونو کې دکار کولو اؤ پارکونو ته له تګ منعې کړې دي . نړیوالې ټولنې دښځو په کار اؤ دنجونو په زده کړو دلګول شوؤ بندیزونو سخته غندنه کړې ده اؤ په طالبانو یې نیوکو ته دوام ورکړی دی خو طالبانو دنړیوالو دنیوکو اؤ اندېښنو په پرواه نه کولو سره په دې وروستیو کې په ښځو دبندیزونو لړۍ نوره هم غڅولې اؤ اوس یې په این جي او ګانو اؤ دملګرو ملتونو په دفترونو کې هم دښځو په دندو بندیز لګولی دی. نړیواله ورورولي افغانستان کې دبشري حقونو دنورو پامالیو ترڅنګ دښځو په کار اؤ دنجونو په زده کړو بندیزونه دوي جابرانه اؤ غیر منصفانه ګامونه بولي اؤ دهغوي دحکومت په رسمیت منلو نه انکار کوي. هبت الله اخندزاده دجمعې په ورځ خپله دا تازه وینا په داسې حال کې کړې ده دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریش د راتلونکې میاشتې په پیل کې په قطر کې دټولې نړۍ دسفیرانو یوې غونډې راجوړولو ته تابیا نیولې ده تر څو په دغه غونده کې په افغان میرمنو دلګول شوؤ سختو بندیزونو په تناظر کې د وړاندې تګ په لاره غور وکړل شي. امریکې دمئ دمیاشتې په وړومبۍ اؤ دویمه نیټه دملګرو ملتونو په کوربه توب راجوړیدونکې دې غونډه کې دطالبانو په رسمیت دمنلو په اړه هر رقم مذاکرات رد کړي دي. دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویدانټ ټټیل د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي "ددې لیدنې موخه کله هم دطالبانو په تسلیمولو خبرې اترې کول نه دي اؤ په دې غونډه کې به دطالبانو په رسمیت دمنلو په اړه هر رقم خبرې مونږ ته دمنلو وړ نه وي" تر دې وړاندې دملګرو ملتونو دسرمنشي مرستیالې امینه محمد  د دوشنبې پ هورځ پرنسټن پوهنتون کې یو سیمینار ته ددغه غونډې دجذیاتو ښکاره کولو په مهال ویلي وؤ چې دطالبانو دحکومت په رسمیت دمنلو معامله به هم دغونډې په ایجنډه کې شامله وي. خو دملګرو ملتونو ویاند فرحان حق د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې قطر کې راجوړیدونکې دې غونډه کې به کېدونکې خبرې دطالبانو په رسمیت دمنلو معامله باندې متمرکز نه وي. هغه ویلي وو ددې خبرو موخه مخې ته په پرتو چیلنجونو د رایو یووالی پیدا کول دي. (د وي او ای انګلش په مننه)

22.04.2023 ډیوه

ملاهبت الله: افغانستان کې حتی یو'کفري قانون' ځای نلري او بهرنیانو ته د لاس وهنې اجازه نه ورکوو

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د جمعې په ورځ اپریل ۲۱ (ثوراول) وویل، چې بهرنیانو ته د افغانستان د اسلامي حکومت په چارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکوي.

22.04.2023 امریکا غږ

د ایران سني امام وايي د حکومت خلاف احتجاج د ولس حق دی

تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د ایراني پولیس په ولکه کې د کرد مېرمن مهسا امیني د مرګ په سر ایران کې احتجاجونه راپارېدلي وو. د انساني حقونو تنظیمونه وايي د احتجاج کونکو په ضد د امینتي ځواکونو په اقداماتو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي. ایران په غیر ملکي حریفانو الزام پورې کوي چې مظاهرو ته یې لمن وهله

22.04.2023 ډیوه

د یوې کښتۍ پاتې شونې موندل شوي چې د اسټرالیا نږدې ۱۰۰۰ سرتیري پکې ۸۱ کاله وړاندې وژل شوي و

د جاپان یوه ترانسپورتۍ کښتۍ چې د دویم نړیوال جنګ پر مهال د فلیپین په اوبو کې تر ویشتل کیدو وروسته ډوبه شوې وه او د سرتیرو په ګډون پکې د اسټرالیا نږدې زر اتباع وژل شوي و، تر ډوبیدو ۸۱ کاله وروسته وموندل شوه.

22.04.2023 امریکا غږ

د اختري وړلو دود؛ يو شمېر کوژده شوې جوړې: له ډېرو لګښتونو بايد ډډه وشي

ځینې کوژده شوې جوړې غواړي چې د اختري وړلو په مراسمو کې د زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي. سید عالم ارباب زاده ۲۵ کلن او د بامیان ولایت اوسېدونکی دی، له کوژدې یې دوه میاشتې تېرې شوې دي. هغه وايي، چې د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د هلک کورنۍ ته ستونزمنه ده، په نوروزي او اختري وړلو، ډېرې پیسې ولګوي. هغه ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لوري باید د دا ډول مراسمو په ترسره کولو کې له ډېر لګښت څخه ډډه وکړي. ښاغلی ارباب وايي: "نوی کال لرو، کوچنی اختر لرو، لوی اختر لرو. په نوي کال کې باید جلبۍ، ماهي، کالي او طلا واخلو. د دې ترڅنګ باید یو محفل هم ترسره کړو. په اخترونو کې هم باید ورته کار وشي، چې موږ د دې توان نه‌لرو. ان ځينې خلک واده نه‌شي کولای، ځکه په هغه کال کې چې داسې مراسم او محفل ترسره کېږي، واده ته پیسه نه پاتې کېږي." د سمنګان ولایت اوسېدونکې، ۲۴ کلنه کوکي سادات او د سید عالم ارباب زاده نامزادې ازادي راډیو ته وویل، هغه لګښتونه چې کورنۍ یې اوس د اختر په مراسمو کې لګوي د اختر اصلي فرهنګ نه‌دی. نوموړې وايي: "زما له هېوادوالو څخه غوښتنه دا ده چې په نوروز، روژې او لوی اختر کې له زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي، هغه دودونه چې اوس مهال خلک لري، چې په لوی لاس لګښت کوي، دا زموږ په کلتور کې نه‌شته." په همدې حال کې د کاپيسا ولايت اوسېدونکى صالح عطازاده وايي، چې د خپلې نامزادې لپاره د اختري وړلو مخالف نه‌دى، خو په لګښتونه کې بايد اسراف ونه‌شي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د نوروزي او اختري وړلو دود د افغانانو په منځ کې عام دی، نجلۍ ډېره خوشاله وي، کله چې ورته اختری ورکول کېږي، ځکه د خویندو او خپلوانو تر منځ يې قدر زیاتیږي. خو له زیات لګښت څخه باید ډډه وشي، داسې څه باید واخیستل شي، چې هم کورنۍ خوشحاله وي هم موږ." د بلخ ولايت اوسېدونکې ګوزل اوزګور وايي، چې په دغه ولايت کې د هلکانو او نجونو کورنۍ د اختر په ورځ يو بل ته اختری وړي. د ګوزل په وینا، که څه هم دا لومړی اختری دی چې د خپل نامزاد له کورنۍ څخه یې ترلاسه کوي، خو د دې په وینا کولای شو په یوې کوچنۍ ډالۍ چې ارزښت یې مهم وي هم یو بل خوشحاله کړو. نوموړې وايي: "که څه هم دا زما د کوژدې لومړی کال دی، یعنې دا لومړی اختری دی چې د نجلۍ او هلک دواړو کورنیو له‌خوا یو بل ته وړل کېږي، خو زه د دې طرفداره نه یم چې د افغانستان په دې خراب اقتصادي وضعیت کې، بې ځایه مصرف وشي، او یا ډېره قیمتي ډالۍ واخیستل شي. هو، که وړه ډالۍ هم وي، د نجلۍ او یا هلک له‌خوا، ارزښت یې د قېمت په پرتله مهم دی." د اختري وړلو په مراسمو کې د هلک کورنۍ خپلې ناوې ته جامې، د ارایش سامان، وچه او تازه مېوه، کیک او کلچه ډالۍ کوي. له بلې خوا د نجلۍ کورنۍ هم د هلک کورنۍ ته روغن جوشي او جوش کړې هګۍ د اختر د ډالۍ په توګه ورکوي او په ځينو ولايتونو کې د زوم لپاره جامې هم چمتو کېږي. دا دودونه، هر ولایت او سيمې کلتور ته په کتو سره توپیر لري. خو یو شمېر کوژده شوې جوړې وايي، دا مراسم په دې وروستیو کې له خپل دودیز بڼې څخه د کورنیو تر منځ په یو ډول رقابت بدل شوي دي. دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران ته په کتو باید کورنۍ د جامو او نورو قیمتي سوغاتو په اخیستلو مالي زیان ونه ویني، بلکې د یوې وړې ډالۍ په اخیستلو سره چې معنوي ارزښت ولري هم کولای شي د اختر دود ترسره کړي.

22.04.2023 ازادي راډیو

د امریکې سپریم کورټ حمل د ختمولو دوا ته لاس رسی په عارضي ډول برقرار وساتلو

 د ډاکټرانو او د ابورشن مخالفینو دریځ و چې فوډ اېنډ ډرګ اېډمېنسټرېشن یا اېف ډي ای چې د دوایانو د معیار څارنه کوي، د مېفه پرېسټون د ګټو او نقصاناتو په اړه په مکمله کچه مطالعه نه ده کړې او په کال ۲۰۰۰ کې يې د دې د استعمال اجازت ورکړی دی

22.04.2023 ډیوه

دپاکستان مرکزي حکومت اؤ تحریک انصاف ګوند په 26م اپریل په مذاکراتو کولو سلا شوي

دپاکستان سپریم کورټ پنجاب صوبه دمئ په 14مه نیټه دانتخاباتو کولو امر کړی خو حکومت غواړي چې ټول هیواد کې باید په یوه ورځ انتخابات وشي اؤ ددې لپاره ددفاع وزارت اؤ الیکشن کمیشن سپریم کورټ ته عریضه هم کړې وه

22.04.2023 ډیوه

وړوکي اختر لپاره دپښتو نوي فلمونه،اسټیج شوګانې اؤ نوې سندرې راجوړې شوي

دپښتو فلمونو اؤ ډرامو وتلی ستوری ښاغلی طارق جمال وي او ای ډیوه ته وایي پښتانه که هر څو په دې وروستیو کې دترهګرۍ اؤ کرونا وباء څپو ځپلي دي خو دخپل هنر اؤ فن سره یې مینه نه ده کمه شوې اؤ خپلې سینیماګانې اؤ داختر مېلې یې ودانې ساتلې دي

22.04.2023 ډیوه

امریکايي پوځ سوډان کې د امریکې سفارتخانه خالي کولو دپاره تیاری کوي 

د امریکې د پوځ مشر جنرل مارک مېلي د جمعې په ورځ د سوډان د پوځ مشر جنرل عبدالفتح البرهان سره په سوډان کې  امریکایانو د خېر خېريت په اړه ټېلې فون خبرې وکړې. دا خبره د جنرل مېلې دفتر وکړه

22.04.2023 ډیوه

مطبوعات: بایډن سه شنبه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیدي اعلانوي خو پخپله بایډن وایي خبر ندی

سره لدې چې په امریکا کې د واشنګټن پوسټ مشهورې ورځپاڼې په ګډون ګڼ شمیر مطبوعاتو ویلي چې ښایي جمهور رئیس جو بایډن به راتلونکې سه شنبه د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید کیدو اعلان وکړي خو سپینې ماڼۍ دا خبر نه تائید او نه هم رد کړی.

22.04.2023 امریکا غږ

هندي عدالت هغه ۶۹ کسان بري کړل چې د ۱۱ مسلمانانو د وژلو الزام پې لګول شوی و

د وي او ای د رپورټ ترمخه، دغه وژنې په احمداباد ښار کې د ۲۰۰۲ د فېبرورۍ په ۲۸ نېټه د هندو زایرینو په رېل ګاډي د اور لګېدو وروسته شروع شوي فساداتو په مهال شوي دي. د رپورټ ترمخه هندوستان د ازادېدو نه پس دغه د ملک تر ټولو خونړۍ مذهبي فسادات وو

22.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more