ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د عمران خان ممکنه ګرفتاري – د پي ټي آئی کسان په زمان پارک کې د پولیسو سره ښکېل شوي

واشنګټن   - د تحریک انصاف پاکستان د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ دپاره چې کوم پولیس تللي دي، په زمان پارک کې د عمران خان د پلویانو د مزاحمت سره مخ شوي دي. د پولیسو او د پي ټي آئی د کارکنانو ترمنځ شخړو کې د اسلام آباد د پولیسو ډي آئی جي هم زخمي شوی او داسې ویل کیږي چې د عمران خان د کور دننه هم د اوښکې بهوونکي ګېس سلېنډر لوېدلی دی. پولیسو د نهې/سې شنبې په ورځ ماسپښین د عمران خان کور ته د رسېدو په حال کې و چې هغه د توشه خانې په قضیه کې ګرفتاره کړي، مګر تر اوسه پورې د هغه په ګرفتاره کولو کې ناکامه شوي او اوس مهال د پولیسو او د عمران خان د پلویانو ترمنځ شخړې جاري دي. د پي ټي آئی غړي په پولیسو باندې د کاڼو ګوزارونه کړي. قهرجنو مظاهره چیانو د پولیسو یو واټرکېنن ته هم اور اچولی دی. پولیسو په داسې حال کې د عمران خان د نیولو دپاره اقدام پیل کړی چې د هغه خلاف په مختلفو مقدمو کې د ګرفتارۍ وارنټونه جاري شوي دي. یو اړخ ته د اسلام آباد ځایي عدالت د ګل/دوشنبې په ورځ د توشه خانې په کېس کې د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ بحاله کړ، او د بلې خوا د زنانه ججې د سپکاوي په قضیه کې سېول کورټ هم د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی دی. د وي او اې خبریال ضیآ الرحمن وایي، د لاهور د پولیسو مشر بلال کمیانه او ډي آئي جي آپرېشن افضل کوثر هم د ګڼ شمېر پولیس اهلکارو سره یوځای زمان پارک ته رسېدلي او د عمران خان د ګرفتارۍ عمل څاري. د عمران خان پیغام د ملک پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان یو ویډیویي پیغام خپور کړی او هغه کې یې ویلي چي د هغه د گرفتارۍ باوجود به هم تحریک جاري پاته وي. عمران خان زیاته کړې ده، "پولیس زما د نیولو دپاره راغلی، د هغو خیال دی چې عمران خان که جېل ته ولاړ شي، نو قام به ویده شي. مګر تاسو هغوی غلط ثابت کړئ." د پي ټي آئی د خپل کور نه بهر موجودو پولیسو ته په اشارې سره چې د هغه ګرفتارۍ دپاره ورغلي دي، پخپل ويديويي پیغام کې ویلي چې، "که عمران خان جېل ته ځي، بیا هم تاسو ته د خپلو حقونو دپاره راوتل دي، ځکه چې زه ستاسو جنګ مخ ته بیایم." د عمران خان د پیغام خوريدو نه پس، د کراچي، سیالکوټ، راولپندۍ په شمول، د پاکستان په مختلفو ښارونو کې د پي ټي آئی کارکنانو احتجاجونو دپاره راووتل. د داخله چارو وفاقي وزیر رانا ثنأ الله ویلي چې د عدالت نه تښتېدونکی شخص به د عدالت په حکم ګرفتاروي او د ګرفتارولو وروسته به یې عدالت ته پېش کوي. د زلمي خلیلزاد پیغام د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی خاص استازی زلمی خلیلزاد چې ډېره موده د سیمې په سیاست کې فعال پاته شوی دی، د پاکستان د جاري حالاتو په حواله په خپل ټویټر کې یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې د عمران خان ګرفتاره کول به د پاکستان بحران بدتره کړي. زلمي خلیلزاد ویلي چې پاکستان دا وخت د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخه دریو بحرانونو سره مخ دی. خلیلزاد زیاته کړې، اوس دا وخت رارسېدلی چې پاکستان پخپل ګرېوانه کې سر کښته کړي او ښه سوچ وکړي چې پس د دې څه باید وکړي. دغه پخواني امریکایي سفارتکار خپل نظریات داسې وړاندې کړي دي: «په سلسله وار ډول د خپلو لیډرانو جېل ته اچولو، تېزندۍ کولو، هدفي وژنو، وغیره د طریقه خپل ځان تباه کول غلطه لاره ده. د عمران خان ګرفتاري به صرف دا بحران لا پسې ژور کړي.» خلیلزاد وړاندیز کړی چې یو خو دې د قامي انتخاباتو دپاره د جون میاشتې په سر کې یوه نېټه وټاکلی شي. او دویم دا چې د دې وخت نه ګټې اخېستو سره غټې سیاسي پارټۍ دې په دې سوچ وکړي چې څه غلط کارونه شوي، او د ملک د ژغورنې دپاره دې یوې ځانګړې منصوبه پېش کړي. د دې رپوټ زیاتره برخه د وي او اې اردو وېب سایټ نه اخېستل شوې ده.

14.03.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

14.03.2023 امریکا غږ

د چین د نفوذ پر وړاندې مقابله؛ امریکا او فلیپین ستر ګډ پوځي تمرینونه کوي 

د فیلیپین او متحده ایالاتو مقاماتو د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۴ (کب ۲۳) وویل، فیلیپین او متحده ایالات به په راتلونکې میاشت کې خپل تر ټولو لوی ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي.

14.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

14.03.2023 امریکا غږ

د بلوچستان په خضدار  سیمه کې چاودنې دوه تنه وژلي او اته نور ژوبل کړي

د خضدار  د پولیسو په وینا په چاودنه کې د ځایي خبریال زوی او ځایي تاجر وژل شوی او اته تنه ژوبل دي. پولیس ډیوہ ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چاودنه د خضدار ښار پر ابراهیم سړک دو تلوار چوک سیمه کې شوې. وایې د چاودنې ټپیان د خضدار ځايي روغتون ته وړل شوي دي، چیري چې د دریو حالت مرګونی ښول کېږ‎ي. د پولیس چارواکي زیاته کړ‎ہ چاودنه د مقناطیسي بم په ترڅ کې شوې چې د ځایي تاجر امان الله په شخصي موټر پورې نښلول شوی و.  چارواکي وویل د یاد خبریال زوی ھم په نښه شوي موټر کې سپور و.  د ځايي خبریال عبدالواحد شهواني ځوان زوی نوم عبدالوحید او او د تاجر نوم امان الله ښودل شوی۔  د خضدار د پولیسو په خبره د پېښي پس د پولیسو او ایف سي عسکرو سيمه په خپل ولکه کې اخیستې او د پېښي په اړه یې مالومات راټلول پيل کړي. د پېښي زمه واري د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخته کوم چا ندہ منلې.  د خضدار په ګډون د بلوچستان په بلوچ میشتو سیمو کې د داسي پېښو زمه واري زیاترہ وخت ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلي مني.  د بلوستان  د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د پېښي غندنه کړې او د لوړ پوړو چارواکو څخه یې د پېښي تحقیقاتي رپورټ غوښتی دی.  د لانګو لخوا ویل شوي  داسې پېښي تر یو منظم پلان لاندي کېږي خو د بلوچستان امنیت خرابونکې به هیڅ کله کامیاب نه شي. تر دې وړاندي روان کال 2023 د فرورۍ پر 27مه هم د سکرو پر کان کيندونکو باندي ډزې شوي وې چې له امله یې څلور مزدوران وژل شوي وو. په بلوچستان کې روان کال د نا امنۍ په پېښو کې زیاتولی راغلی، د پاکستان د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر 5م مارچ د عسکرو پر یو ګاډي په برید کې نهه تنو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه۔  پر 7م مارچ د کچي ضلعې د کنبري پل په سیمه کې د بلوچستان کانسټبلري پوليس پر ټرک ځانمرګی برید د  اتهه پولیس عسکرو په ګډون نھه تنه وژل شوي او 13 ټپیان شوي وو.  د پولیسو په وینا پر 9م مارچ په ھرنایي ضلع کې بمي چاودنه کي یو تن مړ‎ او درې تنه ټپیان شوي وو۔  د ساوت ايشيا ټېروريزم ادارې رپوټ دی چې د روان کال 2023م په لومړيو دوو مياشتو (جنورۍ او فرورۍ) کې په بېلا بېلو چاودونو او هدفي بريدونو کې په بلوچستان کې 84 تنه وژل  شوي چې په کې تر 60 زیات  د امنیتي ادارو عسکر وژل شوي او 50  ټپیان شوي، 30  ته نېږدي عام وګړي هم په داسې پېښو کې وژل شوي او تر شل زیاته ټپیان شوي دي. رپوټ زياتوي چې تېر کال 2022 کې هم په 250 پېښو کې شاوخوا 228 تنه وژل شوي او 217 تنه ټپیان سوي و. په وژل شوو او ټپیانو کې زیات شمېر یې د امنیتي ځواکونو عسکر ښودل شوي دي۔

14.03.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

14.03.2023 امریکا غږ

لاهور د نړۍ تر ټولو ډېر خيچن ښار او چډ په هېوادونو کې تر ټولو خيچن هېواد دی 


‎واشنګټن- د سوېز د هوا د خيچنوالي د کچې معلومولو سروی ښايي د کال 2022 د اخستلې شوې جايزې تر مخه د پاکستان دويم غټ ښار لاهور په نوملړ کې د لسو نورو ځايونو نه بره تلی او د نړۍ په کچه اوس تر ټولو ډېره خيچنه هوا لري. رپورټ چې د نهې-سې شنبې په ورځ خور شوی وايي افريقايي هېواد چډ د هوا په لحاظ د نړۍ په کچه تر ټولو زيات خيچن هېواد دی چې بنګله ديش يې وروستو پرېښودی دی. سروی چې تحقيق کونکي او حکومتي ادارې يې مني هم او ذکر کوي هم د تحقيق بنياد په هوا کې د هغو زرو پي ايم-2.5 د جاج په کچه ږدي چې له سوبه يې پړپوس ته زيان اوړي. د لاهور د هوا خيچنوالی د تېر په نسبت نور زيات شوی او د پي ايم 2.5 کچه په يو کيوبېک ميټر کې 97.4 مايکروګرام ته رسېدلې چې دا کچه په کال 2021 کې 86.5 مايکروګرام وه او له سوبه يې دغه ښار د نړۍ خيچن ښار ګرځول شوی. د چين هوتان ښار په شلو ښارونو کې د لاهور نه وروستو په دويم ځای دی چې د پي ايم 2.5 کچه يې 94.3 ده خو دا يې ډېره راکمه کړې ځکه دا کچه په کال 2021 کې 101.5 وه. په هوتان پسې د هند بهيوادي ښار دی چې کچه يې 92.7 ده او بيا ډيلی دی چې دغه کچه پکې 92.5 ده. د صحت نړيواله اداروه ډبليو ايچ او وايي د پي ايم 2.5 کچه په يو کيوبېک ميټر کې پينځه مايکروګرام پکار ده. د خيچنو هېوادونو په نوملړ کې چډ د ټولو مخکې دی چې د پي ايم 2.5 کچه پکې 89.7 ده، په دويم ځای عراق دی چې دغه کچه يې 80.1 ده او په دريم ځای پاکستان دی چې دا کچه يې 70.9 ده او ورپسې بحرين دی چې دغه کچه پکې 66.6 ده. د بنګله ديش د هوا خيچنوالی کم شوی چې مخکې د ټولو خيچن هېواد ګرځېدلی و او دا وخت په پينځم ځای دی چې دغه کچه يې د 76.9 نه 65.8 ته راکمه شوې ده. په نړۍ کې د هند ځينې ښارونه تر ټولو ډېر خيچن دي خو د هېوادونو په نوملړ کې په اتم نمبر دی او دغه کچه پکې 52.5 ده. رپورټ وايي هند او پاکستان د منځنۍ ايشيا هغه برخه ده چې د هوا خيچنوالی پکې زيات دی او د دواړو هېوادونو نزدې 60% ابادي په هغه ځايونو کې ژوند کوي چرته چې هوا ډېره خيچنه ده او پي ايم 2.5 کچه پکې د ډبليو ايچ او د معيار نه اووه چنده زياته ده. په نړۍ کې په لسو کې يو تن په خيچنه هوا لرونکو ځائونو کې اوسي او ياد ريورټ وايي د امريکا ګوام سيمه د ټولو پاکه هوا لري چې د پي ايم 2.5 کچه پکې 1.3 ده او وريسې کينبېره ده چې دغه کچه يې 2.8 ده. د هوا د خيچنوالي د کچې معلومولو د پاره د 30,000 نه زيات مانېټرز وکارول شول چې په 131 هېوادونو کې په 7,300 ځايونو کې لګول شوي وو.  

14.03.2023 ډیوه

ټي ټي پي بریدونو ته زور ورکړی خو عمران خان ورسره په مذاکراتو ټینګار کوي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشرعمران خان یو وارې بیا پاکستاني طالبانو سره په خبرو په داسې حال کې په اترو ټینګار کړی دی چې دپاکستان دننه په دې وروستیو کې دګڼ شمیر بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو پړه ټي ټي پي پغاړه اخستې ده. برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره پخپله یوه مرکه کې عمران خان ویلي نن هم دهواري لاره داده چې باید دوي(ټي ټي پي) سره مذاکرات وشي اؤ که په کوم شي خبرې نه شي کیدای نو بیا به ټوپک ته لاس کول وي. عمران خان ویلي کله چې هغه وزیراعظم ؤ نو افغان طالبانو ترې غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې دټي ټي پي 30 نه تر 40زرو کسان میشت دي،دوي باید بېرته بوتلل شي چې په دې کې د پینځوؤ نه نیولي تر شپږو زرو پورې وسله وال هم وؤ. هغه افغانستان نه دجنګیالیو یا وسله والو د راستنولو دا خبره په داسې حال کې کړې چې نیوکې پرې روانې دي،دده د واکمنۍ په دوره کې پوځ ټي ټي‌ پي سره افغانستان کې مذاکرات کړي چې په نتیجه کې یې یو ځل بیا وسله وال دپاکستان دننه فعال شوي اؤ ترهګریز بریدونه یې پیل کړې دي. خوعمران خان دترهګرۍ د روان بهیر پړه پخپله غاړه نه اخلي اؤ تېره میاشت ېې ویلي وؤ هرکله چې ترهګر دلته بیا منظم کیدل نو استخباراتي شبکو اؤ قانون پځائ کوونکو ادارو څه کول؟ پخپله تازه مرکه کې عمران خان ویلي دهغه د واکمنۍ دوره کې چې ورته هرکله افغان طالبانو وویل"  باید دوئ (دټي ټي پي وسله وال) بېرته بوځئ نو مونږ سره بله کومه لار وه؟ یا به مو دوي نیول اؤ وژل به مو اؤ یا به مو د سیمې دخلکو په مشوره  بیرته دلته ودانول" دهغه په وینا کله چې دافغان طالبانو له لوري وویل شول چې دوي پاکستاني وګړي دي باید بېرته یې بوځئ نو پاکستان به څه کول؟ پاکستان سره پرته له دې هیڅ چاره نه وه چې دوي سره خبرې وکړي اؤ په ملي ځاندره کې یې راګډ کړي. هغه ویلي که "چرې تاسو دوي پاکستان ته راوستل اؤ دلته مو نه ابادول نو ستونزو به سر راپورته کولو ،حل همدا دی چې ټي ټي ټي پي سره مذاکرات وکړل شي،اؤ که په کوم شي خبرې نه شي کیدای نو بیا به تاسو ته ټوپک راپورته کول وي ،وړومبی خو هڅه پکار ده چې انتشار نه وي ځکه نو دې لپاره دمقامي خلکو (دطالبانو دابادولو پروسه کې)شاملول ډیر ضروري دي" عمران خان وویل پروسکال د ګرمۍ په موسم کې چې تندلاریتوب یو وارې بیا سر راپورته کړو نو خېبر پښتونخوا کې دپي ټي ایي دهغه وخت حکومت مرکزي حکومت ته وویل چې دا یوه ستره ستونزه جوړیږي باید تاسو څه چاره وکړي خو وایي مرکزي حکومت دې ستونزې ته هیڅ غبرګون نه ښودلو. تېرکال د دسمبر میاشت کې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري لاړکانه کې یوې جلسې ته د وینا په مهال په عمران خان کلکې نیوکې کړې وې چې دخپلې واکمنۍ په دوره کې ترهګرو ته په پښو کې ناست ؤ اؤ مذاکرات یې ورسره کول چې دهغې له امله نن هیواد کې ترهګري سیوا شوې ده. هغه زیاته کړې وه چې هیواد کې دترهګرو دبیا راستنېدو لارې تړل شوې وې ،دضرب عضب په ګډون ګڼ عملیات په بریالي ډول سرته رسیدلي وؤ خو نوموړي پخپله وینا کې له عمران خان نه پوښتنه کړې وه چې ایا نیول شوي ترهګر دده په قید کې وؤ که دکوم بل هیواد ،اؤ که نه چرته پټ شوي وؤ؟ هغه ویلي وؤ په ترهګرو کې همت نه ؤ پاتې چې پاکستان ته په خیرنو سترګو وګوري خو عمران خان حکومت کې ورسره خبرې پیل شوې اؤ ترهګر بیا زړور شول. په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ بهیر یو وارې بیا چټک شوی اؤ په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې په سلګونو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. په دې چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي. د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته ویلي،چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره او دتحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو دوران کې ددغې وسله والې ډلې دغړو پاکستان ته دننوتلو له امله د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي۔ نوموړی وایي" ټي ټي پي پاکستان ته نه ده راغلې بلکې دا د فيض حميد د فارمولې د لاندې هغوی ته اجازت ورکړل شوی چې تاسو پاکستان ته راشئ او افغانستان پرېږدئ او دلته پاتې کېږئ، نو دا چې پاکستان غواړي چې دوی دلته پاتې کېږي نو دا وسله والې ډلې به هم هغه کارونه کوي چې د کوم په بنياد دا ډلې جوړې شوې دي" ډاکټر عرفان اشرف زیاتوي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به رياست ته په دې اړه خپله تګلاره بدلول وي.

14.03.2023 ډیوه

پېښور پوهنتون کې د احتجاج او کاربندیز له امله تدريسي عمل د يوې اوونۍ راهسې ولاړ دی

پېښور پوهنتون کې د ساتونکو د مشر د وژنې پرضد د تېرې يوې اوونۍ راهسې د استازانو، زده کوونکو او نورې عملې احتجاج او کاربنديز دوام لري چې له امله یې په پوهنتون کې تدريسي عمل ودرېدلی دی.

14.03.2023 ډیوه

روسیه کې نوی قانون: په اجیرو عسکرو باندې انتقاد جرم دی

د روسیې د پارلمان د استازو خونې داسې یوه لایحه تصویب کړه چې په اساس یې اوکراین کې د روسیې په جنګېدونکیو اجیرو عسکرو باندې انتقاد کوونکي تر ۱۵ کالونو پورې بندي کېدای شي. 

14.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

14.03.2023 امریکا غږ

علي وزیر، وي او اې ډیوې ته د زندان کیسه کوي

واشنګټن - د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي‌ وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر د کراچۍ په زندان کې ۲۶ میاشتې تېرې کړې خو وايي، د مور او ماشومانو ترڅنګ به د قوم بې وسۍ په زندان کې ډېر کړاوه. علي وزیر له ډیوې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، "مور هم وي،‌ بچیان هم وي خو دا په خپل ځای باندې. خو د کومو واقعاتو او پېښو په اړه به چې ملګرو ماته رپورټ راکړ او زه به یې خبر کړم او یا هغه واقعات به ډېر د بې وسۍ وو نو هغو به زه ډېر ځورولم." علي وزیر وړاندې وویل، په زندان کې کړاو زیات وو، اکثره وخت به دی په تنهايۍ کې یواځې ساتل کېده خو دی وايي، "که تاسو د دې وطن او د دې خاورې د حالاتو او واقعاتو په حواله سره او بیا زمونږ د نظریاتي سوچ او فکر په حواله سره وګورئ دا دومره لویه خبره نه ده." علي وزیر وايي،‌ د زندان له دې یواځیتوب نه په ګټې اخېستنې سره یې کله لیکل کول او کله کتابونه لوستل. "ما په زندان کې څه نا څه لیکل کړي دي خو کتابونه مې ولوستل. مثلا د روس په حواله سره چې ټراټسکي وار وو، موزېتنګ وار وو او یا نور داسې کتابونه وو چې له انقلابونو سره تړلي وو.‌ په دونیا کې له دې حالاتو او واقعاتو څخه چې دوی ګټه پورته کړې وه او خپل قام ته یې ګټه پورته کړې وه. خپل قام ته یې د ازادۍ سفر ورکړی وو او خپل قام یې له مشکلاتو څخه راوستی وو.‌ ما داسې ډېر کتابونه لوستي دي." علي وزیر د ۲۰۲۰ م کال ډیسمبر په پېښور کې پولیسو ونیو او وروسته یې د کراچۍ پولسیو ته وسپاره چېرې هغه بیا دوه کاله او دوه میاشتې په زندان کې تېر کړل.‌ په علي وزیر باندې په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو لخوا په دې تور مقدمې درج شوې وې چې د پاکستان د ریاست،‌ پوځ او استخباراتو پرضد یې بیانونه ورکړي. علي وزیر په دغو ټولو مقدمو کې د ضمانت له منظورۍ وروسته بلاخره د ۲۰۲۳ کال د فیبروۍ په ۱۴ نېټه خوشې کړای شو. د ښاغلي وزیر له خوشې کېدو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي و،‌ چې علي‌ وزیر د ریاستي ظلم پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم بندي‌ شوی وو. د پاکستان د بشري حقونو کمېشن او د بشري حقونو ګڼو نړیوالو کمېسیونونو د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

14.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

14.03.2023 امریکا غږ

شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د څلورو وسله والو د وژلو دعوه شوې

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې امنیتي چارواکو د وسله والو پرضد عملیاتو کړي چې پکې یې د تحریک طالبان پاکستان د څلورو وسله والو د وژلو او درېو ټپي کولو دعوه کړې ده.

14.03.2023 ډیوه

پي ټي اېم: ښايي په کراچۍ کې په جعلي مقابلو کې د پښتنو وژنې بيا پیل شوې

په کراچۍ کې د سي ټي ډي په عملياتو کې د وژل شوو کسانو خپلوان وايي، دغه کسان پټ يا ورک نه وو بلکې په اووم مارچ پوليسو او په ساده جامو کې کسانو نيولي او بيا د پوليسو په جعلي مقابله کې وژل شوي دي، او د دوه نورو ګرفتاري ښکاره کړی شوې ده.

14.03.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more