شاته

مطبوعات: بایډن سه شنبه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیدي اعلانوي خو پخپله بایډن وایي خبر ندی

سره لدې چې په امریکا کې د واشنګټن پوسټ مشهورې ورځپاڼې په ګډون ګڼ شمیر مطبوعاتو ویلي چې ښایي جمهور رئیس جو بایډن به راتلونکې سه شنبه د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید کیدو اعلان وکړي خو سپینې ماڼۍ دا خبر نه تائید او نه هم رد کړی.

د فرانس پریس خبري اژانس یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ۸۰ کلن بایډن به سه شنبه د کاندیدۍ اعلان وکړي او که نه پخپله جمهور رئیس جمعه اپریل ۲۱ (غوایي لومړۍ) وویل، " نه پوهیږم".

دا لومړی ځل ندی چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د ښاغلي بایډن د کاندید کیدو خبر تودیږي.

یو شمیر کسان چې د دې موضوع په هکله معلومات لري ویل یې چې ښایي اعلان به د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري په میاشت کې وشي، بیا همداسې فبروري او د اپریل په میاشتو کې خبرې تودې وي خو بیرته سړې شوې او اعلان هم ونشو.

راتلونکې سه شنبه اپریل ۲۵ د ۲۰۱۹ کال د هغې ورځې سره برابره ده چې جمهور رئیس جو بایډن د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په مقابل کې د کاندید کیدو اعلان وکړ او بیا یې ماتې هم ورکړه.

په متحده ایالاتو کې د انتخاباتو څارونکي وایي دا ځل به هم د ښاغلي بایډن اعلان کوي قوي پیغام ولري ځکه چې په مقابل کې یې یوازینی غښتلی سیال هماغه مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دی.

ټرمپ تیر کال د نومبر میاشتې په ۱۵ مې نیټې په رسمي توګه ځان د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید کړ.

ښاغلي ټرمپ چې په فلوریډا ایالت کې په خپل استوګنځای پام بیچ کې خبري کې وویل:" ددې لپاره چې امریکا یوځل بیا خپل پخواني عظمت ته ستنه کړو، نن د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست ټاکنو کې په خپله نامزادي اعلانوم."

د ټرمپ د وینا ډیره برخه د اوسني ولسمشر جوبایډن پر کارونو په نیوکو او د خپلې دورې په بریاوو متمرکزه وه. دونالډ ټرمپ وویل:" دوه کاله مخکې موږ لوی ملت وو او ډیر ژر به بیا لوی ملت شو."

نوموړي دقیقا د امریکا د منځمهاله ټاکنو یوه اوونۍ وروسته چې له ملاتړ څخه یې یو شمیر برخمنو کاندیدانو کمزورې پایلې درلودې، خپله کاندیداتوري اعلان کړه.


د ښاغلي ټرمپ تر څنګ په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانۍ سفیرې نیکې هیلې هم د امریکا د ۲۰۲۴ د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپله کاندیداتوري اعلان کړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه ۵۱ کلنه مېرمن د جنوبي کارولینا مخکنۍ والۍ هم وه او پلار یې له هند څخه متحدو ایالتونو ته کډوال شوی و.

میرمن هیلي د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي وو چې که د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته " ټرمپ ځان کاندید کړي، زه نه درېږم" خو هغې بیا وروسته وویل چې د امریکا د اقتصاد په ګډون «ډېر مسائیل بدل شول» او دا غواړي چې د «نوي نسل د تغیر» برخه شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۲۴ د اکتوبر په میاشت کې پلان شوي دي. په تېرو ټاکنو کې جوبایډن دونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.