شاته

امریکايي پوځ سوډان کې د امریکې سفارتخانه خالي کولو دپاره تیاری کوي 

د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن ویلي امریکايي پوځ په سوډان کې امریکايي سفارتخانه د خالي کولو په لارو چارو غور کوي، دا په داسې حال کې چې د صدر جوبایډن حکومت ګوري چې یا خرطوم نه سفارتي عمله راوباسي او که نا؟

د سوډان د امیني ځواکونو د دوه څانګې د تېرې هفتې راهسې د یو بل سره په جنګ کې ښکیل شوي دي. رپورټونه وايي په جګړه کې په سلګونو کسان وژل شوي او متحده قومونو د انساني بحران د پېدا کېدو خبرداری کړی او د سرښار خرطوم هوايي اډه د مخالفینو په جګړې کې ګېره ده.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، اسټن د جمعې په ورځ‌ په جرمني کې خبري غونډې ته وویل په سوډان کې یې ځېنې ځواکونه ګمارلي دي چې که څه امر ورته وشې چې دوی تیار وي خو لا ورته د انخلا په اړه څه نه دي وېل شوي. هغه زیاته کړه په دې اړه لا څه فېصله نه ده شوې.

د روېټرز په قول دوو چارواکو ادارې ته ویلي چې د سفارتخانې نه د انخلا په اړه فېصله زر متوقعې ده خو دا نه ده معلومه چې ایا د دې په اړه به رسمي اعلان کولی شي او که نا؟

د امریکې د پوځ مشر جنرل مارک مېلي د جمعې په ورځ د سوډان د پوځ مشر جنرل عبدالفتح البرهان سره په سوډان کې امریکایانو د خېر خېريت په اړه ټېلې فون خبرې وکړې. دا خبره د جنرل مېلې دفتر وکړه.

د وایټ هاوس د قامي سلامتيا شورا ترجمان جان کربي صدر بایډن دا هفته یو منصوبه منظوره کړه چې ترمخه یې امریکايي سفارتکارانو د انخلا په اړه ځواکونه متحرک کړي دي.

رویټرز وايي په داسې حال کې چې د خرطوم هوايي اډه په جنګ کې ګېره ده او فضايي حدود محفوظ نه دي د امریکې، جاپان، جنوبي کوریا، جرمني او سپېن‌ خپله سفارتي عمله نه شي راوېستلی.

یو مغربي سفارت کار وویل د سوډان په موجوده صورتحال کې د سفارتکارانو انخلا انتهايي مشکل کار دی او داسې ښکاري چې د امریکایانو توجه په ډزبندۍ ده چې په مهال یې سفارتي عمله راوباسي.

مغربي سفارتکار وویل خانه جنګي په سرښار کې شروع شوې ده، جګړه هغه ځای کېږي چېرته چې سفارتخانې او هوايي اډه ده او انخلا "غیرمعمولي مشکل" کار دی.

د جمعې په ورځ د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په سوډان کې د یو امریکايي شهري د وژل کېدول تصدیق وکړو.

متحده قومونو هم ویلي چې کوښښونه کوي چې عمله محفوظو ځایونو ته منتقل کړي او یې د سوډان نه راوباسي.

سوېټزرلېڼد د جمعې په ورځ وویل چې شهریان سوډان نه د راوېستلو په لارو چارو غور کوي او سویډن وویل سفارتي عمله او کورنۍ په زر تر زره د سوډان نه راوباسي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوی دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00