شاته

د امریکې سپریم کورټ حمل د ختمولو دوا ته لاس رسی په عارضي ډول برقرار وساتلو

د امریکې سپریم کورټ د جمعې په ورځ خپله فېصله کې حمل د ختمولو یا ابورشن دوا "مېفه پرېسټون" ته لاس رسی په عارضي ډول برقرار وساتلو.

عدالت دغه فېصله د صدر جوبایډن د حکومت او د دوا سازې کمپنۍ ډېنکو لېبارټریز په خواست وکړه چې ترمخه به یې ښځې مېفه پرېسټون نومې مانع حمل دوا ته لاس رسی لرلی شي.

د سپریم کورټ د فېصلې په نتیجه کې به د ټېکسس ریاست د وفاقي جج هغه ابتدايي امر معطل شي چې دا میاشت یې د مانعې حمل په دوا قدغن لګولی و.

د سپریم کورټ د نهو ججانو د ډلې نه دوو زاړه پاله یا کنزروېټیو ججالو د جمعې په ورځ د اکثریتي فېصلې خلاف رای ورکړې.

د صدر بایډن حکومت سپریم کورټ ته خواست کړی و چې تر څو پورې په زېلي عدالت کې د مانع حمل دوا په اړه مقدمه نه وي ختمه شوي، مېفه پرېسټون ته لاس رسی دې دوامداره وساتل شي.

د اپرېل په اووه نېټه د ټېکسس ریاست یو وفاقي جج مانع حمل دوا ته په لاس رسي قدغنونه ولګول.

د ټېکسس جج دغه فېصله د ابورشن یا د حمل ختمولو د مخالفینو او د ډاکټرانو په خواست وکړه.

د ډاکټرانو او د ابورشن مخالفینو دریځ و چې فوډ اېنډ ډرګ اېډمېنسټرېشن یا اېف ډي ای چې د دوایانو د معیار څارنه کوي، د مېفه پرېسټون د ګټو او نقصاناتو په اړه په مکمله کچه مطالعه نه ده کړې او په کال ۲۰۰۰ کې يې د دې د استعمال اجازت ورکړی دی.

د ټېکسس د وفاقي جج فېصلې مېفه پرېسټون ته په لاس رسي محدودیت ولګولو. د دغه فېصلې په ضد عدالت ته خواست یا اپيل شوی دی.

امکان دی چې د دوا مقدمه به بالاخر سپریم کورټ ته راورسېږي او په داسې حال کې چې د ټېکسس د فېصلې خلاف په اپیلونو فېصله کېږي مېفه پرېسټون به لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې دستیابه وي.

په امریکا کې د حمل ختمولو په نیمايي کېسونو کې مېفه پرېسټون استعمالېږي او په کال ۲۰۰۰ کې د اېف ډي ای د منظورۍ نه پس پېنځه مېلین ښځو دا دوا استعمال کړې ده او د صحت لوی تنظیمونه دا محفوظه ګڼي. په موجوده وخت کې دا دوا د لومړو لسو هفتو حمل بغیر د اپرېشن ختمولو دپاره استعمالېدلی شي. مېفه پرېسټون ډاکټر ته د تګ نه بغیر هم اخیستل کېدی شي.

کله چې د ټېکسس جج مېفه پرېسټون ته په لاس رسي محدودیت ولګولو نو دغه وخت صدر بایډن په یو بیان کې وویل چې جج د اېف ډي ای رای په خپله فېصله بدله کړه.

بایډن وویل که د عدالت فېصله په ځای وساتل شي نو د اېف ډي ای یوه نسخه به هم "د داسې ډول سیاسي او نظریاتي حملو" نه محفوظ نه وي.

د مېفه پرېسټون په سر جګړه په داسې حال کې کېږي چې تېر کال د سپریم کورټ زاړه پاله اکثریت د رو ورسېس وېډ نومې فېصله مسترد کړه.

د رو ورسېس وېډ په عنوان فېصله کې سپریم کورټ ابورشن یا حمل ختمول قانوني کړي وو. عدالت وویل دا د ریاستونو انفرادي خوښه ده چې حمل ختمول قانوني او که غیر قانوني ټاکي.

په تېرو څو کلونو کې اېف ډي ای مېفه پرېسټون ته لاس رسی اسان کړی دی. اېف ډي ای مخکې د اووه هفتو حمل ختمولو دپاره د مېفه پرېسټون د استعمال منظوري ورکړې وه. په کال ۲۰۱۶ کې اېف ډی ای یې دا وخت لسو هفتو ته وغځولو.

په ۲۰۲۱ کې اېف ډی ای په ډاک هغو ریاستونو د مېفه پرېسټون د لېږل کېدو اجازت ورکړو چېرته چې په دوا پابندي نه شته.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00