ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان پوځ به د انتخاباتو لپاره امنیت ټینګ کړي؟

واشنګټن ـــــ د پاکستان پوځي ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودهري نن (د اپرېل په ۲۵مه) مطبوعاتي کانفرنس کې دا باور ور نه کړای شو چې که په هېواد کې ټاکنې کېږي نو پوځ به یې د امنیت ټینګولو لپاره ځای پر ځای شي او که نه؟ جنرل چودهري د ترهګرۍ پر ضد په راولپینډۍ ښار کې خبریالانو ته په هېواد کې د ترهګړۍ په اړه د پوځي اپرېشن معلومات ورکول.  په ناستو خبریالانو کې ځينو د هغه نه څو واره دا پوښتنه وکړه چې که راتلونکې میاشت د سپریم کوټ په حکم په پنجاب کې انتخابات کېږي نو پوځ به یې امنیت وساتي؟  جنرل چودهري نزدې هر ځل یو ځواب تکرار کړو او وې ویل چې پوځ په دغه اړه خپل دريځ د پاکستان سپریم کوټ او د دفاع وزارت سره شریک کړی دی. د پاکستان سپریم کوټ روانه میاشت د اختر نه وړاندې په پنجاب صوبه کې د مۍ په ۱۴مه د صوبايي اسمبلۍ لپاره د ټاکنو کولو حکم کړی وو. په مرکز کې د پاکستان واکمن اېتلافي حکومت په یاده نېټه د انتخاباتو نه کولو پلان لري او د سپریم کوټ په فیصله یې سختې نیوکې کړې دي. مطبوعاتي رپوټونه وايي چې د پوځ د استخباراتو مشرانو هم سپریم کوټ ته ویلي چې په هېواد کې د ترهګرۍ پرضد د جګړې له امله، د ټاکنو لپاره امنیت ورکولی نه شي.  پوځي ویاند د دغه ډول رپوټونو نه پخلی وکړو او نه یې رد کړل. د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري خبري غونډې ته وویل، روان کال تراوسه پورې په ملک کې د ترهګرۍ غټې وړې 436 پېښې شوي چې پکې 293 کسان وژل شوي او 521 ژوبل شوي دي. هغه وويل تر ټولو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې شوي، چې پکې په 219 پېښو کې 192 کسان وژل شوي او 330 ژوبل شوي دي. د پوځ د شمېرو ترمخه په بلوچستان کې 206 پېښو کې 80 وژل شوي او 170 ژوبل شوي دي. پنجاب کې په پينځه پېښو کې 14 کسان وژل شوي درې ژوبل، او سیند کې په شپږو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي. د پوځ وياند وويل، روان کال امنيتي ځواکونو د ترهګرو او د هغو د سهولت کارو پرضد 8269 لوی واړه عمليات کړي دي او 1535 ترهګر یې وژلي يا نيولي دي. په خېبرپښتونخوا کې 3591 عملياتو کې 129 ترهګر وژل شوي او 129 نيول شوي دي، بلوچستان کې په 4040 عملیاتو کې 25 وژل شوي 129 نيول شوي، پنجاب کې په 119 عملياتو کې نه څوک نيول شوی او نه وژل شوی او سيند کې په 519 عملياتو کې درې ترهګرو وژل شوي او 398 نيول شوي دي. هغه زياته کړه د ترهګرۍ پرضد هره ورځ د 70 نه زيات عمليات پوځ، پولیس او نورې ادارې ترسره کوي او دا وخت په پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا ممنوعه علاقه نشته خو په ځینو ځایونو کې د ترهګرو تشکيلات فعاله دي او د هغو پرضد هره ورځ عمليات کیږي.

25.04.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

25.04.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ځانګړی همغږی کوونکی وټاکه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د ترکیې دپلومات فریدون سینیرلی اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش په توګه وټاکه.

25.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د طالبانو د مخالفینو دویمه سیاسي غونډه د اتریش په پلازمېنه، ویانا کې دوام لري. لومړۍ غونډې ته په کتو له دویم مجلس نه څه تمه کیدی شي؟

25.04.2023 امریکا غږ

سودان کې ۷۲ ساعته اوربند؛ بهرني هېوادونه د خپلو اتباعو د ایستلو هڅه کوي

ډیری هیوادونه په داسې حال کې سودان څخه د سرک، هوا او سمندر له لارې د خپلو اتباعو او دپلوماتانو د ایستلو هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د اردو او ملېشه ځواکونو تر د ۷۲ ساعتونو اوربند اعلان شوی دی.

25.04.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا ټلویزیون د سې شنبې په خپرونه کې په سوډان کې دلنډمهالي اوربند، په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي او په سوات دره کې د یوې زورورې چاودنې د زیانونو په اړه مهم خبرونه خپروو

25.04.2023 امریکا غږ

سینګاپور کې د یو قاچاقبر د اعدام حکم ته د ملګرو ملتونو غبرګون: پدې حکم بیا غور وکړئ 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن د اپریل ۲۵ (غوایي ۵) له سینګاپور وغوښتل چې د یو کیلوګرام چرس د قاچاق په تور د یو سړي په اعدام "سمدستي بیا غور وکړي".

25.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

25.04.2023 امریکا غږ

بایډن د امریکا د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته نوماندي اعلان کړه 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) د راتلونکي کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته بیا ځان کاندید کړ، د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاملا هریس بیاهم د هغه د مرستیالې په توګه انتخاباتي کمپاین ته مخه کوي.

25.04.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایچ او: افغانسان کې د ملاریا ۹۰ ٪ پیښې تیر کال ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې وې

د روغتیا نړیواله اداره وايي، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اوړم میلادي کال ۲۰۲۱ پرتله په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ پیښې ۴۵ فیصده زیاتې ثبت شوي، چې نوي فیصده یې ددغه هیواد په څلور ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

25.04.2023 امریکا غږ

د بشري حقونو څار ډله: ایراني‌ چارواکو د لاریونونو په ځپلو کې په ماشومانو هم تیری کړی

واشنګټن- د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د ایران امنیتي ځواکونو چې په دغه هېواد کې لاریونونه ځپي، ماشومان هم وژلي، شکنجه کړي او پرې جنسي تیری یې کړی. هیومن رایټس واچ (اچ ار ډبلیو) د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو خپور کړي راپور کې ویلي، "ایراني چارواکو همدارنګه له حقوقي خوندیتوب څخه په سرغړونې، ماشومان هم نیولي،‌ ترې پلټنې یې کړي او شکنجه کړي او قاضیانو د ماشومانو کورنۍ دې ته نه دي پریښي چې د هغوی د دفاع لپاره وکیلانو وګماريي، ماشومان یې په غلطو تورونو محاکمه کړي او د ماشومانو له محکمو څخه د باندې یې د هغوی دوسیې مخې ته وړي." د بشري حقونو ډلې ویلي، چې ایران د ماشومانو د بېرته خوشې کېدو مخه نیولې چې بېرته ښونځیو ته ولاړ شي او چارواکو د هغوی په کورنیو باندې بندیز لګولی چې د خیر ښېګڼې په ټولنیزو پروګرامونو کې به برخه نه اخلي. د بشري حقونو د څآر د ډلې لوړ پوړې څېړونکې تارا سپېهري فار په راپور کې ویلي،‌ چې ایران له پولیسو سره د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د تېرو اوو میاشتو راهیسې په روانو لاریونونو کې حتی "د ماشومانو د خاموشه کولو" لپاره هم له دولتي زور څخه کار اخیستی. سپېهري فار وویل، "ایراني رهبرانو خپل له ظلمه ډک امنیتي ځواکونه پریښي چې په ماشومانو جنسي تیری وکړي او هغوی شکنجه کړي او ماشومان یې هم له خندونکو غیر عدلانه محاکمو څخه نه دي جلا کړي.‌" په دغه راپور کې هغه اسناد هم راغلي،‌ چې چارواکي په دې کې پاتې راغلي چې ماشومانو ته طبي مرستې ورسوي لکه د یو ۱۳ کلن ماشوم پښتۍ چې یې د وهلو پر وخت ور ماتې کړې دي. په راپور کې هغه اسناد هم راخیستل شوی چې د ښونځي یو زده کونکی په نومبر کې له نېول کېدو وروسته د اوږده وخت لپاره شکنجه کېږي ‌او ورته برقي شاتونه ورکول کېږي.

25.04.2023 ډیوه

د سوات په چاودنه کې د وژنو شمېره 17 ته رسېدلې، پوليس وايي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې د تېر ماسخوتن په چاودنو کې د وژنو شمېره 17 ته رسېدلې او په پېښه کې 51 کسان ژوبل شوي دي، پوليس چارواکي وايي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي خو ښکاري چې د تاڼې په مالخانه کې موجود بارود او نوره وسله چاودلې او چاودنې شوي دي.

25.04.2023 ډیوه

د سوډان په جګړه کې ښکېلو غاړو د درې ورځني اوربند د ساتلو ژمنه کړې

واشنګټن – د سوډان په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا لخوا د سختو مذاکراتو وروسته درې ورځنی اوربند شوی. د جګړې دواړو غاړو، د سوډان وسلوالو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو اعلان کړی چې اوربند به ساتي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن په یو بیان کې ویلي، "د جګړې د دوامداره خاتمې لپاره به امریکا د سیمې او نړیوالو شریکانو او د سوډان له ملکي اړخونو سره په همغږۍ د یوې داسې کمېټې په جوړېدو کې مرسته وکړي چې په سوډان کې به د مذاکراتو، پایلو او د تاوتریخوالي د تل پاتې درېدو او بشري حالاتو څارنه کوي." بلنکن زیاته کړه، چې امریکا به د سوډان له ډلو سره " په سوډان کې د ملکي حکومت د بېرته راتلو د ګډ هدف لپاره" کار وکړي.‌ د ملګروملتونو ادارو ویلي، چې په سوډان کې د جګړې د پيل یعنې د اپرېل له ۱۵ نېټې راهیسې لږ تر لږه ۴۲۷ کسان وژل شوي او تر ۳۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي. د ملګروملتونو عمومي منشي انټوني ګوټېریش د ګل یا دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غړو باندې غږ وکړ، چې "له ډلو سره دې د تاوتریخوالي په ختمېدو، د نظم په بېرته راتلو او ډیموکراټیک بدلون ته د لارې د جوړېدو په برخه کې زیاته هڅه وکړي." ټاکل شوې ده چې د امنیت شورا به د نهې یا سې شنبې په ورځ د سوډان په اړه یوه غونډه هم وکړي. ګوټېریش همدارنګه وویل، ملګري ملتونه سوډان نه پرېږدي خو په لنډ مهاله توګه یې خپل په سلګونو کارکونکي د هېواد په دننه او بهر کې نویو ځایونو ته وړي دي. کاناډا،‌ مصر،‌ فرانسه، جرمني، ایټالیا، سویډن او امریکا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له سوډان څخه د بهرنیو اتباعو په ویستلو کې له الوتکو او کاروانونو کار اخلي. د امریکا د حکومت اکثره هغه کارکونکي چې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه وېستل شوي وو د ګل یا دوشنبې په ماسپښین واشنګټن ته رسېدلي. د برتانیې د بهرنیو چارو دفتر ویلي، چې دوی د نهې یا سې شنبې په ورځ له سوډان څخه د خپلو کسانو د وېستلو بهیر له خرطوم څخه د باندې له یوه هوايي‌ ډګر څخه پیل کړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې اکثره کسان یې په خوندي توګه وېستل شوي دي.‌ په ورته وخت کې ځینې سوډانیانو په خپله هم د ځآن د ساتلو لپاره په موټرو او بسونو کې په خطرناکو لارو د تښتېدلو پرېکړه کړې.‌

25.04.2023 ډیوه

اوچا: روان کال کې تراوسه د افغانستان د اړتیا وړ پیسو یوازې ۵.۴ فیصده یې برابرې شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر' اوچا' یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

25.04.2023 امریکا غږ

روسیې په افغانستان کې پاتې شوو امریکايي وسلو ته د تروریستانو پر احتمالي لاسرسي اندیښنه ښودلې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شوو وسلو په شتون اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغو وسلو ته د تروریستانو د زیات لاس رسي او د سیمې د کړکیچ تر اغیزو لاندې برخو کې ورڅخه د کار اخیستلو احتمال شته دی.

25.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more