ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نواز شریف په سعودي کې له شهزاده سلمان سره د پاکستان پر اقتصادي ستونځو خبرې کړې دي

واشنګټن ـــــ د پاکستان درې ځله مخکینی وزیراعظم نواز شریف له لندنه تېره اوونۍ د عمرې لپاره سعودي عرب ته تللی او د مرکزي وزیرې په وینا هلته یې له شهزاده محمد بن سلمان سره لیدلي دي، خو سعودي حکومت د دې ملاقات په اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزېب د جمعې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د نواز شریف او ولیعهد شهزاده بن سلمان د ملاقات پر وخت مریم نواز هم هلته موجوده وه: "مشرانو د سعودي او پاکستان د ورورۍ اړیکو پر لا ښه کولو او پاکستان ته د ور پېښو ستونځو پر حل کولو خبرې وکړې". مریم اورنګزېب دا نه دي ویلي چې دغو دوو مشرانو کله او د سعودي په کوم ښار او کوم ځای کې سره لیدلي دي او نه د سعودي حکومت تر اوسه د دې لیدنې په اړه رسنیو ته څه ویلي دي. مرکزي وزیرې له ټویټ سره د ملاقات کوم عکس هم نه دی خپور کړی او د مسلم لیګ نواز ګوند رسمي ټویټر پاڼې هم تش د نواز شریف، مریم نواز او شهزاده سلمان د لیدو خبره کړې ده. د پاکستان د ډان انګرېزي ورځپاڼې د خبر له مخې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز سعودي ته د اپرېل پر 11مه رسېدلي چې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره عمره وکړي. وایي نواز شریف له لندن او لور یې له پاکستانه ورغلې وه. مریم نواز د اپرېل په 13مه پر خپل ټویټر دوه عکسونه خپاره کړي چې پکې لیدل کېږي دې توره عبایا یا چادري او نواز شریف احرام اغوستی دی، خو له سعودي شهزاده سره د لیدو خبر او عکس یې نه دی خپور کړی او یواځې د دې ملاقات په اړه د «جیو نیوز» رپوټ یې بیا ټویټ کړی دی. ډان لیکي چې د نواز شریف او شهزاده سلمان ملاقات په داسې وخت شوی چې پاکستان له شدید مالي بحران سره مخ دی او سعودي له پاکستان سره د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د تړون لپاره دې ادارې ته ډاډ ورکړی وو چې پاکستان ته به پور ورکړي. شهزاده سلمان په جنورۍ کې د پاکستان د اقتصادي ملاتړ ډاډ ورکړی وو او د سعودي پرمختیایي فنډ (ایس ډي ایف) ته یې ویلي وو، د پاکستان په سټېټ بېنک کې د جمع پیسو کچه دې 5 ارب ډالره کړي. دا په تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو کې لومړی ځل دی چې نواز شریف له لندنه بهر سفر کړی دی. هغه د 2019م کال په نومبر کې د علاج لپاره لندن ته تللی وو او له هغه راهیسې پاکستان ته نه دی ستون شوی. نواز شریف په 2018م کال د العزیزیه او اېون فیلډ مقدمو کې د درغلۍ په تور لس کاله سزا شوی او جېل ته هم لېږل شوی وو خو بیا د اسلام اباد هایکورټ په امر د علاج لپاره لندن ته لاړ او تر اوسه هملته اوسېږي.

21.04.2023 ډیوه

د تورخم شته ملبه لا نه ده لرې کړی شوې دپاسه پرې نور غر راښويېدلی دی

د خېبرپښتونخوا په تورخم کې چې څلور ورځې وړاندې کوم غر راښويېدلی لاندې ترې خلک او مال وړونکي ګاډي ګېر شوي وو، هغه ملبه چې تر اوسه لا ټوله نه ده لرې کړی شوې، نن پرې دپاسه نور غر راښویېدلی دی.

21.04.2023 ډیوه

د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک په اړوند عدالتي اصلاحاتي مسوده قانون جوړ شو

د پاکستان د قامي اسبملۍ سيکرټرېټ د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک يا اختیاراتو په اړوند عدالتي اصلاحاتي قانوني مسوده [سپريم کورټ پرېکټس اېند پروسيجر بل] قانون جوړ شوی او رسمي اعلاميه یې جاري کړی شوې ده.

21.04.2023 ډیوه

بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د مدني فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې

افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له خوا په خپلسر د مدني فعالانو او نورو افغانانو پر نیولو انتقاد کړی او د دغې ډلې له بند څخه یې د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

21.04.2023 امریکا غږ

د افغانستان د بشري حقونو کمیشن: آمنه محمد دې بخښنه وغواړي. یو این: غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه نه ده

واشنګټن ــــ د افغانستان د بشري‌ حقونو خپلواکه کمېشن وایي د ملګرو ملتونو د مرستیالې مشرې هغه خبرې د اندېښنې وړ دي چې وایي د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره به کانفرنس جوړ کړي او له هغې یې غوښتي چې له افغانانو خصوصاً له ښځو دې بخښنه وغواړي. د ملګرو ملتونو د مشر مرستیال ویاند فرحان حق وایي د افغانستان په اړه راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو رابلل شوې غونډه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو باندې تمرکز نه کوي او باید په دې اړه څه غلط فهمي موجوده نه وي. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن اوس له هیواده بهر فعالیت کوي او د پنجشنبې- زیارت په ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، طالبانو د ښځو په ګډون د خلکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او نړیوالو بشري اصولو یې پراخې سرغړونې کړې دي نو په داسې حال کې د هغوی د رسمیت پېژندنې خبره د اندېښنې وړ ده. د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې آمنې محمد په تېرو ورځو کې د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې د یوې غونډې ګډونوالو ته په تازه وینا کې ویلي وو، ملګري ملتونه هیله لري هغه کوچني ګامونه ولټوي چې دوی بیرته [د طالبانو] د پېژندنې لارې ته را ستانه کړي خو وایي د دې لپاره خپل شرطونه دي: "یوه اصولي پېژندنه، آیا دا ممکنه ده؟ زه نه پوهېږم، [خو] باید پر دې باندې بحث وشي. ښکاره خبره ده طالبان په رسمیت پېژندل غواړي او دا یو اغېز دی چې موږ یې [پر دوی] لرو". اې آی ایچ آر سي ویلي، د آمنه محمد څرګندونې بې پروا، د سپکاوي وړ او د افغانستان خلکو ته زیان رسوونکې بللې دي او له هغې یې غوښي چې له افغانانو، د وژل شویو کسانو له کورنیو خصوصاً له ښځو، د بشري حقونو له فعالانو او هغو بې ګناه کسانو بخښنه وغواړي چې د طالبانو اوس په بند کې ساتلي دي: "طالبان ملي قانوني حیثیت نه لري، له جمهوري اقدارو او د بشري حقونو له اصولو سره په تضاد کې هم دوی د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له خوا د یوه قانوني حکومت په توګه په رسمیت پېژندل نامناسب کار دی". کمیشن د مېرمن آمنه محمد خبرې د افغانانو د مرضۍ سپکاوی بللی چې وایي په تېرو څه کم دوو کلونو کې په کابل او نورو ولایتونو کې د خپلو بنیادي بشري حقونو لپاره د احتجاج کوونکو ښځو مبارزې او د طالبانو له خوا د وژل شویو بې ګناه کسانو بچیو او کورنیو ته پکې پام نه دی شوی. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د مرستیالې دغو څرګندونو ته په تېرو درو ورځو کې د امریکې په ګډون د نړیوالې ټولنې او افغانانو له خوا کلک غبرګونونه ښودل شوي دي خو هغې تر اوسه بیرته د خپلو خبرو سپیناوی او د خلکو اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی. تر دغو غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو د مشر ویاند سټیفن دوجاریک د اپرېل پر 19مه په خبري غونډه کې د طالبان د رسمیت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د وروستیو څرګندونو په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل: "په رسمیت پیژندل د [ملګرو ملتونو د] غړو هیوادونو کار دی. دا حقیقت د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ ولاړ دی او په دې کې د پوښتنې هیڅ ځای نه شته." سټیفن دوجاریک وویل، د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېریش په مشرۍ غونډه به د مې په لومړۍ او دویمه د قطر په پایتخت دوحه کې کېږي او د افغانستان لپاره د هېوادونو استازي به پکې د خپلو ګډو مقصدونو په بنیاد د افغانستان د حالاتو د دایمي حل لپاره خبرې وکړي.

21.04.2023 ډیوه

په ټویټر د نړۍ د مهمو شخصیاتو اؤ ادارو د اکاونټونو نه شنې نخښې لرې کړل شوې

په ټولنیزه رسنۍ ټویټر دنړۍ دګڼ شمیر مهمو شخصیاتو اؤ ادارو داکاونټونو نه شنه نخښه یا بلیو ټک ختم کړی شوی دی چې په دغو شخصیاتو کې دمایکرو سافټ کمپنۍ د باني بل ګیټس ترڅنګ دافغانستان پخوانی صدر اشرف غني اؤ دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان هم شامل دي. پروسږکال په اکتوبر کې دنړۍ شتمن شخص ایلون مسک ددغه رسنۍ له اخستو وروسته اعلان کړی ؤ چې وروسته له دې به په ټویټر شنه نخښه یوازې هغه چاته ورکول کیږي څوک چې یې میاشتنی فیس ورکوي. په پاکستان کې ددغه شنې نخښې ترلاسه کولو لپاره ټویټر میاشتنی فیس 2250 روپۍ ټاکلی دی اؤ دنړۍ نورو هیوادونو کې دا فیس د 8 نه تر 11ؤ ډالر تړل شوی دی. ایلون مسک ویلي وؤ د20م ابریل نه به دټویټر داکاونټونو نه دویړیا شنې نخښې د لرې کولو لړۍ پیل کیږي اؤ ددغه نیټې سره سم دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې دګڼ شمیر وتلو شخصیاتو اؤ ادارو داکاونټونو نه شنې نخښې لرې کړل شوې دي. دایلون مسک له لوري په ټویټر اکاونټونو د شنې نخښې دپیسو اخستو داعلان سره هم دټویټر ګڼ شمیر فعالانو، مهمو شخصیاتو اؤ‌ ادارو مخالفت ښودلی اؤ اندېښنې یې ښکاره کړي دي چې دې ګام سره به جعلي اکاونټونه هم دپیسو په زور داصلي اکاونټونو په توګه پېژندل کیږي. په ټويټر دمایکرو سافټ کمپنۍ دباني بل ګیس دفالورز یا تعقیبوونکو شمیره 62.4 میلیونه ده خو دهغه داکاونټ نه شنه نخښه ختمه کړل شوې ده دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان 19.1میلیونه خلکو تعقیب کړی دی خو اوس دهغه داکاونټ نه هم شنه نخښه ختمه کړل شوې ده. دافغانستان دپخواني صدر اشرف غني فالورز یا تعقیبوونکي 11لکه دي اؤ دهغه داکاونټ شنه نخښه هم لرې کړل شوې ده. دهندي فلمونو دوتلی ستوري امتیابهـ بچن دفالورز شمیره 48.4 ده اؤ شاه رخ خان 43.4میلیونه فالورز لري خو شنې نخښې ترې بېرته اخستل شوې دي. دامریکې دنیویارک ټایمز ورځپانې دتعقیبوونکو شمیره 55میلیونه ده اؤ په شنه نخښه دپیسو اخستو داعلان سره یې مخالفت ښودلی ؤ چې اوس له دغې ادارې هم شنه نخښه لرې کړل شوې ده. پاکستان کې د نورو سترو،سترو سیاستدانانو اؤ د ژوند دنورو مدونو سره دتړلو مهمو شخصیاتو،سیاسي ګوندونو اؤ ادارو داکاونټونو شنې نخښې هم ختمې کړل شوي دي. دپاکستان دکومو مهمو سیاستدانانو داکاونټونو نه چې شنې نخښې ختمې کړل شوي هغې کې دپیپلز ګوند بلاول بوټو زرداري ،دمسلم لیګ نواز ګوند مریم نواز،دتحریک انصاف شاه محمود قریشي،دجماعت عملء اسلام مولانان فضل الرحمان ،دعوامي نیشنل ګوند ایمل ولي خان،دجماعت اسلامي سراج الحق، دپښتون تحفظ موومنټ منظور احمد پښتین، دملي جمهوري غورځنګ محسن داوړ اؤ داسې ګڼ نور شامل دي . همدا شان پاکستان کې دګڼ شمیر سیاسي ګوندونو، غیر دولتي سازمانونو اؤ دولتي محکمو داکاونټونو نه هم شنې نخښې بیرته اخستل شوي دي

21.04.2023 ډیوه

بشري حقونو کمیسیون: میرمن امینه محمد دې د خپلو څرګندونو له امله له افغانانو بخښنه وغواړي

د "طالبانو د رسمیت پیژندلو" په سر د بحث لپاره د یو کنفرانس د جوړولو په اړه د ملګروملتونو دعمومي منشي مرستیالې میرمن امینه محمد څرګندونو ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له میرمن محمد څخه غوښتي، چې له افغانانو څخه دې بخښنه وغواړي.

21.04.2023 امریکا غږ

غني د اختر په مناسبت پیغام کې طالبان د واک په انحصار تورن کړي

د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني په ګډون یو شمیر افغان سیاسي مشرانو د کوچني اختر په مناسبت په خپلو پیغامونو کې افغانستان کې د سیاسي مشارکت او نجونو او ښځو د تعلیم او کارپه ګډون ځینې مسلې یادې کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

21.04.2023 امریکا غږ

د کنټرول لاین ترڅنګ په هندي پوځیانو بمي برید کې پینځه هندي عسکر وژل شوي

د لانجمن کشمیر د ویشونکې پولې یا لاین اف کنټرول ترڅنګ سیمه مینډهر کې د شکمنو وسله والو په برید کې پینځه هندي پوځیان وژل شوي او یو بل سخت ژوبل شوی دی. په جمو کې د هندي پوځ یو ویاند ویلي دا برید د زیارت/پنجشنبې په ماسپښین شوی چې پینځه عسکر په کې وژل شوي او بل سخت ژوبل دی چې داکټران یې د ژوند ژغورلو هڅې کوي. ویاند ویلي برید کوونکو په پوځي ګاډو لاسي بم غورځولی چې "غالباً" هم له دې کبله په ګاډي اور لګیدلی دی. ویاند لیفټننټ کرنل دیوندر انند ویلي د هندي پوځیانو ګادي د بهمبر ګلۍ نه د پونچهـ ضلعې د سنګیوټ نومې سیمې په لوري روان ؤ چې لاره کې پرې ترهګرو د لاسي بمونو برید کړی دی. هغه ویلي د برید په مهال په سیمه کې سخت باران اورېدو او رڼا هم کمه وه چې د هغې څخه په استفاده ترهګر له سیمې تښېدلي دي. هغه ویلي دې برید کې وژل شوي هندي پوځیان د راشړیه رایفلز یونټ اړوند وؤ چې په سیمه کې یې د تندلارو پرضد عملیاتو ترسره کولو دنده لرله. د دې پېښې په وړومبیو اطلاعاتو کې ویلي شوؤ چې د هندي پوځیانو ګاډی باندې اسماني تندر راغورځیدلی چې د پینځوؤ هندي پوځيانو جسدونه یې نیم سوځولي دی. د هندي پوځ ویاند ویلي دي چې د دې پېښې نور معلومات ترلاسه کولی شي. په سیمه کې هندي پوځ د برید کوونکو د لټون لپاره په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي. د وسله والو په برید کې د پینځو هندي عسکرو د وژنې دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د شنګهایي همکارۍ دسازمان د خارجه وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره راتلونکې میاشت کې هند ته روان دی. د خارجه وزیرانو دغه غونډه په څلورم اؤ پینځم مئ دهند ګوا ښار کې راجوړیږي. په دې وروستیو میاشتو کې دپونچهـ او راجوړي په سرحدي ضلعو کې دبیلتون خوښو تندلارو په فعالیتونو کې اضافه لیدل شوې چې له هغې وروسته دهند پوځ اؤ دنورو امنیتي شبکو ځواکونو په دې سیمو کې دترهګرۍ مخنیوي لپاره ګڼ شمیر ګامونه اخستي دي. ددغو دواړو ضلعو پولې دپاکستان د واک لاندې کشمیر سره لګیدلي دي.   (د وي او ای اردو په مننه)

21.04.2023 ډیوه

د چیف جسټس څرګندونو ته د پي ډي اېم سخت غبرګون: وایي څوک پرې د سټک په زور مذاکرات نه شي کولی

په پاکستان کې د واکمن اېتلاف مشر مولانا فضل الرحمان د سپریم کوټ مشر قاضي او د هغه نورو ملګري قاضیان په یو مطبوعاتي کانفرنس کې یاد کړي او وايي دوی په یوه معززه کرسۍ (څوکۍ) ناست دي او له هغه ځایه د دوی (واکمن اېتلاف) سپکاوی کوي. مولانا فضل الرحمان په سخته لهجه کې ووېل پخوا به په دوی د ټوپک د لارې فشار اچول کېدلو ا او اوس سټک کارول کېږي. هغه ووېل سټک به کارولو ته نه پرېږدي. په پاکستان او زیاتره هېوادونو کې سټک په عدالتونو کې د قاضي په مېز پروت وي او د عدالت یا قاضي د اختیار یو سمبل ګڼل کېږي. مولانا فضل الرحمان د مشر قاضي څرګندونو ته پخپل سخت غبرګون کې دا هم ویلي چې سپریم کورټ باید خپل پوزیشن واضحه کړي چې ایا دا عدالت دی که پنچایت یا جرګه ده؟ مولانا فضل الرحمان ویلي دوی به هیڅکله هم عدالتي جبر منلو ته غاړه کښینږدي. ګرد هیواد کې په یوه ورځ د ټولټاکنو په اړه دقضیې اوریدنې په مهال پرون د زیارت/پنجشنبې په ورځ د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال ویلي چې سیاستدانان دې د اختر نه وروسته نه بلکې هم نن خپلو کې خبرې وکړي او عدالت دې خبر کړي. د مشر قاضي دغو څرګندونو ته خپل غبرګون کې د پاکستان د خارجه چارو وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم ویلي چې په زور څوک په سیاستدانانو خبرې نه شي کولی ځکه چې مذکرات کول د سیاستدانانو خپل کار دی. دا په داسې حال کې ده چې پرون ملک کې په یوه ورځ دانتخاباتو په اړوند دقضیې اوریدنې په مهال د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران عدالت ته وربللي وؤ اؤ هغوي ته یې ویلي وؤ هم نن باید خپلو کې د انتخاباتو په یوه ورځ د کولو په اړوند خبرې وکړي. سپریم کورټ پنجاب صوبه کې انتخاباتو کولو لپاره د مئ14مه نیټه ټاکلې ده خو د پاکستان تحریک انصاف نه پرته نور سیاسي ګوندونه او حکومت غوښتنه کوي چې په ګرد هیواد کې باید په یو وخت ټولټاکنې وشي . د زیارت په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي که ملک کې د ون یونټ دپالیسۍ پځائ کولو سازش روان دی اؤ "مونږ پرون هم د ون یونټ خلاف وؤ او نن یې هم خلاف یو". د هغه وینا وه که چرې یوه صوبه کې مخکې انتخابات وشي نو دهغې اغېزې به په پاتې دریوؤ صوبو هم کیږي. هغه وویل د ولس په وړاندې دسپریم کورټ ټرایل یا مقدمه روانه اؤ عدالت کې چې څه کیږي هغه دافسوس وړ دي. "زمونږ په تاریخ کې عدلیه کې دننه دومره تقسیم نه ؤ، هیله ده چې چیف جسټئ به خپله اداره کې یووالی راولي اؤ خپل منصب به پریږدي". هغه وویل که د ستونزو هواری را ونه ویستل شي نو وفاق اؤ جمهوریت ته ګواښونه پېښ دي خو ددې ترڅنګ یې دا هم واضحه کړه دوئ دجمهوریت دژغورلو هڅه کوي اؤ ددې مقصد لپاره یې دمذاکراتو لپاره لاس پښې وهل پیل کړي دي. د بلاول بوټو وینا وه چې سپریم کورټ یو قانوني فورم دی خو پارلیمان سیاسي فورم دی اؤ "مونږ غواړو چې دهرې دارې عزت دې وکړی شي" هغه وویل د پارلیمان په عزت به هیڅ سازباز ته غاړه کښینږدي. د پاکستان په مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان هم دمشر قاضي په څرګندونو کلکې نیوکې کړي اؤ پخپل غبرګون کې یې ویلي سپریم کورټ چې څه ته لاس اچولی دا ددې ادارې صلاحیت نه دی. هغه وویل عدالت وایي تاسو عمران خان سره خبرې وکړط اؤ په یوه ورځ په الیکشن اتفاق وکړئ ،مونږ دریځ ورکړی دی چې چې سپریم کورټ باید خپل پوزیشن روښانه کړي چې دا عدالت دی که پنجایت(جرګه) دی؟ هغه وویل عمران خان دا مهال دڅلور،پینځوؤ مقدمو سره مخ دی اؤ په دې مقدمو کې نااهله کیدای شي. خو د مولانا فضل الرحمان په خبره عدالت چې دعمران خان لپاره لچک پیدا کولی شي نو د دوي لپاره یې ولي نه شي ؟ "سپریم کورټ دې خپله رویه کې لچک پیدا کړی،مونږ به انصاف منو ،ستاسو څټکو به ونه منو،مونږ داعدالت دا جبر نه تسلیموؤ،که په جبر دفیصلو تپلو هڅه وکړی شوه نو مونږ به د ولس عدالت ته لاړ شو" هغه تور ولګولو چې سپریم کورټ په څرګنده توګه دیو فریق کردار لوبوي اؤ وي ویل که فریق جوړیږي نو بیا باید سیاست ته را اوځي. دحکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر ښاغلي فواد چوهدري دسپریم کورټ له لوري دسیاستدانانو ترمنځ دمذاکراتو په ټینګار خپل غبرګون کې ویلي د دوي ګوند الیکشن ته تیار دی ، دپي ډي ایم سره یې تر اوسه رابطه نه ده شوې اؤ غواړي هم نه چې پي ډي ایم سره تماس ونیسي. دسپریم کورټ مخې ته رسنیو سره خبرو کې فواد چوهدري ویلي دوي غواړي چې اوس باید معاملې دعدالت مخې وي ځکه چې هیڅ یو کار دسپریم کورټ نه بغیر نه کیږي. په 18م اپریل د ملک د دفاع وزارت عدالت ته خواست کړی وو چې عدالت ته دې د سیند او بلوچستان صوبو د مودې په پوره کېدو د ټولو قامي او صوبايي اسمبليانو په يو ځای د انتخاباتو لارښوونه وکړي. د چهارشنبې په ورځ سپریم کورټ کې په یو وخت د انتخاباتو په اړوند د شوې اوریدنې حکمنامه کې واضحه کړل شوې ده چې دسیاسي خبرو عمل به پنجاب کې د انتخاباتو په اړوند په څلورم اپریل دسپریم کورټ لخوا داورول شوې فیصلې نه د مخ ستنولو نه لامل کیږي. د سپریم کورټ حکمنامه کې ویل شوي چې دصوبایي اسمبلۍ ترماتېدو وروسته په 90 ورځو کې انتخابات کول ضروري دي. سپریم کورټ په 14مئ پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو حکومت او الیکشن کمیشن دریځ لري چې په بیلابیلو وختونو کې دهیواد دننه انتخابات کول ممکن نه دي او باید په ګرد هیواد کې په یو وخت انتخابات وکړل شي چې سپریم کورت دالیکشن کمیشن او د دفاع د وزارت دغه خواستونه رد کړي دي.

21.04.2023 ډیوه

د امریکا صدر جو بایډن او مېرمن یې جېل بایډن مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

واشنګټن    - د امریکا صدر جو بایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن په یو مشترک پیغام کې چې وایټ هاوس د زیارت/پنجشنبې په ماښام خپور کړ، د امریکا او بیا د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د وړوکي اختر مبارکي ورکړې ده. صدر بایډن په دې پیغام کې ویلي چې د روژې په میاشت کې د مسلمانانو خیریه کارونو او سخاوت هغه اغېزمن کړی دی. په پیغام کې راغلي دي: "په داسې حال کې چې په دې اختر کې د نعمتونو ستاینه کوو، راځئ یو ځل بیا د امن د برقرارۍ او د ټولو خلکو د حقونو او وقار د تحفظ بې انتها کار ته ژمنه تازه کړو." بایډن د دې ترڅنګ اسلاموفوبیا ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې انتظامیه یې "د اسلاموفوبیا په شمول، د هر ډول نفرتونو [واقعاتو] ته د توجو کولو دپاره ژمنه ده"، او په همدې وجه یې د جګپوړو حکومتي چارواکو سره یوځای، د مختلفو ادارو ترمنځ داسې یوه مشترکه قوا جوړه کړې ده چې د اسلاموفوبیا او ورسره متعلقو چلېنجو مقابله وکړي. په پیغام کې د صدر بایډن له قوله ویلی شوي چې هغه په دې ویاړي چې سږکال یو ځل بیا په وایټ هاوس کې اختر د امریکایي مسلمانانو سره لمانځي. هغه زیاته کړې چې په امریکا کې مسلمانان په لېباټریو، کارخانو، او د ترقي یافته ټېکنالوجۍ د جوړولو په برخو کې، او همدا راز د هنرمندانو، استاذانو، خبریالانو، او نورو کارکوونکو په حیث د امریکا د آینده دپاره کار کوي چې د هغه په وینا، د نورو دپاره سرمشق ګرځېدلی شي. امریکا کې هم د جمعې په ورځ د اختر اوله ورځ لمانځلی کیږي او د دې ملک په مختلفو ریاستونو کې به په مسجدونو کې د وړوکي اختر لمونځونه ادا کړی شي.

21.04.2023 ډیوه

جمهور رئیس بایډن: "ویاړم چې بیا په سپینې ماڼۍ کې کوچنی اختر لمانځم"

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او میرمن یې جل بایډن د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ په پیغام کې ویلي چې ویاړي سږ کال یو ځل بیا دا اختر په سپینې ماڼۍ کې د هغو "الهام ورکوونکو" امریکایي مسلمانانو د درناوي لپاره لمانځي چې د هیواد په ګوډ ګوډ کې همکاري کوي.

21.04.2023 امریکا غږ

سعودي، افغانستان او خلیجي هیوادونو کې مسلمانان نن وړوکی اختر نمانځي، پاکستان کې به سبا اختر وي

په افغانستان، سعودي عرب او ګڼ شمیر خلیجي هیوادونو کې مسلمانان نن د جمعې په ورځ وړوکی اختر نمانځي خو پاکستان کې بیا د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او اختر به په کې سبا نمانځل کیږي. سعودي عرب او افغانستان کې د زیارت/پنجشنبې په ماښام د شوال د میاشتې د لیدنې اعلانونه شوي دي او ددې ترڅنګ په متحده عرب امارات، مصر، عمان او ګڼ شمیر نورو خلیجي او اروپایي هیوادونو کې هم نن مسلمانان د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ نمانځي. په پاکستان کې د میاشت لیدنې دولتي او غیر دولتي کمیټیو اعلانونه کړي چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه اختر به سبا د خالي/شنبې په ورځ وي. وي او اې ډیوه ته د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې د مردان، شمالي وزیرستان او بنو نه ځېنو کسانو غیر دولتي کمیټیو ته د شوال دمیاشتې د لیدلو شهادتونه ورکړي خو دیني عالمانو د هغوی شهادتونه نه دي منلي او د پېښور د قاسم علي خان جومات د کمیټې مشر مفتي شهاب الدین پوپلزي ویلي هیچرته نه هم ورته د میاشت لیدنې کره او په شریعت پوره شهادتونه نه دي ترلاسه شوي. د پاکستان د میاشت لیدنې د دولتي کمیټې غونډه پرون په اسلام اباد کې ددغه کمیټې د مشر مولانا عبدالخبیر ازاد په مشرۍ جوړه شوې وه او د دغه کمیټې مشر هم اعلان کړی دی چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې ځکه دوړوکي اختر به د خالي/شنبې په ورځ وي. بل اړخ ته په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې په مختلفو ولایتونو کې خلکو د اختر/شوال میاشت لیدلې، "شرعي محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړه او شاهدي یې شرعآ معتبره وبلل شوه."  د پاکستان په څېر ایران، هند، ملایشیا، سنګاپور، برونایي، جاپان، فلپاین او ټای لینډ کې هم په سبا په 22اپریل د وړوکي اختر نمانځلو اعلانونه شوي دي.   

21.04.2023 ډیوه

د امریکا دفاع وزارت سودان سره نږدې پوځ ځای پر ځای کوي

د متحده ایالاتو دفاع وزرات ویلي سودان سره نږدې نظامي ځواکونه ځای پر ځای کوي چې د اړتیا په صورت کې د دې هیواد د پایتخت خرطوم څخه د امریکا د سفارت د مامورینو په تخلیې کې مرسته وکړي.

21.04.2023 امریکا غږ

اشرف غني: طالبان د پښتنو استازي ندي، د دوی کارونه په پښتون قوم پورې هېڅ اړه نلري

واشنګټن    - د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني چې دا وخت په متحده عربي اماراتو کې دی، وایي چې افغانستان کې دا وخت بشري حالات په تېزۍ سره نور هم خرابه کېدونکي دي او تر اوسه صرف نړېوالو بشري مرستو د یو بشپړ بحران مخنیوی کړی دی. ښاغلي غني د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اختر په مناسبت په سوشل مېډیا باندې یو پیغام خپور کړ او هغه کې یې د افغانستان په روانو حالاتو خپل نظر څرګند کړ. هغه وویل چې په افغانستان کې اوس مهال "د طالبانو یو خفیه سازمان" واکمن دی چې د ملک د اقتصاد انتظام نشي کولی. پخواني صدر پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان د هویت/پېژندګلوي بحران خوا ته یووړل کیږي او که د دې کار مخه ونه نیولی شي، د هغه په وینا د دې کړکېچ نقصانات به "اوږدمهاله او خطرناکه" وي. د پخواني صدر، محمد اشرف غني وینا وه چې د افغانستان په مشترک ملي هویت باندې د بېلابېلو اړخونو حملې روانې دي او دې کې طالبان تر نورو ډېر د زیان سبب جوړیږي، ځکه طالبان "هر هغه څه چې زموږ ګډ ملي افتخارات دي، له منځه وړي." ښاغلي غني دا هم وویل چې د طالبانو کړه وړه په غلطه پښتنو پورې تړل کیږي، اما طالبان "یوازې پښتو (ژبه) وایي، خو پښتو (دود) نه کوي، پښتو کول یې زده نه دي." د پخواني صدر وینا وه چې: "دوی (طالبان) حتی د نجونو د زده کړو او کار مساله کې په پښتنو او نورو قومونو تهمت وایي چې ګویا دا بندیز د هغوی د کلتوري ارزښت له مخې لګېدلی دی." اشرف غني د نړۍ د ټولو مسلمانانو وغوښتل، "د هغې ډلې په وړاندې چې د اسلام مقدس دین په نامه یې افغانان برمته نیولي دي، د افغان اولس سره د خواخوږۍ او پیوستون اظهار وکړي." هغه دا تور ولگولو چې د طالبانو مشران ډېر دولتمن شوي او دا دولت یې د "قامي آمداتو د غلا کولو، او د اسلحې او مخدره موادو د سمګلېنګ/قاچاقو د لارې" ترلاسه کړی دی. ښاغلي غني د افغانانو په اتحاد ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په کار ده د اولس د مفاداتو له مخې داسې امن راوستلی شي چې په انصاف او برابرۍ ولاړ وي. طالبانو تر اوسه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تازه بیاناتو ته څه غبرګون ندی ښودلی. د ملا هبت الله اختریز پیغام تر دې وړاندې چې پخوانی صدر محمد اشرف غني پخپل آواز کې د اختر په مناسبت پیغام خپور کړي، د اپرېل په ۱۸مه د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده ته منسوب یو لیکل شوی اختریز پیغام هم د طالبانو له خوا خپور شو. د ملا هبت الله آخندزاده په دې پیغام کې خوشحالي ښودل شوې چې افغانستان کې "اسلامي شرعي نظام" او "د امن او کرارۍ فضا حاکمه ده".   داسې حال کې چې افغانستان د سختو اقتصادي کړاوونو سره مخ دی، ملا هبت الله پخپل پیغام کې د کوم اقتصادي منصوبې په اړه څه ندي ویلي، خو دا دعوه یې کړې ده چې دوی د افغانستان اقتصاد "په ښه توګه مدیریت (تنظیم)" کړی دی. هغه د سرمایه دارانو څخه غوښتنه کړې چې غریبانو، کونډو او یتیمانو سره دې مرستې وکړي او "خپلې فرضي او نفلي صدقې او خیراتونه" دې مستحقو کسانو باندې ووېشي. د طالبانو مشر همدا راز په مختلفو برخو کې د "اصلاحاتو" ستاینه کړې او ویلي یې دي چې "د دیني اصولو او شریعت په رڼا کې ژوند زموږ دنیوي او اخروي سعادت تضمینوي". ملا هبت الله د طالبانو د نظام یوه بله کامیابي، په افغانستان کې "د مخدره موادو د کښت ممنوعیت" یاد کړی دی. د طالبانو د مشر په بیان کې د جېنکو د تعلیم په اړه څه ندي ویل شوي. طالبانو د جېنکو او ښځو په کار او تعلیم سخت محدودیتونه لګولي او جینکۍ نشي کولی چې د سکول د شپږم جماعت نه پورته تعلیم وکړي.

20.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more