ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


صدر علوي په دویم ځل هم د چیف جسټس د واکونو محدودولو په قانوني مسوده د لاسلیک کولو نه انکار کړی

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي  دسپریم کورټ دمشرقاضي د واکونو محدودولو اؤ نورو عدالتي اصلاحاتو په اړوند دپاکستان دپارلیمان نه دوه ځله په منظورې شوې قانوني مسوده په دویم ځل هم دلاسلیک کولو نه انکار کړی اؤ دغه مسوده یې بېرته پارلیمان ته لیږلې ده. پاکستاني رسنیو ویلي صدر پارلیمان ته دمسودې ستنولو په مهال خپل ځواب کې لیکلي چې دقانون جوړولو د وړتیا اؤ دمسودې دسمولو معامله دا مهال دهیواد په یو اعلا عدالت کې د اوریدنې لاندې ده نو ځکه ددغه اوریدنې په درناوي کې په دې مسوده اوسمهال نوره کارروایي مناسبه نه ده. د"سپریم کورټ پریکټس اینډ پروسیجر" په نوم دې قانوني مسوده کې پارلیمان دسپریم کورټ دچیف جسټس نه د خپله انده دنوټس اخستو اؤ دبینچ جوړولو واکونه اخستي دي اؤ د مسودې ترمخه دا واکونه به دمشر قاضي په ګډون د سپریم کورټ د دریوؤ سینیر ججانو سره وي. دپاکستان مرکزي کابینې په 28م مارچ ددې قانوني مسودې منظوري ورکړې وه اؤ ترهغې وروسته قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ څخه هم دا قانوني مسوده منظور کړل شوې وه چې بیا دهیواد صدر ته دلاسلیک لپاره لیږل شوې وه خو صدر ددې دریځ پخپلولو سره په مسوده دلاسلیک کولو نه انکار کړی ؤ چې ښایي دا قانون منظورول دپارلیمان صلاحیت نه دی. د صدر لخوا پارلیمان ته ددې یادې قانوني مسودې په بېرته لیږلو دپاکستان پارلیمان په دویم ځل هم ددې منظوري ورکړې وه اؤ صدر ته یې لیږلې وه. دپاکستان دایین له مخې که په دویم ځل صدر دپارلیمان لخوا په ورلیږل شوې قانوني مسوده لاسلیک ونه کړي نو هم به پخپله ارو مرو لس ورځې وروسته مسوده دقانون بڼه خپلوي . په 13م اپریل دسپریم کورټ اته کسیزه بینچ ددغه قانوني مسودې پرضد عدالت ته په شوي خواست خپله فیصله اورولې وه اؤ په یاده قانوني یې دعملدرامد ودرولو حکم کړی ؤ. د سپريم کورټ اته کسيزه خپل حکم کې ويلي وو چې ياده قانوني مسوده ښايي د عدالت په ازادۍ کې لاسوهنه وي. او د عدالت تر بل حکم  یې په دغه قانوني مسوده د عمل نه کولو امر کړی ؤ. دپاکستان ايتلافي حکومت د سپريم کورټ د اته کسيزه بنچ ياد امر ته سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې په تاريخ کې په لومړي ځل داسې کيږي چې تراوسه پورې نه خو قانون جوړ شوی او نه عملي شوی خو يوه لانجمنه او يو اړخيز بنچ جوړ کړی شو او یاد قانون یې د جوړېدو نه وړاندې ودرلو. د ايتلافي ګوندونو پي ډي ایم په ګډه اعلامیه کې ويل شوي وؤ  چې سپريم کورټ دغه کار د يوې اندازې او تصور په اساس کړی دی کوم چې نه يوازې د رايج قانون بلکې د منطق هم خلاف دی او دا د ټکر ښکاره او سخت مثال دی او دا د عدل و انصاف او سپریم کورټ د شان قتل دی.

20.04.2023 ډیوه

چوهدري انوار الحق پرته له مقابلې د پاکستان د واک لاندې کشمیر وزیراعظم غوره شو

داسمبلۍ سیکرټري دچهارشنبې په شپه ناوخته د اسمبلۍ په بېړنۍ غونډه کې وویل چې د چوهدري انوار الحق په مقابله کې هیڅ یو کاندید خپل کاغذونه نه وؤ جمع کړي نو ځکه هغه پرته له کومې سیالۍ وزیراعظم غوره شو. نوی وزیر اعظم چوهدري انوار الحق تر دې وړاندې داسمبلۍ اسپیکر ؤ خو د وزیراعظم په توګه له غوره کیدو وروسته به هغه خپله داسپیکر څوکۍ پریږدي. دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې د وزیراعظم د څوکۍ لپاره د تېرو څو ورځو راهسې هڅې روانې وې. تر دې وړاندې دپاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د تحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکی وزیراعظم سردار تنویر الیاس دکشمیر هايي کورټ له لوري دججانو پرضد په څرګندونو نااهله ګرځولی اؤ له خپلې څوکۍ ګوښه کړی ؤ. تحریک انصاف غوښتل دخپل ګوند کوم بل غړی د وزیراعظم په توګه غوره کړي خو په دې وروستیو کې په دغه ګوند کې یوه بله مخالفه ډله منځته راغلې وه چې دهغې له امله تحریک انصاف ګوند دخپل وزیراعظم جوړولو لپاره اړینې رایې په لاس کې نه لرلې . دپاکستان د واک لاندې دکشمیر د وزیراعظم سرادار تنویر الیاس تر ګوښه کیدو وروسته پاکستان پیپلز ګوند اؤ پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند هم لاس پښې وهل ترڅو خپل وزیراعظم راولي مګر دغو دواړو ګوندونو سره هم په څرګند ډول داسمبلۍ دغړو شمیره پوره نه وه. دسیمه ییزې میډیا د رپورټونو له مخې په دغه دوران کې چوهدري انوارلاحق د12 رایو په لاس کې دلرلو سره مخې ته راغلی ؤ اؤ هغه دمسلم لیګ نون اؤ پاکستان پیپلز ګوند سره د واک د ویش له تړون وروسته د وزیراعظمۍ دڅوکۍ لپاره خپل کاغذونه جمع کړي وؤ. پاکستان تحریک انصاف ګوند دچوهدري انوارلحق په مقابله کې خپل کاندید نه ؤ ودرولی اؤ دغسې دچهارشنبې په شپه ناوخته داسمبلۍ بېړنۍ غونډه کې داسمبلۍ سیکرټري پرته له مقابلې دهغه دغوره کیدو اعلان وکړو. (وي او ای)

20.04.2023 ډیوه

سیګار خبرداری ورکړ چې د امریکا پیسې ښايي طالبانو ته روانې وي

واشنګټن –اسوسېټېډ پریس- افغانستان ته د امریکايي مرستو د څار ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکیلانو ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د امریکا مرسته ښايي طالبانو ته روانه وي، ځکه ده د بایډن اداره په دې تورنه کړه چې دده لخوا د پلټنو د هڅو مخه نیسي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي جان سوپکو د استازو جرګې د څار کمېټې ته په خبرو کې وویل، "له بده مرغه، همدا اوس چې زه دلته نن ناست یم، زه دا باور دې کمېټې او د امریکا ټکس ورکونکو ته نشم ورکولی چې مونږ دې اوس طالبانو ته پیسې نه ورکوو." هغه زیاته کړه، "دا باور هم نشم ورکولای چې طالبان دې هغه پيسې چې مونږ یې غریبو افغانانو ته استوو بلې لورې ته نه اړوي." د سوپکو لخوا دا په زړه پورې څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې د استازو د جګرې اکثریت چې دا مهال له جمهوري غوښتونکو یا ریپلېکنز ډلې سره دی د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډۍ ډک وتلو په اړه د بایدن ادارې سره حساب کوي. دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته له دې هم شوي چې سپینې ماڼۍ ددغه هېواد د اوږدې جګړې په پای کې د امریکا د پالیسیو په اړه یو ۱۲ مخیزه لنډیز وړاندې کړی، په کوم کې چې د خپلو کړنو لپاره پکې لږ مسولیت منل شوی او ویل شوي چې ولسمشر جو بایډن د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرېکړو باندې په شدیده توګه محدود شوی و. ریپبلېکنز چې د بایډن لخوا له افغانستان سره چال چلند یو ناورین او "د رهبرۍ کلکه ناکامي بولي" په دغې بیا کتنې باندې نیوکې کړي. سپینې ماڼۍ په خصوصي توګه دا راپورونه تېره اونۍ کانګرس ته استولي خو دا به په لوړه کچه محرم یا پټ ساتل کېږي او له عامو خلکو سره به نه شریک کېږي. خو د بایډن په دې بیا کتنه کې راغلي، چې له افغانستان څخه د امریکا له ګډوډۍ ډکه وتنه د ټرمپ غلطي وه. په هر صورت، سوپکو لومړی په ۲۰۱۲ کال کې کار پیل کړی چې په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو څارنه وکړي هغه مهال چې په افغانستان کې زیات امریکایان وو. خو له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو وروسته د لوی مفتش کار افغانستان ته له اتو بیلینو ډالرو څخه د زیاتو پیسو باندې څارنې ته بدل شو. هغه د شورو په ورځ کانګرس ته وویل، اوس کار ځکه ډېر زیات سخت شوی چې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یا یواسېډ له افغانستان څخه تر وتلو وروسته له هغه سره مرسته نه کوي. سوپکو له وکیلانو وغوښتل چې اړینو اسنادو ته د لاس رسي په برخه کې له هغه سره مرسته وکړي.

20.04.2023 ډیوه

یمن کې د مرستو د ویش په ګډوډیو کې کابو ۷۸ کسان وژل شوي

د یمن په پلازمینه صنعا کې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) د مرستو د ویش پرمهال د ګڼې ګوڼي له امله حد اقل ۷۸ کسان وژل شوي دي.

20.04.2023 امریکا غږ

یمن: د مرستو د ویش په مهال جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې 78 کسان وژل شوي

دعیني شاهدانو اؤ دحوثي یاغیانو دچارواکو له مخې د چهارشنبې په ورځ دیمن په پلازمینه کې دمالي مرستو دویش لپاره د راجوړې شوې یوې دستورې په مهال جوړ شوي الغاؤ تلغاؤ کې لږ تر لږه 78 کسان وژل شوي اؤ 73 نور ژوبل شوي دي. نړیوالې خبري شبکې ایف ایف پي دپېښې د دوؤ عیني شاهدانو عبدالرحمان اؤ یحیی محسن له خولې ویلي وسله والو حوثیانو دمرستو لپاره د راټولو شوؤ کسانو قابو کولو لپاره ډزې وکړې چې په ظاهره په دغو ډزو دبرېښنا یو تار ولګیدو اؤ هغه راغورځېدو . عیني شاهدان وایي د ډزو اؤ دبرېښنا د تار شلیدلو له امله په خلکو کې چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل وؤ،سخته ویره ترهه خوره شوه اؤ الغاؤ تلغاؤ یې جوړ کړو . په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې خپرو شوؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د لسګونو کسانو مړي په زمکه پراته دي ،خلک چغې وهي اؤ ځینې نور دپېښې دښکار شوؤ کسانو دمرستې په هڅو کې دي. دحوثي یاغیانو د واک لاندې داخله وزارت ویلي دا پېښه تېره ورځ ناوخته د صنعا په پخواني ښار کې هغه مهال رامنځته شوې چې په سلګونو بې وزله خلک د شتمنو تاجرانو لخوا ویشل کیدونکو مرستو ته ورټول شوي وؤ. د کورنیو چارو د وزارت ویاند بریګیډیر عبدالخالق الاغري ددې پېښې علت د سیمه ییزو چارواکو له مرستې ترلاسه کولو پرته دتاجرانو لخوا په بې ترتیبه ډول دمرستو ویش بللی دی. ای ایف پي دیاغیانو دالمسیره ټي وي چینل له قوله خپل رپورټ کې ویلي چې دصنعا دصحت دڅانګې یو مشر چارواکي مطهر المعوني دې پېښه کې د78 کسانو د وژل کیدو اؤ 13ؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی. دصنعاء دالثوره هسپتال مرستیال مشر حمدان باقري ویلي چې دا پېښه دچهارشنبې په ماسخوتن رامنځته شوې اؤ دمړینو ترڅنګ پکې  لږ تر لږه 73 کسان پکې ژوبل شوي دي د کورنیو چارو وزرات ویلي د مرستو ویشلو دوه منتظمین یې نیولي اؤ دهغوي نه پلټنې روانې دي. دیمن پلازمینه صنعاء په کال 2014م  کې دنړیوال ملاتړ نه دبرخمن حکومت له ړنګیدو وروسته دایران پلوه حوثیانو په واک ده.

20.04.2023 ډیوه

ساپکو: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي

د افغانستان بیارغوني په چارو کې د متحدو ایالتونو سرمفتش جان ساپکو د چهار شنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) امریکایي قانون جوړونکو ته خبرداری ورکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ښایي طالبانو لاس ته ورشي. 

20.04.2023 امریکا غږ

پاکستان کې به وړوکی اختر سبا شي که بله ورځ؟ د میاشت لیدنې کمېټې نن غونډې کوي

ټاکل شوې ده په پاکستان  کې د کوچني اختر یا دشوال دمیاشتې لیدلو دپاره دمرکزي رویت هلال کمیټۍ اؤ په پېښور کې دغیرسرکاري قاسم علي خان جومات دکمیټیو غونډې نن ماښام کیږي . دپاکستان دموسمیاتو محکمې اندوینه کړې ده چې نن دزیارت په ورځ به نمر تندر نیسي ځکه نو دپاکستان په ګډون بیلابیلو هیوادونو کې دمیاشتې لیدلو امکان ډير کم دی. د مرکزي رویت هلال کمیټۍ غونډه نن د زیارت په ماښام اسلام اباد کې دمذهبي وزارت په ودانۍ کې ددغه کمیټې دمشر مولانا عبدالخبیر ازاد په مشرۍ کیږي اؤ ددې ترڅنګ به د سیمه ییزو کمیټیو غونډې هم راجوړیږي. په پېښور کې دقاسم علي خان جومات دغیر سرکاري کمیټې غونډه هم نن دمفتي شهاب الدین پوپلزئ په مشرۍ راجوړیږي چې خلکو نه به دشوال دمیاشتې په اړه شهادتونه ترلاسه کوي. دپاکستان دموسمیاتو محکمې ویلي په 20اپریل به نمر تندر نیسي اؤ له دې امله به بیلابیلو هیوادونو کې نوې میاشت په نظر نه راځي. دموسمیاتو محکمې له مخې نن د زیارت د ورځې به سهار دشپږ نیمو بجو نه نمر تندر نیسي اؤ دا تندر به تر ماښپین 12 بجو دوام کوي. که چرې نن دشوال میاشت ونه لیدل شوه نو بیا به پاکستان کې وړوکی اختر دخالي په ورځ په22م اپریل وي. په پاکستان زیاتره مهال د روژې اؤ اختر دمیاشتې لیدلو پسر داختلافونو له امله روژه اؤ اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي خو دا ځل په ګرد هیواد کې په یوه ورځ د رمضان دمیاشتې لیدلو اعلان شوی ؤ اؤ خلکو روژه په یوه ورځ نیولې ده. بل لوري ته عرب رسنیو دسعودي دجدې دفلکیاتي انجمن د مشر ماجد ابو زاهره له خولې ویلي چې نن په 20 اپریل په مکه کې دشوال دمیاشتې په نظر د راتلو امکان شته، ښاغلي ماجد ابو زاهره ویلي چې نن په  29مه روژه د نمر پرتوتو نه وروسته به تر 24 دقیقو مکه کې دشوال میاشت په نظر راشي. هغه ویلي دفلکیاتو دحساب سره دجمعې په ورځ سعودي کې د وړوکي اختر کولو قوي امکان دی.

20.04.2023 ډیوه

امریکا د افغان پالیسۍ بیا کتنه کوي

واشنګټن – له طالب چارواکو سره تر نېږدې دوه کلنې تاوجنې ډپلوماسۍ وروسته، واشنګټن خپلې افغان پالیسې ته بیا کتنه کوي. دا وروسته له هاغې کېږي چې امریکايي چارواکو د طالبانو حکومت له سختو بې رحمه خپلسرو قوانینو جوړ یو حکومت وباله. د امریکا لخوا د خپلې افغان پالیسۍ بیا کتنه په داسې وخت کې کېږي چې د راپورونو له مخې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو عملیاتو د ځنډولو پرسر غور کوي ځکه طالبانو د ملګروملتونو په ادارو کې هم په ښځو د کار کولو بندیز لګولی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل، "د امریکا حکومت له طالبانو سره زمونږ د چلند او ښکېلتیا بیا کتنه کوي. دا په افغانستان کې د طالبانو هغو زیاتېدونکو سختو بې رحمه قوانینو ته په کتلو ترسره کېږي چې په خپل توپيري چلند یې په افغانستان کې ښځې او جونې په نښه کړي دي." که څه هم د جنیست پر اساس د طالبانو دغه ناوړه سیاستونه د ګڼ مېشتو مسلمانو هېوادونو په ګډون د نړیوالو لخوا غندل شوي خو طالبان ټینګار کوي چې ښځې دې له زده کړو، کار او د افغانستان په کورنۍ مسله کې له سیاسي ګډون څخه محرومه وي. د واشنګټن دغه توند غبرګون په داسې وخت کې هم څرګند شوی چې د راپورونو له مخې، د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش په مې میاشت کې د یوې داسې غونډې تابیا کوي چې پکې طالبانو ته د ملګروملتونو د څوکۍ په ورکولو باندې بحث وشي خو د دې په بدل کې به په ښځو باندې د طالبانو د رژیم بندیزونه لېرې کېږي. کله چې ددغې غونډې د موخو په اړه د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ملګروملتونو کې د روس له استازي وسېلې نبینزیا څخه وپوښتل شول نو هغه په نیویارک کې خبریالانو ته وویل،‌ چې دی فکر نه کوي چې طالبان دې رسمیت پېژندلو باندې غور وکړي. "زه پوهېږم چې عمومي منشي زما په ګډون له ځینو غړو هېوادونو سره دا شریکه کړې او هغه به ددغو ځانګړو استازو نظرونو ته ګوري چې دوی د افغانستان دغې مسلې ته په کوم نظر ګوري." که څه هم طالبان د تېرو نېږدې دوو کالو راهیسې په ټول هېواد باندې واکمن دي، خو په دې کې پاتې راغلي چې د یوه حکومت لخوا هم په رسمیت وپېژندل شي او په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ باندې اوس هم د پخواني افغان حکومت استازی نصیر احمد فایق کار کوي. له مخالفینو سره لیدنې: له طالبانو سره د امریکا د خپګان له زیاتېدو سره امریکايي‌ ډپلوماټانو له ځینو پخوانیو افغان سیاستوالو او جنګسالارانو سره لیدلي چاچې له افغانستان څخه د باندې سیاسي ډلې جوړې کړي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تاماس ویسټ په دې اونۍ کې په استانبول کې له ګڼو افغانانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې یې د طالبانو د رول په اړه ژورې اندېښنې اورېدلې دي. د طالبانو پرضد د ملي مقاومت شورا وايي، چې استازو یې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ویسټ‌ په غوښتنه له هغه سره لیدلي دي. دغې ډلې په یو ټویټ‌ کې ویلي دي، چې ویسټ ته یې "له روان ناورین څخه د هېواد د ژغورلو" نقشه ورکړې ده. د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو واک ترلاسه کړی هېڅ امریکايي چارواکي افغانستان ته سفر نه دی کړی خو واشنګټن طالبان پریښي او نېغ په نیغه یې له افغانانو سره سیاسي‌ او بشري اړیکې ساتلې دي.‌ خو اوس هم ځینې په دې باور دي چې امریکا باید زیات څه وکړي. د عبیدالله بهیر په نامه یو افغان څېړونکي په ټویټ کې لیکلي، چې "ولې هر بل استازی افغانستان ته سفر کوي او یا هلته پاتې کېږي پرته له ده څخه." هغه زیاتوي، "زه په دې کې پاتې راغلم چې د جلا وطنه جمهوري جنګسالارانو سره د هغه د لیدلو منطق به څه وي." که څه هم طالبان چا په رسمیت نه دي پېژندلي خو د سیمې زیاتو هېوادونو لکه روس، چین،‌ ایران او پاکستان په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي او په خپلو هېوادونو کې یې د طالبانو استازي منلي دي. خو په کاناډا کې د پخواني‌ افغان حکومت سفیرې او د ښځو د حقونو فعالې شینکۍ کړوخېل امریکا غږ ته ویلي،‌ چې که امریکايي ډپلوماټان افغانستان ته سفر هم وکړي نو دوی به غیر فلتر شویو حقیقتونو ته لاس رسی و نه لري.‌ "طالبان به د خلکو او یا ښځو د ډلو له استازو سره لیدنو ته اجازه ور نه کړي او همداسې له مدني‌ او سیاسي فعالانو سره." په ورته وخت کې ل پخوانیو افغان چارواکو سره چې په لوی فساد او ناکامیو تورن شوي هم د امریکا دوامداره لیدنې ځینې بې ګټې بولي. د دوحې د تړون له مخې،‌ چې د ۲۰۲۰ کال په فیبروۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې،‌ امریکا ژمنه ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي. امریکايي‌ چارواکي وايي، دوی د طالبانو پرضد د پوځي پاڅون ملاتړ نه کوي خو دا غوښتنه کوي چې هغوی دې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.‌

20.04.2023 ډیوه

د پاکستان د سیاسي ګوندونو مشران نن د انتخاباتو په معامله سپریم کورټ ته وړاندې کیږي

ټاکل شوې ده هیواد کې دانتخاباتو کولو په معامله دسیاسي ګوندونو ترمنځ داتفاق پیدا کولو په لړ کې نن د زیارت په ورځ دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران سپریم کورټ ته وړاندې کیږي. سپریم کورټ حکومت ته یو وارې بیا امر کړی چې انتخاباتو لپاره باید الیکشن کمیشن ته تر27م اپریل 21 اربه روپۍ ورکړي. د سپریم کورټ دمشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیز بیچ پخپله حکم نامه کې ویلي چې که حکومت الیکشن کمیشن ته دپیسو ورکولو په اړوند دعدالت حکم ونه مني نو ددې  سختې اؤ سنګینې نتیجې مخې ته راتلی شي. دا په داسې حال کې ده چې پارلیمان د وړاندې نه دسپریم کورټ په امر الیکشن کمیشن ته د21 اربو روپو ورکولو نه انکار کړی اؤ ځېنې څیړونکي اندېښنې ښکاره کوي چې دسپریم کورټ په حکم نه منلو وزیراعظم اؤ دهغه ټوله کابینه دحکومت نه لاس وینځلی شي. خو حکومتي چارواکي دریځ لري چې الیکشن کمیشن ته دپیسو ورکولو منظوري پارلیمان نه ده ورکړې اؤ سپریم کورټ ته به بیا ټول پارلیمان فارغول وي. سپریم کورټ دانتخاباتو په نیټه د اتفاق پیدا کولو لپاره د لسو سیاسي ګوندونو مشران نن د زیارت په ورځ عدالت ته وربللي اؤ دامنیتي وجوهاتو له امله یې په یو وخت ګرد هیواد کې دانتخاباتو په اړه ددفاع د وزارت اؤ الیکشن کمیشن خواستونه خارج کړي دي. دهیواد دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو دانتخاباتو په نیټه داتفاق پیدا کولو په اړه دسپریم کورټ ګام ستایلی دی اؤ دمرکزي حکومت دستر ایتلافي پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي، دوي(ایتلافانو) پخپل منځ کې خبرې پیل کړي چې هرکله چې یې دریځ یو شي نو ترهغې وروسته به دخپلو سیاسي مخالفینو سره هم مذاکرات پیل کړي. د چهارشنبې په ورځ سپریم کورټ کې په یو وخت دانتخاباتو په اړوند دشوې اوریدنې حکمنامه کې واضحه کړل شوې ده چې دسیاسي خبرو عمل به پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند په څلورم اپریل دسپریم کورټ لخوا داورول شوې فیصلې نه دمخ ستنولو نه لامل کیږي. دسپریم کورټ حکمنامه کې ویل شوي چې دصوبایي اسمبلۍ ترماتېدو وروسته په 90 ورځو کې انتخابات کول ضروري دي. سپریم کورټ په 14مئ پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو حکومت اؤ الیکشن کمیشن دریځ لري چې په بیلابیلو وختونو کې دهیواد دننه انتخابات کول ممکن نه دي اؤ باید په ګرد هیواد کې په یو وخت انتخابات وکړل شي  چې سپریم کورت دالیکشن کمیشن اؤ ددفاع د وزارت دغه خواستونه رد کړي دي. په پرونۍ اوریدنه کې  اټارني جنرل یا سرکاري وکیل عدالت ته ویلي وؤ  چې دسیاسي ګوندونو تر منځ دمذاکراتو هڅې پیل شوې دي اؤ ددې لپاره کمیټۍ هم ټاکل شوې دي نو ځکه عدالت باید دغو هڅو ته موقعه ورکړي. مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلي که چرې سیاسي ګوندونه دانتخاباتو نیټه بدلول غواړي نو بیا عدالت دهغوئ سره ولاړ دی اؤ د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ته نوټسونه جاري کولی شي. پاکستاني رسنۍ وایي سپریم کورټ وروسته دلسو بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو ته نوټسونه جاري کړي چې په ننۍ اوریدنه کې عدالت ته حاضر شي. په دغو مشرانو کې عمران خان، شهباز شریف، اصف علي زرداري، مولانا فضل الرحمان، خالد مقبول صدیقي، اختر مینګل، اسفند یار ولي خان، جام کمال خان، چوهدري شجاعت حسین اؤ سراج الحق شامل شامل دي. دسپریم کورټ پرېکړې ته خپل غبرګون کې دحکومتي اتحادي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري ویلي هغه دچیف جسټس له لوري سیاسي ګوندونو ته دانتخاباتو په اړه خپلو کې دمشورې کولو د وړاندیز هرکلی کوي. خپل یو بیان کې اصف زرداري ویلي چې دوي خپلو کې مذاکرات پیل کړې دي اؤ هرکله چې حکومتي ایتلاف په یو دریځ ودریږی نو تر هغې وروسته به خپلو سیاسي مخالفینو سره هم خبرې اترې وکړي. دحکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف وتلي مشر فواد چوهدري هم دمشر قاضي د وړاندیز هرکلی کړی اؤ ویلي یې دی چې مشر قاضي په سیاسي اؤ قانوني حقیقتونو کې د ربط یا همغږۍ پیدا کولو یوه ښه هڅه کړې ده. رسنیو سره خبرو کې ښاغلي فواد چوهدري ویلي د دوي ګوند د وړومبۍ ورځې نه دمذاکراتو په دریځ ټینګار کوي اؤ ویلي یې دي  ټولو ته په کار ده چې په ګډه دالیکشن عمل په مخکې یوسي. دجماعت اسلامي عمومي سکتر لیاقت بلوڅ هم پخپل یو بیان کې دمشر قاضي دپرېکړې هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي سپریم کورټ باید په بیړه کې څه پرېکړه نه وکړي ځکه چې دسیاسي ګوندونو ترمنځ په انتخاباتو خبرې روانې دي. هغه ویل چې ګوند یې (جماعت اسلامي) دسیاسي ګوندونو ترمنځ د رایو اتفاق پیدا کولو لپاره خپل کردار ادا کوي اؤ هیله ده چې دخبرو اترو دلارې به یو غوره هواری راوځي.

20.04.2023 ډیوه

اوکراین د پټریاټ توغندیو سیستم ترلاسه کړ

واشنګټن – د اوکراین د دفاع وزیر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې د پټریاټ توغندیو سیستم دغه هېواد ته رسېدلی دی. اوکرایني چارواکو له اوږدې مودې راهیسې د داسی پرمختللیو وسلو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کوله چې وتوانېږي د دوښمن توغندي پرې وغورځوي. اوکرایني ځواکونو ددغو سیستمونو د کارولو لپاره په میاشتو په امریکا او اروپا کې روزنه ترلاسه کړې. د اوکراین د دفاع وزیر اولېکسې ریزنېکوف په یو ټویټ کې ویلي، "نن زمونږ د اوکراین ښکلی اسمان نور هم خوندي شو ځکه د پټریاټ هوايي دفاعي سیستم اوکراین ته ورسېده." هغه زیاتوي، "زمونږ هوايي دفاع کونکو په ډېرې چټکۍ سره هغه زده کړی او زمونږ شریکانو په خپلو خبرو عمل کړی." تر دې مخکې اوکرایني چارواکو د شورو یا چهارشنبې په وختي د اوکراین په جنوبي ښار اودیسا باندې د ډرون بریدونو خبر ورکړی وو.‌ په اودیسا سیمه کې د اوکراین پوځي قومندان یوري کروک وویل،‌ چې په ډرون برید کې په یوې ودانۍ کې اور لګېدلی خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. روس په اوکراین کې د خپلو بریدونو لپاره له ډرونونو څخه په پراخه توګه کار اخلي. بل پلو د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ویلي، چې همفکره هېوادونه باید "د لویدیځ د یو اړخیز غیر قانوني‌ فشار مخالفت وکړي." سویډن او ناټو: د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ناټو کې د سویډن د غریتوب ترلاسه کولو د وړاندیز ملاتړ کړی. اسټن چې د سویډن د موسکو له سمندري اډې څخه یې لیدنه کوله وویل،‌ امریکا دې ته سترګې په لاره ده چې تاسو ناټو ته ننوځئ او مونږ به سخت کار وکړو چې له سرمشریزې مخکې دا ترسره شي." اسټن وویل، "د سویډن ځواکونه به ناټو او زمونږ هڅو ته ډېر ارزښت زیات کړي، تاسو ډېر مسلکي پوځ لرئ او تاسو په عصري کولو کې په تېرو ډېرو کلونو کې پانګونه کړې." سویډن او فېنلېنډ په اوکراین باندې د روس له یرغل وروسته تېر کال په ناټو کې د غړیتوب لپاره وړاندیز کړی. فېنلېنډ په رسمي توګه د اپرېل په لومړیو کې د ناټو له پوځي اتحاد سره یوځای شو او سویډن هیله لري چې ترکیه به د مې له انتخاباتو وروسته په ناټو کې د سویډن غریتوب ومني. هنګري او ترکیه په سویډن نیوکې کوي چې د هغو ډلو پر خلاف یې کافي څه نه دي کړي چې ترکیه یې ترهګر تنظیمونه بولي. د دې راپور ځینې برخې له اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه راخېستل شوې دي.

20.04.2023 ډیوه

دوجاریک: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه صلاحیت لري چې طالبان په رسمیت وپېژني

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وايي، د دغه سازمان د منشور له مخې، د یو دولت په رسمیت پېژندنه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په صلاحیتونو کې شامله ده.

19.04.2023 امریکا غږ

سودان کې له ۲۴ ساعته اوربند وروسته درنه جګړه بیا پیل شوې

په داسې حال کې چې د سودان په پلازمینه خرتوم کې له ۲۴ ساعته اوربند وروسته د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) درنه جګړه له سره پیل شوې، متحده ایالاتو او نورو نړیوالو مشرانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.

19.04.2023 امریکا غږ

د انګلنډ د کرکټ لوبډلې روزونکی برېنډن مکولم بې ګناه وګڼل شو 

د انګلنډ او ویلس کرکټ بورډ د انګلنډ د ټست لوبډلې روزونکي برېنډن مکولم ته د فساد ضد قانون څخه د سرغړونې له کبله برائت ورکړ. 

19.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.04.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more