ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پولیس: د کنټاکي په ایالت کې څلور تنه په ډزو کې وژل شوي 

د کنټکي ایالت د لویسویل په سیمه کې پولیس مقامات وايي چې په یو بانک کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او شاوخوا اته تنه نور ژوبل دي.

10.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.04.2023 امریکا غږ

سوشل ميډیا: بي اېل ای په کوټه کې د بم چاودنې ذمه واري ومنله

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د بلوچ نېشنلسټ ارمي نومې ډلې د مبینه غړي د نیول کېدو په اړه خپل بیان کې د هغه پېژندګلو د ګلزار امام په نامه وکړه چې د شامبی په نامه هم یادېږي. پوځ د هغه ګرفتاري تنظیم ته سنګین ګزار وبللو

10.04.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو مشر ته د افغان خبریالانو پرانیستی لیک: له طالبانو سره تعامل مکوئ، بندیزونه پرې ولګوئ 

د «افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان» د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته په یو پرانیستي لیګ کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت د «یوې بشري فاجعې په توګه په رسمیت» وپېژندل شي. 

10.04.2023 امریکا غږ

هندوستان کې تاریخ پوهانو د نصاب نه د اسلامي دور حوالې لرې کول غندلي

د هندوستان انډین اېکسپرېس اخبار تېره هفته په خپله اداریه کې وویل نصاب نه مواد حذف کول دا الزام راپارولی شي چې حکومت د ناخوښه حقایقو نه فرار غواړي او نه غواړي چط زدکونکي د سماجي او سیاسي حقیقتونو ته په تنقيدي رویه کتنه وکړي

10.04.2023 ډیوه

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ آشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز د دوام اغیزې سپړو. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف سره مو د تي‌تي پي‌او افغان طالبانو پر اړیکو خبرې کړي اود شخصي پوهنتونونو د مسولینو او استادانو اندېښنې هم په یوه بل رپوټ کې وړاندې کیږي خو ددې ترڅنګ نور سیمه اییز او نړیوال مطالب هم تعقیبولای شئ.

10.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

10.04.2023 امریکا غږ

یوناما: نرګس سادات او ذکریا اصولي د طالبانو له بند څخه خوشې شول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر [یوناما] د طالبانو له بند څخه د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي او د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات د خوشې کېدو د راپور هرکلی کړی دی.

10.04.2023 امریکا غږ

کویټه کې په یوې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي 

د بلوچستان په پلازمینه کویټه ښار کې په یوې بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي اته تنه نور ټپيان شوي دي، پولیس وایي د بريد هدف د پوليسو موټر و.

10.04.2023 امریکا غږ

ځايي خلک: که مومند ډېم په وخت جوړ شي د خلکو د سوکالۍ سبب به وګرځي

سعودي عرب پاکستان ته د مومند ډېم د پاره 24 کروړه ډالره قرضه ورکوي، ځايې خلک وايي که د دوي مسلې حل شي او په مومند ډېم په وخت کار سر ته ورسيږي نو دا به د سيمي د سوکالۍ سبب وګرځي.

10.04.2023 ډیوه

د قبايلي سیمو خلک وايي، د عملياتو اعلان د ويرې سره مخ کړي خو کډې به نه کوي

د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرو پرضد د عملیاتو پېل کولو د اعلان سره سم د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي خلک وايي، دوی ويرې اخستي چې بیا به د کډوالۍ ستړي ژوند ته مخامخ شي.

10.04.2023 ډیوه

پاکستان: قامي او صوبايي اسمبليانو کې په يو وخت دانتخاباتو دپاره په سېنېټ کې قرارداد منظور کړی شوی

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې قرارداد منظور کړی شوی چې د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبليانو انتخابات به په يو وخت يا يو ځای کولی شي.

10.04.2023 ډیوه

یو بنګله دیشی امام د یوې ښځې د سنګسارولو د حکم د صادرولو په تور نیول شوی 

د بنګله دیش پولیسو د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (وري ۲۰) وویل په دې هیواد کې یو اسلامي دیني عالم او د یو کلي درې مشران په دې تور نیول شوي چې د غیر مشروع جنسي اړیکو د درلودلو په تور یې د یوې ښځې د سنګسارولو امر کړی و.  

10.04.2023 امریکا غږ

کوټه کې چاودنه وشوه، څلور تنه مړه او اته تنه ژوبل شوي

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې بمي چاودنه کې څلور تنه مړه او اتهه تنه ټپيان شوي دي،پوليس وايي د بريد هدف د پوليسو افيسر موټر وو.

10.04.2023 ډیوه

سټېټ بېنک: د ملک نه بهر مېشته پاکستانیانو تېره میاشت دوه اشاره پېنځه بېلین ډالر وطن ته رالېږلي

پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف سره د قرض یو اشاریه یو بېلین قسط د اخیستلو دپاره مذاکرات شروع کړي دي خو فريقین لا معاهدې ته نه دي رسېدلي. دغه قسط د شپږ بېلین ډالرو مالیت قرض برخه ده چې ايي اېم اېف او پاکستان پې په ۲۰۱۹ کې معاهده کړې وه

10.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more