شاته

پاکستان کې به وړوکی اختر سبا شي که بله ورځ؟ د میاشت لیدنې کمېټې نن غونډې کوي

ټاکل شوې ده په پاکستان کې د کوچني اختر یا دشوال دمیاشتې لیدلو دپاره دمرکزي رویت هلال کمیټۍ اؤ په پېښور کې دغیرسرکاري قاسم علي خان جومات دکمیټیو غونډې نن ماښام کیږي .

دپاکستان دموسمیاتو محکمې اندوینه کړې ده چې نن دزیارت په ورځ به نمر تندر نیسي ځکه نو دپاکستان په ګډون بیلابیلو هیوادونو کې دمیاشتې لیدلو امکان ډير کم دی.

د مرکزي رویت هلال کمیټۍ غونډه نن د زیارت په ماښام اسلام اباد کې دمذهبي وزارت په ودانۍ کې ددغه کمیټې دمشر مولانا عبدالخبیر ازاد په مشرۍ کیږي اؤ ددې ترڅنګ به د سیمه ییزو کمیټیو غونډې هم راجوړیږي.

په پېښور کې دقاسم علي خان جومات دغیر سرکاري کمیټې غونډه هم نن دمفتي شهاب الدین پوپلزئ په مشرۍ راجوړیږي چې خلکو نه به دشوال دمیاشتې په اړه شهادتونه ترلاسه کوي.

دپاکستان دموسمیاتو محکمې ویلي په 20اپریل به نمر تندر نیسي اؤ له دې امله به بیلابیلو هیوادونو کې نوې میاشت په نظر نه راځي.

دموسمیاتو محکمې له مخې نن د زیارت د ورځې به سهار دشپږ نیمو بجو نه نمر تندر نیسي اؤ دا تندر به تر ماښپین 12 بجو دوام کوي.

که چرې نن دشوال میاشت ونه لیدل شوه نو بیا به پاکستان کې وړوکی اختر دخالي په ورځ په22م اپریل وي.

په پاکستان زیاتره مهال د روژې اؤ اختر دمیاشتې لیدلو پسر داختلافونو له امله روژه اؤ اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي خو دا ځل په ګرد هیواد کې په یوه ورځ د رمضان دمیاشتې لیدلو اعلان شوی ؤ اؤ خلکو روژه په یوه ورځ نیولې ده.

بل لوري ته عرب رسنیو دسعودي دجدې دفلکیاتي انجمن د مشر ماجد ابو زاهره له خولې ویلي چې نن په 20 اپریل په مکه کې دشوال دمیاشتې په نظر د راتلو امکان شته،

ښاغلي ماجد ابو زاهره ویلي چې نن په 29مه روژه د نمر پرتوتو نه وروسته به تر 24 دقیقو مکه کې دشوال میاشت په نظر راشي.

هغه ویلي دفلکیاتو دحساب سره دجمعې په ورځ سعودي کې د وړوکي اختر کولو قوي امکان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00