شاته

سودان کې له ۲۴ ساعته اوربند وروسته درنه جګړه بیا پیل شوې

په داسې حال کې چې د سودان په پلازمینه خرتوم کې له ۲۴ ساعته اوربند وروسته د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۰) درنه جګړه له سره پیل شوې، متحده ایالاتو او نورو نړیوالو مشرانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.

د فرانس پرس د راپور په اساس، په جګړه کې د وژل شویو ملکي خلکو شمېر له ۲۷۰ اوښتی، مړي په سرکونو پراته دي او په زرګونو خلک له پلازمینې خرطوم څخه د تېښتې په حال کې دي.

په سودان کې دغه تاوتریخوالی له شنبې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه‌ځواکونو قومندان دی، پيل شو او په منځ کې يې ملکي خلک ګیر دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سوډان د جګړې له دواړو اړخونو غوښتي‌ چې اوربند وکړي څو "سوډانیان وکولای شي‌ له خپلو کورنیو سره یوځای شي" او د ارامې ساه واخلي.

بلینکن وویل: "نن سهار، ما جنرالانو [عبدالفتاح] برهان او همدتي [جنرال محمد حمدان دقلو] ته زنګ وواهه او له هغوی مې وغوښتل چې د ۲۴ ساعته اوربند سره موافقه وکړي ترڅو سودانیانو ته اجازه ورکړي چې په خوندي توګه له خپلو کورنیو سره یوځای شي او د اړتیا وړ مرستو ته لاسرسی پیدا کړي.

جنرال البرهان په ۲۰۲۱ کې د کودتا په ترڅ کې د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته د سودان د واکمنې شورا مشر شو او جنرال دقلو په دغې شورا کې د البرهان مرستیال دی. خو وروسته بیا د یو بل مخالف شول. د دې میاشتې په پیل کې لاریون کوونکي وروسته له هغه د خرطوم واټونو ته راووتل چې د ملکي حکومت د واک د انتقال لپاره خبرې په ټپه ودریدلې.

سپینه ماڼۍ وايي، د سولې د ټینګولو لپاره جدي کار کوي، خو دا یې ونه ویل، چې که د جګړې ښکېلې خواوې دغو غوښتنو ته غوږ ونه نیسي، پایلې به یې څه وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پېیر وویل: "د تاوتریخوالي د کمولو د اهمیت په اړه زموږ دریځ ډیر روښانه دی. تاسو به اوریدلي وي چې د بهرنیو چارو وزیر بلینکن او زما نورو همکارانو پدې اړه د هغوی سره خبرې کړې دي. "

د متحده ایالاتو سناتوران چې د افریقا د لویې وچې سره اشنا دي، وايي چې ډیر څه د ګواښ سره مخ دي.

د سنا د بهرنیو چارو د کمېټې غړی، سناتور کریس کونز وايي، د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره یې هیله نه ده بایللې خو زیاتوي: "موږ باید د هغه احتمال لپاره چمتو واوسو چې سودان ښایي په بشپړ ډول کورنۍ جګړې ته دننه شي. زما اندېښنه دا ده چې ښایي دا په چټکۍ سره په یوې نیابتي جګړې واوړي."

د فشار محدود امکانات

شنونکي وايي چې متحده ایالات د اقدام دپاره ډیر امکانات نلري. دوی د سولې د هڅو لپاره د واشنګټن اثر او رسوخ محدود بولي. له خرطوم سره د واشنګټن اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي او امریکا د ۲۰۲۱ کال د کودتا پر مهال له سودان سره مرستې وځنډولې.

د ستراتیژیکو او نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکی، کمیرون هډسن وايي، واشنګټن د فشار هغه وسیلې چې ساتلې یې دي نه کاري او یوازې تعامل ته د هڅولو ستراتیژي کاروي.

نوموړي زیاته کړه: "دا جنرالان د هڅونې لپاره د ځواب ورکولو سابقه نه لري. لکه څنګه چې دوی د ډار، ارعاب او د خپلو مجازاتو د اقداماتو له لارې هیواد اداره کوي، اوس دوی ځان ته هم همداسې ځواب ورکوي."

سناتور کریس کونز وايي چې باید په ګډه هڅه وشي. نوموړي زیاتوي: "موږ یو څه اثر رسوخ لرو، خو په سیمه کې نور لوبغاړي هم شته چې ډیر څه یې په خطر کې دي او یو څه اثر رسوخ لري او موږ باید له دوی سره په نږدې همغږۍ کار وکړو."

د عربي هېوادونو ټولنه او ملګري ملتونه وايي چې دوی به د سولې لپاره کار وکړي. خو دا چې څومره ژر به وکولی شي په خرطوم کې بل شوی اور مړ کړي، لا مالومه نده.