شاته

د پاکستان د سیاسي ګوندونو مشران نن د انتخاباتو په معامله سپریم کورټ ته وړاندې کیږي

ټاکل شوې ده هیواد کې دانتخاباتو کولو په معامله دسیاسي ګوندونو ترمنځ داتفاق پیدا کولو په لړ کې نن د زیارت په ورځ دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران سپریم کورټ ته وړاندې کیږي.

سپریم کورټ حکومت ته یو وارې بیا امر کړی چې انتخاباتو لپاره باید الیکشن کمیشن ته تر27م اپریل 21 اربه روپۍ ورکړي.

د سپریم کورټ دمشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیز بیچ پخپله حکم نامه کې ویلي چې که حکومت الیکشن کمیشن ته دپیسو ورکولو په اړوند دعدالت حکم ونه مني نو ددې سختې اؤ سنګینې نتیجې مخې ته راتلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پارلیمان د وړاندې نه دسپریم کورټ په امر الیکشن کمیشن ته د21 اربو روپو ورکولو نه انکار کړی اؤ ځېنې څیړونکي اندېښنې ښکاره کوي چې دسپریم کورټ په حکم نه منلو وزیراعظم اؤ دهغه ټوله کابینه دحکومت نه لاس وینځلی شي.

خو حکومتي چارواکي دریځ لري چې الیکشن کمیشن ته دپیسو ورکولو منظوري پارلیمان نه ده ورکړې اؤ سپریم کورټ ته به بیا ټول پارلیمان فارغول وي.

سپریم کورټ دانتخاباتو په نیټه د اتفاق پیدا کولو لپاره د لسو سیاسي ګوندونو مشران نن د زیارت په ورځ عدالت ته وربللي اؤ دامنیتي وجوهاتو له امله یې په یو وخت ګرد هیواد کې دانتخاباتو په اړه ددفاع د وزارت اؤ الیکشن کمیشن خواستونه خارج کړي دي.

دهیواد دبیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو دانتخاباتو په نیټه داتفاق پیدا کولو په اړه دسپریم کورټ ګام ستایلی دی اؤ دمرکزي حکومت دستر ایتلافي پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي، دوي(ایتلافانو) پخپل منځ کې خبرې پیل کړي چې هرکله چې یې دریځ یو شي نو ترهغې وروسته به دخپلو سیاسي مخالفینو سره هم مذاکرات پیل کړي.

د چهارشنبې په ورځ سپریم کورټ کې په یو وخت دانتخاباتو په اړوند دشوې اوریدنې حکمنامه کې واضحه کړل شوې ده چې دسیاسي خبرو عمل به پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند په څلورم اپریل دسپریم کورټ لخوا داورول شوې فیصلې نه دمخ ستنولو نه لامل کیږي.

دسپریم کورټ حکمنامه کې ویل شوي چې دصوبایي اسمبلۍ ترماتېدو وروسته په 90 ورځو کې انتخابات کول ضروري دي.

سپریم کورټ په 14مئ پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو حکومت اؤ الیکشن کمیشن دریځ لري چې په بیلابیلو وختونو کې دهیواد دننه انتخابات کول ممکن نه دي اؤ باید په ګرد هیواد کې په یو وخت انتخابات وکړل شي چې سپریم کورت دالیکشن کمیشن اؤ ددفاع د وزارت دغه خواستونه رد کړي دي.

په پرونۍ اوریدنه کې اټارني جنرل یا سرکاري وکیل عدالت ته ویلي وؤ چې دسیاسي ګوندونو تر منځ دمذاکراتو هڅې پیل شوې دي اؤ ددې لپاره کمیټۍ هم ټاکل شوې دي نو ځکه عدالت باید دغو هڅو ته موقعه ورکړي.

مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلي که چرې سیاسي ګوندونه دانتخاباتو نیټه بدلول غواړي نو بیا عدالت دهغوئ سره ولاړ دی اؤ د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو ته نوټسونه جاري کولی شي.

پاکستاني رسنۍ وایي سپریم کورټ وروسته دلسو بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشرانو ته نوټسونه جاري کړي چې په ننۍ اوریدنه کې عدالت ته حاضر شي.

په دغو مشرانو کې عمران خان، شهباز شریف، اصف علي زرداري، مولانا فضل الرحمان، خالد مقبول صدیقي، اختر مینګل، اسفند یار ولي خان، جام کمال خان، چوهدري شجاعت حسین اؤ سراج الحق شامل شامل دي.

دسپریم کورټ پرېکړې ته خپل غبرګون کې دحکومتي اتحادي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري ویلي هغه دچیف جسټس له لوري سیاسي ګوندونو ته دانتخاباتو په اړه خپلو کې دمشورې کولو د وړاندیز هرکلی کوي.

خپل یو بیان کې اصف زرداري ویلي چې دوي خپلو کې مذاکرات پیل کړې دي اؤ هرکله چې حکومتي ایتلاف په یو دریځ ودریږی نو تر هغې وروسته به خپلو سیاسي مخالفینو سره هم خبرې اترې وکړي.

دحکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف وتلي مشر فواد چوهدري هم دمشر قاضي د وړاندیز هرکلی کړی اؤ ویلي یې دی چې مشر قاضي په سیاسي اؤ قانوني حقیقتونو کې د ربط یا همغږۍ پیدا کولو یوه ښه هڅه کړې ده.

رسنیو سره خبرو کې ښاغلي فواد چوهدري ویلي د دوي ګوند د وړومبۍ ورځې نه دمذاکراتو په دریځ ټینګار کوي اؤ ویلي یې دي ټولو ته په کار ده چې په ګډه دالیکشن عمل په مخکې یوسي.

دجماعت اسلامي عمومي سکتر لیاقت بلوڅ هم پخپل یو بیان کې دمشر قاضي دپرېکړې هرکلی کړی اؤ ویلي یې دي سپریم کورټ باید په بیړه کې څه پرېکړه نه وکړي ځکه چې دسیاسي ګوندونو ترمنځ په انتخاباتو خبرې روانې دي.

هغه ویل چې ګوند یې (جماعت اسلامي) دسیاسي ګوندونو ترمنځ د رایو اتفاق پیدا کولو لپاره خپل کردار ادا کوي اؤ هیله ده چې دخبرو اترو دلارې به یو غوره هواری راوځي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00