شاته

یمن کې د مرستو د ویش په ګډوډیو کې کابو ۷۸ کسان وژل شوي

د یمن په پلازمینه صنعا کې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۰ (وري ۳۱) د مرستو د ویش پرمهال د ګڼې ګوڼي له امله حد اقل ۷۸ کسان وژل شوي دي.

د حوثیانو رسمي رسنۍ او عیني شاهدانو ویلي دغه کسان د پلازمینې صنعا په یو ښوونځي کې د مرستو ویش پرمهال چې هر کس ته د نهو ډالرو په ارزښت مرسته ورکول کیده، د ګڼې ګوڼي له امله وژل شوي دي.

د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثیانو رسنۍ د صنعا د روغتیا د مشر په حواله ویلي چې پر وژل شویو سربیره یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي چې د ۱۳ کسانو روغتیایي وضعیت د اندیښن وړ وو.

د حوثیانو په کنټرول کې د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوې بیانیه کې ویلي دي‌ چې دا پيښه د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کې د مرستو د ویش پرمهال رامنځ ته شوي ده.

یو شمیر شاهدانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې په سلګونه کسان د مرستو د ترلاسه کیدو لپاره په ښوونځي کې راغونډ شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت په یوې جلا بیانیه کې ویلي دي، د مرستو د ویش په هدف ددې راټولیدنې په تړاو دوه تجاران نیول شوي او له هغوی څخه پلټنې روانې دي.

یمن د تیرو اتو کلونو راهیسې د کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی چې له امله یې په لس ګونه زره کسان وژل شوي، اقتصاد یې ویجاړ کړی او په میلیونونه کسان یې له لوږي سره مخ کړي دي.

وروسته له هغه چې حوثي اروپکو په ۲۰۱۴ کال کې د یاد هیواد حکومت وپرځاوه، د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې مداخله وکړه. دې جګړې ته تر ډیره د سعودي عربستان او ایران د نیابتي جګړې په سترګه کتل کیږي.

ریاض او تهران په مارچ میاشت کې د دیپلوماتیکو اړیکو په بیرته پیلیدو هوکړه وکړه کومې چې په ۲۰۱۶ کال کې ترینګلې شوې وې، دغو اړیکو روانه میاشت وروسته له هغه هیلې زیاتې کړې چې دواړو لورو د بندیانو تبادله وکړه.

د حوثيانو یو جګپوړوي مرکچي ویلي له سعودي عربستان سره د سولې وروستیو خبرو پرمختګ کړی او د پاتې توپیرونو په اړه به نور بحثونه هم ترسره شي.