شاته

د امریکا صدر جو بایډن او مېرمن یې جېل بایډن مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

واشنګټن - د امریکا صدر جو بایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن په یو مشترک پیغام کې چې وایټ هاوس د زیارت/پنجشنبې په ماښام خپور کړ، د امریکا او بیا د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د وړوکي اختر مبارکي ورکړې ده.

صدر بایډن په دې پیغام کې ویلي چې د روژې په میاشت کې د مسلمانانو خیریه کارونو او سخاوت هغه اغېزمن کړی دی.

په پیغام کې راغلي دي: "په داسې حال کې چې په دې اختر کې د نعمتونو ستاینه کوو، راځئ یو ځل بیا د امن د برقرارۍ او د ټولو خلکو د حقونو او وقار د تحفظ بې انتها کار ته ژمنه تازه کړو."

بایډن د دې ترڅنګ اسلاموفوبیا ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې انتظامیه یې "د اسلاموفوبیا په شمول، د هر ډول نفرتونو [واقعاتو] ته د توجو کولو دپاره ژمنه ده"، او په همدې وجه یې د جګپوړو حکومتي چارواکو سره یوځای، د مختلفو ادارو ترمنځ داسې یوه مشترکه قوا جوړه کړې ده چې د اسلاموفوبیا او ورسره متعلقو چلېنجو مقابله وکړي.

په پیغام کې د صدر بایډن له قوله ویلی شوي چې هغه په دې ویاړي چې سږکال یو ځل بیا په وایټ هاوس کې اختر د امریکایي مسلمانانو سره لمانځي. هغه زیاته کړې چې په امریکا کې مسلمانان په لېباټریو، کارخانو، او د ترقي یافته ټېکنالوجۍ د جوړولو په برخو کې، او همدا راز د هنرمندانو، استاذانو، خبریالانو، او نورو کارکوونکو په حیث د امریکا د آینده دپاره کار کوي چې د هغه په وینا، د نورو دپاره سرمشق ګرځېدلی شي.

امریکا کې هم د جمعې په ورځ د اختر اوله ورځ لمانځلی کیږي او د دې ملک په مختلفو ریاستونو کې به په مسجدونو کې د وړوکي اختر لمونځونه ادا کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00