شاته

د اختري وړلو دود؛ يو شمېر کوژده شوې جوړې: له ډېرو لګښتونو بايد ډډه وشي

ځینې کوژده شوې جوړې غواړي چې د اختري وړلو په مراسمو کې د زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي.

سید عالم ارباب زاده ۲۵ کلن او د بامیان ولایت اوسېدونکی دی، له کوژدې یې دوه میاشتې تېرې شوې دي.

هغه وايي، چې د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د هلک کورنۍ ته ستونزمنه ده، په نوروزي او اختري وړلو، ډېرې پیسې ولګوي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لوري باید د دا ډول مراسمو په ترسره کولو کې له ډېر لګښت څخه ډډه وکړي.

ښاغلی ارباب وايي: "نوی کال لرو، کوچنی اختر لرو، لوی اختر لرو. په نوي کال کې باید جلبۍ، ماهي، کالي او طلا واخلو. د دې ترڅنګ باید یو محفل هم ترسره کړو. په اخترونو کې هم باید ورته کار وشي، چې موږ د دې توان نه‌لرو. ان ځينې خلک واده نه‌شي کولای، ځکه په هغه کال کې چې داسې مراسم او محفل ترسره کېږي، واده ته پیسه نه پاتې کېږي."

په نوي کال کې باید جلبۍ، ماهي، کالي او طلا واخلو. د دې ترڅنګ باید یو محفل هم ترسره کړو.

د سمنګان ولایت اوسېدونکې، ۲۴ کلنه کوکي سادات او د سید عالم ارباب زاده نامزادې ازادي راډیو ته وویل، هغه لګښتونه چې کورنۍ یې اوس د اختر په مراسمو کې لګوي د اختر اصلي فرهنګ نه‌دی.

نوموړې وايي: "زما له هېوادوالو څخه غوښتنه دا ده چې په نوروز، روژې او لوی اختر کې له زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي، هغه دودونه چې اوس مهال خلک لري، چې په لوی لاس لګښت کوي، دا زموږ په کلتور کې نه‌شته."

خوست کې اختر ته چمتووالی او ډالۍ
خوست کې اختر ته چمتووالی او ډالۍ

په همدې حال کې د کاپيسا ولايت اوسېدونکى صالح عطازاده وايي، چې د خپلې نامزادې لپاره د اختري وړلو مخالف نه‌دى، خو په لګښتونه کې بايد اسراف ونه‌شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د نوروزي او اختري وړلو دود د افغانانو په منځ کې عام دی، نجلۍ ډېره خوشاله وي، کله چې ورته اختری ورکول کېږي، ځکه د خویندو او خپلوانو تر منځ يې قدر زیاتیږي. خو له زیات لګښت څخه باید ډډه وشي، داسې څه باید واخیستل شي، چې هم کورنۍ خوشحاله وي هم موږ."

نجلۍ ډېره خوشاله وي، کله چې ورته اختری ورکول کېږي

د بلخ ولايت اوسېدونکې ګوزل اوزګور وايي، چې په دغه ولايت کې د هلکانو او نجونو کورنۍ د اختر په ورځ يو بل ته اختری وړي.

د ګوزل په وینا، که څه هم دا لومړی اختری دی چې د خپل نامزاد له کورنۍ څخه یې ترلاسه کوي، خو د دې په وینا کولای شو په یوې کوچنۍ ډالۍ چې ارزښت یې مهم وي هم یو بل خوشحاله کړو.

نوموړې وايي: "که څه هم دا زما د کوژدې لومړی کال دی، یعنې دا لومړی اختری دی چې د نجلۍ او هلک دواړو کورنیو له‌خوا یو بل ته وړل کېږي، خو زه د دې طرفداره نه یم چې د افغانستان په دې خراب اقتصادي وضعیت کې، بې ځایه مصرف وشي، او یا ډېره قیمتي ډالۍ واخیستل شي. هو، که وړه ډالۍ هم وي، د نجلۍ او یا هلک له‌خوا، ارزښت یې د قېمت په پرتله مهم دی."

خوست کې اختر ته چمتووالی او ډالۍ
خوست کې اختر ته چمتووالی او ډالۍ

د اختري وړلو په مراسمو کې د هلک کورنۍ خپلې ناوې ته جامې، د ارایش سامان، وچه او تازه مېوه، کیک او کلچه ډالۍ کوي.

له بلې خوا د نجلۍ کورنۍ هم د هلک کورنۍ ته روغن جوشي او جوش کړې هګۍ د اختر د ډالۍ په توګه ورکوي او په ځينو ولايتونو کې د زوم لپاره جامې هم چمتو کېږي.

دا دودونه، هر ولایت او سيمې کلتور ته په کتو سره توپیر لري.

خو یو شمېر کوژده شوې جوړې وايي، دا مراسم په دې وروستیو کې له خپل دودیز بڼې څخه د کورنیو تر منځ په یو ډول رقابت بدل شوي دي.

دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران ته په کتو باید کورنۍ د جامو او نورو قیمتي سوغاتو په اخیستلو مالي زیان ونه ویني، بلکې د یوې وړې ډالۍ په اخیستلو سره چې معنوي ارزښت ولري هم کولای شي د اختر دود ترسره کړي.

اړوند مطالب