شاته

هندي عدالت هغه ۶۹ کسان بري کړل چې د ۱۱ مسلمانانو د وژلو الزام پې لګول شوی و

په هندوستان کې عدالت د هندو مذهب منونکي هغه ۶۹ کسان بري کړل چې په کال ۲۰۰۲ کې په ګجرات ریاست کې د مذهبي فساداتو په مهال پې د ۱۱ مسلمانانو د وژلو الزام پې لګول شوی و.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په بري شویو کسانو کې د هندوستان د واکمن ګوند بهارتیه جنتا پارټۍ پخوانۍ وزیره هم شامله ده.

د روېترز د رپورټ ترمخه، دغه وژنې په احمداباد ښار کې د ۲۰۰۲ د فېبرورۍ په ۲۸ نېټه د هندو زایرینو په رېل ګاډي د اور لګېدو وروسته شروع شوي فساداتو په مهال شوي دي. د رپورټ ترمخه هندوستان د ازادېدو نه پس دغه د ملک تر ټولو خونړۍ مذهبي فسادات وو.

په مجموعي توګه په ۸۶ هندوانو د احمد اباد په نورېدا ګام ضلع کې د وژنو الزام لګول شوی و چې ۱۷ په کې د مقدمو په مهال مړه شوي دي. ملزمان په ضمانت ازاد وو.

د مفدافعیو وکیل چیتن شاه ګې د ۸۲ ملزمانو نمایندګي يې کوله وویل چې د لومړۍ ورځې نه یې دا خبره کوله په موکېلانو یې د دروغو مقدمې جوړې کړی شوي دي. هغه زیاته کړه چې ځېنې ملزمان د پېښې په ځای کې موجود هم نه وو.

د وژل شویو کسانو د کورنیو وکیل شمشاد پټهان وویل اعلا عدالت ته به د ملزمانو د بري کېدو د فېصلې خلاف خواست کوي.

هغه وویل متاثرین یوارې بیا د انصاف نه محرومه کړی شو. هغه زیاته کړه چې د دې خبرې مطالعه به کوي چې عدالت په څه بنیاد ملزمان بري کړل.

په بري شویو کسانو کې د وزیراعظم نرندره مودي د بي جی پي مایا کوننداني پخوانۍ وزیره هم شامله ده. د دې نه علاوه د بج رنګ دل پارټۍ یو رهنما بابو بجرنګي او د وېشوا هندو پرېساد یو رهنما جی پاټېل هم بري کړی شوي دي.

بج رنګ دل او وېشوا هندو پرېساد د بي جی پي سره نژدې تعلق لري.

کوننداني د ۲۰۰۲ فساداتو سره تړلې د ۹۷ کسانو د وژل کېدو په سر په یو بل کېس کې هم ملزمه وه. هغې ته عدالت سزا ورکړې وه خو وروسته اعلا عدالت هغه بري کړه.

د ګجرات په فساداتو لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې زیاتره په کې مسلمانان وو. فعالان د وژل شویو کسانو شمېره دوچنده زیاته ښښي.

په ګجرات کې د فساداتو په مهال مودي د ریاست اعلا وزیر و او نا قدین په هغه الزام لګوي چې د مسلمانانو په تحفظ کې ناکامه شوی و. مودي دغه ردوي. د هندوستان د سپریم کورټ په امر د فساداتو تحقیقات شوي وو خو داسې څه ثبوت یې و نه موندلو چې په بنیاد يې د مودي خلاف قانوني اقدامات شوی وی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري د رپورټ نه اخیستل شوي چې د وي او ای د انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه شایع شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00