ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

30.07.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست او یو شمیر نورو چارواکو سره وګوري. بلخوا یو شمیر ښځو مظاهره کړې او د نړیوالو غواړي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي. نن د امریکاغږ اشنا راډیو په سپینې خبرې خپرونه کې پر همدې موضوع د میلمنو نظرونه اخلو. تاسو هم کولای شئ خپله پوښتنه یا نظر دلته شریک کړئ.

30.07.2023 امریکا غږ

د سي پېک کلیزه: د چین مرستیال وزیراعظم په درې ورځېني سفر اسلام آباد ته رسېدلی دی

واشنګټن  - د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) منصوبې د لس کاله په پوره کېدو سره، د چین د وزیراعظم مرستیال هي لایفېنګ د اتوار/یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسېد چې د سي پېک د لس کلن کېدو په خاطر جوړېدونکې دستورې کې ګډون وکړي. د پاکستان د خارجه دفتر د یو بیان ترمخه، ټاکل شوې ده چې ښاغلی لایفېنګ به د اګسټ تر وړومبۍ نېټې په پاکستان کې وي او په دې موده کې به د سي پېک د کلیزې په دستوره کې د اهم مېلمه په توګه د برخې اخېستو ترڅنګ، د وزیراعظم شهباز شریف او صدر عارف علوي سره ملاقاتونه ولري. د پاکستان خارجه دفتر دا هم ویلي چې هي لایفېنګ د کال 2017 نه تر 2023 پورې د چین د قامي ترقۍ او اصلاحاتو د کمېشن مشر پاته شو و، او په دې موده کې یې په پاکستان کې د سي پېک پورې اړوند د څو پروژو په عملي کېدو کې اهم کردار ادا کړی دی. د سي پېک منصوبې د لس کاله د پوره کېدو په خاطر به دستورې جوړیږي او په دې وجه پایتخت اسلام آباد کې ټول سرکاري او خصوصي سکولونه او نور تعلیمي مرکزونه سبا د ګل او بل سبا د نهې په ورځ رخصت کړی شوي دي. که څه هم د سي پېک منصوبې د پیل نه دا دی لس کاله پوره شول، خو تر اوسه دغه منصوبې خپل مهم اهداف نه دي پوره کړي. سي پېک د چین د بېلټ او روډ منصوبې لومړۍ بېلګه وه چې تر مخه یې په اسیا او وراخوا د بېلینونو ډالرو اډانه جوړه کړي. د دغه منصوبې پېل د بي ار ايي لومړی لوې ګام وو. د منصوبې لاندې د توانایۍ د پروژو لپاره ۳۵ بېلینه ډالره او د ټرانسپورټېشن یا مالدارۍ لپاره د ۱۰ بېلینه ډالرو ژمنې شوې وې. روانه میاشت د سي پېک منصوبې د لسو کالو پوره کیدو یوې یاد غونډې ته د وینا په وخت د پاکستان د پرمختیا او منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال ویلي، د منصوبې د ۲۵ بېلینه ډالرو برخه کار سر ته رسېدلې او حکومت اوس د هغه منصوبو سر ته رسولو ته مخه کړې کومې چې په کال ۲۰۲۰م کې پوره کېدل وو. احسن اقبال زیاته کړې د توانایۍ ۱۳ منصوبې، او د ۴۰۰۰ میګاواټه بجلۍ د خورولو لاېنونه (تارونه) هم غځول شوي. د سي پېک په پېل کې د پاکستان حکومت اټکل کړی وو چې دوي ته به د بجلۍ ضرورت پوره کولو لپاره ۴۰۰۰ مېګاواټه بجلي پکار وي چې د هیواد ضرورت پوره کړي. چارواکو اندازه لګولې د سي پېک منصوبه دا مهال د پاکستان د بجلۍ مرکز ( ګرېډ سټېشن) ته په دریو کې یوه برخه ورکوي. د پاکستان د پرمختیا وزیر د اندازې تر مخه چین پاکستان اقتصادي راهدرۍ منصوبې لاندې په پاکستان کې ۲۳۰۰۰۰ (دوه لکه دېرش زره) روزګارونه پېدا شوي. د می په میاشت کې د چین سرکاري میډیا اټکل کړی وو چې په دغو کې ۱۵۵۰۰۰ ( یو لک ۵۵ زره) پاکستانیان دي. خو د پاکستان د سرمایه کارۍ بورډ پخوانی مشر هارون شریف د روزګارونو دغه شمېرو باندې شکمن دی.‌ نوموړي وي او ای ته ویلي کومې شمېرې چې د حکومت لخوا ورکړل شوي دا یواځې د پرمختیا د وزارت دعوې دي، د بل چا لخوا نه دي منل شوي.  

30.07.2023 ډیوه

طالبانو په هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول

د طالبانو د "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" مقاماتو په هرات ولایت کې د موسیقۍ یو شمېر الې او وسایل راټول او وسوځول.

30.07.2023 امریکا غږ

د افریدیو د دوو کورنیو ترمنځ څلوېښت کلنه خونړۍ دښمني ختمه کړی شوه

د خیبر ضلعې د افریدي (اپریدی) قبیلې دوو مشهورو کورنیو تر مینځه د ۴۰ کالو راهسی راروانه خونړۍ دښمني ختمه کړی شوه. نن په پیښور کې د خیبر قبایلي ضلعې د باړې سیمې یو مشر عبدالرزاق افریدي یو ستره جرګه رابللې وه او د نورو سیاسي او قامي مشرانو او ځوانانو په موجودګۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه. د روان کال د جنورۍ په اوولسمې نیټې د پیښور هائی کورټ په بار روم کې دننه، د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن پخوانی مشر او نامتو قانون پوهه عبداللطیف افریدی چې احترام او مینې نه خلکو ورته لطیف لالا وئیلو، په ډزو ووژل شو. داسې ویل کیږي چي د لطیف لالا وژل کېدل هم د همغې دښمنۍ په لړ کې و. د دې نه وړاندې په کال 2021 کې سینئیر سول جج آفتاب خان، سره د خپل ښځې اینګور او لمسي، په موټر وې په نښه شو چې د پولیسو په وینا، د هغې شا ته هم خاندانی دښمنی سبب کیدی شي. د لطیف افریدي په جنازه کې د باجوړو یو سیاسی مشر شهاب الدین خان دغه وخت موجود په نورو مشرانو غږ کړی و چې پښتانه دې د خانداني دښمنیو غوندې د پښتنو بد راویتونو د خاتمې لپاره رایوځای شي. شهاب الدین خان نن په روغه کې موجود و. هغه خوشحاله ښکاريدلو او ویل یې چې فکر کوی اوس هم پښتانه د دغسې روایاتو او سوچ د وجې روسته پاتې دي. شهاب الدین خان، وي او اې ډیوه ته وویل: "جرګې څه قسمه رول ولوبلولو او څنګه دښمني يې په دوستی کې بدله کړه، دا د خوشالۍ خبره ده. خو یوازې دا خبره دلته نه ده پرېښودل په کار او هره ضلعه کې داسې سوچ او کوشش په کار دی." هغه زیاته کړله چې د پښتنو د خپل منځي دښمنیو نه، د دې قام مشترک دښمن فایده اخلي او په همدې وجه د پښتنو سیمې وروستو پاتې دي. د باړې سیمې یو ځوان، عامر افریدي هم وویل چې مشرانو ته په کار ده د ځوان کهول دپاره داسې دښمنۍ پرېنږدي. هغه زیاته کړه: "حالات هسې هم سیمه کي خراب دي او داسې دشمنۍ نور فشار او تکلیف وي. ځوان کهول ته تعلیم او ژوند کې پرمختګ او امن سره ژوند کولو لپاره مشرانو ته دا قسمه دښمنۍ ختمول په کار دي چې راتلونکی کې ځوانان د دښمنۍ نوم هم ونه پيژني."  

30.07.2023 ډیوه

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

30.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

30.07.2023 امریکا غږ

څېړونکي: که ټي ټي پي د القاعده سره الحاق شي، خطه کې به یو بل نه تمامېدونکی جنګ راشي

د ملگرو ملتونو د سېکوریټي کونسل دا خبره چې ګني تحریک طالبان پاکستان د القاعده ډلې سره د یوځای کېدو کوششونه کوي، په سیمه کې د څېړونکو پام ځان ته اړولی دی. هغوی وایي، دا ښيي چې القاعده اوس هم په افغانستان کې مضبوطې جرړې لري او په دې ټولو چارو کې واکمن طالبان لاس لري. څېړونکي زیاتوي چې که چرته د القاعده او ټي ټي پي الحاق وشي، نو په راتلونکي کې به سيمي دپاره يو بل نه تماميدونکی جنګ راوړی شي. ډان ورځپاڼې ليکلي دي چې ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکي د ملګرو ملتونو کميټي خپل دغه رپورټ د رواني مېاشتي د جولائي په پېنځه ویشتمه نيټه سلامتي کونسل کې وړاندې کړی چې په کي ويل شوي چې کالعدم ټي ټي پي د القاعده سره د يو ځای کيدو په تکل کې ده چې د دې لارې سويلي ايشيا کې د تندروه ډلو مشري وکړي. یو شمېر څيړونکي وائي که د يو عام وګړي په توګه وکتل شې نو نه القاعده کې څه فرق شته او نه په تحريک طالبان پاکستان او نه په واکمنو افغان طالبانو کې. دوی وائي که کوم رياست ترهګري ختمول غواړي، نو په کار ده چې ټولو تندروه وسلوالو ډلو ته القاعدې په نظر وګوري، نو هله به دهشت ګردي له منځه ځي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګي استاد پروفېسر عرفان اشرف وائي: "که چيرې يو رياست د ترهګرۍ مخه نيول غواړي، بيا به هغوی ټولو ګرپونو ته د القاعدې په لينز کتل وي، نو هله به دا دهشت ګردي ختميږي ولي چې دا ياد ساتل ځکه په کار دي چې په سيمه کې نورې ترهګرې ډلې د القاعدې نه پس سیمې ته راغلي دي." په ياد رپورټ کې د پاکستان د حکومت د هغه شکايت پخلي شوی دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنيدو ورسته، د کالعدم ټي ټي پي ډلې، په افغانستان کې خپل فعاليتونه سېوا کړي دي. هم دا راز ويل شوي دي چې په پاکستان کې مخ په زياتيدونکو بريدونو کې ناقانونه تحريک طالبان پاکستان ته القاعده لارښودنه کوي. خبريال رفعت اورکزي ویلي، که چيرته د ټي ټي پي او القاعده په باقاعده توګه پيوستون کيږي نو القاعده ته به نژدي شپږ زره پورې جنګيالي په لاس ورشي کوم چې به د دې منطقې د پاره د خطر وړ وي. اورکزي وي او اې ډیوه ته وویل: "په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې تحريک طالبان پاکستان د القاعده او امارت سلامي افغان طالبانو جوړ شوی تنظيم دی او د القاعده چې په ټوله دنيا کې څومره پنځه شپږ برانچونه دي چې دا د هغوی يوه پاليسي ده چې چرته د دوی تنظيم وي هلته د مقامي تنظيمو سره اتحاد کوي، لکه عراق کې افريقه کې او دلته په برصغير کې، د لوکل تنظيمو سره الحاق کوي دوی ټرين کوي او په شا یې دوي وي." سلامتي کونسل کې جمع شوي راپور کې دا هم ويلي شوي چې ځني نور ناقانونه وسلوالي ډلي د افغان طالبانو د کنټرول نه بچ کيدو په عرض د کالعدم ټي ټي پي ملاتړ کوي. بل لوري ته افغان طالبانو د ملگرو ملتونو دغه رپورټ په غلط ګرځولو سره رد کړی دی او د دوی وياند ذبيح الله مجاهد د ټوئيټر د لارې خپل يو ټويټ کې ويلي دي چې القاعده په افغانستان کې څه ډول وجود نلري. خو څيړونکي بيا وائي چې افغان طالبانو تراوسه د دوحه لوظنامي شرطونه ترسره کولي پاتي راغلي دي وائي د افغانستان په خاوره د القاعدي وجود نه د انکار کولو خبره افغان طالبان د سياسي چال په توګه کوي. نوموړي عرفان اشرف زياتوي: "طالبانو خو نه صرف ټي ټي پي نه مني په افغانستان کې بلکي هغوی خو داعش هم نه مني، هغوی به څنګه دې ته تيار شي چې القاعده په افغانستان کې شته بيا هغوي دروغجن ثابت کيږي او د دوحه لوظنامي لاندي هغوي ته چې کوم اختيارات ورکړل شوي د هغي نفي کيږي." د افغانستان په چارو نظر لرونکي پوهان وائي دا مهال افغانستان کې د ټي ټي پي او نورو وسلوالو ډلو جالي د پاکستان سره په پوله لګيدلي کونړ او ننګرهار نه تر ديرش ولايتونو پوري غزيدلي دي.  

30.07.2023 ډیوه

په پاکستان کې په بمي چاودنه کې ۳۹ تنه وژل شوي دي

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. دا چاودنه د یکشنبې په ورځ جولای ۳۰مه (زمري ۸مه) هغه مهال وشوه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام څه دپاسه ۴۰۰ غړي د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په "خار" ښار کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو. د خیبر پښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر، ریاض انور د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: " زه دا تائیدولی شم چې ۳۹ جسدونه او ۱۲۳ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او د ۱۷ ټپیانو حالت نازک دی. " د چاودنې د ځای انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، په سیمه کې ډیر جسدونه ښیې چې د ژغورونکو لخوا امبولانسونو ته لیږدول کیږي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د اسلامي دولت ډلې (داعش) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غړو څو ځله بریدونه کړي دي. جمعیت علماء اسلام، د پاکستان په شمال او لویدیځ کې د دیني مدرسو او جوماتونو پراخه شبکه لري. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او هغه یې یو نه توجیه کیدونکی جنایت بللی دی. د پاکستان ولسمشر عارف علوي، صدراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د جمعیت اسلامي ګوند مشر سراج الحق او یو شمېر نورو چارواکو او سیاستوالو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر غونډې برید غندلی دی. په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی او افراطي بریدونه زیات شوي دي. زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا صوبه کې شوي چیرته چې تحریک طالبان پاکستان ډیر فعال دی. د پاکستان د پولیسو او څېړنیزو بنسټونو راپورونه ښيي چې په تېر یو کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ۶۶۰ ډېر ترهګریز بریدونه شوي دي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د پولیسو په یوې ودانۍ کې دننه په یو جومات کې د تحریک طالبان پاکستان د یو بریدګر له خوا په ځانمرګي برید کې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي وو، چې زیات شمیر یې پولیس وو.

30.07.2023 امریکا غږ

د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ کولمبیا په اضافي وخت کې جرمني ته ماتې ورکړه

نن د جولای په ۳۰مه (اسد ۸مه) د ښځو د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کولمبیا، جرمني ته په ۹۷مه دقیقه کې ماتې ورکړه.

30.07.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

30.07.2023 امریکا غږ

اسرائیل: داسې نه بریښي چې اړیکې مو له سعودي عربستان سره عادي شي

د اسرائیل د پارلمان یو جګپوړي قانون جوړونکي نن یکشنبه د جولای په ۳۰مه (زمري ۸مه) وویل، داسې نه ښکاري چې له سعودي عربستان سره دې د دغه هېواد اړیکې عادي شي.

30.07.2023 امریکا غږ

باجوړ: د جمعیت علماء اسلام غونډه کې بمي چاودنه - 35 کسان وژل شوي،تر50ؤ زیات ژوبل

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزیر فیض الجمال کاکاخیل مطبوعاتو ته منلې ده چې د اتوار/یکشنبې په ورځ د جمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې شوې بمي چاودنه کې 35 کسان وژل شوي اؤ تر50و زیات نور ژوبل شوي دي. بیلابیلو رسنیو ته د اطلاعاتو وزیر ویلي په پېښه کې ژوبل شوؤ کسانو کې هم د زیاترو حالت مرګونی دی چې هغوي دعلاج لپاره پوځي هیلي کاپټرو کې د پېښور هسپتالونو ته رارسول کیږي. هغه ویلي چې دې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام دخار تحصیل امیر مولانا ضیاء الرحمان هم وژل شوی دی. په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم یو بیان جاري کړی او د جمعیت علمآ اسلام-ف په ډلې نننۍ چاودنه یې غندلې ده. د افغان طالبانو په بیان کې دا هم ویلی شوي چې "‏دا ډول جنایات په هيڅ ډول د توجیه وړ (جائز) نه دي." د اطلاعاتو وزیر وایي دباجوړ، تیمرګرې اؤ‌ پېښور په هسپتالونو کې بیړنی وضعیت پرځای کړل شوی اؤ وزیر اعلا مرستندویه ادارو اؤ اړوند چارواکو ته د چټک مرستو امر کړی دی. هغه وویل دا چاودنه د اتوار/یکشنبې په ورځ د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام د پلویانو په یوه غونډه کې شوې ده کومه چې په خار کې کیده. د بیړني وضعیت په اړه د باجوړ ضلعي افسر رسنیو ته ویلي‌ پېښه کې ژوبل شوي تر 50و زیات کسان د علاج لپاره د تیمرګرې اؤ پېښور هسپتالونو ته وړل کیږي خو هغه وایي چې په ژوبلو کې هم د یو شمیر کسانو حالت مرګونی دی. د سیمې څخه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي له چاودنې وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ سیمه یې په ګیره کې اخستې ده. وي او ای ډیوه د پېښې د جزییاتو معلومولو لپاره د باجوړ د پولیسو ضلعي افسر یا ډي پي‌ او نزیر خان سره د رابطې هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه. دمرستندویه ادارې 1122 ویاند ویلي چې دغې ادارې تر 50 زیات زخمیان هسپتالو ته رسولي په سمدستي توګه ددې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند څومره مشران یا فعالین وژل شوي هغې کې د زیاترو د وژنو پړه وسله والې ډلې داعش په غاړه اخستې ده. په سمدستي توګه لا چارواکو څه نه دي ویلي چې دا ځانمرګي برید ؤ که بمي چاودنه وه؟ د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر باجوړ کې په شوې چاودنه افسوس ښکاره کړی اؤ پخپل یو بیان کې یې د وزیراعظم اؤ دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا نه غوښتنه کړې ده چې د پېښې دبشپړه پلټنو امر وکړي. هغه د خپل ګوند په پلویانو غږ کړی چې دصبر نه کار واخلي اؤ‌ هسپتالونو کې باید ژوبلو کسانو ته د وینو ورکولو لپاره ځانونه ورسوي. د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي، وزیراعظم شهباز شریف، خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري، دجمعیت اسلامي ګوند مشر ، سراج الحق،‌دعوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان اؤ دبیلابیلو ګوندونو مشرانو دباجوړ په چاودنه خفګان ښکاره کړی اؤ دترهګرۍ دا بدترینه پېښه یې غندلې ده. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ چې خیبر پښتونخوا کې ترهګري یو واري بیا سر راپورته کوي خو امنیتي ځواکونه د ترهګرو نوغي ویستو ته چمتو ولاړ دي. د جمعیت علماء اسلام ګوند وتلي مشر حافظ حمدالله په دې برید دافسوس څرګندونه کړې ده اؤ‌ پخپل یو بیان کې یې پوښتنه کړې ده چې امنیتي ځواکونه چرته دي اؤ د امنیت چرته دی؟ هغه ویلي تر دې وړاندې هم نزدې وختونو کې دجمعیت علماء اسلام ګڼ شمیر مشران اؤ فعالین په نخښه کړل شوي اؤ‌ حکومت باید ددې چاودنې عاجلې پلټنې وکړي. د پولیسو اؤ څېړنیزو ادارو رپورټونه ښایي چې د یو کال په موده کې دخېبر پښتونخوا صوبې دننه د660 نه زیات ترهګریز بریدونه شوي چې په دې کې 140 بریدونه په شمالي وزیرستان،81 په ډیره اسماعیل خان،56 په پېښور،55 په باجوړ اؤ49 په جنوبي وزیرستان کې شوي دي

30.07.2023 ډیوه

فراز: د کتاب ژباړه، د کتاب د لیکلو په څېر مهمه ده  

نن د ژباړې پر ارزښت، لارو چارو او تخنیکي اړخ د ازادۍ مېلمه پروګرام کې له ځوان ژباړن او لیکوال جبار فراز سره خبرې شوې دي.  په نوره نړۍ کې هم ژباړه یوه مهمه چاره ده، چې بېلابېلې اتحادیې یا هم خپله حکومتونه ورته کار کوي او تکړه ژباړونکو ته کتابونه د ژباړې لپاره ورکوي بیا یې په لوړ تیراژ خپروي.  په افغانستان کې ګڼ کسان په خپلو شخصي هڅو کتابونه ژباړي او بیا یې په خپلو هڅو خپروي.   زموږ همکار صالح محمد صالح د بحث په پيل کې له جبار فراز پوښتنه کړې، چې ژباړه ولې مهمه ده؟ دا بحث د دې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

30.07.2023 ازادي راډیو

په روسیه کې په سخت طوفان کې۱۰ تنه مړه شوي

په روسیه کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې سختو توپانونو ۱۰ کسان مړه کړي دي.

30.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more