شاته

د سي پېک کلیزه: د چین مرستیال وزیراعظم په درې ورځېني سفر اسلام آباد ته رسېدلی دی

واشنګټن - د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) منصوبې د لس کاله په پوره کېدو سره، د چین د وزیراعظم مرستیال هي لایفېنګ د اتوار/یکشنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسېد چې د سي پېک د لس کلن کېدو په خاطر جوړېدونکې دستورې کې ګډون وکړي.

د پاکستان د خارجه دفتر د یو بیان ترمخه، ټاکل شوې ده چې ښاغلی لایفېنګ به د اګسټ تر وړومبۍ نېټې په پاکستان کې وي او په دې موده کې به د سي پېک د کلیزې په دستوره کې د اهم مېلمه په توګه د برخې اخېستو ترڅنګ، د وزیراعظم شهباز شریف او صدر عارف علوي سره ملاقاتونه ولري.

د پاکستان خارجه دفتر دا هم ویلي چې هي لایفېنګ د کال 2017 نه تر 2023 پورې د چین د قامي ترقۍ او اصلاحاتو د کمېشن مشر پاته شو و، او په دې موده کې یې په پاکستان کې د سي پېک پورې اړوند د څو پروژو په عملي کېدو کې اهم کردار ادا کړی دی.

د سي پېک منصوبې د لس کاله د پوره کېدو په خاطر به دستورې جوړیږي او په دې وجه پایتخت اسلام آباد کې ټول سرکاري او خصوصي سکولونه او نور تعلیمي مرکزونه سبا د ګل او بل سبا د نهې په ورځ رخصت کړی شوي دي.

که څه هم د سي پېک منصوبې د پیل نه دا دی لس کاله پوره شول، خو تر اوسه دغه منصوبې خپل مهم اهداف نه دي پوره کړي.

سي پېک د چین د بېلټ او روډ منصوبې لومړۍ بېلګه وه چې تر مخه یې په اسیا او وراخوا د بېلینونو ډالرو اډانه جوړه کړي. د دغه منصوبې پېل د بي ار ايي لومړی لوې ګام وو. د منصوبې لاندې د توانایۍ د پروژو لپاره ۳۵ بېلینه ډالره او د ټرانسپورټېشن یا مالدارۍ لپاره د ۱۰ بېلینه ډالرو ژمنې شوې وې.

روانه میاشت د سي پېک منصوبې د لسو کالو پوره کیدو یوې یاد غونډې ته د وینا په وخت د پاکستان د پرمختیا او منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال ویلي، د منصوبې د ۲۵ بېلینه ډالرو برخه کار سر ته رسېدلې او حکومت اوس د هغه منصوبو سر ته رسولو ته مخه کړې کومې چې په کال ۲۰۲۰م کې پوره کېدل وو.

احسن اقبال زیاته کړې د توانایۍ ۱۳ منصوبې، او د ۴۰۰۰ میګاواټه بجلۍ د خورولو لاېنونه (تارونه) هم غځول شوي. د سي پېک په پېل کې د پاکستان حکومت اټکل کړی وو چې دوي ته به د بجلۍ ضرورت پوره کولو لپاره ۴۰۰۰ مېګاواټه بجلي پکار وي چې د هیواد ضرورت پوره کړي. چارواکو اندازه لګولې د سي پېک منصوبه دا مهال د پاکستان د بجلۍ مرکز ( ګرېډ سټېشن) ته په دریو کې یوه برخه ورکوي.

د پاکستان د پرمختیا وزیر د اندازې تر مخه چین پاکستان اقتصادي راهدرۍ منصوبې لاندې په پاکستان کې ۲۳۰۰۰۰ (دوه لکه دېرش زره) روزګارونه پېدا شوي. د می په میاشت کې د چین سرکاري میډیا اټکل کړی وو چې په دغو کې ۱۵۵۰۰۰ ( یو لک ۵۵ زره) پاکستانیان دي.

خو د پاکستان د سرمایه کارۍ بورډ پخوانی مشر هارون شریف د روزګارونو دغه شمېرو باندې شکمن دی.‌ نوموړي وي او ای ته ویلي کومې شمېرې چې د حکومت لخوا ورکړل شوي دا یواځې د پرمختیا د وزارت دعوې دي، د بل چا لخوا نه دي منل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00