ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.06.2023 امریکا غږ

په اروپا کې د فرهاد دریا د “خپ شویو غږونو” کنسرتونو ته یوه کتنه

په دې راپور کې به تاسو د فرهاد دریا د اروپا کنسرټونو ته بوځو چې د "خپ شویو غږونو" تر سرلیک لاندې ترسره شول. د کنسرتونو دغه لړۍ په همدې میاشت کې بشپړه شوه. صفي الله ستانکزي له فرهاد دریا سره د جرمني د فرانکفورت او برلین په کنسرټونو کې ملتیا کړې

28.06.2023 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: په سوریې کې د وسله والو ډلو لخوا د ماشومانو ګمارل مخ په زیاتیدو دی

په وسله والو شخړو کې د راګیرو ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وايي چې، د سوریې په ډېرو برخو کې د جګړو او نښتو له کمېدو سره سره په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو له خوا د سرتیرو په توګه د ماشومانو ګمارل په پرله پسې ډول زیات شوی دی.​

28.06.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

28.06.2023 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

28.06.2023 امریکا غږ

نگاهی به "آوازهای خفه شده"، کنسرتهای فرهاد دریا در اروپا

در این گزارش شما را به سلسله کنسرتهای فرهاد دریا در اروپا، زیر عنوان "آوازهای خفه شده" میبریم. این سلسله کنسرتها در جریان ماه جاری برگزار شد. صفی الله ستانکزی در شهرهای فرانکفورت و برلین جرمنی، فرهاد دریا را همراهی کرده است.

28.06.2023 ازادي راډیو

ترکیه د سویډن سره په ناټو کې د غړیتوب په اړه خبرې کوي  

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ترکیې او سویډن لوړپوړي ډیپلوماتان به سبا د پنجشنبې په ورځ د ناټو په مرکزي دفتر کې سره وویني ترڅو په دې تړون کې د شاملیدو لپاره د سټاکهولم د وړاندیز په اړه خبرې وکړي. 

28.06.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.06.2023 امریکا غږ

جرمني میشتي یو شمېر افغانان وايي د افغان سفارتونو او کابل ترمنځ نه همکارۍ یې ستونزې زیاتې کړي

په جرمني کې میشت یو شمېر افغانان وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او کابل تر منځ د همکارۍ نشتوالي د دوی قونسلي چارې سختې کړي او لګښتونه یې زیات کړي دي. 

28.06.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

په افغانستان کې د ناټو د پخواني ملکي استازی نیکولاس کې سره مرکه لرو. ښاغلی کې وايي چې طالبان د یوه نیمګړي جوړجاړي له لارې واک ته رسېدلي او څه چې یې د افغانانو، په ځانګړي ډول مېرمنو په حق کې روان کړي، یوه تراژیدي ده.

28.06.2023 امریکا غږ

په البانیا کې د افغان کډوالو د پردېسۍ اختر

د البانیا په شینجین کې په سلګونو افغان کډوال دېره دي، چې نورو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي. له دغو کډوالو ځینې یې په وروستیو کې راغلي او ځینې یې نږدې دوه کاله کېږي هلته په لنډمهاله استوګنځیو کې اوسي.

28.06.2023 ازادي راډیو

افغانستان راتلونکې جولای کې د بنګله‌دېش پر وړاندې دوه لوبلړۍ ترسره کوي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ، چې افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې په راتلونکې جولای میاشت کې دوه لوبلړۍ ترسره کوي. د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام مهالوېش اعلان شو، چې افغانستان خپله لومړۍ سیالي د بنګله‌دېش پر وړاندې کوي. د خپرونې په دوام به دا هم واورئ، چې د افغانستان ایمرجینګ لوبډله د اسیا کپ په سیالیو کې ګډون کوي او کرکټ بورډ هوډ کړی، چې یو وار بیا د افغانستان شل اوریزه لیګ دویم پړاو ترسره کړي. دغه راز د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دوو نړیوالو ټورنمنټونو کې برخه اخلي. او دا ځل په ځانګړې مرکه کې د پخواني لوبغاړي او اوسني روزونکي دولت خان احمدزي سره د افغان کرکټ ادارې د لوبغاړو د غوراوي پر پالیسو او ورستیو ټاکنو غږېدلي یو. د لوبو له ميدانه خپرونه، چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

28.06.2023 ازادي راډیو

باجوړ: پوځي عملیاتو کې د داعش د مهم مشر شفیع الله اؤ د هغه د دوؤ نورو ملګرو د وژل کېدو دعوه شوې

په رسنیو اؤ سوشل میډیا دعوې مخې ته راغلي چې د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې د داعش وسله والې ډلې یو مهم کمانډر شفیع الله اؤ دوه نور وسله وال د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې د باجوړ په عنایت قلعه سیمه کې یې په عملیاتو کې د کمانډر سیف په ګډون "درې ترهګر وژلي" دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د دوی تړاو له کومې وسلوالې ډلې سره وو. ویل شوي د داعش وژل شوی کمانډر شفیع الله په پاکستان کې د ترهګرۍ په یو شمیر مقدمو کې قانون پر ځاي کوونکو ادارو ته مطلوب ؤ اؤ د هغه پر سر شل لکه روپۍ انعام هم مقرر کړل شوی ؤ. د خراسان ډایري په نوم رسنۍ د سرچینو له قوله په ټويټر لیکلي چې د داعش خراسان د کمانډر شفیع الله پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس د امنیتي ځواکونو عملیات د باجوړ د ماموند تحصیل په سیوۍ سیمه کې شوي دي. دغه رسنۍ دسرچینو له قوله دا دعوه هم کړې ده چې د شفیع الله ترڅنګ عملیاتو کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي خو وایي د هغوي پېژندګلو لا په سمدستي توګه نه ده شوې. تراوسه امنیتي چارواکو یا سیمه ییزې انتظامیې په رسمي توګه ددې دعوې تصدیق یا تردید نه دی کړی. د ای ایس پي آر تر بیان مخکې وي او ای ډیوه د باجوړ د پولیسو دنظر معلومولو لپاره د باجوړ د پولیسو د مشر یا ډي پي او نذیر خان دفتر ته د دغو عملیاتو په اړه د معلوماتو لپاره څو کرته زنګ ووهلو خو دهغه ټيليفون هیڅ ځواب نه وو ویلی. خراسان ډایري نومې رسنۍ پخپل ټویټ کې د سرچینو له لوري دا دعوه هم کړې ده چې دداعش وژل شوي سیمه ییز مشر شفیع الله په دې وروستیو کې په جمعیت علماء اسلام ګوند پسې په تړلو دیني عالمانو بریدونو اؤ د قلنګ غوښتنې یو شمېر پېښو کې هم ککړ ؤ. په دې وروستیو کې په باجوړ کې جمعیت علماء اسلام نومې سیاسي مذهبي ګوند سره تړاؤ لرونکي ګڼ شمیر دیني عالمان ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي چې دغو بریدونو کې د زیاترو ذمه واري داعش خراسان پغاړه اخستې ده. په 23م جون هم باجوړ کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دمذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام یو غړی مولانا نور محمد اؤ دهغه ورور زبېر وژل شوي وؤ چې وروسته یې ذمه واري داعش وسله والې ډلې پغاړه اخستې وه. د روانې میاشتې په شپږمه نیټه د ملاکنډ ډويژن دترهګرۍ ضد دپولیسو یو لوړ پوړي مشر یا اېس پي امجد خان خبريالانو ته ويلي، سي ټي ډي ته مطلوب د داعش اهم کمانډر سبحان عرف عثمان په باجوړ کې په عملیاتو کې وژل شوی دی. تر دغې پېښې وړاندې د مئ په 18مه دباجوړ په لوی سم علاقه کې دپوځ اؤ د ترهګرو ترمنځ نښته شوې وه چې پوځ پکې دخپل عسکر شفیق الرحمان د وژل کیدو پخلی کړی ؤ. په دې وروستیو کې دباجوړ خلکو سیمه کې دترهګرۍ دپېښو پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.

28.06.2023 ډیوه

رپورټ:  د امریکې په کانګرس د حملې په اړه پېشګي استخباراتي معلومات د پامه غورځول شوي وو

د اېف بي ايي مشر کرېسټوفر ری د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو په لړ کې د اېف بي ايي دفاع کړې ده چې په کې په نوفوک کې د جنورۍ په پېنځمه نېټه ترلاسه شوي دا اطلاع هم شامله وه چې په کې په بله ورځ په واشنګټن کې د ممکنه جنګ خبره شوې وه

28.06.2023 ډیوه

عمران خان: "په حقيقت کې سازش زمونږ خلاف شوی"

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پوځي وياند د خبري کانفرنس په غبرګون کې ویلي، د اسټبلشمنټ دريځ دی تحریک انصاف بغاوت کړی خو زمونږ موقف دی چې زمونږ خلاف سازش شوی دی.

28.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more