شاته

د افریدیو د دوو کورنیو ترمنځ څلوېښت کلنه خونړۍ دښمني ختمه کړی شوه

د خیبر ضلعې د افریدي (اپریدی) قبیلې دوو مشهورو کورنیو تر مینځه د ۴۰ کالو راهسی راروانه خونړۍ دښمني ختمه کړی شوه.

نن په پیښور کې د خیبر قبایلي ضلعې د باړې سیمې یو مشر عبدالرزاق افریدي یو ستره جرګه رابللې وه او د نورو سیاسي او قامي مشرانو او ځوانانو په موجودګۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه.

د روان کال د جنورۍ په اوولسمې نیټې د پیښور هائی کورټ په بار روم کې دننه، د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن پخوانی مشر او نامتو قانون پوهه عبداللطیف افریدی چې احترام او مینې نه خلکو ورته لطیف لالا وئیلو، په ډزو ووژل شو. داسې ویل کیږي چي د لطیف لالا وژل کېدل هم د همغې دښمنۍ په لړ کې و.

د دې نه وړاندې په کال 2021 کې سینئیر سول جج آفتاب خان، سره د خپل ښځې اینګور او لمسي، په موټر وې په نښه شو چې د پولیسو په وینا، د هغې شا ته هم خاندانی دښمنی سبب کیدی شي.

د لطیف افریدي په جنازه کې د باجوړو یو سیاسی مشر شهاب الدین خان دغه وخت موجود په نورو مشرانو غږ کړی و چې پښتانه دې د خانداني دښمنیو غوندې د پښتنو بد راویتونو د خاتمې لپاره رایوځای شي.

شهاب الدین خان نن په روغه کې موجود و. هغه خوشحاله ښکاريدلو او ویل یې چې فکر کوی اوس هم پښتانه د دغسې روایاتو او سوچ د وجې روسته پاتې دي.

شهاب الدین خان، وي او اې ډیوه ته وویل: "جرګې څه قسمه رول ولوبلولو او څنګه دښمني يې په دوستی کې بدله کړه، دا د خوشالۍ خبره ده. خو یوازې دا خبره دلته نه ده پرېښودل په کار او هره ضلعه کې داسې سوچ او کوشش په کار دی."

هغه زیاته کړله چې د پښتنو د خپل منځي دښمنیو نه، د دې قام مشترک دښمن فایده اخلي او په همدې وجه د پښتنو سیمې وروستو پاتې دي.

د باړې سیمې یو ځوان، عامر افریدي هم وویل چې مشرانو ته په کار ده د ځوان کهول دپاره داسې دښمنۍ پرېنږدي. هغه زیاته کړه: "حالات هسې هم سیمه کي خراب دي او داسې دشمنۍ نور فشار او تکلیف وي. ځوان کهول ته تعلیم او ژوند کې پرمختګ او امن سره ژوند کولو لپاره مشرانو ته دا قسمه دښمنۍ ختمول په کار دي چې راتلونکی کې ځوانان د دښمنۍ نوم هم ونه پيژني."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00