شاته

طالبانو په هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول

د طالبانو د "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" مقاماتو په هرات ولایت کې د موسیقۍ یو شمېر الې او وسایل راټول او وسوځول.

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، مشر، عزيزالرحمن مهاجر دغه وسایل د "فسق او فساد الات" وبلل او د هغه پېر او پلور يې د شريعت له نظره "حرام" او "ګناه" وباله.

د مهاجر په وينا، دغه توکي د هرات په مرکز او ولسواليو کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر محتسبانو راټول کړي دي. هغه خبرداری ورکړی چې هغه کسان به مجازات شي چې د موسیقۍ وسایل اخلي او پلوري.

په هرات ولایت کې د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر مشر د موسیقۍ ترویج فساد او د موسیقۍ د وسایلو غږول د «ځوانانو د ګمراه کولو او د ټولنې د تباهۍ» لامل بللی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې ډېر هغه توکي چې د شنبې په ورځ په هرات کې سوځول شوي وو، د هرات ښار د ودونو له سالونونو څخه راټول شوي وو.

د جولای په ۱۹مه (چنګاښ ۲۸مه) د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر وزارت په کابل ښار کې د موسیقۍ د وسایلو د ویجاړولو او سوځولو اعلان وکړ.

د طالبانو د امر به معروف و نهی از منکر وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "دغه وسایل چې په وروستیو څو میاشتو کې په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې له غیر اخلاقي پروګرامونو څخه راټول شوي وو او زموږ د ځوانانو د ګمراهۍ او د ټولنې د تباهۍ لامل وو، د شریعت له مخې له منځه یوړل شول."

طالبان وايي چې موسیقي د اسلامي شریعت له مخې "حرام" ده. دې ډلې په افغانستان کې د ودونو سالونونو ته امر کړی چې د خوښۍ په غونډو کې دې موسیقي نه غږوي.

تر دې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې د طالبانو ډلې غړي په ځینو ولایتونو کې خلکو ته د موسیقۍ د غږولو په خاطر په فزیکي توګه سزا ورکوي او د هغوی وسایل له منځه وړي.

د موسیقۍ نړیوالې شورا په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر موسیقۍ بندیز "کلتوري نسل وژنه" بللې وه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي وو، چې دغه ډله غواړي افغان ولس یو ځل بیا په یو "بې غږه ملت" بدل کړي.

موسیقي چې په افغانستان کې د ۲۱ پیړۍ په لومړیو دوو لسیزو کې د ودې په حال کې وه، د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره مخ په ځوړي شوه او د موسیقۍ د تعلیمي موسسو دروازې هم وتړل شوې.

د طالبانو حکومت د موسیقۍ هغه څانګه هم منحل کړه چې په ۱۳۶۱ کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې تاسیس شوې وه.

د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت پر مهال له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې دغې ډلې پر موسیقۍ هم بشپړ بندیز لګولی و.

هغه وخت د طالبانو غړو د تالاشیو په ځایونو کې د موټرونو څخه د موسیقۍ کسیټونه ضبط کول او ماتول یې او هغو کسانو ته به یې سزا ورکوله چې موسیقي یې اوریدله.