ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د صدارتي انتخاب نتیجه د بدلولو الزام لګول شوی

د دې نه مخکې د ۴۰ مادو په فرد جرم کې په ټرمپ الزام لګول شوی د صدارت د ختمېد نه پس يې د قومي سلامتیا په اړه ۳۲ انتهايي خفیه دستاوېزات په فلورېډا ریاست کې په مارالاګو نومې کور کې په غیر قانوني توګه ساتلي وو. په دې الزام مقدمه د مارچ په میاشت کې شروع کېدونکي ده

02.08.2023 ډیوه

سعودي عربستان د یو امریکايي وګړي خپلوان نیولي- بشري حقونو ډلې

د بشري حقونو ډلو پر سعودي عربستان تور پورې کړی چې د هغه امریکايي وګړي پنځه خپلوان یې نیولي چې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې یې د ولیعهد محمد بن سلمان په ګډون د شاهي کورنۍ پر ضد یوه سوداګریزه حقوقي دعوه کړې ده.

02.08.2023 امریکا غږ

پاکستان کې سږ کال د پوليو دويمه پېښه هم بنو کې معلومه شوې

پاکستان کې سږ کال د پولیو دويمه پېښه هم د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې معلومه شوې ده. د پوليو د مخنیوي پروګرام د پېښې تاييد کړی دی.

02.08.2023 ډیوه

د خېبر ضلعې په تیراه سیمه کې د اېف سي دوه اهلکار وژل شوي، ټي ټي پي حمله منلې

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر په تيرا سیمه کې په اېف سي ځواک وسله وال برید شوی، دوه اهلکار پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د برید زمه واري منلې ده.

02.08.2023 ډیوه

یونیسف: تیرو شپږو میاشتو کې په سختې خوارځواکۍ د اخته ۳۵۰زره ماشومانو، درملنه شوې

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او جون ترمیاشتو یې په افغانستان کې د خپلو ګرځنده او ثابتو روغتیايي مرکزونو له لارې په سختې خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره اته میلیونه ماشومان معاینه کړي دي.

02.08.2023 امریکا غږ

په کوټه کې په 24 ساعتو کې درې پوليس ووژل شوو

د کوټې ښار د پوليسو په وينا، نن د چهار شنبې په سهار نامعلومو وسله والو يو بل پوليس اهلکار په ډزو وژلی دی. تحریک طالبان پاکستان او د لشکر جهنګوي په نوم ډلې د پوليس وژلو زمه واري منلې ده.

02.08.2023 ډیوه

فراز: د کتاب ژباړه، د کتاب د لیکلو په څېر مهمه ده  

نن د ژباړې پر ارزښت، لارو چارو او تخنیکي اړخ د ازادۍ مېلمه پروګرام کې له ځوان ژباړن او لیکوال جبار فراز سره خبرې شوې دي.   په نوره نړۍ کې هم ژباړه یوه مهمه چاره ده، چې بېلابېلې اتحادیې یا هم خپله حکومتونه ورته کار کوي او تکړه ژباړونکو ته کتابونه د ژباړې لپاره ورکوي بیا یې په لوړ تیراژ خپروي.  په افغانستان کې ګڼ کسان په خپلو شخصي هڅو کتابونه ژباړي او بیا یې په خپلو هڅو خپروي.  زموږ همکار صالح  صالح د بحث په پیل کې له جبار فراز پوښتنه کړې چې ژباړه ولې مهمه ده؟  د اورېدو لپاره لېنک کېکاږئ!  

02.08.2023 ازادي راډیو

متقي له غربي دپلوماتانو سره په کتنه کې، کابل کې د بهرنیو سفارتونو د پرانستلو غوښتنه وکړه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دوحه کې د امریکا او ځینو لودیځو هیوادونو د د دپلوماتانو او استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي، چې د دوحې څخه دې خپل ماموریت له کابل څخه پرمخ یوسي.

02.08.2023 امریکا غږ

شهباز شریف: 'افغان اتباع' په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په هغه هیواد کې په وروستیو ځانمرګو بریدونو کې «افغان اتباع» لاس لري او ادعا یې کړې چې پاکستاني سخت دریځه وسله وال په افغانستان کې له خپلو پناه ځایونو څخه فعالیت کوي.

02.08.2023 امریکا غږ

بلوچستان: د پشکال بارانونو کې 14 کسان مړه شوي دي

دقدرتي افتونو په مهال دمرستو صوبایي دولتي اداره (پي ډي‌ ایم ای) وایي بلوچستان کې د پشکال دبارانونو له امله په لورالایي کې دوه نور ماشومانو په سیلابي اوبو کې لاهو شوي اؤ مړه شوي چې دې سره دغه صوبه کې دپشکال بارانونو کې دمړو شوؤ کسانو شمیره 14 ته رسېدلې ده. د ټي ډي ایم ای په رپورټ کې ویلي شوي چې صوبه کې دپشکال دبارانونو په اوسنۍ لړۍ کې درې کسان په لورالایي،دوه په نصیراباد،دوه په ږوب کې دبیلابیلو حادثو له امله مړه شوي دي. همدا شان په اواران،قلعه سیف الله،حضدار،ډیره بګټي،پښین،کیچ اؤ جهل مکسي کې هم د یو، یو تن د وژل کیدو رپورټ شوې دي. د پي ډي‌ ایم ای د رپورټ له مخې د 14 کسانو د مړینې ترڅنګ دې بارانونو کې 14 کسان ژوبل شوي هم دي. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دموسمیاتو محکمې د دویم اګست نه دهیواد په برنیو سیمو کې دباران د یوې نوې لړۍ امکان ښودلی اؤ ویلي یې دي چې دا بارانونه به د 7م اګست پورې په دمې، دمې سره دوام ولري. دموسمیاتو محکمې پخپل رپورټ کې ویلي په امکاني ډول دا بارانونه دخېبر پښتونخوا په شانګله،بونیر،مانسهره،کوهستان،ایبټ اباد،هري پور،پېښور، مردان، صوابۍ، نوښار،لکي مروت، کوهاټ،ډیره اسماعیل خان،بنو، کرک اؤ وزیرستان کې وریدلی شي. دموسمیاتو محکمې دخیبر پښتونخوا ،ګلګت بلتستان اؤ اسلام اباد په ځېنو سیمو کې د بارانونو له امله د خوړونو اؤ سیندونو د راختلو اؤ د غرونو دګټانو راښویدو اندوینه هم کړې ده . تېره اوونۍ دقدرتي افتونو په مهال دمرستو قامي ادارې اېن ډي اېم ویلي وؤ د 25م جون راهسې په ملک کې د بارانونو، سېلابونو او غرونو ښوېدو په پېښو کې د مړينو ټوله شمېره 168 ته رسېدلې ده، داین ډي ایم ای د شمیرو له مخې په مړه شوو کې 69 ماشومان او 68 ښځې شامل دي. د پشکال په روانو بارانونو کې دخېبر پښتونخوا صوبې ترڅنګ ،بلوچستان اؤ پنجاب کې هم د ګڼ شمیر کسانو د مرګ ژوبلې رپورټونه مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ دې بارانونو په څلورو واړو صوبو کې په پراخه پیمانه ولاړو فصلونو ته هم زیان اړولی دی. پروسکال هم پاکستان کې دپشکال دبارانونو له امله راغلو سېلابونو په پراخه کچه تباهي خوره کړې وه اؤ د1500نه د زیاتو کسانو دمړینې ترڅنګ حکومت ویلي وؤ چې دغو سېلابونو ملک ته 33اربو ډالرو نه زیات زیانونه اړولي دي

02.08.2023 ډیوه

امریکې د باجوړ ځانمرګی برید غندلی، وایي داسې بریدونه د سوله ییزو اؤ جمهوري ټولنو سپکاوی دی

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند میتهیو ملر باجوړ کې د جمعیت علماء اسلام ګوند په غونډه کې دشوي ځانمرګي برید غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي، داسې بریدونه د ټولو سوله ییزو اؤ جمهوري ټولنو سپکاوی دی. مطبوعاتو ته د احوال ورکولو په مهال د خارجه وزارت ویاند میتهیو ملر دترهګرو ډلو له لوري د پېښو ګواښونو دمقابلې لپاره پاکستان سره په ګډه دکار کولو ژمنه تکرار کړې ده. د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي میتهیو ملر ویلي امریکې افغانستان کې په واکمنو طالبانو هم واضحه کړې ده چې دافغانستان خاوره باید دترهګرۍ دمقصدونو لپاره کارول کېدو ته پرې نه ږدي. هغه ویلي امریکې به  د دوه اړخیره تجارت اؤ سرمایه کارۍ دپراختیا لپاره پاکستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. تر دې وړاندې پاکستان کې د امریکې سفارت هم باجوړ کې دشوي ځانمرګي برید غندنه کړې وه . سفارتخانې په ایکس(ټویټر) خپور شوي خپل بیان کې ویلي وؤ، "امريکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د هڅو د ملاتړ او وګړو د خونديتوب او امنیت ژمنه تکراروي". د اقوام متحده سیکرټري جنرل انټونیو ګوټېریش هم باجوړ کې د جمیعت علما اسلام په جلسه شوې ځان مرګی برید غندلی . اوړمه ورځ خپل یو بیان کې دملګرو ملتونو عمومي سکتر ویلي وؤ، نړۍ په دې وخت پاکستاني ولس سره ولاړه ده.  د اتوار په ورځ قبایلي ضلعه باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دچارواکو په وینا لږ تر لږه 54 پنځوس کسان وژل شوي اؤ تر 150ؤ زیات شوي وؤ. په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا اؤ افغانستان سره پیوست قبایلي ضلعو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په نزدې وختونو کې دعامو وګړو ترڅنګ ګڼ شمیر پاکستاني امنیتي عسکر هم وژل شوي دي. دپاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي دي چې دې کې زیاتره بریدونه په پښتونخوا کې شوي دي. د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.

02.08.2023 ډیوه

بلاول بوټو: ناټو نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې ترهګرو ډلو حتی ډاکوانو ته هم په لاس ورغلي دي

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو زرداري ویلي د کابل له سفوط  راپدیخوا پاکستان کې دترهګرۍ پېښې سیوا شوي دي اؤ پاکستان چمتو دی چې دترهګرۍ پرضد افغانستان سره مرسته وکړي. پاکستاني رسنۍ وایي د نهې -سه شنبې په ورځ دپاکستان خارجه وزارت کې راجوړې شوې یوې دستورې ته وینا کې خارجه وزیر بلاول بوټو وویل دامریکې اؤ‌ ناټو نه چې افغانستان کې کومې وسلې اؤ مهمات پاتې شوې دي هغهد ترهګرو،جرایم پیشه تنظیمونو اؤ تر دې چې د ډاکوانو لاسونو ته ورغلي دي. په نزدې وختونو کې په افغانستان واکمنو طالبانو دا دعوې په سختۍ سره رد کړي دي چې ګنې ناټو نه افغانستان کې پاتې شوې وسلې دطالبانو لخوا په عامو بازارونو کې پلورل شوي اؤ د ترهګرو لاسونو ته ورغلې دي. دستورې ته پخپله وینا کې دبهرنیو چارو وزیر ویلي، ترهګر په پاکستان اؤ افغانستان دواړو هیوادونو کې ترهګري کوي اؤ ددې مخه نیول د دواړو هیوادونو په ګټه دي. هغه وویل د ترهګرۍ پرضد دپاکستان تګلاره ډاګیزه ده اؤ "مونږ تیار یو چې دافغانستان سره هم دې لړ کې مرسته وکړو" بلاول بوټو هیله وښودله چې دافغانستان لنډ مهاله حکومت به د ترهګرو ډلو پرضد ګامونه واخلي اؤ د دوحې دتړون له مخې به خپله خاوره دهیڅ یو هیواد پرضد کارول کیدو ته پرې نه ږدي . پاکستاني چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې دافغانستان دننه ترهګر خوندي ځالي لري اؤ له دغه ځایه پاکستان کې دترهګریزو بریدونو پلانونه جوړوي خو دطالبانو حکومتي چارواکي دپاکستان دا دعوې ردوي اؤ وایي دافغانستان خاوره د هیڅ یو هیواد پرضد دترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي او نه دوي چاته دا اجازه ورکوي . بلاول بوټو زرداري وویل افغانستان سره نه خو کوم مستقل پوځ شته،نه دترهګرۍ دمخنیوي اؤ نه هم سرحدي ځواکونه لري چې له دې امله دترهګرۍ دمقابلې د توان ستونزې رامنځته شوې دي. دهغه په خبره ، په ماضي کې مونږ هم دداسې خطرو سره مخ پاتې شوي وؤ خو اوس دترهګرۍ دمقابلې توان لرو اؤ اماده یو چې په دې برخه کې افغانستان سره هم مرستې وکړو. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا اؤ افغانستان سره پیوست قبایلي ضلعو کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په نزدې وختونو کې دعامو وګړو ترڅنګ ګڼ شمیر پاکستاني امنیتي عسکر هم وژل شوي دي. بلاول بوټو وویل، حکومت به په هر حال کې د ریاست ځواکمني ټینګوي اؤ د افراطي یا ترهګرو ډلو دخوشحالولو ګامونه به نه اخلي. دپاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې ترهګري په سېوا کیدو ده او د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې 18 ځانمرګي بريدونه شوي دي چې دې کې زیاتره بریدونه په پښتونخوا کې شوي دي. د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی. د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز عبدالله خان وايي پاکستان کې زیاتیدونکې د ترهګرۍ لویه وجه په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی ځکه د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] مشرانو ته په افغانستان کې د پټېدو ځای په لاس ورغلی دی. نوموړی تور لګوي، اوس د افغانستان نه، نه يواځې پاکستاني طالبان بلکې افغان طالبان هم د پاکستان خلاف کاررواياني کوي. په افغانستان کې دطالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استمالیږي او پاکستان ته وایي چې تحریک طالبان سره  خپلې معاملې باید په مذاکراتو هوارې کړي خو دپاکستان خارجه ویاندې تېره اوونۍ ویلي وؤ دهغو ترهګرو سره به مذاکرات نه کیږي چې لاسونه یې د بېګناه ولس په وینو سره دي.

02.08.2023 ډیوه

سویډن کې د قرآنکریم سوځیدو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي

په سویډین کې چارواکي وایي د څو مظاهرو څخه وروسته چې د قرآنکریم نسخې پکې وسوځول شوې، دې هیواد ته ګواښ ډیر شوی او له همدې کبله په سرحد کې امنیتي تدابیر ډیروي تر څو پولیسو ته د تالاشۍ کولو لپاره ډیر واک او اختیار ورکړل شي.

02.08.2023 امریکا غږ

د پاکستان وزیر اعظم او پوځي سرلښکر ته بریفېنګ کې ویل شوي ځان مرګو بریدونو کې افغانان ښکېل دي

د پاکستان دولتي رسنۍ ای پي پي وایي د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ته د امنیتي چارواکو لخوا ویل شوي چې پاکستان کې په کیدونکو ترهګریزو بریدونو کې افغان وګړي لاس لري. وزیراعظم شهباز شریف په افغانستان د واکمنو طالبانو په حکومت غږ کړی دی چې د کوم بل هیواد پرضد د خپلې خاورې د کارول کیدو مخنیوي لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړي. خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د قایمه کمیټۍ چیرمین اؤ د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ بیا وایي، پاکستان کې چې کوم ورانی شوی دا د افغان کډوالو له وجې نه دی شوی بلکې دا د پاکستان د ریاست د هغو پالیسیو نتیجه ده د کومو پالیسیو لاندې چې به دوی د جګړو ټیکې اخستې . د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د نهې په ورځ د پېښور په سفر تللي اؤ هلته یې د باجوړ د اوړمې ورځې په ځانمرګي برید کې د ژوبل شوؤ کسانو پوښتنه کړې ده. دولتي خبري شبکې ای پي پي پخپل رپورټ کې ویلي دپېښور د سفر په مهال وزیراعظم اؤ دپوځ سرلښکر ته دصوبې د امنیت د مجموعي وضعیت، باجوړ کې د شوي ځانمرګي برید، روانو بیلابیلو پلټنو کې د پرمختګونو، د ترهګرۍ د پلان جوړوونکو، د ترهګرو اؤ د هغوي د سهولت کارانو ترمنځ د تماسونو اؤ د ترهګرۍ د مخنیوي په اړوند احوال تیر کړل شوی دی. وزیراعظم شهباز شریف ویلي د ترهګرو بزدلانه حملې دترهګرۍ ختمولو په اړوند د دوي عزم یا هوډ نه شي کمزورې کولی. هغه ویلي د قام په مرسته به امنیتي ځواکونه اؤ قانون پځای کوونکې ادارې دا خبره باوري کوي چې د بزدلانه حملو ذمه واران تر زر تر زره دانصاف محکمې ته راکش کړي. د دولتي خبري شبکې له مخې ، ددې سفر په مهال وزیراعظم اؤ پوځي مشر ته د پښتونخوا د امنیتي وضعې اؤ باجوړ کې اوړمه ورځ د شوي ځانمرګي برید په اړوند تېر کړل شوي احوال کې ویل شوي چې د ترهګرۍ کیدونکو بریدونو کې افغان وګړي لاس لري. د اتوار په ورځ قبایلي ضلعه باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام په یوه غونډه کې ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دچارواکو په وینا لږ تر لږه 54 پنځوس کسان وژل شوي اؤ تر 150ؤ زیات شوي وؤ. د ای پي پي په رپورټ کې ویل شوي چې وزیراعظم پاکستان کې په کیدونکو ځانمرګي بریدونو کې دافغان وګړو په ککړتیا،دپولې پورې غاړه(افغانستان کې) دترهګرۍ دبریدونو په پلانونو جوړیدو اؤ پاکستان کې په په ترهګریزو بریدونو داندېشنې څرګندونه وکړه. ښاغلي شهباز شریف دافغانستان په لنډمهاله حکومت غږ وکړو چې دخپلې خاورې دکوم بل هیواد پرضد دکاریدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي. پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم وخت په وخت تورونه لګولي چې پاکستان کې دکیدونکو ترهګریزو بریدونه په افغانستان کې جوړیږي خو په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت دپاکستان دا تورونه رد کړي دي اؤ پاکستاني چارواکو ته یې ویلي که دخپلو دعوؤ ثبوتونه لري نو باید دوي ته یې ورکړي. تېره میاشت چې ددفاع وزیر خواجه اصف دملک دننه دترهګرۍ دکیدونکو پېښو پړه په افغانانو ور واړوله نو هغې ته خپل غبرګون کې دپاکستان دقامي اسمبلۍ دبهرنیو چارو د قایمه کمیټې مشر محسن داوړ ویلي، وؤ د افغانستان د ورانولو کومه ټیکه چې پاکستان اخستې وه اوس د هغې ملبه پخپله په پاکستان راغورځېدلې ده. ډیوه سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي وؤ "حقیقت دا دی چې دلته دا ټولې کیسې د هغه پالیسۍ دلاسه خرابې شوې دي د کومې پالیسۍ لاندې چې دوی(پاکستان) د څه د پاسه څلویښتو کالو نه دامریکې په وینا،دهغوي‌ په ډالرو،دسعودي په ریالونو دلته نه جنګ شورو کړو،دلته نه یې خلک بهرتي کول اؤ افغانستان ته بې لیږل اؤ هلته یې میدان جنګ جوړ کړو" ښاغلی داوړ وایي، د ناین الیون نه وروسته هم دلته دوي(پاکستان) شل کاله ترهګر وساتل،په هغوی یې مصرفونه کول،خوندي ځالې یې ورکړې وې اؤ افغانستان یې پرې ورانولو . دمحسن داوړ په خبره ،کله چې افغانستان په دویم ځل طالبانو ونیولو په هغه وخت کې دلته پاکستان کې ډولونه غږیدل اؤ خلکو خوشحالۍ کولې ،هغه وایي "مونږ په هغه وخت هم دوي ته ویلي وؤ چې دا کیسه به درباندې راګرځي"

02.08.2023 ډیوه

سعودي عربستان د یمن سره ۱.۲ ملیارد ډالر مرستې منظورې کړلې

سعودي عربستان چې په یمن کې یې د حوثي شعیه یاغیانو په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوله، سه شنبه اګست ۱ (زمري۱۰) یې د دې هیواد په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت سره د ۱.۳ ملیادر ډالرو مرستو اعلان وکړ.

02.08.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more