شاته

د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ کولمبیا په اضافي وخت کې جرمني ته ماتې ورکړه

نن د جولای په ۳۰مه (زمري ۸مه) د ښځو د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کولمبیا، جرمني ته په ۹۷مه دقیقه کې ماتې ورکړه.

د اسټرالیا په پلازمینه سیډني کې د لوبې په وروستیو شیبو کې د کولمبیا د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې مدافع لوبغاړې، مانویلا وانیګاس د یو ګول په وهلو سره د جرمني د ملي لوبډلې پر وړاندې خپل لوبډله، ۲ د ۱ په وړاندې بریالۍ کړه.

د جرمني د لوبډلې برید کوونکې الکساندرا پاپ، د لوبې په ۸۹مه دقیقه کې د یو ښکلي ګول په وهلو سره لوبه یو د یو په مقابل کې مساوي کړې وه.

خو د کولمبیایي بریدګرې وانیګاس بیساري هڅه د کولمبیا لوبډلې ته درې امتیازونه په برخه کړل او اوس دا لوبډله د شپږو امتیازونو په لرلو سره د "ایچ ګروپ" په سر کې دی.

جرمني او مراکش په ترتیب سره د دریو پاینټونو په درلودلو سره په دوهم او دریم مقام کې دي او سویلي کوریا د دوو ماتو او هیڅ نمرو په لرلو سره د ګروپ د جدول په پای کې ده.

په "الف ګروپ" کې سویس او ناوری په ترتیب سره د پنځو او څلورو پواینټونو په لرلو سره په لومړي او دویم ځای کې دي.

همدغه راز په "بي ګروپ" کې نایجریا او کاناډا د څلورو نمرو په لرلو سره په لومړي او دویم ځای کې دي.

په "سي ګروپ" کې اسپانیا او جاپان د شپږو پواینټونو په ګټلو سره په لومړي او دوهم کتار کې دي او په ډي ګروپ کې انګلستان په شپږو پواینټونو سره په لومړي او ډنمارک د دریو پواینټونو په لرلو په دوهم ځای کې دي.

په "الف ګروپ" کې امریکا د څلورو پاینټونو په لرلو، فرانسه په "ایف ګروپ" کې د څلورو پواینټونو او سویډن په "جي ګروپ" کې د شپږو امتیازونو په لرلو سره د خپلو ګروپونو په سر کې دي.

د ښځو د فوټبال دا نړیوال جام په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې په ګډه ترسره کېږي او د ۳۲ هېوادونو لوبډلې پکې برخه لري.