ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پوليس: باجوړ کې ځانمرګی بريد نه دی شوی شخصي دښمنۍ کې وژنې شوي

د افغانستان سره په پوله پرتې باجوړ ضلعې د پوليسو مشر ویلي، په ټولنيزو رسنيو پرون خبر خپور شوی چې په پوليسو ځانمرګی برید شوی، خو دغه خبر حقيقت نه لري د شخصي دښمنۍ په نتيجه کې یو ځايي ملک او دوه نور کسان وژل شوي دي.

21.07.2023 ډیوه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

21.07.2023 ازادي راډیو

تارړ: د سايفر شخصي ګټلو دپاره کارولو سزا 14 کاله ده

د پاکستان د قانون وزير، اعظم نذير تارړ ويلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سايفر په ښکاره بې دريغه کارولی او که چرته ثابته شي چې ياد اسناد په ارادې سره د شخصي ګټو دپاره کارول شوي نو د افيشل سيکرټ قانون لاندې یې سزا 14 کاله ده او که سخته سرغړونه شوي وي سزا سېوا کېدی هم شي.

21.07.2023 ډیوه

امریکا: د پاکستان په ګډون ټولې نړۍ له جمهوري اصول په ځای ساتل په کار دي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، امریکا نه يواځې په پاکستان بلکې په ګرده نړۍ کې د جمهوري اصولو ساتلو ټینګار کوي.

21.07.2023 ډیوه

خواجه اصف: "مونږ هم طالبانو ته اومبارکي ويلې، خو نه وو خبر زمونږ دښمنانو ته به پناه ورکوي"

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي "د کله نه په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی مونږ هم ستايلی چې د يوې اوږدې جګړې وروسته هغه کامياب شوي مونږ پرې خوشاله شوي مونږ هم اومبارکي ورکړې خو مونږ نه وو خبر چې دوی به زمونږ دښمنانو ته پناه ورکوي او خوندي کوي به یې".

21.07.2023 ډیوه

سیګار: امریکايي سناتورانو سره مو د افغانستان تجارب شریک کړل چې اوکراین کې ترې کار واخلي

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا سر متفش [سیګار] وايي‌ چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ترلاسه شوي تجارب او زده کړې یې له امریکايي سناتورونو سره شریکې کړې چې د اوکراین په اوسني ‌وضعیت کې ترې ګټه واخیستل شي.

21.07.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

21.07.2023 امریکا غږ

تېرکال برازیل کې په هر یو ساعت کې په څه باندې اتو ښځو جنسي تېری شوی- راپور

په برازیل کې یوې نادولتي ادارې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان۱۹) راپور ورکړ چې په دغه هېواد کې تېرکال په هر یو ساعت کې په شاوخوا اتو ښځو باندې جنسي تېری شوی دی. دا یوه لویه او بیسارې شمېره بلل کېږي.

21.07.2023 امریکا غږ

د امریکا-مکسیکو په سرحد باندې کډوالو سره د سخت چلند وروستي رپوټ، تند غبرګونه راپارولي ډي

واشنګټن  - پس د هغه چې د امریکې د ټېکساس ریاست یو ایالتي پولیس د مکسیکو سره په پوله باندې د کډوالو ناوړه حالات څرګند کړل، امریکې ته د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي دپاره د ټېکساس سره سرحد باندې د ګورنر ګرېګ ابټ سخت اقدامات د سخت تنقید ښکار شول. یو ایالتي پولیس، نیکلاس وېنګېټ خپل یو مشر ته ویلي و چې په سرحد باندې د اغزن تار په وجه زخمي شوي او په وینو لړلي مهاجر د مرستې نه بې برخې پاته کېدل او دوی ته امر شوی و چې په سخته ګرمۍ کې هم دغو خلکو ته اوبه ورنکړي. وېنګېټ قصه کړې ده چې یو ځل د جون په ۲۵مه، د مکسیکو سره سرحد ته نږدې د ټېکساس په ماوېرېک ضلعه کې د یوې ډلې مهاجرو سره مخامخ شول چې شمېر یې 120 کسانو ته رسېدلو او په کې ښځې او ماشومان هم شامل و. وېنګېټ وایي، هغه او نورو ملګرو ته یې امر وشو چې "دا خلک بېرته اوبو ته ټېل وهو چې مکسیکو ته واپس لاړ شي." دغه ایالتي پولیس چې امریکا کې ورته ټروپر وایي، د جولائی په درېیمه نېټه په یو اېمیل کې دا بیان لیکلی او د مهاجرو سره یې دغه راز چلند، غیرانسانی بللی دی. د ټېکساس د تحفظ محکمې یو ترجمان، ټراوېس کونسېډېن وویل چې د ټروپر له طرفه د دغه ورکړی شوو معلوماتو په باب داخلي پلټنې روانې دي. هغه زیاته کړه چې د دوی محکمې ته هېڅ داسې کوم هدایت یا پالیسي نده ورکړی شوې چې ټروپر ځواکونه مهاجرو ته د اوبو ورکولو نه ایسار کړي او یا ورته ووایې چې هغوی بېرته د سېند اوبو ته ټېل وهي. د وېنګېټ ایمېلونه اول ځل د هیرسټ اخبار ته په لاس ورغلل، او د رپوټ په خورېدو سره یو ځل بیا د ټېکساس د لارې امریکې ته د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي اقدامات چې ګورنر پیل کړي دي، د تنقیدي کتنې لاندې راوستل. د ټېکساس ګورنر، ګرېګ ابټ چې تعلق یې د رېپبلېکن ګوند سره دی، د مکسیکو سره د هغه ایالت په سرحد باندې د مهاجرو د مخنیوي دپاره یو پروګرام پیل کړی او هغه ته یې څلور بېلینه ډالر ځانګړې کړي دي. د وایټ هاوس ترجمانې کرين ژان پییر د نهې/سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې که د ټروپر قصې چې کومې یې کړي، حقیقت وي نو دا ډېره "د نفرت وړ" او "خطرناکه" قصه ده. د امریکا د داخلي امنیت د وزارت یو ترجمان هم په یو بیان کې، د هغو ګامونو مذمت کړی چې د ټېکساس د ایالتي پولیس/ټروپر په بیان کې یې قصه شوې ده. مګر دا یې نه دي ویلي چې آیا د دوی وزارت په دې اړه د پلټنو خیال لري او که نه. د امریکا په کانګرس کې د ټېکساس د سرحدي سیمو یو نماینده، رېپبلېکن ټوني ګونزالس په یو ټویټ کې ویلي: "د سرحد امن کول، باید د انسانیت د عدم موجودیت په معنا نه وي." د امریکا او مکسیکو ترمنځ د سرحد امن کول، د ډېرې مودې راهیسي په امریکا کې یو بحث پاته شوی. په دې وروستیو کې د مکسیکو د لارې امریکې ته د غیرقانوني مهاجرو د راتګ لړۍ زیاته شوې وه، او د امریکا حکومت د هغو کسانو دپاره چې امریکا ته پناه راوړي، یو اپلېکشن (سي بي پي ون) هم پرانستی د کوم د لارې چې خلک کولی شي په محفوظه طریقه ځان سرحدي دروازو ته ورسوي او هلته کې د خپل مهاجرت دلایل څرګند کړي. مګر بیا هم ځیني کډوال د نورو غیرقانوني لارو کوښښ کوي ځانونه امریکې ته ورسوي او په لاره کې د سختو کړاوونو سره مخ کیږي.  

21.07.2023 ډیوه

ساپکو: په نړیوالو بشري مرستو باندې د طالبانو د کنترول په اړه مو کانګرس ته معلومات ورکړي

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی سرمتفش  [سیګار] وايي‌ چې په افغانستان کې یې د طالبانو د تش په نوم حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د دغې ډلې د کنترول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان ۲۹) د لندن په ګنګز کالج کې وویل چې د امریکا « د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې د ملګرو ملتونو په عملیاتونو کې د ستونزو په اړه د ځینو معلوماتو څخه» چې خوښوونکي نه دي، پرده پورته کړې ده. ساپکو د دغو معلوماتو په اړه نور جزیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ترې پوښتلي چې تحقیقات وکړي، طالبانو د امریکا له مرستو څخه ګټه اخیستې ده که نه. نوموړي وویل چې زیات امریکایي قانون جوړونکي‌ اندېښمن دي، چې افغانانو سره «د بشري مرستو څومره اندازه  هغه رژیم ته ځي، چې موږ ترې کرکه لرو». ملګرو ملتونو د دغه راپور تر لیکلو پورې، چې د مرستو د انحراف په اړه څومره معلومات لري، د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. طالبانو په مرستو کې خپله مداخله رد کړې ده او امریکا او نورې مرسته رسوونکې ادارې یې تورنې کړې چې مرستې سیاسي کوي. امریکا له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې شاوخوا ۱۴۶ میلیارد ډالر ولګول، خو کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا مرستې یې بندې کړې. طالبانو د جنسیت په اساس، د مرستو رسولو په چارو کې محدودیتونه لګولي دي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې یې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کار غندلی دی. متحدو ایالتونو سره له دې، چې په طالبانو یې بندیزونه په خپل حال پرېښي، بیا هم له افغانستان سره بشري مرستې روانې ساتلې دي او د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهېسې یې نژدې دوه میلیارد ډالر له دغه هېواد سره مرسته کړې ده. که څه هم نورو مرسته کوونکو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي، خو متحدو ایالتونو په روان کال کې۲۲۴ میلیون ډالر له افغانستان سره مرسته کړې او تر په دغه کال کې له دغه هېواد سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی بلل کېږي. متحدو ایالتونو تېرکال د ملګرو ملتونو په غوښتنې، ۱.۲۶ میلیارد ډالر برابر کړل. ساپکو د شمالي کوریا او سوریې نومونه واخیستل او ویې ویل چې متحدو ایالتونو له داسې خلکو سره هم مرستې کړې چې «د هغو حکومتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي،‌  چې موږ ترې کرکه لرو». سیګار ویلي دي چې د استازو خونې یوه لایحه تصویب کړې او اوس په سنا کې ده، چې د امریکا هر ډول مرستې منع کوې چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول طالبانو ته رسي. ساپکو وویل که دا لایحه تصویب شوه، له افغانستان سره به د مرستو بهیر ډېر پیچلی کړي.

21.07.2023 امریکا غږ

امریکایي څارونکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه "یروونکي معلومات" ورکړي دي

واشنګټن  - د امریکا یوه څارونکې اداره وایي کانګرس ته یې په دې اړه معلومات څرګند کړي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو څنګه نړېوالې بشري مرستې کنټرولوي او په مختلفو مقاصدو یې کاروي. د افغانستان د بیارغونې په چارو باندې د امریکا د سرڅارونکې ادارې (سیګار) مشر جان سوپکو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د لندن په کېنګ کالج کې یوې دستورې ته وویل: "مونږ د اېوان نمایندګان د خارجي کمیټې غوښتنې ته د ځوابونو د برابرولو په لړ کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د ستونزو په اړه، ځیني ډېر یروونکې معلومات راپیدا کړل." سوپکو د دغو موندنو په اړه څه جزئیات څرګند نه کړل، خو ویې ویل چې د اېوان نمایندګان د خارجه چارو کميټې سیګار ادارې ته دنده سپارلې وه چې پلټنه وکړي او دوی ته احوال ورکړي چې آیا افغانستان ته د امریکا مرستې، طالبانو ته ګټه رسوي او که نه. سوپکو وویل: "ګڼ شمېر د کانګرس غړي زړه نازړه دي چې که د رنځ او کړاو سره مخ افغانانو ته بشري امداد ورکړي، د دې مرستې څومره برخه به هغه رژیم (طالبانو) ته په برخه شي کوم چې مونږ ترې کرکه لرو." وي او اې د بشري امداد او دا چې په څه طریقه استعمالیږي، د زیارت/پنجشنې په ورځ د ملګرو ملتونو چارواکو ته پوښتنې ورولېږلې، خو هغو تر اوسه څه جواب ندی ورکړي. په طالبانو باندې د امریکې له خوا د ډېر کلونو راهېسي پابندۍ لګېدلي دي، او دا پابندۍ هغه وخت ورباندې لګېدلي چې طالبان په اول ځل د ۱۹۹۰ کلونو په وخت، افغانستان کې واکمن پاته و. امریکا د 2002 او 2022 کلونو ترمنځ، څه باندې 146 بلین ډالر د افغانستان د بیارغونې په چارو ولګولې، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله، امریکا هغه ملک ته ټول ترقیاتي امداد خپل ملتوي کړ. طالبان دا نه مني چې ګني هغوی د بشري مرستو په پروګرامونو کې مداخلت کوي. طالبان په امریکا او نورو مغربي مرسته کوونکو تور لګوي چې ګني د افغانستان دپاره مرستې، د سیاست سره تړي. مګر بل اړخ ته د طالبانو سختدریځه اسلامي حکومت په مرستندویه چارو باندې د جنسیت په بنیاد محدودیتونه لګولي او افغانې ښځې یې ملګرو ملتونو او نورو غیردولتي تنظیمونو سره د کار کولو نه ایسارې کړي دي چې په نړېواله کچه دا تګلاره غندل شوې او د ښځو ضد بلل شوې ده. په همدې حال کې ملګري ملتونه وایي چې د هغه نړېوال تنظیم د کارمندانو په اړه د مداخلت ګڼ شمېر پېښې مخې ته راغلي او دا واقعې دوام لري. تېره میاشت د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي، سېکیوریټي کونسل ته پخپل بیان کې وویل چې تر اوسه دغسې څه 118 پېښې ریکارډ کړی شوي دي.

20.07.2023 ډیوه

د اوکراین خارجه وزیر: د پاکستان څخه غواړو چې زمونږ ملاتړ وکړي

واشنګټن  - د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري وایي چې پاکستان اوکراین ته وسلې یا ګوله بارود نه ورکوي او اسلام آباد غواړي چې د اوکراین شخړه په پرامن طریقې سره حل شي. بلاول بوټو زرداري دا خبرې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اوکراین خارجه وزیر دمیټرو کولیبا سره په یو مشترک خبري کنفرنس کې وکړې. په دې کنفرنس کې چې کله د پاکستان خارجه وزیر څخه، اوکراین ته د مبینه وسلو ورکولو د اطلاعاتو په باب پوښتنه وشوه، نو ښاغلي بوټو زرداري هغه خبرونه بې بنیاد وبلل. بلاول بوټو زرداري وویل، کله چې د روس او اوکراین جګړه پیل شوه، پاکستان د خپل اصولي موقف په پام کې نیولو سره د اوکراین سره هېڅ قسمه دفاعي معاهده لاسلیک نه کړه. د اوکراین خارجه وزیر ډمیټرو کولیبا هم د خپل پاکستاني هم منصب خبرې تصدیقې کړلې او ویې ویل چې د اوکراین او پاکستان ترمنځ د وسلو فراهم کولو هېڅ کومه بین الحکومتي معاهده موجوده نده. د دې باوجود، د اوکراین خارجه وزیر وویل چې هغه غواړي پاکستان د اوکراین ملاتړ وکړي. کولیبا وویل، هغه پوهیږي چې پاکستان د اوکراین د علاقائي سالمیت حمایت کوي. هغه زیاته کړه، دا پاکستان پورې اړه لري چې د دغسې یو ملک د ملاتړ دپاره کوم چې د یو طاقتوره ګاونډي په خلاف د خپلې خودمختارۍ او علاقائي سالمیت دپاره جنګ کوي، څه قسمه لاره انتخابوي. د دغه مشترکه پرېس کنفرنس په موقع، د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري وویل، د پاکستان او اوکراین د تعلقاتو یو اوږد تاریخ دی. د هغه وینا وه چې په دې تعلقاتو کې تجارت، سرمایه کاري، زرعي، دفاعي او ثقافتي تبادلې شاملې دي. هغه وویل چې د خپل اوکرایني هم منصب سره یې په ملاقات کې، په دوه اړخیزو تعلقاتو او په سیمه ییزو معاملو بحثونه ترسره شول. ښاغلي زیاته کړه چې پاکستان غواړي د اوکراین سره خپلو تعلقاتو ته لا زیات وسعت ورکړي او په هغو کې تجارتي او اقتصادي تعلقات وړومبۍ ترجیح ده. د پاکستان خارجه وزیر د اوکراین په اوسني حالاتو باندې د تشویش اظهار وکړو او د خلکو په وژل کېدو او په وړاندې کې د پراته مشکلاتو په اړه یې افسوس وښود. بلاول بوټو زرداري دا هم یاده کړه چې پاکستان د خپلو معاشي مشکلاتو باوجود، د انساني همدردۍ ترمخه اوکراین ته انساني امداد فراهم کړی دی. د اوکراین خارجه وزیر په داسې حال کې د پاکستان په دوره تللی دی چې پاکستان باندې دا الزامونه لګېدلي چې ګني د کوم درېیمګړي ملک په ذریعه اوکراین ته وسلې ورکوي. مګر د پاکستان خارجه دفتر، دغه رپوټونه بې بنیاده ګرځولي او هغه یې رد کړي دي. (د وي او اې اردو سروس نه په مننې سره)

20.07.2023 ډیوه

د افغانستان د کشالې د هوارولو دپاره باید بین الافغاني خبرې پیل شي- فورزایمر

په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیاله اني فورزایمر وايي، د افغانستان د کشالې هوارولو لپاره د دې وخت رارسیدلی چې د ټولو افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

20.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.07.2023 امریکا غږ

د برطانيې د پارلېمنټ غړي په هغه وډیو بخښنه غوښتي چې په کې يې په افغانستان د طالبانو واکمني ستایلې وه

اېلوډ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپل وډیو لرې کړو او په یو بیان کې يې وویل چې پکار ده چې افغانستان ته د سفر عکاسي يې په بهترو الفاظو کې کېدلی شوه چې مطلب يې د سیاق او سباق بهر اخیستل شوی دی

20.07.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more