شاته

اسرائیل: داسې نه بریښي چې اړیکې مو له سعودي عربستان سره عادي شي

د اسرائیل د پارلمان یو جګپوړي قانون جوړونکي نن یکشنبه د جولای په ۳۰مه (زمري ۸مه) وویل، داسې نه ښکاري چې له سعودي عربستان سره دې د دغه هېواد اړیکې عادي شي.

د اسرائیل د پارلمان د استازو د مجلس د دفاعي او بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر، یولي اډیلسټین وویل چې د ریاض او واشنګټن ترمنځ چې له سعودي عربستان سره د اسرائیل د اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو منځګړیتوب کوي، اختلافات لا هم موجود دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د خپل حکومت د پالیسۍ د لومړیتوبونو د یوې برخې په توګه خپل د ملي امنیت سلاکار سعودي عربستان ته استولی چې د دغه شاهي هیواد او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو پر امکان خبرې وکړي.

د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو مسله له هغه وخته تر بحث لاندې ده چې سعودي عربستان په خاموشۍ سره په ۲۰۲۰ کې د متحده عربي اماراتو او بحرین سره د اسرائیل د اړیکو په عادي کولو موافقه وکړه. خو ریاض ویلي چې تر هغه به له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي نه کړي تر څو چې د فلسطینیانو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي.

سعودي عربستان له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین ملاتړی دی او غواړي چې فلسطین په لویدیځه غاړه، غزې تړانګه او ختیځ بیت المقدس کې یو خپلواک دولت جوړ کړي. اسرائیل په ۱۹۶۷ کال کې دا ټولې درې سیمې ونیولې خو بیا هم په ۲۰۰۵ کال کې یې له غزې څخه خپل ځواکونه او په ښارګوټو کې خپل میشت شوي خلک وایستل.

د کلونو راهیسې ریاض له اسرائیل سره بشپړې دپلوماټیکې اړیکې د دوو خپلواکو دولتونو – اسرائیل او فلسطین – د حل پورې مشروطې کړې دي، چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د څو لسیزو راهیسې روانه شخړه پای ته ورسوي. اسرائیل او فلسطینیانو له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د پام وړ خبرې اترې نه دي کړي.

ایلسټین چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ګوند جګپوړی غړی هم دی، وویل چې د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د یوې معاملې په اړه خبرې کول ډیر وختي دي.

هغه زیاته کړه چې سعودي عربستان خپل زیاتره خبرې اترې له اسرائیل سره نه، بلکې له امریکایانو سره کوي.

متحده عربي اماراتو، بحرین، سودان او مراکش له اسرائیل سره د امریکا په منځګړیتوب د ابراهیم موافقو په لاسلیکولو سره خپلې اړیکې عادي کړې.