ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالب چارواکی: په تورخم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په جګړه کې  تلفات شوي دي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په پوله د دواړو خواو څخه د ډزو وروسته پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې ده. د پاکستان لوری سرچينې دعوه کوي طالبانو په پوله چيک پوسته جوړوله د هغې په سر نښته شوې او د دواړو خواو څخه ډزې شوي دي.

06.09.2023 ډیوه

د امریکې خارجه وزیر په غیر اعلانیه سفر اوکراین ته رسېدلی

اوکراین ته په لاره بلېنکن د ډېنمارک وزیراعظم مېټ فرېډرېکسن سره ولیدل چې په کې د اوکراین د جنګ په اړه هم خبرې وشوې. سټېټ ډپارټمنټ وویل بلېنکن د ډېنمارک شکریه ادا کړه چې اوکراین ته به اېف ۱۶ جهازونه ورکوي او د اوکراین پایلټانو ته به تربيت ورکوي

06.09.2023 ډیوه

سعودي او ایران د اړیکو له بیرته جوړولو سره اووه کاله وروسته خپل سفیران ریاض او تهران ته ولېږل

سعودي او ایران د شاوخوا اوو کلونو سفارتي اړیکو نه لرلو وروسته خپل سفیران ریاض او تهران لېږلي او خپل کارونه یې پیل کړي دي. د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د دې هیواد سفیر عبدالله العنزي د نهې- سه شنبې په ورځ تهران ته رسېدلی او ویلي یې دي چې د سعودي رهبري د اړیکو د پیاوړتیا په اهمیت پوهېږي. د سعودي سرکاري خبري ایجنسۍ سعودي پریس د عبدالله العنزي له خولې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو لا پیاوړي کېدو او لیدنو لا زیاتېدو اړتیا ده. د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ایرنا هم ویلي، د دې هیواد سفیر علي رضا عنایتي د سه شنبې- نهې په ورځ د سعودي عرب پایتخت ریاض ته رسېدلی، چې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو او د ایران د سفارت کارکوونکو ورته هرکلی ویلی دی. عبدالله العنزي تر دې مخکې په عمان کې د سعودي سفیر وو او علي رضا عنایتي تر دې مخکې په کویت کې د ایران سفیر وو. سعودي چې ډېری وګړي یې سنیان دي او ایران چې شعیه ګان پکې اکثریت دي د روان 2023م کال په مارچ کې د چین په منځګړتوب د خپلو سفارتي اړیکو په بیرته پیل کولو باندې متفق شول او د یو بل په هیوادونو کې یې د خپلو سفارتونو د بیرته پرانیستلو اعلان وکړ. په تهران کې د سعودي سفارت خپلې چارې تېره میاشت پیل کړې وې خو تهران بیا د جون په میاشت کې په ریاض کې خپل کارونه د دې هیواد د جنډې تر پورته کولو وروسته پیل کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبداللهیان تېره میاشت له سعودي عرب سره د اړیکو تر بیرته پیلېدو وروسته په خپل لومړي سفر کې ویلي وو چې د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزې اړیکې په سم لوري روانې دي. سعودي عرب په 2016م کال کې هغه وخت له ایران سره اړیکې ختمې کړې چې په تهران کې یې پر سفارت ګڼو خلکو وروسته له هغه برید وکړ، چې ریاض یو شیعه عالم په دار کړ. خو د روان کال د مارچ پر 10مه د ایران اعلی امنیتي چارواکي علي شمخاني او د سعودي عرب د ملي امنیت سلاکار مساعد بن محمد العیبان د بېجنګ په منځګړتوب یو تړون لاسلیک کړ، چې پکې د 2001م کال د امنیتي همکاریو د تړون او د تجارت، اقتصاد او سرمایه کارۍ په برخه کې د یو بل پخواني تړون د بیا فعالولو پرېکړه وشوه. څېړونکي وایي د ایران او سعودي عرب تر منځ د اړیکو ښه کېدل به په ټوله سیمه کې مخامخ او نامخامخ وسلوالې نښتې کمې کړي، ځکه چې وایي دغه دوه سیمه ییز قوتونه د سیمه ییزو کړکېچونو په ځانګړي ډول په شام او یمن کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي. له ایران سره د سعودي عرب د اړیکو له ښه کېدو سره سم ریاض هم په شام کې د ایران د متحد بشارالاسد له حکومت سره خپلې اړیکې را ژوندۍ کړې او په پام کې ده چې د دغه هېواد سفارت هم په ریاض کې بېرته پرانیستل شي. یادونه:- د دې خبر ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

06.09.2023 ډیوه

شمالي وزيرستان: په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې، څلور ماشومان او مور یې وژلي

د افغانستان سره په پوله شمالي وزیرستان کې په یو کور ماټر ګوله غورځېدلې د يوې کورنۍ پينځه تنه [څلور ماشومان او مور] یې وژلي، دوه ماشومان ورکې ژوبل شوي دي. ځایي خلک تور لګوي مارټر ګوله پوځ ویشتې خو پوځ دا دعوه رد کړې ده

06.09.2023 ډیوه

د افغانستان په نهو ولایتونو کې د نجونو د متوسطه او لیسې ښوونځیو پرته نوي تعلیمي کال پیل شو

د طالبانو د حکومت له خوا د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو د بندیز په دوام د افغانستان په نهو تودو ولایتونو کې نن د چهارشنبې په ورځ سپټمبر شپږم ( وږي ۱۵) د ۱۴۰۲ لمریز تعلیمي کال هم پیل شو.

06.09.2023 امریکا غږ

د سوریایانو وروسته زیات شمیر افغانانو اروپا کې پناه اخیستلو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي ـ راپور

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په یو راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال تر نیمايي پورې د پنځه سوو زرو څخه د زیاتو پناه غوښتوونکو غوښتنلیکونه چې اروپايي هیوادونو ته استول شوي تر ټولو زیات یې د سوریایانواوافغانانو دي.

06.09.2023 امریکا غږ

د سعودي او ایران سفیرانو تر ۷ کالونو وروسته په ریاض او تهران کې خپل کارونه پیل کړل

د شاوخوا اوو کالونو دیپلوماتیکي اړیکو نه لرلو څخه پس د سعودي عربستان سفیر سه شنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۳) تهران او د ایران سفیر ریاض ته ورسیدل او خپل کارونه یې پیل کړل.

06.09.2023 امریکا غږ

پوځ وایي پاکستان ته د زیان رسولو هرې هڅې ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي

پېښور – د پاکستان پوځ وایي، د هیواد وسله بند ځواکونه د هر ډول کورني اؤ بهرني ګواښ پرضد د وطن فاع ته په لوړه حوصله چمتو ولاړ دي اؤ پاکستان ته د زیان رسولو هرې هڅې ته به غاښ ماتی ځواب ورکوي. په شپږم ستمبر د پاکستان د دفاع د ملي ورځې په اړه د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار خپل بیان کې ویلي د 6م ستمبر کال 1965م معرکې دا خبره په ډاګه کړې ده چې د پاکستان تورزن قام د خپلو پولو د حفاظت لپاره هره ګړۍ چمتو ولاړ دی. بیان کې ویل شوي چې په شپږم ستمبر د خاورې بچو د خپلو ځانونو په قربانولو سره د پاکستان خاوره د نه ماتېدو جوګه کړه اؤ نن ټول قام د هغوي قربانیو ته سلام وړاندې کوي. په 6م ستمبر کال 1965 کې د ګاونډي هیوادونو هند اؤ پاکستان ترمنځ یوه خونړۍ جګړه شوې وه چې په دغه جګړه کې دواړو خواؤ یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کړې وې اؤ تر هغې وروسته پاکستان د شپږم ستمبر ورځ د خپلې ملي ورځې په توګه لمانځي. د ننۍ ورځې په مناسبت نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ پخپل پېغام کې ویلي چې پاکستان نن د تندلاریتوب، ترهګرۍ اؤ بهرني تیري په څېر د امنیتي چیلنجونو سره مخ دی. نګران وزیراعظم ویلي د ملک د سلامتیا اؤ ترقۍ پرضد د ناوړه ارادو شنډولو لپاره قام د خپلو پوځونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی اؤ د امنیتي اؤ معاشي چیلنجونو څخه به د پاکستان حفاظت کوي. نوموړي ویلي د جمو و کشمیر پخوانۍ شخړه د سیمې امن اؤ سلامتۍ ته تر ټولو ستر چیلنج دی اؤ‌ په نړیواله ورورولۍ یې غږ کړی چې د دې ستونزې هوارې کې خپل کردار ادا کولو ته راوړاندې شي. د اګست کال 2019م نه هند د خپلې برخې د کشمیر خپلواکه حیثیت ختم کړی اؤ نیغ په نیغه یې پرې خپله واکمني ټینګه کړې ده چې پاکستان د هند دا اقدام تیری اؤ هند یې خپل حق ګڼي. ډان ورځپاڼه پخپل یو رپورټ کې وایي، د تېرو څلورو کلونو په مهال د هند د واک لاندې کشمیر کې قابو 900 کسان وژل شوي چې دې کې د هند 144 امنیتي عسکر هم شامل دي. د روان کال د پیل نه تر اوسه دغلته 63 کسان وژل شوي چې هغو کې نهه عام وګړي،16 سرکاري مامورین اؤ 38 کشمیریان وسله وال شامل دي. کشمیر په کال 1947 کې د پاکستان او هند د ازادۍ په مهال دوه ځايه وېشل شوی او د هغې وخت نه دغه سيمه لانجمنه پاتې شوې ده. د ایټمي وسلو لرونکو دواړو ګاونډیو هیوادونو هند اؤ پاکستان تر منځ اړیکې د لسیزو راهسې تاوجنې دي اؤ په کال 1947 کې د برتانیې څخه د ازادۍ ترلاسه کولو راپدیخوا دې دواړو هیوادونو خپلو کې د کشمیر د شخړې پر سر درې سترې جګړې کړې دي. هند د کلونو راهسې په پاکستان د هغو اسلام پاله وسله والو ډلو د مرستې تورونه لګوي چې د1980 م د لسیزې د وروستیو نه د هند د واک لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو پرضد په جګړه بوخت دي. پاکستان د هند دا تورونه ردوي اؤ وایي هغه یوازې د خپلواکۍ د حق غوښتونکو کشمیریانو سفارتي اؤ اخلاقي مرسته کوي.

06.09.2023 ډیوه

د ټانک په جنډوله پولیس تاڼه راکټي برید شوی دی

پېښور - امنیتي سرچینې وایي تېره شپه د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې ترهګرو په جنډوله پولیس تاڼه د راکټونو برید کړی خو وایي په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د چهارشنبې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې ترهګرو په جنډوله پولیس تاڼه دوه راکټونه داغلي چې له امله یې د تاڼې ودانۍ ته سر سري زیان اوښتی خو پولیسو ته پکې خېر شوی دی. سرچینې وایي چې د راکټونو د دې برید سره د سیمې خلکو کې سخته ویره ترهه خوره شوې ده اؤ له برید سمدستي وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ د ترهګرو د لټون عملیات یې پیل کړي دي. تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي‌ پخپل یو لنډ بیان کې په جنډوله پولیس تاڼه د شوي برید ذمه واري قبوله کړې ده. په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول بیا په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو، پولیس تاڼو اؤ پوځي ودانیو د ترهګرو بریدونو کې زیاته چټکتیا رامنځته شوې ده چې په دې بریدونو کې په سلګونو پولیسو، پوځیانو، د ایف سي اؤ رینجرز ځواکونو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. پاکستان کې د یوې غیر دولتي څېړنیزې ادارې پاکستان انستيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز رپورټ وایي سږ کال د اګست په میاشت کښې په ګرد هیواد کښې د ترهه ګرۍ 99 پیښې رپورټ شوې دي چې دا د 2014م نه راپدېخوا په یوه میاشت کې تر تولو زیاتې پېښې دي. دغه رپورټ وایي د اګست په میاشت کې شوو د ترهه ګرۍ پیښو کې په ګرد هیواد کې 112 تنه وژل شوې دي اؤ د جولايي د میاشتې په مقابله کې په اګست کې ترهه ګري 93 فیصدي زیاته شوې ده. رپورټ وايي بلوچستان اؤ د خیبر پښتونخوا قبایلي ضلعې د اګست په میاشت کې د ترهه ګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغیز منې شوې دي اؤ بلوچستان صوبه کې د تیرې میاشتې په مقابله کې ترهه ګري 65 فیصدي اؤ د پښتونخوا قبایلي ضلعو کښې 106 فیصدي سیوا شوې ده.

06.09.2023 ډیوه

وزیراعظم کاکړ: پوځ نه خو د خپل حد نه تجاوز کوي او نه حکومت ته هدایات ورکوي

پېښور – د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي پوځ په معمولي انداز کې هم د خپل حد نه تجاوز نه کوي اؤ تر اوسه هغه دا نه ده ګڼلې چې ګنې حکومت ته یې هدایات ورکړل کیږي. وزیراعظم دا څرګندونې د نهې په ورځ وروسته له هغې کړي چې اوړمه ورځ د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له تاجرانو سره لیدنه کې وویل هغه هڅه کوي چې د عرب اماراتو، کویټ او سعودي عرب نه د اربونو ډالرو سرمایه کاري پاکستان ته راوړي. مطبوعات وایي په دغه لیدنه کې پوځي سرلښکر تاجرانو ته دا باور هم ورکړی چې په پرانستي يا اوپن مارکیټ کې د ډالر په نرخ قابو راوستو او د پېسو بدلوونکو د کاروبار په ټیکس نیټ کې راوستو د پاره به ګامونه پورته کولی شي. څیړونکي وایي دا د پوځ کار نه دی چې اقتصادي فیصلې وکړي او د دې به په راتلونکې کې کاروبار او ملکي معیشت ته تاوان هم رسي. له بهرنۍ میډيا سره په خبرو کې وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي پوځ حکومت ته په هره هغه معامله کې ځان ور وړاندې کوي چې حکومت یې ترې غواړي. نګران وزیر اعظم ویلي د امنیت اؤ معیشت په معاملو کې حکومت اؤ پوځ په ګډه کار کوي اؤ یو بل سره خبرې هم د اړونده درناوي په چوکاټ کې کوي. روانه اوونۍ د پاکستان د رجسټریشن د دولتي ادارې نادرا د مشرۍ څوکۍ نګران حکومت د پوځ یو حاضر سروس جنرال ته سپارلې ده چې په دې عمل په ټولنیزو رسنیو سخت ټکونه شوي دي. په سوشل میډیا زیاتره فعالانو ویلي د وړاندې نه هیواد کې ګڼ شمیر پخواني پوځي افسرانو په محکموعهدو ګمارل شوي دي اؤ اوس چې حاضر سروس پوځیان هم په مهمو څوکیو ګمارل کیږي نو دا ښیي چې پوځ حکومتي چارې هم پخپله پرمخ وړل غواړي. په پاکستان کې په دې وروستیو کې عدالتونو د پخواني واکمن ګوند تحریک انصاف د یو شمیر بندي مشرانو په ضمانت د خوشې کولو امرونه کړي دي خو دغه سیاسي مشران چې په یوه قضیه کې له زندان خوشې شي نو په بله قضیه کې سمدستي د پولیسو لخوا ونیول شي اؤ د تحریک انصاف ګوند مشران اؤ څېړونکي په اشارو کنایو کې تور لګوي چې ددې هر څه تر شا د هیواد د طاقتور پوځ لاس دی اؤ نګران حکومت د پوځ له خوښې پرته هیڅ نه شي کولی. خو نګران وزیراعظم میدیا ته ویلي چې پوځ د خپل حد نه یوه ذره هم تجاوز نه کوي اؤ یوازې په هغو معاملو کې ځان راوړاندې کوي چې حکومت یې ترې غوښتنه وکړي. نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي کله چې په دې وروستیو کې په بټګرام کې 9 ماشومان په یو چیرلیفټ یا زانګو کې بند شول نو په اصولي توګه دهغوي د ژغورنې لپاره صوبایي ډیزاسټر منیجمنټ ته بټګرام کې کارروايي کول پکار و خو وزیراعظم وایي که هغه سول اؤ پوځي اړیکې بنیاد جوړولې نو کیدای شي دغو 9 ماشومانو خپل ژوند بایللی ؤ. هغه وویل له بده مرغه زمونږ د ادارو دننه د خدماتو د ورکړې صلاحیت کم دی اؤ ددې تشې د پوره کولو لپاره مونږ ته د پوځ نه مرسته ترلاسه کول وي. د نګران وزیراعظم په خبره ،که څوک وایي چې مونږ ته د پوځ نه داسې مرسته نه ده ترلاسه کول پکار نو بیا به وړومبی د ادارو د خدماتو د ورکړې نظام پیاوړی کول وي اؤ که هغې کې غوره والی نه شو راوستی نو بیا به تر څو پېړیو د پوځ نه مرسته اخستل راپغاړه وي. تېره ورځ د پوځي سرلښکر جنرال عاصم منیر لخوا تاجرانو سره له لیدنې وروسته اقتصاد پوهه جرنلسټ مهتاب حېدر د ډیوه خبریال اورنګزیب خان ته ویلي وؤ، د پاکستان معیشت چې دا وخت په کوم حال کې دی د هغې دپاره ضروري ده چې ټولې ادارې یې د پياوړي کولو دپاره کار وکړي خو په بنيادي توګه دا د پوځ کار نه دی چې د ملکي اقتصاد ښه کولو دعوې وکړي. د نوموړي په خبره، له بده مرغه دا وخت نګران حکومت دی او دا حکومت هم د اقتصاد ښه کولو دپاره څه عملي کار نه کوي او پاکستان کې تل د حکومتونو د نااهلۍ له امله پوځ ته موقعه په لاس ورځي چې په هره معامله کې مداخلت وکړي.

06.09.2023 ډیوه

د شمالي کوریا لخوا روسیې ته د وسلو ورکولو پر سر د امریکا خبردرای

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان سه شنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۴) خبردرای ورکړ که شمالي کوریا روسیې ته د اوکراین په جګړې کې د کار اخیستو لپاره وسلې ورکړي، پیونګ یانګ به یې د عواقبو سره مخ شي.

06.09.2023 امریکا غږ

د ازادي راډیويي مجله؛ په ننګرهار کې د ماشومانو لپاره کتابتون جوړ شو

د ازادي راډیويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې په ننګرهار کې جاپان د ماشومانو لپاره کتابتون جوړ کړی دی. په دې خپرونه کې د ماشومانو د کیسو له یوې لیکواله سره خبرې شوي دي. دغه راز په خپرونه کې د ماشومانو کیسې هم شته. په سپین بولدک کې به د ادبي هڅو په اړه واورئ او له دې به خبر شئ چې په نورستان کې د کتابونو څه ستونزه ده. دغه خپرونه، چې احمد شیبر چمتو کړې، د لاندې په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

06.09.2023 ازادي راډیو

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

06.09.2023 امریکا غږ

ایراني پولیسو د مهسا امیني تیره نیولی

پداسې حال کې چې په ایران کې د مهسا امیني لومړي تلین ته څه باندې یوه اوونۍ پاتې، ایران پولیسو سه شنبه سپټمبر ۵ (وږي۱۴)د میرمن امیني تره نیولی او نامعلوم لوري ته یې بولی دی.

06.09.2023 امریکا غږ

افغانستان د اسیا کپ کرکټ له سیالیو څخه بهر شو

افغانستان د اسیا کپ کرکټ په سیالیو کې خپله دویمه او وروستۍ لوبه د سه شنبې په ورځ په لاهور کې سپتمبر پنځمه (وږي۱۴) له سري لانکا سره وکړه او ویې بایلله.

05.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more