ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د لوبو له میدانه؛ پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې په ستر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه. د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې په لوبو بوخته ده. د تکواندو نړیوالو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو د سرو زرو مډالونه ګټلي دي. په دې خپرونه کې مو د تکواندو له هغه لوبغاړي سره ځانګړې مرکه کړې چې د سرو زرو مډال یې ګټلی. دغه راز د خپرونې په وروستۍ برخه کې بیا د افغانستان او پاکستان په ترسره شوې سیالۍ له دوو مېلمنو سره خبرې شوي. د لوبو له ميدانه خپرونه، چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

23.08.2023 ازادي راډیو

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

23.08.2023 امریکا غږ

پاکستان کې سیلابونه؛ شاوخوا ۱۰۰ زره کسان امنو سیمو ته انتقال شوي

د پاکستان د بیړنیو خدماتو ادارو د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږي اول) اعلان وکړ چې د پاکستان د پنجاب ایالت له سیلاب ځپلو کلیو څخه شاوخوا سل زره کسان ایستل شوي دي.

23.08.2023 امریکا غږ

امریکا کې د بې‌ساري اورلګېدنې وروسته لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان ورک دي

په متحده ایالاتو کې چارواکي وايي ددغه هېواد په هاوايي ایالت کې د تیرې اونۍ د بې ساري اور لګېدنې وروسته لږ تر لږه ۱۱۰۰ کسان لادرکه دي.  

23.08.2023 امریکا غږ

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د خواهشمندو امیدوارانو مباحثه

ريپبلېکن نېشنل کمېټۍ ویلي د ريپبلېکن پارټۍ په وړمبۍ صدارتي مباحثه کې به اته امیدواران شرکت کوي

23.08.2023 ډیوه

ټانک: وسله وال برید کې پولیس اهلکار وژل شوی

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې نامعلومو وسله والو د پولیسو یو اهلکار په هدفي برید کې وژلی او د وسله والو په ډزو کې دوه لاروي ژوبل شوي هم دي.

23.08.2023 ډیوه

انوار الحق کاکړ: پاکستان به د بنياد پرستۍ، توندروۍ او عدم برداشت پرضد جنګيږي

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، "پرون په وزيرستان کې لس پوځيان وژل شوي، او که د چا دا خيال وي چې مونږ به د ترهګرۍ ضد جګړه کې ستړي شو په دې غلط فهمۍ کې دې نه اوسي".

23.08.2023 ډیوه

کېر انټرنېشنل: د طالبانو له بندیزونو وروسته د افغانستان 80 فیصده نجونې له تعلیمه محرومې دي

د پاملرنې په نوم نړیواله مرسته کوونکې اداره (کېر انټرنېشنل) وايي، په افغانستان کې د هغو نجونو چې عمرونه یې سکولونو ته د تلو دي او پېغلو چې په اوس وخت کې له تعلیمه محرومې دي شمېر 80 فیصده یعنې 2.5 میلینه ته رسیږي. کېر انټرنېشنل د اګست پر 21مه په خپل یو رپوټ کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې یواځینی هېواد دی، چې پکې د نجونو او ښځو پر تعلیم بندیز لګېدلی دی. دې ادارې سکولونو ته د نجونو او پېغلو پر زدکړو د طالبانو د حکومت بندیز د افغانستان لپاره 5.4 ارب ډالره اقتصادي‌ زیان ښوولی دی: "د 2021م کال په ستمبر کې د [طالبانو] واکمنو چارواکو تر دوولس کلنۍ پورته نجونو ټول رسمي تعلیم وځنډاوه، چې له کبله یې 1.1 میلین [11 لکه] نجونې او پېغلې له رسمي زدکړو محرومحې شوې". کېر انټرنېشنل وايي د طالبانو حکومت له دې پرېکړې وروسته د تېر 2022م کال په دسمبر کې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو تعلیم تر بل امر پورې وځنډاوه، چې وایي په سرکاري او غیرسرکاري پوهنتونونو کې تر یو لک 100,000 زیاتې ښځینه زده کوونکې یې اغېزمنې کړې: "له هغه وخته راهیسې نجونې او تر 12 کلنۍ پورته پېغلې مجبوره کړل شوې چې په کورونو کې کښېني او د خپلو سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو بیا پرانیستلو ته انتظار کوي". د پاملرنې نړیواله اداره وايي، جګړې، شخړو، مهاجرت، بې ځایه کېدو او قدرتي پېښو په افغانستان کې اوسنی زیات غربت او د خلکو محرومیت لا زیات کړي دي او تعلیم ته لاسرسی تل د ټولو ماشومانو لپاره یو لوی چېلنج اوسېدلی چې په ځانګړې توګه د نجونو لپاره دا حالت لا ستونځمن وو: "دلته نیژدې 40 فیصده نجونې هیڅکله په ابتدايي تعلیم کې نه دي شاملې شوې". خو د طالبانو د تعلیم وزارت چارواکو د ګل- دوشنبې په ورځ «ملت ته د حساب ورکولو» په نوم پروګرام کې وویل، دوی شاوخوا لس میلینه زده کوونکي لري، چې وایي‌ په هغوی څلور میلینه نجونې دي، خو دا یې نه دي ویلي چې په دغو نجونو کې څومره په سکولونو او څومره په دیني مدرسو کې زدکړې کوي. کېر انټرنېشنل هغو نجونو ته چې هیڅکله سکولونو ته نه دي تللې د تعلیم په برابرولو کې کلیوالي سکولونه مهم بللي او ویلي یې دي چې ډېرو دغسې نجونو ته په کلیوالي ښوونځیو کې لومړنیو زدکړو اسانتیا برابره شوې ده. د پاملرنې ادارا له 1961م کال راهیسې په افغانستان کې کار کوي. دا اداره وايي په روان 2023م کال کې یې تر اوسه د اووه لکه  58 زره ښځو او نجونو په ګډون له 1.15 میلینه مجبوره افغانانو سره مرستې کړې دي. د طالبانو حکومت وايي لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د تعلیم د اسانتیا د برابرولو او د ښځو د پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره یې تګلارې لا نه دي بشړې شوې. په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ادارو، د اسلامي‌ همکارۍ سازمان، امریکې او نورو هېوادونو په تېر یونیم کال کې له طالبانو په وار- وار په ټینګار سره غوښتي چې که د ښځو تعلیم او نور حقونه پر ځای نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

23.08.2023 ډیوه

د افغانستان خبریالانو مرکز: طالبانو یو ایرانی عکاس نیولی

د افغانستان خبریالانو مرکز وايي، چې طالبانو حکومت د ایران د تسنیم خبري اژانس یو عکاس محمدحسین ولایتي نیولی دي.

23.08.2023 امریکا غږ

اوکرایني چارواکي: روس په اوډیسا علاقه کې د بندر په اسانتیاو هوايي حمله کړې

د روسي چارواکو په قول دوه نور اوکرایني ډرون د ماسکو په موزایسک او خیمکي سیمو کې هم راغورځول شوي دي. د اوکراین د ډورن له امله د ماسکو په هوايي اډو عملیات ځنډول شوي وو. په تېره څه موده کې اوکراین د ماسکو ښار څو ځله په هدف کړی دی

23.08.2023 ډیوه

پاکستانۍ روپۍ نوره هم غورځېدلې، يو امريکايي ډالر تر 300 روپیو زيات ګران شوی دی

په پاکستان کې په انټربېنک مارکيټ کې نن د پاکستانۍ روپۍ قيمت 0.15 فيصده راکم شوی او د روپۍ په مقابله کې ډالر 299.45 روپو ته رسېدلی دی. تېره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې يو ډالر په 299 روپۍ وو.

23.08.2023 ډیوه

پخوانې ښځینه پوځیانې: د طالبانو تر واک لاندې د اندیښنو او ستونزو ډګ ژوند لرو

یو شمیر پخوانیو ښځینه پوځیانو چې په پخواني رژیم کې يې د افغانستان په امنیتي ځواکونوپه تشکیلاتو کې کار کړی وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند یې له ستونزو اندیښنو ډک دي.

23.08.2023 امریکا غږ

امیر خان متقي: د پاکستان د ستونزو د هواري په خاطر مو د ټي ټي پي اؤ اسلام اباد تر منځ مذاکرات کړي وؤ

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، د دوي حکومت د پاکستان د ستونزو د حل په موخه د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټي ټي پي ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړې ده. د افغانستان د طلوع ټیليویژن د رپورټ له مخې ملت ته د دولت د حساب ورکړې د پروګرام په لړ کې امیر خان متقي ویلي د دوي [طالبانو] حکومت د پاکستان اؤ ټي ټي پي دواړو په خوښه د سولې د مذاکراتو کوربه توب کړی دی. هغه وایي، د طالبانو حکومت په سیمه کې بې ثباتي د افغانستان په ګټه نه بولي اؤ د ستونزو د هواری باید دخبرو اترو دلارې ولټول شي. د پاکستان اړیکې د افغان طالبانو حکومت سره وروسته له هغې خړې شوې دي چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه یو وارې بیا دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په سلګونو امنیتي عسکر اؤ عام وګړي وژل شوي دي. څېړونکي وایي پاکستان هیله درلوده چې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت جوړېدو سره به دوي پاکستاني طالبان دپاکستان پرضد د بریدونو نه منعې کړي خو وایي برعکس کله نه چې طالبان افغانستان کې په حکومت قابض شوي نو پاکستاني طالبان نور هم زړور شوي اؤ د پاکستان پرضد یې خپل بریدونه لا پسې زیات کړي دي. د طالبانو دبهرنیو چارو وزیر وایي، د افغان طالبانو د حکومت په کوربه توب د پاکستان د حکومت اؤ ټي ټي پي ترمنځ ګڼې ناستې شوې دي اؤ د سولې په خبرو کې تر ډېره حده پرمختګ هم شوی ؤ خو دا چې په پاکستان کې نظام بدل شو یا هر څه چې وشول نو دا مذاکرات بې نتیجې پاتې شول. ښاغلي متقي ویلي، د طالبانو حکومت دا کار پاکستان سره د همکارۍ په موخه کړی ؤ. هغه ویلي، د دوي حکومت (چې طالبان یې اسلامي امارت بولي) په سیمه کې د بې ‌ثباتۍ له سیاسته ملاتړ نه کوي په دې هڅه کې دی څو ځينې هغه ستونزې چې له ګاونډیو هېوادونو سره رامنځته شوي د خبرو اترو له لارې حل کړي. په کال 2021م کې د پاکستان ریاست دافغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو سره د افغانستان دننه د سولې خبرې پیل کړې وې چې د دغو خبرو اترو لپاره د پاکستان نه څو کرته پلاوي هم کابل ته تللي وؤ اؤ دواړه خواوې د اوربند په تړون هم متفق شوې وې خو وروسته بیا طالبانو ددغه اور بند ماتولو اعلان وکړو اؤ په پاکستان یې تورونه ولګول چې خپلې ژمنې یې نه دي ترسره کړي. د ټي ټي پي اؤ پاکستان تر منځ د اوربند د تړون ماتیدو نه وروسته پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي په دې ترهګریزو بریدونو کې د ملامتۍ ګوته په افغانستان کې دطالبانو حکومت ته نیسي اؤ وایي هغوي پاکستاني طالبانو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي. خو د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه میاشت پخپله یوه مرکه کې د پاکستان دا تورونه رد کړي وؤ چې ګنې ټي ټي پي د افغانستان دخاورې نه دپاکستان پرضد فعالیتونه کوي اؤ ویلي یې وؤ‌ د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي. د پاکستان تر څنګ زیاتره وخت د نړۍ نور هیوادونه اؤ سازمانونه هم نیوکې کوي چې دطالبانو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ افغانستان یو ځل بیا دترهګرو په خوندي ځاله بدلیږي خو طالبان دا تورنه ردوي اؤ ورته د پروپیګنډې نوم ورکوي. تېره میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې په خپل رپورټ کې ویلي وو، د کال 2021م په اګست کې د طالبانو په افغانستان کې واکمنېدو، تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ته "ډاډ" ورکړی او د افغانستان نه په پاکستان کې حملې کوي. ملګرو ملتونو په خپل رپورټ کې زياته کړې، "د جون په مياشت کې طالبانو د پاکستان د حکومت د فشار له امله د ټي ټي پي ځینې عناصر په پوله د پرتو سيمو څخه لرې کړي وو". په رپورټ کې خبرداری ورکړی شوی و چې ټي ټي پي سيمه ايیزه ګواښ جوړيږي که په افغانستان کې یې د عملیاتو دپاره خوندي مرکزونه ولرل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو دا رپورټ رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ دا د افغانستان د اسلامي امارت پرضد یوه دتعصب ډکه پروپیګنډه ده.

23.08.2023 ډیوه

افغانستان کې ښوونځیو ته د تللو په عمر برابرې ۸۰٪ نجونې له ښوونځیو بهر دي – راپور

د پاملرنې نړیواله موسسه (Care International) وايي، چې په افغانستان کې د هغو نجونو شمیر، چې عمرونه یې ښوونځیو ته د تللو عمر سره برابر دي او اوس مهال له ښځوونځیو بهردي ۸۰ فیصدو یا ۲.۵ میلیونو نجونو ته رسیږي.

23.08.2023 امریکا غږ

 بټګرام: "ډولۍ" کې بند پاتې شوي ماشومان ژغورل شوي خو د پوځ پر عملیاتو نیوکې شوي

پېښور- د پاکستان د خېبر پښتونخوا په الایي بټګرام سیمه کې په یو چئیر لیفټ یا ډولۍ کې ځوړند پاتې شوي اووه ماشومان اؤ یو سړی د نهې په ماسخوتن روغ جوړ ژغورل شوي دي . پاکستاني میډیا په بریالي توګه د دې عملیاتو په سرته رسیدو د پاکستان د پوځ د توان اؤ صلاحیت ستاینې کړې دي خو ګڼو کسانو بیا د پاکستاني میډیا د دعوؤ برعکس ویلي چې دا کسان پوځ نه بلکې ځایي خلکو ژغورلي دي . د پاکستان نګران وزیراعظم چیر لیفټ کې د نښتو ماشومانو په ژغورل کیدو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دي چې پوځ، مرستندویه فعالینو، ضلعي انتظامیې اؤ سیمه ییزو خلکو په ګډه ښه فعالیت کړی دی. د نهې په ورځ د پښتونخوا د بټګرام ضلعې په الایي سیمه کې د یو غر نه بل غر ته د تلونکي چیرلیفټ چې (په ځایي ژبه کې ورته ډولۍ ویل شي) په څلورو کې درې مزي شلیدلي وؤ اؤ دغه ډولۍ د دوؤ غرونو تر منځ په هوا کې ځوړنده پاتې شوې وه. په دې ډولۍ کې اووه ماشومان اؤ یو سړی ناست وؤ چې د ژغورلو لپاره یې ټوله ورځ پوځ د هیلي کاپټرو د لارې عملیات کړي وؤ. پوځ د ټولې ورځې په عملیاتو کې یوازې د دوؤ ماشومانو په ژغورلو بریالی شوی و اؤ د شپې په تیارې لګیدلو یې بیا خپل هوایي عملیات پائ ته رسولي وؤ . د چارواکو وینا وه چې پوځي هیلي کاپټرو ته په ډولۍ کې د ناستو کسانو ژغورل ځکه ګران وو چې هرکله هیلي کاپټر ډولۍ ته نزدې کیدو نو د هوا د زیاتوالي په وجه د ډولۍ د نسکوریدو اؤ یا هم د ډولۍ د یوازیني روغ پاتې شوي مزي د شلیدلو امکان هم و. د سیمې د خلکو وینا ده چې د ټولې ورځې د پوځي عملیاتو تر ناکامیدو وروسته چارواکو د شپې په تیاره کې د سیمې خلکو ته اجازه ورکړې وه چې هغوي باید پخپله په ډولۍ کې بند پاتې شوي دغه کسان وژغوري. د سیمې خلک وایي کله چې هغوي ته اجازه ورکړل شوه نو په دوؤ ساعتو کې دننه یې پخپل سر په ډولۍ کې ګیر پاتې شوي دغه کسان روغ جوړ وژغورل. په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیوګانو کې ځایي خلکو ویلي چې که د ورځې هغوي ته اجازه ورکړل شوې وه نو په څو ساعتو کې دننه به په ډولۍ کې بند پاتې شوي کسان راکوز کړي وؤ خو وایي پوځ ټوله ورځ هسې په هوا کې هیلي کاپترې چورلولې اؤ پاکستاني میډيا یې ستاینې کولې. کله چې لا دغه چیرلیفټ په هوا کې ځوړند ؤ اؤ پوځ د ګیرو ماشومانو په ژغورنه کې نه بریالی کیدو نو هغه مهال وتلي خبریال حامد میر په ایکس( پخواني ټویټر) د پوښتنې په انداز لیکلي وؤ "ایا دا ویل به سم وي چې د خېبر پښتونخوا په یوه غرییزه سیمه کې نښتي چیرلیفټ د ریاست د انتظامي کمزوریو د مخ نه ټولې دنیا ته نقاب پورته کړی دی، د پاکستان د بې باوره حالاتو په چیرلیفټ کې دراصل ټول قام نښتی دی چې هغه اوس د ژغورنې یو ستر اپریشن ته اړتیا لري؟" د شفاقت چوهدري په نوم فعال پخپله ایکس( پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي ټوله ورځ یو هیلي کاپټر نه د راځوړند ځوان د ویډیو چلول کیدو نه وروسته چې په پائ کې مقامي طریقه خپلول کیده نو بیا ټوله ورځ ماشومان په هوا کې ولې ځوړند وساتلی شول؟ هغه لیکلي په داسې ټولو ځایونو کې چې چیر لیفټ یا ډولۍ استعمالیږي د هغه ځای سیمه ییز خلک پخپل سر په ساعتو کې دننه د ژغورنې کار سرته رسولی شي خو کله چې د کار پځای دې ته د عملیاتو نوم ورکړل شو نو دا (ډولۍ) ټوله ورځ ځوړنده پاتې شوه. هغه وایي "یقیناً له دې وروسته به مډالونه اؤ دستورې وي، د سیمه ییزو خلکو نه به بیانونه اخستل کیږي اؤ تر یو کال به نشر کولی شي چې هغې کې به مرکزي مکالمه د پاک پوځ زنده باد وي" په سوشل میډیا بیا ځینې داسې ویډیوګانې هم خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي دشپې په تیاره کې د ځاي خلکو تر څنګ پوځیان هم د ماشومانو د ژغورلو په هڅو کې بوخت دي.

23.08.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more