ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.09.2023 امریکا غږ

خوشه يي مهماتو تېرکال په اوکراین کې ۹۱۶ تنه وژلي- راپور 

د خوشه يي مهماتو ایتلاف په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې تېرکال د روسیې خوشه يي مهماتو په اوکراین کې ۹۱۶ تنه وژلي دي. په پراخه کچه د دغو وسلو کارول منع دي.  دغه ایتلاف، چې د خوشه يي مهماتو او چاودیدونکو توکو استعمال څاري، ویلي دي چې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د دغه هېواد ځواکونو په لویه کچه زاړه او نوي خوشه يي مهمات استعمال کړي دي.  د دغه ایتلاف په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د اوکراین ځواکونو هم له دغو مهماتو څخه کار اخیستی دی، خو هومره ډېر نه. په راپور کې ویل شوي دي چې د دغو مهماتو ټول قربانیان ولسي خلک دي. د بشري حقونو د څار ډلې یوې غړې ماري ویرهام په دغه راپور کې ویلي دي چې روسیې ځواکونو په میزایلو او توپخانه يي بریدونو کې دا خوشه يی مهمات کارولي دي.  ویرهام په ژینو کې خبریالانو ته وویل چې ښايي د اوکراین ملکي تلفات د دغو خوشه يي مهماتو له کبله وي.   د خوشه يي مهماتو ایتلاف ویلي دي چې د روسیې د خوشه یي مهماتو په بریدونو کې په اوکراین کې ۵۹۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي.  د دغه راپور یو لیکونکي لورین پرسي ویلي دي چې د ۵۱ نورو بریدونو، چې تېرکال روسیې ځواکونو په کې خوشه يی مهمات کارولي، تلفات نه دي ثبت شوي.  خوشه يي مهمات او چاودیدونکي توکي‌ له الوتکي څخه هم غورځول کېدای شي او هم په توپخانه يي بریدونو کې کارول کېدای شي،‌ چې ځمکې ته تر رسېدو مخکې په هوا کې پاشل کېږي.  په دوی کې یې ځینې انفجار نکوي او کالونه کالونو په ځمکه کې پاتې وي او هر وخت چې فشار پرې راشي انفجار کوي. 

05.09.2023 امریکا غږ

د پاکستان وزيراعظم له سعودي او عرب اماراتو د 50 اربه ډالرو پانګونو راتلو تمه څرګنده کړې

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ويلي، سعودي عرب به پاکستان کې د کان کيندنې، زراعتو يا کرکيلې او د انفارمېش ټېکنالوجۍ په څېر څانګو کې پانګونې کوي، رویټرز خبري ادارې ويلي انوار الحق کاکړ دغه خبره نړيوالو مطبوعاتو ته کړې ده.

05.09.2023 ډیوه

د امریکې کانګرس به حکومت دپاره د پېسو د منظورولو کوښښ کوي چې چارې يې و نه درېږي

د صدر بایډن او د کانګرس د مشرانو چې په کې د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان سپيکر کېون مېکارتي هم شمال دی، ټوله توجه حکومت دپاره د پېسو په منظورولو ده. دا د کانګرس د معمول کار دی او که چېرې کانګرس په دې اړه څه متفقه ګام وانخلي نو حکومت یا د حکومت چاري به په ټپه ودرېږي

05.09.2023 ډیوه

د خوراک نړیواله اداره د فنډ د کمي له کبله له دوه میلینه نورو افغانانو سره مرستې بندوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوالې ادارې مشره وایي روانه میاشت به له دوه میلینه نورو افغانانو سره خوراکي مرستې بندې شي او خبرداری یې ورکړی چې که فنډونه ختم شي نو په لرې پرتو سیمو کې به خلک د لږ خوراک له کبله د "ناورین" له ژمي سره مخ شي. ډبلیو ایف پي په داسې وخت د نورو خوراکي مرستو د بندولو اعلان کوي چې له افغانستان سره د مرستو د کمښت خبرداری ورکول کېږي او ملګرو ملتونو د سږ کال د بشري مرستو د پلان په څلورو کې یوه برخه مرستې تر لاسه کړې دي. تمه کېږي چې د خوراک د نړیوالې ادارې خوراکي او د نغدو پیسو مرستې به د اکوبر د میاشتې په پای کې ختمې شي او له دې سره به د روان کال تر پایه د هغو افغانانو شمېر 10 میلینه ته ورسېږي چې دا اداره ورسره د فنډ د کمښت له کبله مرستې ودروي. ډبلیو ایف پي وایي‌ هغو سیمو ته هم د خوراکي مرستو لېږل محدود شوي چې په ژمي کې به ورته لاره نه کېږي، وایي که فنډونه زیات نه شي نو 90 فیصده لرې پرتې سیمې به له اړتیا سره سره له خوراکه محرومه شي. په افغانستان کې د خوراک د نړیوالې ادارې مشرې شاووې لي رویټرز خبري ادارې ته ویلي، حتی د هغو سیمو خلکو ته به هم د ژمي د خراب موسم له کبله خوراکي مرستې ور نه شي چې لاسرسی ورته کېږي. "دا یو ناورین دی چې موږ یې باید مخه ونیسو". د افغانستان په څلورو کې درې برخې خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري ځکه چې دا هېواد یوې خواته څلورو لسیزو جګړ ځپلی او بلې خواته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي هغه نړیوالې پرې بندې شوې دي چې امریکا له تېرو حکومتونو سره کولې. هغه پرمختیایي مرستې چې له تېرو شلونو کلونو راهیسې د تېرو افغان حکومتونو لپاره لوی مالي ملاتړ ګڼل کېده د طالبانو پر حکومت له دې کبله بندې کړل شوې دي چې اکثره مشران یې د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې دي او د مرکزي بېنک شتمنۍ یې په بهر کې کنګل شوې دي. د ملګرو ملتونو او نورو بشردوستانه چارو کې له کار کولو د منع کولو په ګډون پر ښځو د طالبانو بندیزونه د هغوی د حکومت په رسمي پېژندنه پکې لوی خنډ دی او د نړیوالو مرسته ورکوونکو ادارو مخه یې هم نیولې چې اوس یې خپل پام اکثر نورو بشري بحرانونو ته اړولی دی. په افغانستان کې د ډبلیو ایف پي مشره شاووې لي د مرسته کوونکو ادارو په اړه وویل، "هغه څه چې زه یې له دوی سره په خپلو خبرو کې کوم، دوی ته وایم چې که هر څه وي موږ باید هغو کسانو ته پام وکړو چې ډېر [خوراکي مرستو ته] مجبوره دي." نیژدې 20 فیصده هغه خلک چې له ډبلیو ایف پي سره په افغانستان کې مرسته کوي هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو مشري کوي. مېرمن لي وایي په ښځو باندې بندیزونه او اقتصادي بحران به د دوی د آمدن لارې هم بندې کړي: "د دې بې کارۍ له کبله به ډېر زیات کمزوري خلک په ځانګړې توګه غریبې میندې او ماشومانو ډېر اغېزمن شي، ډبلیو ایف پي د هغو کسانو لپاره وروستۍ هیله ده چې بله لاره نه لري". د خوراک د نړیوالې ادارې له خوا تر اوسه پورې یواځې درې میلینه خلک د خوراکي توکو مرستې تر لاسه کوي خو له اکتوبر وروسته کېدای شي دوی هم هیڅ تر لاسه نه کړي. د ډبلیو ایف پي مشره شاووې لي وایي اداره یې د خوراکي مرستو د چمتو کولو او د مارچ تر میاشتې پورې پلان شوو منصوبې لپاره یو ارب ډالرو ته اړتیا لري. یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

05.09.2023 ډیوه

اروپايي ټولنه په ایران فشار راوړي چې د سویډن نیول شوی وګړی پرېږدي 

د اروپايي ټولنې لوړ پوړي دپلومات جوسیپ بوریل د سه شنبې په ورځ اګست پنځمه (وږي۱۳) وویل چې له څو میاشتو راهېسې کار کوي چې په ایران فشار راوړي چې د اروپايي ټولنې یو بندي وګړي پرېږدي.

05.09.2023 امریکا غږ

سوات کې يو تن خپله ښځه په ډز وژلې ده

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې يو تن خپله ښځه په ډز وژلې ده، پوليس وايي ډز کوونکی تورن تن یې نيولی مقدمه يې پرې درج کړې ده. په ټولنيزو رسنیو پېښې سخت غبرګون ويل شوی دی.

05.09.2023 ډیوه

د امریکا راتلونکو ټاکنو کې د بایډن او ټرمپ د سیالۍ امکان زیات دی - شنونکي

د متحده ایالاتو د اوسني ولسمشر جو بایډن او د هغه مخکیني سیال پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ په ټاکنو کې د بیا سیالیو امکانات د شنونکو په باور خورا لوړ ښکاري. 

05.09.2023 امریکا غږ

ډبلیو اف پي: مرستو ته اړ دوه میلیون افغانان له لست څخه وباسو، یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام دفتر(WFP) وايي، چې د بودیجې د سخت کمښت سره مخ دی، چې له امله یې دا پروګرام دې ته اړ شوی، چې د هغو افغانانو شمیر نور هم کم کړي، چې دمخه دغه پروګرام ورسره د خوراکي توکو مرستې کولې.

05.09.2023 امریکا غږ

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

05.09.2023 ازادي راډیو

او ای سي: د ښځو کار او تعلیم راته لومړیتوب لري. حقاني: دا ستونځه هوارېږي له زغمه کار واخلئ

د اسلامي همکارۍ سازمان په افغانستان کې په داسې وخت د طالبانو له بېلابېلو مشرانو سره د ښځو د حقونو او تعلیم په اړه خبرې کړې دي چې په دې هېواد کې تازه د پوهنتونونو د داخله امتحان نتیجې مخې ته راغلې دي خو یوه نجلۍ هم پکې نه شته. د طالبانو حکومت د دوشنبې- ګل په ورځ د 1402 لمریز کال د داخله امتحان نتیجې اعلان کړې دي، چې 44,336 تنه نارینه پکې سرکاري پوهنتونونو او د لوړو زدکړو نورو ادارو ته بریالي شوي او نجلۍ پکې نه شته. د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو د وزارت د پرېکړې له مخې د داخله امتحان ملي ادارې سږ کال د پوهنتونونو په داخله امتحانونو کې نجونو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې ځکه چې د نجونو پوهنتونونه د تېر کال له دسمبر راهیسې بند دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د امتحانونو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني د ستمبر پر څلورمه یوې خبري غونډې ته وویل، سږ کال په داخله امتحان کې له کومو ستونځو سره نه دي مخ شوي او وایي‌ د تېر کال په نسبت د ګډون کوونکو شمېر هم زیات وو: "تېر کال زمونږ په داخله امتحان کې 46,839 زده کوونکو ګډون کړی وو، خو سږ کال 84,234 تنو ګډون کړی وو. تېر کال دولتي تعلیمي ادارو ته 40,839 تنه بریالي شوي وو، سږ 44,336 تنه بریالي شوي دي". د اسلامي همکارۍ سازمان له تېرو پینځو ورځو په افغانستان کې دی او په دې موده کې یې د طالبانو له اکثرو وزیرانو، د حکومت له مشرانو او دیني عالمانو سره لیدلي او له نورو موضوعاتو سره سره یې هغوی ته د ښځو د حقونو، کار او د نجونو د تعلیم په اړه هم د خپل تنظیم دریځ وړاندې کړی دی. د اسلامي همکارۍ سازمان پر خپل ټویټر لیکلي چې "په دغو ناستو کې د افغانستان د حالاتو په اړه [د او ای سي] د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پرېکړو د عملي کېدو په چوکاټ کې د ددې د حالاتو په اړه په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه خبرې وشوې. د اسلامي هکاریو سازمان ویلي چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار د دوی په ایجنډا کې لومړیتوب لري. د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي د دوشنبې- ګل په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د حقاني ډلې له مشر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سرکاري ټیلیویژن مرستیال مشر هدایت الله هدایت پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي چې "د ياد پلاوي غړو تعليم د نارينه او ښځينه وو ګډ حق ياد کړ او په وينا يې: د ديني تعليم تر څنګ عصري زده کړې د ټولنې پرمختګ ته لار هواروي". د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي‌ سراج الدین حقاني د او ای سي ورغلي پلاوي ته په ډاډ سره ویلي، چې "د ښځو د بنیادي حقونو ټیکار د اسلامي امارت لپاره لومړیتوب لري. مجاهد وایي حقاني پلاوي ته ویلي، څنګه چې یې د حکومت فرمانونو د میراث او په بدو کې د ورکړې په برخه کې پر ښځو د ظلم او زورزیاتي مخنیوی کړی دی، داسې به د تعلیم او په نورو برخو کې هم با تدبیره ګامونه اوچت شي: "محترم خليفه صاحب [سراج الدین حقاني] له راغلي هئیت سره په لیدنه کې وویل، د نجونو تعلیم زمونږ د ټولنې اړتیا ده چې له شرايطو سره سم به دغه ستونځه هوارېږي، له راغلي هياته يې و غوښتل چې [په] دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي". د 2021م کال په اګست کې چې طالبان په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي دا دویم ځل دی، چې د دې هېواد د پوهنتونونو په داخله امتحان کې ښځو او نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکول کېږي. د طالبانو حکومت د 2022م کال د دسمبر په وروستۍ اوونۍ کې په سرکاري او شخصي پوهنتونونو او د لوړو زدکړو په نورو ادارو کې د ښځو او نجونو تعلیم وځنډاوه، چې اوس یې 255 ورځې کېږي خو د بیرته پرانیستو نېټه یې لا نه ده معلومه. همدارنګه تر هغه وړاندې د 2021م کال په ستمبر کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونو تعلیم هم ځنډولی چې اوس یې دوه کاله یعنې 715 ورځې کېږي خو دا چې طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره څه ډول پلان جوړوي او کله به بیرته هغوی ته د تعلیم اجازه ورکړي ښکاره وخت ا نېټه یې نه ده معلومه.

05.09.2023 ډیوه

کراچۍ: پوليس وايي د احمديانو په عبادتخانه درې تنه بریدکوونکي یې نيولي دي

د کراچۍ پوليس ویلي، "د احمديانو په عبادتخانه موجودو پوليسو اهلکارو باندې د 15 نه 20 پورې کسانو حمله کړې، خو د حمله کوونکو مخه نيول شوې په دوی کې درې کسان نيول شوي دي". خو احمدي ټولنې ويلي، "په عبادتخانه یې بريد شوی، منارې یې ماتې کړی شوی او نور تاوان ورته اړول شوی دی".

05.09.2023 ډیوه

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

05.09.2023 ازادي راډیو

د افغان مېرمنو لومړني حقونه ولې یو بل پسې له دوی اخیستل کیږي؟

د ازادي راډیو اوونیز د اساسي او بشري حقونو پروګرام د مېرمنو لومړنيو حقونو ته  ځانګړی شوی دی. په پیل کې به یې واورئ چې: ولې له مېرمنو څخه د دوی هغه لومړني حقونه چې زده کړې ، کار او تفریح ده ، یو په بل پسې اخیستل کیږي ، او دا کار کومې بدې پایلې لري  ؟ د حاکم نظام دا کار خپله دوی ته کوم زیانونه اړولی شي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

05.09.2023 ازادي راډیو

کاکړ: سعودي عربستان او عربي متحده امارات پاکستان کې ۵۰ میلیارده ډالر پانګه اچونه کوي

د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ دوشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) وویل چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات پدې هیواد کې په راتلونکو پنځو کالونو کې پنځه ویشت پنځه ویشت میلیادره ډالر پانګه اچونه کوي.

05.09.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more