ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

05.09.2023 امریکا غږ

سري لنکا په اېشیا کپ مقابله کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان په اننګز کې محمد نبي ۶۵، حشمت الله شاهدي ۵۹ او رحمت شاه  ۴۵ رنزونه جوړ کړل. د نهې، سه شنبې، د ورځې مېچ وروسته پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سري لنکا د اېشیا کپ سوپر فور مرحلې ته ورسېدل

05.09.2023 ډیوه

څېړنه: د برېښنايي سګرټو څکول جنسي لیوالتیا کموي او خصیې کوچنۍ کوي 

یوه نوې طبي څېړنه، چې په نارینه وو موږکانو شوې، ښيي چې د برېښنايي سګرټو څکول خصیې کوچنۍ کوي، جنسي تمایل کمزوری کوي او همدغه راز د سپرم (مني) د کمېدو علت هم کېږي.  تر دې مخکې یوې بلې څېړنې ښودلې وه چې د سګرټو څکول د نارینه وو په غړو باندې ویجاړونکې اغیزې لري.  په ترکیې کې څېړونکو د موږګانو دوې ډلې تر تحقیق لاندې ونیولې چې یوې ډلې ته یې د برېښنايي سګرټو لوګي رسېدل او بله ډله یې له داسې کوم څه سره مخامخ نه وه.  په تحقیق کې ثابته شوه چې د سګرټو له لوګیو سره د مخامخو موږګانو سپرم مخ په کمېدو شول. دا تحقیق د «ډایرکټ» په ساینسي ژورنال کې خپور شوی دی.  څېړونکو ویلي‌ دي: «سګرټ او برېښنايي سګرټ د اکسیداتیف د فشار د کمېدو او همدغه راز په مورفولژیک [د خصیو کوچني کېدل] کې د تغیراتو لامل کېږي.»  په ۲۰۲۰ کې د ډنمارک محققانو هم وموندل هغه کسان چې برېښنايي سګرټ څکوي، تر هغوی کم مني لري چې دا سګرټ نه څکوي.   خو بیا هم په تازه تحقیق کې ویل شوي‌ دي چې په نارینه وو باندې د برېښنايي سګرټو د دغو اغیزو په اړه باید نور تحقیقات هم وشي.  د شمېرو له مخې په نړۍ کې د برېښنايي سګرټو د څکوونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی، په دوی کې یې یو شمېر ماشومان او زلمیان هم دي. داسې انګېرل کېږي چې برېښنايي سګرټ تر عادي سګرټو مصون او خوندي دي. خو څېړونکي وايي برېښنايي سګرټ د سږو او نور صحي ‌تکلیفونه پيدا کوي. 

05.09.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

05.09.2023 امریکا غږ

رپورټ: د هند د اقتصاد ښه کېدو باوجو په ميلينونو خلک د ډوډۍ ګټلو د ازمېښت ته تېريږي

په کال 2022 کې په هر پينځو تنو کې دوو چې 43 فیصد ابادي ترې جوړيږي، ګيلپ سروی ته ويلي تېر کال يې د ډوډۍ پيدا کولو په لړ کې ډېرې سختې ګاللې دي. په داسې حال کې د سر سوری ساتل ډېر ګران کار وي او د ملک نزدې په درېو کې دوه تنه د دې سره مخ دي

05.09.2023 ډیوه

افغانانو سره د نړیوالو مرستو کمیدل به څه اغیزې ولري؟- سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

05.09.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

05.09.2023 امریکا غږ

د ټاکنو کمېسیون پخوانی مشر 'احمد یوسف نورستانی افغانستان ته ستون' شو

د افغانستان ملي راډیو تلویزون، چې د طالبانو حکومت یې کنترولوي، وايي چې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون پخوانی مشر یوسف نورستانی هېواد ته ستون شوی دي.

05.09.2023 امریکا غږ

د اوکراین په جګړه کې د پوځیانو په ګډون تر 20,000 زیات کسان معذوره شوي دي

د اوکرایني پوځیانو د علاج لپاره ځانګړي روغتون بهر د څو کسانو یوه ډله کله یو بل ته د سګرېټو ټوټې ورکوي او کله یو بل ته د جنګ په اړه خپلې کیسې کوي، دوی دا کیسه کله په عامه ساده ژبه کوي او کله یې په لهجه کې هغه تریخوالی وي چې د جګړې په ډګر کې ورسره مخ شوي او یوه پښه یا لاس یې پکې باللی وي. په دوی کې ځینې داسې کسان هم دي، چې پر ماینونو ختلي یا له اسمانه بم، میزایل یا بمبار ورباندې شوی او هغه مرګونې شېبه یې یاده ده. ډېر بیا داسې دي چې د ورسره شوې داسې پېښې ډېر څه یې په یاد نه دي. د یو اوکرایني پوځي ویټالي بیلیاک کمزوری بدن د زخمونو په نخښو پټ دی، د ده پښه تر ګونډې پورې غوڅه کړل شوې ده، هغه شپږ میاشتې په کوما کې وو او په دې موده کې یې لس واره ډېرې پېچلې ډول سرجري وشوه، چې پکې د ده د ژامو، لاس او پوندې عملیات شامل دي. د ویټالي بیلیاک پر موټر د اپرېل په 22مه د سړک د غاړې ښخ ماین ور چاودلی وو. هغه وایي‌ "زه چې له خوبه را ویښ شوم، داسې راته ښکارېده لکه له مرګه وروسته چې په یوه بله نړۍ کې را ژوندی شوی یم". اوکراین دا وخت تر 20,000 زیاتو هغه کسانو راتلونکي ته اندېښمن دی چې په جګړه کې معذوره شوي دي. په دوی کې ډېر پوځیان له دې کبله د څه نه څه ذهني صدمې ښکار دي چې د جګړې په لومړي محاذ کې جنګېدلي دي. د یورپ یو ملک له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته او امریکا له کورنیو جګړو وروسته له داسې حالت سره نه وه مخ شوې. میخایلو یورچوک د اوکراین په پوځ کې پېراټروپر وو، چې د جګړې په لومړیو اوونیو کې ازیوم ښار ته نیژدې ټپي شوی وو. ملګرو یې هغه پر زینه پرې ایستی او تر څو ګنټو پیاده مزل وروسته یو روغتون ته په رسېدو بریالي شوي وو. یورچوک وایي هغه وخت یې یواځې دا فکر کاوه چې خپل ژوند په بم ختم کړي. یو ډاکټر هغه وخت پر څنګ ورته ناست د ده لاس یې په لاس کې نیولی وو او تر هغه وخته ورته ناست وو چې هغه بې هوشه شو. کله چې یې د زیاتې پاملرنې په څانګه (ای سي یو) کې سترګې وغړولې نو هم هغه ډاکټر یې څنګ ته ناست وو. یورچوک د هغه مننه وکړه چې د ده لاس یې په لاس کې نیولی وو، ډاکټر هغه ته وویل: "زه وېرېدم چې هسې نه ته د لاسي بم [ګرینېډ] بټن ووهې". د یورچوک کیڼ لاس تر څنګلي لاندې او ښۍ پښه یې تر ځنګانه پورته په بم الوتې وه. یورچوک په اتلسو میاشتو کې بیرته په ډېرې حیرانۍ سره خپل ذهني او بدني توازن تر لاسه کړ، ځکه چې هغه د بیارغېدنې په دې مرکز کې د ماریا په نوم له یوې داسې ښځې سره مخ شو چې هلته یې د رضاکارې په توګه کار کوه او وروسته د ده د ژوند ملګرې شوه. هغه اوس خپله ماشومه لور په زانګو کې زنګوي او په زړورتیا سره یې بهر ګرزېدو ته بیایي. د ده مصنوعي لاس او پښه تک تور دي. یورچوک اوس دې روغتون ته راتلونکو ټپي شویو پوځیانو ته همت او ډاډ ورکوي چې ژر به یې زخمونه جوړ شي او له بدني معذور سره سره به ژوند او پرمختګ زده کړي. د اوکراین د جګړې پر نفسیاتي اغېزو نظرلرونکي کارپوهان وایي، د یورچوک غوندې همت او ډاډ د اوکراین په ګډون د نړۍ په نورو برخو کې هغو خلکو ته هم ورکول پکار دي چې په جګړو او شخړو کې یې د بدني غړي بایللي دي. په امپېریل کالج کې په چاودنه کې د زخمونو ماهره ډاکټره ایمیلي مېهیو وایي، "په داسې وخت د ټپي شویو کسانو د بدن ټول خوځېدونکی نظام هڅه کوي چې بیرته بحال شي او وزن یې پر ټول وجود بیرته ووېشل شي، دا یو پېچلی رغښت دی، چې د یو بل انسان په مرسته باید تر سره شي". د اوکرایني پوځ د معذوره شویو ټپیانو د روغتیا لپاره د جوړ روغتون «سوپر هیومنز سنټر» مشره اولها رودنیوا وایي، په اوکراین کې داسې ډاکټران کم دي چې د مصنوعي غړو په لګولو او له هغو سره د ناروغانو په بلدتیا کې مرسته وکړي. مېرمن رودنیوا وایي تر جګړې مخکې په اوکراین کې یواځې پینځه ډاکټران داسې وو، چې په لاس یا پښو معذوره کسانو ته د مصنوعي لاس پښو ور لګولو روزنه یې اخیستې وه: "په عادي حالاتو کې له لاس پښو محرومه خلک داسې مهارت لرونکو ډاکټرانو ته ډېره لږ اړتیا لري، ځکه چې خلک د شکرې یا نورو ناروغیو له کبله هم پښه یا پښې وبایلي". رودنیوا وایي له کله چې په اوکراین کې جګړه پیل شوې له هغه راهیسې د یوې اندازې له مخې 20,000 کسان داسې دي چې د بدن له یو نه یو غړي پرته ژوند تېروي. که څه هم د اوکراین حکومت دا نه وایي چې په دغو معذوره شویو کسانو کې څومره پوځیان او څومره عام خلک دي، خو په اوږدمهاله جګړو کې په عادي توګه د جګړې په لومړۍ کرښه کې د چاودنو له کبله ټپونه زیات وي. ډاکټرې ایمیلي مېهیو په جګړو کې له ټپي شویو او د بدن له غړو محرومه شویو سلګونو پوځیانو سره خبرې کړې دي، هغه وایي د داسې کسانو لپاره تر ټولو ګران کار دا دی چې له خپلو دردونو او د مصنوعي لاس پښو د اغوستلو له درد سره ژوند تېروي. یادونه:- د دې رپوټ مواد له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوي دي.

05.09.2023 ډیوه

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

05.09.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د امریکا ویزو ته په تمه افغانانو احتجاج کړی

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ګڼ شمېر هغو افغانو کورنیو احتجاج کړی چې له تېرو دوو کلونو هلته د امریکايي پي۱ او پي۲ ویزو ته منتظر دي.

05.09.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.09.2023 امریکا غږ

خوشه يي مهماتو تېرکال په اوکراین کې ۹۱۶ تنه وژلي- راپور 

د خوشه يي مهماتو ایتلاف په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې تېرکال د روسیې خوشه يي مهماتو په اوکراین کې ۹۱۶ تنه وژلي دي. په پراخه کچه د دغو وسلو کارول منع دي.  دغه ایتلاف، چې د خوشه يي مهماتو او چاودیدونکو توکو استعمال څاري، ویلي دي چې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د دغه هېواد ځواکونو په لویه کچه زاړه او نوي خوشه يي مهمات استعمال کړي دي.  د دغه ایتلاف په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د اوکراین ځواکونو هم له دغو مهماتو څخه کار اخیستی دی، خو هومره ډېر نه. په راپور کې ویل شوي دي چې د دغو مهماتو ټول قربانیان ولسي خلک دي. د بشري حقونو د څار ډلې یوې غړې ماري ویرهام په دغه راپور کې ویلي دي چې روسیې ځواکونو په میزایلو او توپخانه يي بریدونو کې دا خوشه يی مهمات کارولي دي.  ویرهام په ژینو کې خبریالانو ته وویل چې ښايي د اوکراین ملکي تلفات د دغو خوشه يي مهماتو له کبله وي.   د خوشه يي مهماتو ایتلاف ویلي دي چې د روسیې د خوشه یي مهماتو په بریدونو کې په اوکراین کې ۵۹۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي.  د دغه راپور یو لیکونکي لورین پرسي ویلي دي چې د ۵۱ نورو بریدونو، چې تېرکال روسیې ځواکونو په کې خوشه يی مهمات کارولي، تلفات نه دي ثبت شوي.  خوشه يي مهمات او چاودیدونکي توکي‌ له الوتکي څخه هم غورځول کېدای شي او هم په توپخانه يي بریدونو کې کارول کېدای شي،‌ چې ځمکې ته تر رسېدو مخکې په هوا کې پاشل کېږي.  په دوی کې یې ځینې انفجار نکوي او کالونه کالونو په ځمکه کې پاتې وي او هر وخت چې فشار پرې راشي انفجار کوي. 

05.09.2023 امریکا غږ

د پاکستان وزيراعظم له سعودي او عرب اماراتو د 50 اربه ډالرو پانګونو راتلو تمه څرګنده کړې

د پاکستان نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ ويلي، سعودي عرب به پاکستان کې د کان کيندنې، زراعتو يا کرکيلې او د انفارمېش ټېکنالوجۍ په څېر څانګو کې پانګونې کوي، رویټرز خبري ادارې ويلي انوار الحق کاکړ دغه خبره نړيوالو مطبوعاتو ته کړې ده.

05.09.2023 ډیوه

د امریکې کانګرس به حکومت دپاره د پېسو د منظورولو کوښښ کوي چې چارې يې و نه درېږي

د صدر بایډن او د کانګرس د مشرانو چې په کې د ريپبلېکن پارټۍ د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان سپيکر کېون مېکارتي هم شمال دی، ټوله توجه حکومت دپاره د پېسو په منظورولو ده. دا د کانګرس د معمول کار دی او که چېرې کانګرس په دې اړه څه متفقه ګام وانخلي نو حکومت یا د حکومت چاري به په ټپه ودرېږي

05.09.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more